د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

سلامونه

tandar
26.12.2011

سلامونه
په کامه کي ديوه ځوان له خولي لنډي ده
دپلار مي ډيره ګوړه شوي
.......................سږني ګوړه به واده ته خرڅومه هههههها
تربيا


پښتون.
30.12.2011

سلامونه!
یوڅو لنډۍ مې په یاد راغلې هغه هم د نیمې شپې لنډۍ.
ما ویل راځه تاسو سره به يي شریکې کړم ،خو بیا مې فکر وکړ چې زه خو هر واری وایم چې د یو په ځاي شپږ اوه لنډۍ ولیکو خو بیا ګورم چې نه لنډۍ وي او که وي هم نو یوه لڼډۍ وي.
نو زما یوه لنډۍ درغله.

د نيمې شپې سندرې خوند کا ــــــــــــــــــــــ څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

ځه خیر دې یوه بله دې هم ورپسې وي:

د نيمې شپې سندرې وايي ـــــــــــــــــــــــ يا به ميئن وي با به ليرې له وطنه


سلامونه

tandar
31.12.2011

سلامونه
عيسويان خوشحالي دنوي کال کړي
........................................زه دازادي په طمعه اوښکي تويومه
خدايه انساني ژوند در ځني غواړو
.........................................نور رحم وکړه دغه سوال درته کوونه
تربيا


سلامونه

tandar
03.01.2012

سلامونه
سپوږمۍ داسمان په نيماې شوه
...............................زه خواره ناسته شونډور پخلا کومه :oops:
که سپيني سپيني په ما واې
.............................دسپيني خولي خوړل دي ډير مزه کوينه :oops:
پښتونه ياره نن ٢ لنډۍ شوي يعني له يوي زياته شوه :oops: :oops:
تربيا


پښتون.
04.01.2012

وعلیکم السلام تندر صیب!
ډیر خوند ئی وکه،خصوصاً دا د شونډورې لنډۍ دې راته ډیر خوند راکړ او ښه مې ورته وخندل. شونډور یار ،یره څو تورپوستې شونډورې مې د خیالونو په څپو کې کښته او پورته کړې خو ستا د لنډۍ پشان یې شونډو خوند رانکړ ،نو ورته زما لخوا هاهاهاهاها

د زنګون خوب چې چا ليدلی ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه
پـالنــګ دســـــرونـالــۍ دزرو ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬ليلادسروزروغنچه خوب پــۀ کوينه
چې ستا څنګل او زما سروي ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬ الله دې هغه شپه بیانه سبــــا کوینه
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه
تربیا له خیره ،د خداي په امان.


سلامونه

هیښ
04.01.2012

سلامونه
ښاغلو پښتون صاحب او تندرصاحب!
داسې ښکاري چې دورځې خوبونه کوئ او دشپې لنډۍ وایئ.
دایوه ئې زما له طرفه تاسو ته ډالۍ ،خوښه مو چې دورځې ئې وایئ او که دشپې.

[color=white:f7c82e69de]دا نیمه شپه توره تیاره ده
ستا دبنګړو شرنګا مې خوب ته نه پریږدینه[/color:f7c82e69de]
مننه


سلامونه

tandar
04.01.2012

سلامونه ډير اعلې،هيښ صيب ستړي مشي

ښاغلو پښتون صاحب او تندرصاحب!
داسې ښکاري چې دورځې خوبونه کوئ او دشپې لنډۍ وایئ. [color=red:1376ea45d5]هههههههههها [/color:1376ea45d5] خداي پاک دي راته ژوندي لره٠

خوبونه چيري دي ياره په خپل قلمي جهاد سره مو خو درته په قطر کي دفترونه خلاص کړه :oops:
او نور هم ورپسي يو ، مګر لنډۍ به هم دروحي دتقوي په خاطر په کي رواني وي
اشغالګر دکډو په بارولو کي دي ،بيا به په ګډه سره په خير اتڼ کوو
زما بنګړي به دي په کار شي
.............................چه کټ غلط کړي زه به ې ورو ورو شرنګومه
چه دچا خوله ورته اوبه خوشي نه کړي ؟ :oops: :oops: هههههها
تربيا


سلامونه

tandar
11.01.2012

سلامونه
سپوږمۍ په مادي څه احسان دي
...................................زما اشنا دديواله سوري ته ځينه
پښتونه ياره بيا يوه شوه وبښه نو :oops:
تربيا


Re: سلامونه

tandar
19.01.2012

دانيمه شپه تپه تياره ده
..............................خداي دي سپوږمۍ کړه چه رڼا راباندي شينه

دانيمه شپه تپه تياره ده
.............................مخ راښکاره کړه چه رڼا راباندي شينه

[quote:aa27b9fefb="هیښ"]سلامونه
ښاغلو پښتون صاحب او تندرصاحب!
داسې ښکاري چې دورځې خوبونه کوئ او دشپې لنډۍ وایئ.
دایوه ئې زما له طرفه تاسو ته ډالۍ ،خوښه مو چې دورځې ئې وایئ او که دشپې.

