د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

aman1
26.03.2009

لیلماخوری بل کارلکه سی نلری خوسی یوه موضوع راخلاس کوتابه ګډون پکشی کړی وی
بله لا داچی ګیراکان دی بیخی ډیردی هرچاستاوموضوع ته جوابی لیکنه کړی یی
اوبل لنډی دی ډیری ښی لنډی لیکلی دی خوافسوس چی دچاسرنه په خلاسیږی


Syed Shah SaqeeM
21.05.2009

سلامونه ملګرو دا يوه لنډۍ ده

په چيلم دوې سکروټې کښېږده
چې په لوګو کې درته ډوبه ناسته يمه


khwaga
04.06.2009

[quote:8166a591cd="Syed Shah SaqeeM"]سلامونه ملګرو دا يوه لنډۍ ده

په چيلم دوې سکروټې کښېږده
چې په لوګو کې درته ډوبه ناسته يمه[/quote:8166a591cd]

تولو ته سلامونه اونیکی هیلی!
زما دی ویب پاڼی ته لومړی وړڅ دی
زه به شوخوا ړوګرځمه ترڅو بلده سمه


يودوه موډرني لنډۍ

bazgar
29.09.2009

ستا دديدن لوډشيډنګ زيات شو
زه به دصبرجارنيترولګومه

ستاوديدن ته مي تلوار دى
ترافيک جام دى په قطارکي ولاړيمه

که دي غلط smsراکړ
دزړه ډيټابه دي په اور وسوځومه


watanmal
22.10.2009

bazgar اشنا ورسته له سلامونو
طنزيه لنډيو دى ډير وخندولم او له ځان سره مى په مبايل كى هم ثبت كړى
ستاسى د لنډيو لوستو څخه ورسته د پيښور خلكو لنډۍ راپه زړه شوه

يار مې په سكول كې كهلاړي دى
لكه فوټبال په زړه كې لتې راكوينه

د ميراوس لنډۍ:

د غمه غټ لكه سنډا شوم
د چيټاكۍ نه په دړۍ ولګيدمه
====================

په مينه
وطنمل


و.افغان
16.01.2010

فورومه ډېر په وهاج ګران يې
ډوډۍ ته ناست وي فکر ستا ورسره وينه

ستا په بحثونو کې غرق لاړ شم
شي را نه پاتې د کدو خواږه خوندونه

مننه.


ســـــــلامونه

motakhel
10.02.2010

راکــــــــــيــــټــــه لـــــوړه غــــرغــــــړه کـــــــــــــــــــــــــــړه
رمــــونـــګ وطـــن تــه کــافـيـران راغـلي ديــنــــــه

الله نظر (نـــــــــظـــري)


پښتون یار
14.02.2010

په خندا خندا کې مې راتاوکړې
زما خندا د ملا کوډې شرموینه

دا خندا رویه لور دچا ده
چې منګی یې مات کړې په خندا کورته ځینه

خوله د ملا دې لور خوږه
د سرسایې چرګان یې ډیر خوړلی دینه

پیکی دې نن بیا په کوچو غوړ کړه
چه په کې مات شی د مچانو قطارونه

ستاسو وړوکی ورور فخرالدین (شاهین)


خندا

tandar
29.05.2010

خولګې دی راکړه په خندا شوی
.......................................زه دله خولی نه په خندا خوشحاله شومه

او زما دیار داسی خندا ده
.....................................لکه ماشین چه په بخمل وچلوینه

مننه٠ خوږیاڼی


لڼدی

tandar
04.06.2010

ته به له شوقه لنډی واې ......دا ستا لنډی می خوږیاڼی رایادوینه
نیمه شپه او زمونږ دابو وار دی.....یارمی دهقان دی ماپه لنډی کی یادوینه
خوږیاڼیه ډیر ډیر می یادیږی.......خدایه قراری کړی چه بیا دی ووینمه
که جرمنی ټوله طلا شی.....زما یادیږی د خواران سپیره ډاګونه


