سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالاحمد محمديار

ښاغلى عبدالاحمد محمديار د ارواښاد محمد حسين زوى پر 1356ل كال د شنه ارغنداو په چارباغ سيمه كې زېږېدلى دى، يو كلن و چې د ګوزڼ(فلج) كرغېړنې ناروغۍ يې له سترګو څخه رڼا او له تنكيو پښو څخه د خوځښت زور واخيست.
محمديار د ژوندانه تر دې شېبې پورې يوازې پر خپلو دوو ژمنو ملګرو(لكړو)د خپل ژوند درانه پېټې لېږدولي او له هغوى سره يې د تلپاتي يووالي ژمنه كړې ده.
څه له پاسه اووه كلنه شاعري يې دې حد ته رسولې ده، چې په كندهار ادبي ټولنه كې يې د ادبي بنډار ټول ملګري تر بلې مياشتنۍ مشاعرې پورې د شعر اورېدو ته په تمه وي. ځينې خواره واره نثرونه او شعرونه يې په طلوع افغان ورځپاڼې، خلافت، هيلې، ګندهارا، كندهار او نورو مجلو كې خپاره شوي دي.
د محمديار د ذهن يوه برخه حماسې او يو ډول جوش ته ځانګړې شوې چې ځيږه ژبه يې بيا ددې اغېز نور هم ډېروي، تغزل يې ښايسته او له بغاوت څخه ډك دى، هېڅوخت يې د خپل شعر(واعظ او زاهد) ته ددوستۍ لاس نه دى وركړى، بلكې دى ورته هره شېبه ګواښېږي او نادودې يې په زغرده غندي.هېڅوخت له ژونده نهيلى شوى نه دى، هغه د صبر لوى غر دى چې يوازې ديوې وركې رڼا په تمه شپې سبا كوي او هر څه زغمي. كله چې قلم اوچتوي نو د الهام په مست سمندركې ډوبېږي او خيال يې دومره اوچت الوت كوي چې"د اسمان لور"(سپوږمۍ) يې پر لمن باندې را رغړي
 

غزل
هر ياد دې په لاسو د غزلونو شي رااوږد
غزل له ځوانو ځوانو الهامونو شي رااوږد

راتشه مې لمن له تشو تشو ثوابوشي
دروند پېټى پر اوږو د ګناهونو شي رااوږد

ملګري مې شي لمر، د ورځې ټوله خرابات
د شپې هم د سپوږمۍ په تنابونو شي رااوږد

دعاوې د روغتيا به راته نه كوئ خواخوږو!
يو كيف جهان جهان مې له دردونو شي رااوږد

توبه به راته نه وايې ډېر ډېر د توبې زويه
قسم كه لږ تاثير دې له وعظونو شي رااوږد.

\

غرونه مانا
سترګې چې كږې په ادا واړوي
درد باندې د زړونو دنيا واړوي

بويه چې اسمان به يې راځي پښو ته
روس چې تر امو په ځغستا واړوي

وزانګي راوزانګي نشه نشه
وار چې دخمار پر سوما واړوي

څومره ورته ګرانه پښتونواله ده
مخ باندې پلو له حيا واړوي

لا څومره درنه شي پښتنه پېغله
ننګ ټپه ټپه پر غزا واړوي

ته وا كوم غازي د سوبي وياړ ګټي
شور چې د بنګړو پر شرنګا واړوي

دا د ګل د راز لو مفسره ده
اوس به درته غرونه مانا واړوي.

1378/3/1 ل. كال، كندهار

پښتانه ستوري
سر په خندا دي، پر اسمان د ګرېوانه دي ستوري
بيا دې پاشلي پر لمن، دانه دانه دي ستوري

شوخې! تر پښو يې لاندې نه كړې، لږ په پام خوځېږه
تنكي زلمي دي، ښايسته دي، نازدانه دي ستوري

سپوږمۍ رڼا په غېږو غېږو ده راوړې كور ته
ځكه چې نن يې په كاله كې مېلمانه دي ستوري

د سره شفق خوني منګولو كې خواشيني نه دي
لاهم ځلېږي، مېړني دي، پښتانه دي ستوري

د شپې اوښان يې مهار كړي، لېږدېدلي كاروان
ځي د سبا تر كېږدۍ پورې، اوښبانه دي ستوري

سپين سپين غمي دې دي، ټومبلي د ښكلا پرښتې!
څه پر لېمو، څه پر باړخو، څه پر باڼه دي ستوري

محمديار د خيال پالنګ كې اوچت ځاى وركوم
وړ د درنښت او د عزت دي، ډېر درانه دي ستوري.

لاس

په غاړه كې چې مسته جوړه لاس راواچوي
و زړه ته مې دمينې پوخ اساس راواچوي

رخصت چې ځنې غواړم زړه نا زړه اجازه راكړي
له سترګو نه د اوښكو روڼ الماس راواچوي

شهلا ملالو سترګو نه يې اوري الهامونه
ميوند ميوند ټپې مې پر احساس راواچوي

ګاونډ كې مې مېشت شوى يو بدشكله تور شيطان دى
په كار كې مې د عشق شك و وسواس راواچوي

زه ناست ورته په ونه كې د خيال يم ښكلې كښته
د وصل بلنليك به هلته پاس راواچوي.

1378/3/10 ل. كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de