[color=white:aa27b9fefb]دا نیمه شپه توره تیاره ده
ستا دبنګړو شرنګا مې خوب ته نه پریږدینه[/color:aa27b9fefb]
مننه[/quote:aa27b9fefb]


سلامونه

tandar
19.01.2012

نيمه شپه خلک ويده دي
.........................وطنه خداي دي ازاد کړه ماته خوب کله راځينه
پښتونه ډير ډير مي ياديږي
......................... خداي دي ناڅاپه چيرته راوله مينه
تربيا


عنوان

tandar
23.01.2012

په ژوندون دي ونکړه پوښتنه
....................اوس مي دجنازي دلاندي مه اخله قومونه
تربيا


عنوان

tandar
18.02.2012

که څوک له خدايه جنت غواړي
..................................چې خپل وطن آزادوي جنت ته ځينه !

تربيا


پښتون یار
21.02.2012

نه به سپین غر له واورو تش شي *** نه به زما د زړه پوره شي ارمانونه
نه به انځر د ورځې ګل شي *** نه به زما زړګی د غمه خالي شینه


tandar
21.02.2012

په سپين غره کي اور بليږي
.........................جانان مي تللي سکاره ځانته کوينه
تربيا


پښتون یار
22.02.2012

اخر بۀ خاورې شې صورته *** که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه ***تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه


عنوان

tandar
10.03.2012

په سترګو ړونډ په غوږو کوڼ شي
.............................چه په مالت دي لويېدم نه دي ليدمه
تربيا


عنوان

tandar
24.03.2012

ليلي ده وني ته ختلي
....................په عاشقانو د مڼو کوي وارونه هههها
تربيا


عنوان

tandar
14.04.2012

ماغوښتل چه دټول افغان دپاڅون په مخ کي دزړه بغ وباسم خو دوخت له کبله يوه لنډۍ ليکم
ټول دوطن او ملت غم دي
دزړه مي ويني را رواني
...........................چه دبڼو څوکو ته راشي اوښکي شينه
تربيا


پښتون:
14.04.2012

سلامونه تندر صیب !
خداي ج دې د وطن او ملت د دردونو په لیدلو او اوریدلو کې د زړه صبر درکړي .
وطــــــــــــــنـــه خـــــــــــاوري دي ســــــــــــــــره زردې
ځــــــــوانان ســـــرونه ورکـــــــوي تابــه ســاتــيـــنه

مــــــــــوږ ته وطـــــــــــــــن لــکـــــــــــــه دپــــــــلاردې
مــــــوږبه دپــــلارپه شـــــــمله ځــان قــــــربانــوونه


سلامونه

tandar
15.04.2012

سلامونه وروره په خوله دي برکت شه
کور او کلي په خلکو ښه ښکاري دلته دا ديره په تا ښه ښکاري ،شرط نه دي دچلونکي په نوم ياد شو ،پلار او نيکه مو ديري لرلي او لري ې په خپلو ديرو کي مو خپوړي کړي دبل له قصره راته ډير ارزش لري
نوکله کله ديري ته راځه درباندي ښه ښکاري ،مونږ به هم په کي چلم تازه کوو
څوک په برلين لندن باندي نازيږي
...............................زما ياديږي خوګياڼو ،١، شينکي باغونه
١، دانارو باغونه :oops:
ګوره ياره خلک مي لږ ارام کړه ههههههههههههها
يعني ؟؟؟؟؟ نوري نشته ههههها
چه ډب نه وي ادب نه وي هههههها
تربيا


changezkhan
15.04.2012

زما لخوا نه تاسو ټولو ته السلام علیکم .
تر اوسه لا ورځ ده او دلته د نیمی شپې لنډۍ ۍباید ولیکل شي،او زما زده ندي.په همدې خاطر باندې د ورځې راغلم.
یوه مې جوړه کړه که اصلاح کیدل یی غوښتل ،بیا یی راته جوړه که.
د خوګیاڼئ شینکي باغونه کنه
زما یادیږي د غاټولو سره ګلونه

ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ


سلامونه

tandar
16.04.2012

سلامونه ياره
زه به ې درته يوه وليکم
سپوږمۍ داسمان په نيماې شوه
............................زه خواره ناسته شونډور پخلا کومه ههههها
تربيا


عنوان

tandar
16.04.2012

په نيمه شپه کي ځان بيدار کړه
.............................چه په کي واوري دعاشقانو فريادونه
پښتونه ما غوښتل چه وليکم د ليونيانو فريادونه هههههها
تربيا