د ملالۍ

tandar
09.07.2010

د ملالۍ روح نا آرام دی
...........................................چې دمزار څنګ ته يې انګریز پستې لرينه
لاړ شه بیرغ په اټک جګ کړه
..........................................................دا دشمشاد له سره مه کوه سیلونه
دغرب ځلمیانو غیرت وکړی
.....................................................چې یرغلګر له خپل وطنه وباسونه
تش د نيکونو په نوم وياړو
........................................... خو په قبرو به - م بچیان لاړی توکوینه


tandar
09.07.2010

[quote:97f426cd94="noory"]په خندا خندا کې مې راتاوکړې
زما خندا د ملا کوډې شرموینه

دا خندا رویه لور دچا ده
چې منګی یې مات کړې په خندا کورته ځینه

خوله د ملا دې لور خوږه
د سرسایې چرګان یې ډیر خوړلی دینه

پیکی دې بیا په کوچو غوړ کړه
چه په کې مات شی د مچانو اندامونه

ستاسو وړوکی ورور فخرالدین (شاهین)[/quote:97f426cd94]


ښه

tandar
09.07.2010

زه به دی کوم ښه راپه یاد کړم
.............................................چه ناکردی دی یادوم ژړا راځینه
یرغلګر ستا وطن کې ګرځي
............................................ته په پردی ودو کی کاندی اتڼونه
دغیرت نښی در کی نشته
...........................................ماته په تورو بریتو مه وهه لاسونه
د روس په ضد دې جهاد پريښود
.................................... د امريکا سره دې يو کړۀ خپل لاسونه


و.افغان
24.10.2010

يو وارې بيا په دې لار راشه
په پخوانو پلو دې پرېوتل ګردونه


عادل عادل
24.10.2010

سلامونه

زړه مې په ډنډ کې شنې اوبړئ شو
نه یې ماهیان خوري نه یې ښکته اوبه وړینه


پښتون.
24.10.2010

...........................................................................................
پښتون سره چې مل نه وي پښتو پښتون احساس
كه زه اوسم كه بل څوك سر يې دى د غوڅېدو
.........................................................................................

ما نده جوړه کړی چی داسی نه اصلی خاوند یی را نه خوا بده نکړی.


پوښتنه خپله پوښتو دی ښکاره کړی

tandar
25.10.2010

پوښتنه خپله پوښتو دی ښکاره کړی ،نور څه ولیکه دستا معرفت یواځی دغه نوم هم کوی اوکه نه قنداغا او شیرین اغا نومونه هم زیات وه،دغه نوم دی په خپله دغیرت نښه ده٠
مګر زما پورتنیو لنډیو کی چا اصلاحات مینځ ته راوړی؟ نه پوهیږم چه څوک دی ؟
که په وطن دی ځان شهید کړو
..............................په تار دزلفو به کفن درته کنډمه
راځه په ګډه ځو سنګر ته
............................ته به ټوپک زه به کارتوس درسره وړمه٠

په ښکرته ځی او پورته ګوری
...........................په زړه دی څه دی راته ووایه مینه
داستا ژیړی شو زما تبه
.............................په طبیبانو به جوړه ګرځو مینه
دا ټولی دوطن په یاد دی٠
پوښتونه له ټوکو نه می بس کړی او که نه داسی ټوکه راسره ده چه تر سبا پوری به خاندی ،دمخ له چلونکی څخه ؟؟؟ می بد راغلی٠


عبد السلام
25.10.2010

[quote:bca46218ca]که په وطن دی ځان شهید کړو
..............................[color=darkblue:bca46218ca]په تار دزلفو به کفن درته کنډمه[/color:bca46218ca] [/quote:bca46218ca]
دا څنګه لنډۍ ده ؟ دا خو دیار سره چل ول غوندې ښکاري ! یعنی دنغدو اخیستل په داسې نسیا چې شتون یې مطرح هم ندی .
اول شهید او کفن ! اوبیاکفن او ګنډل ؟ لږ فکر ورته په کار دی، ځکه ماچې اوریدلي
شهید کفن نه وړي او نه کفن ګنډل کیږي .
که مطلب د شهادت څخه مخکې دجامو او بدل او ګنډل وي ،بیا بیله خبره ده !


عنوان

tandar
26.10.2010

وروره سلامونه٠
ما هم داسی اوریدلی او دا ډیره زړه لنډی ده او ددی غوندی ډیری لنډی شاید داصلاح وړ وی٠
عبدالسلام خانه انتقادو پسی دیر ګرځی او دغه لنډی هم غلطه ده ؟
چه واې٠
راشه زما په غیږ کی کښینه
...........................که خوند ې درکړو سبا بیا راشه مینه
که دی دا لنډی دی اصلاح کړه نو بیا نو دلنډیو استاد ې او پورتنی تنقید دی درسره منم مګر داسی لنډی شته٠
مننه


عبد السلام
27.10.2010

[quote:fddaf65273][color=darkblue:fddaf65273]راشه زما په غیږ کی کښینه
...........................که خوند ې درکړو سبا بیا راشه مینه [/color:fddaf65273]
که دی دا لنډی دی اصلاح کړه نو بیا نو دلنډیو استاد ې او پورتنی تنقید دی درسره منم مګر داسی لنډی شته٠ [/quote:fddaf65273]
تندره انډیواله..... ! دا پورتنۍ لنډۍ را ته دکوم بې سواد نر ښځکې اویاد کوم شا‌ذ کس تآلیف ښکاري ، زه به د خپلو چټیاتو تیر شم ، که دې وخت لره دښاغلی شپون دا لاندې خوندوره اوهر اړخیزه لیکنه ولوله او تنده دې پرې ماته کړه !
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
استادشپون لیکي :