سلامونه

tandar
21.04.2012

سلامونه پښتونه ياره او وروره
دغلته يواځي راځم بس لکه يو څه چه مي ورک کړي وي يعني ته نه ې
واې که خان ې نو په يارانو ې، زه شخصا په تا غره يم ځکه افغان او بيا پښتون ې
ديره مه خوشي کوه هيله ده
خو خير وطنمل صيب بايد ياران سره بيل نه کړي شايد کومه بله سياسي چوکي درته په نظر کي نيولي وي ،ځکه چه بعضي چوکي سرپرست نه لري او حتي زمونږ په وطن مين او سپين ګوي شاهر صيب هم په منتظرينو کي دي ،که ماصلاحيت لرلي د پتوال صيب معاون مي مقررولو هههههها
ځکه دواړه تقريبا يو نظر لري ، دوطن ازادي او دملت خوشبختي غواړي
ته په دي ديره کي زما مشر ې او يوه لنډۍ هم درغله
دمبائيل لمبر ،نمبر، دي راکړه
...............................چه په نيمه شپه کي ټليفون درته کومه هههههههها
عمر تيريږي او سړي زړيږي که نه وم لکه دوطن ازادي ،زما ارمان به هم وکړي
چه تندر په تندر ولويدو هههههههها
دوطن دازادي او د فرد فرد افغان پښتون ،تاجک،هزاره تر نورستاني او ټولو دخوشبختي په هيله
چه اوبه ې يخي ډوډي ګرمه او دوطن دازادي اوعذت او ناموس بيرغ ې په جهان کي وځليږي او ورپيږي
تربيا


پښتون:
22.04.2012

وعلیکم السلام تندر صیب ،څه حال او څه احوال دې.انشاءالله په طبع برابر یی.
زه خو همدلته ستاسو سره یم،او البته د ټولو دوستانو سره یم.
لکه د پخوا پشان چې زه یم بیا تاسو نه یاست ،او چې تاسو یاست بیا زه نه یم.
یره تندرصیب تاسو هم د څه شي په قصه کې یی.تاسو چې دلته د یوې کوټې صلاحیت لرئ او اوس خو ماشاءالله د دوه کوټو صلاحیت لرئ نو زه بیا څه لپاره د کوټو د چلولو طمع ولرم.وایی غم نلرې بز واخله.
دا فورم او که بل فورم وي چې یو ځل یی معتاد شوی ،که بیا دې هرڅومره وځغلوي او یا دې لکه پیشو کم لرې ځای کې خوشې کړی ،خو د عادت له مخې بیرته سیده ورته راستنیږې.نو زه هم همداسې یم .نو بعضې وختونه ډیره مینه د فورم سره هم انسان په دې حرص کې اچوي چې دا ټول فورم قبضه کړی او هیچا ته د یو بل د خفه کولو موقع ورنکړی ،نو له فورمه ګیله وکړی ،خو بیا فورم انسان ندې او ګیله نشي اوریدلی او نه یی لیدلې شي چې د ښه او بد په منځ کې فرق وکړي او یا ووایی چې څوک ملامته دې او که قناعت نلرې حتې اصلاح شوې لیکنه دې په اصلی نسخې سره په ارشیف کې لرم.نو له فورمه ګیله نکیږي او له انسانو ګیله کول هم ښه کار ندې البته د فورم د انسانانو ،چې بیا انسانان هم خفه کیږي او د فورم پشان غلی نشي پاتې کیدلې او د ځان د سپینولو او له ځانه د دفاع په خاطر بیا هر څه د یاده باسی ،یعنې د یاده اوباسی چې هغه خو انسان دې څه فورم خو ندې.
نو اصلی خبره پورته پاتې شوه او زه لکه تش بالون کښته راغلم، ویل مې دا چې که هر څومره لرې هم لاړ شم نو بیا هم په فورم کې یم یا یی لوستوونکې یم او یا یی سیل بین یم .
اوس زه چې څه لیکم دا لکه نثر دې .که د دې نثر په منځ کې دې یو څه دروغ ریشتیا او کنځلې او یو څو د ای یس ای او سې ای ی او د دې نورو ټرتو او پرتو نومونه پکې ولیکل بیا دا یوه سیاسی لیکنه شوه چې خدای پاک شاهد دې زه دا لس کاله دا فورم ګورم او همیشه یو قسم تبصرې لولم .خو بیا زه خپله دې نتیجې ته رسیدلې یم چې که د هیواد ریښتینی ساتوونکې او مدافعین دي او په ریښتیا د هیواد آزادۍ غوښتوونکې دي هغه دې باتوره او زړه ور د هیواد سپیڅلې بچیان طالبان دي.او دا نور هسې د بوسو خوسیان دي.
تندرصیب اوس به یو چکر دې پټو خواته ووهم ،تاسو همدلته په دیره کې اوسئ چې کم مساپر راپی نشي.
لاړم.............


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more