استاد منلي پوښتنه کوي
استاد منلی پوښتنه کوي، بلکه ځان هک اریان ښیي چې ولې ځینې شاعران د ښځو په نامه لیکنې کوي او ځینې ښځې د نارینه و. زما یوه ملګري له جرمني نه په تلفانه کې ویل چې دا تاثیر د پوندانې دی، دا پوندانه د خپل نامه د برالا کولو وېره ده. زه دا منم خو ودې شی چې څه نور دلیلونه دې ولري. بل ورور د امینزي په برښنا پاڼه کې لیکلي وو چې ځینې شاعران به د ښحو د خوارې ونډې د زیاتولو له امله دا کار کوي، موخه یې زړه سوی دی. دا هم منم. یوه بل لیکوال بیا د ښځو د جنس د بدلولو دفاع کړې ده، وایي په پښتني مېرمنو کې حیا ډېره خو کله کله شیطان پرې زورور شي،هر یې وتورېږي، قسم قسم خیالونه ور حضور کړي. چې نور یې نو زړه نه صیرېږي، نو لیکي یې خو اول ځان ورته بدورګی کړي، ورته نر ګتې شي. دا هم منم. ور سره څه نظرونه ېماخپل هم شته چې دلته به یې داسې عرض کړم چې له ضعیف نه به قوی ته لار خلاصوو. په دغو کې د یاد وړ د سرې زرعونې تیوري ده چې که ترهغې لاندې بنده تېرشي نو ایسته یې جنس اوړي. بله تیوري د اغیاروپه ژبه¸د/هر موفرادیت/ یا نرښځستوب ده. دا یوڅه تفصیل غواړي خو را لنډه به یې کړم. ټول ژوندیګړي په بدن کې د نر او ښځې دواړو تناسلي شکنګي یا جین لري.د خدای حکمت دی، په یوه کې د نارینه/ټسټا ټران/ بارز وي ، په بل کې دښڅې، چې اېسټروجن یې بولي. بیالوجستان د نوم د کختۍ د لا سه یو ته/ اېکس/ وایي ، بل ته /وای/ خو په دواړو کې شته. لېدلي به مو وي چې ځیني نارینه داسې ښځه نوکي شي چې غږ یې نری ، مخ یې له وېښتانو صفا شي، ګویا ټستاټران یې د خدای په حکم کم شی، اېسټروجن یې ریات شي. د مېرمنو په هکله خو په پښتنو کې دا وینا عامه ده چې: ښحه چې ببره شي، لویه ځناوره شي، غږ یې هم دنارینه نطاقانو په څېر ډډ شي.
نو ودې شي چې همدا شګنکی د احساساتو په برخه کې هم د شاعر جنس یدل کړي. ګورﺉ /دا توری مې دغضنفر صیب نه پور کړی/ نارینه ولې تی لري؟ د انګرېزي
موټر / رولزرایس/ پورې ټوکه ده چې سړی یې دااخیستلو د پاره د دې معتبر موټرسالون ته لاړ. منېجر قهوه ورکړه او بیا په ډېر ادب ورسره د موټر معاینې ته په بدرګه لاړ، صفتونه یې شروع کړل چې د دې موټر هره پرزه په لاس جوړېږي، په لاس لګول کېږي، حتې پلاس ، رنچ یا پېچتاو په کې نه کارېږي، ټول ګرنټي دي، هېخ نه خرابېږي.موټر اخیستونکي یې ټول بکس ته ګوته ونیوله ، « نو دا ټول بکس مو ولې په کې خوندي کړی؟» منېجر ورته وویل ،« د مبادا د پاره». اخیستونکي وویل،« په مبادا دې پوه نه شوم» منېجر وویل :« نا رینه ولې تی لري ؟» اخیستونکې حیران شو« زه نه پوهېوم چې نارینه ولې تی لري.» منېجر په موسکا وویل« د مبادا ورځې له پاره»
دا به اکثر یارانو ته عجیبه ښکاره شي چې ټسټاټران دا سې نه دی لکه کندهار چې جهاني صیب دعوه کوي د بابا په قواله یې دی. نر ښځه ،دواړه یې لري. چې د ادرنالین غړي له لارې څاڅکې څاڅکې رګونو ته تویېږي. نو ودې شي چې به کاروان او نورو نارینه شاعرانو ، اېسټروجن غلبه کړې وي، په نوموړي نظم کې یې ښځه نوکي احساسات ورپارولي وي. د احساساتو د نر ښځه کېدو یو بهتر مثال پښتو لنډۍ دي چې خلک یې ښځینه ژانر بولي. فرق یې ګران دی چې چا ویلي، حتې چې د احساتو نازکي او د تخیل باریکي یې د ښځو ټاپه لري. د مېوند ناره خوندوره ده خو آیا په رښتیا ښځې ویلې او په داسې وخت کې یې ویلې ده چې هلته لاس په لستوڼي جګړه روا نه وه؟ حتی د حبیبي صیب په وینا تر ټولو لرغونې لنډۍ چې ددوی لاس ته ورغلې: /چې د خالو لښکرې را شي+ زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه / هم سړی ناطقه په مېرمنو پورې نه شي تړلی. ډېر نارینه شاعران پېژنم چې د ښځو د احساساتو ترجما ني کوي .ښځې خو ما نه دي لېدلي،خو هغوی به هم ضرور دا کار کوي، زه ستا نه جار ته زما نه.
نور هم په دې پوړۍ د پاس ختلو لار وه چې خبر ان /کلون /ته رسېدلې ده چې زیاتي نو نارینه ته اړتیا هم نه پاتې کېږي، ښځه په ځان بسیاده ، خو بیا له موضوع لرې کېدو.
نو استاد منلی چې دې ته ځان حیران ښیي، هسې به یې موږ ساده ګان موندلي یو.

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=شپون&article=17146


عنوان

tandar
27.10.2010

عبدالسلام خانه .....په جهان کی انسانانو په مختلفو رشتو کی دخپلی علاقی سره پلټنی کړیدی،اونظریات ې وړاندی کړیدی، لکه شپون چه دخپلی قیصی څخه ې مشوړه جوړه کړی اول او اخر ې نه معلومیږی٠
ده کولای شوه چه خپل مطلب ې په دوه کرښو کی لیکلی وی٠
او بل هیڅ کومه لنډی کوم مشخص شاعر نه لری دا دجامعی محصول دی ،دی کی هر رقم لنډی وی او شته او پوښتنو ورڅخه داشاری اومثالونو استفادی کړیدی٠
ایمان دی ښه راته معلوم دی
............................ماته په تورو بریتو مه وهه لاسونه
دی لنډی کی هم ډیر څه پراته دی٠
او بل د شهید او کفن په هکله درته لیکم چه شهادت یواځی په سنګر او مرمی خوړلو او دسرو وینو تویدل به نه وی؟
ډیر انسانان دی چه دوطن او ناموس دګټنی لپاره دقلم او لیک په سنګر کی ناست دی خپل ملت راویښوی چه ژوندی مثال ې ته خپله او دتا بعضی لیکنی دی یعنی په غیر له ښکنځلو څخه چه هغه هم تاته معلومی دی،نو که چیری خدای مه کړه سبا دوطن له غمه زړه واچوی نو زما په نظر په شهیدانو کی راځی او دجامعی افتخار به وی ٠ نو دلته هم شهید اوهم کفن شته٠
او بل دورستی لنډی په هکله چه چا ویلی نو دواړه به کوښښ وکړو چه شاعر او لیکونکی ې پیدا کړو اودابه ډیر سخت کار وی په دی لاره کی دی انډیوالی کومه دسواد موضوع حل ده ،که ې نه لرلو نودا لنډی به نه وه او نن ې زه اوته دلته په خپله لنډی نه شو مصروفولی که سړی منطقی فکر وکړی ،دا چه دچا په ذوق ده او که نه ده دابله خبره ده، مګر دا چه نر دی او که نرخځی او شازکش دی په دی هکله کوم معلومات او تجربه نه لرم او نه قضاوت کولی شم اودواقعیت په لټولوکی هم دچاملګرتیا نه کوم او نه کوم تشویش او ضرورت شته ٠
شایدزمااو ستا نه تکړه وی ،خدای ښه پوهیږی خو غیبی تهمت په نشو کولای٠
که مخامخ درته ولاړ وی شاید ددی خبرو دویلو جرئت دی هم نه و کړی٠ چه بی سواده او نرښځی دی.
نتیجه دهرعمل پس له ازمایشه معلومیږی دپټو سترګو فیصلی شاید حق په جانب نه وی٠
او یاداسی فیصلی له ډیری تجربی څخه کیږی چه ورڅخه عاجز یم.
دلته سوال پیدا کږی چه دلنډی خاوند واې راشه زما په غیږ کی کښینه او تاسی هغه ته بی سواده او نرښځی خطاب کوی دا یو نوع کښنځل دی او که دا لنډی زما وی شاید مناسب ځواب می درکړی وی مګر ماته خندا راځی چه ولی یو شی ځان ته کش کوی او فوری جدی عکس العمل ښکاره کوی؟
زه په دی ډاریږم چه کوم سړی کومه ورځ درته ډیری سختی خبری ونه کړی چه هیڅ ځواب ې ونه لری٠
راشه دابعضی لیکنو سره چه په تبه دی نه دی هیڅ علاقه او حتی مداخله مه کوه دا زما نظر دی په ګټه دی٠اوساده ې مه بوله،ته به ځان پوه او استاد استاد کوی مګر داستادانو استادان هم شته چه دچاناز نه وړی،نور دی خوښه٠
دتانظر و،شپون نظر، او زمانظر و٠


عنوان

spinkar
27.10.2010

تندر وروره دنورو په لنډیو کی چه د مینی او محبت اظهارونه شوی دی بعضی په کی دخپلی تجربی څخه شاید نظر وړاندی کړی٠
زما نظر داسی دی که سړی نرښځی وخوت بل ځلی دی په غیږ کی نه کښینی دا خو دزور کار نه دی دوستی په خوښی ده٠
مګر مخکی له ازمایشه فیصله به غلطه وی٠
راشه زما په څنګ کی کښینه.............که ته شرمیږی لاس به زه درواچومه
دا هم یوه لنډی ده مګر ما نده جوړه کړی٠
خوشحاله اوسی٠


و.افغان
28.10.2010

تندر صاحب:
دا خو د عبد السلام عادت جوړ دی، چې ځای ځايګې نه ګوري، او چېلک په کې وراچوي.

سلام جان پرېږدئ چې خپل چلکونه اچوي، خو مونږ خپلو لنډيو ته دوام ورکړو:

زړه مې ماشوم شو راته ژاړي
زما نه غواړي د پستو سينو خوبونه

[quote:b5522545fe="عبد السلام"][quote:b5522545fe]که په وطن دی ځان شهید کړو
..............................[color=darkblue:b5522545fe]په تار دزلفو به کفن درته کنډمه[/color:b5522545fe] [/quote:b5522545fe]
دا څنګه لنډۍ ده ؟ دا خو دیار سره چل ول غوندې ښکاري ! یعنی دنغدو اخیستل په داسې نسیا چې شتون یې مطرح هم ندی .
اول شهید او کفن ! اوبیاکفن او ګنډل ؟ لږ فکر ورته په کار دی، ځکه ماچې اوریدلي
شهید کفن نه وړي او نه کفن ګنډل کیږي .
که مطلب د شهادت څخه مخکې دجامو او بدل او ګنډل وي ،بیا بیله خبره ده ![/quote:b5522545fe]


عبد السلام
28.10.2010

إذا مات الشهيد في المعركة فلا يُغّسل ولا يُكفن وهذا قول جمهور العلماء ؛ لحديث جابر بن عبد الله رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم " أمر بدفن شهداء أحد في دمائهم ولم يُغسلهم " رواه البخاري 1346

وإنما تُرك الغُسل ليبقى أثر الشهادة عليهم فإنه جاء عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال : " والذي نفسي بيده لا يُكلم أحدٌ في سبيل الله والله أعلم بمن يُكلم في سبيله إلا جاء يوم القيامة اللون لون الدم والريح ريح مسك " رواه البخاري (2803) ومسلم ( 1876)

وروى عبد الله بن ثعلبة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : " زِّملوهم بدمائهم فإنه ليس كلم يُكلم في الله إلا يأتي يوم القيامة يُدمى لونه لون الدم وريحه ريح المسك " رواه النسائي ، وصححه الألباني في صحيح الجامع (3573)

أنظر المغني مع الشرح الكبير (2/333) والموسوعة الفقهية (26/274) .

فإن كان الشهيد جنُباً فقد اختلف العلماء في تغسيله ، والراجح أنه لا يُغسل إذ لا فرق بين الجُنب وغيره ، فإن الرسول صلى الله عليه وسلم لم يغسل الذين قتلوا في أُحد ، ولأن الشهادة تكفر كل شيء .

أما ما يُذكر من أن عبد الله بن حنظلة " غسلته الملائكة " فهذا إن صح فليس فيه دليل على أنه يُغسله البشر ؛ لأن تغسيل الملائكة له ليس شيئاً محسوساً لنا ، وأحكام البشر لا تقاس على أحكام الملائكة ، وما حصل لحنظلة رضي الله عنه هو من باب الكرامة وليس من باب التكليف .

يراجع الشرح الممتع (5/365) .

وهاج ګله ته یې ترجمه کړه .
زما شخصی نظر به درته معلوم وي ،چې په دواړو حالاتو کې یوشانتی دی.
البته زما درناوی دخپلې ټولنې مروج عاداتو ته دی ، نه وهابیزم،اونه هم کوم بل سیاسي مذهبی خوځښت ته .
وهاجه که ادب نلرې او نه یې شې مراعت ولی ماسره بحث مکوه .
.مننه


و.افغان
28.10.2010

[quote:38977db3d9="عبد السلام"]
زما شخصی نظر به درته معلوم وي ،چې په دواړو حالاتو کې یوشانتی دی.
.مننه
دازما نظر دی .
[/quote:38977db3d9]
ما ویل چې همدا خپل نظر ښکاره کړې، چې په دې نوم دې څوک ونه غوليږي.
خفه کېږه مه، هم ادب لرم، او هم يې په مراعات پوهېږم، خو مغرض غرضي ته تنبيه
عين ادب بولم.

بله ټپه:

غم دې له تانه وفادار دی - ته کله کله غم دې تل راسره وينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more