د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

انځورګر
25.04.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


دی کلی کشی هره ورځ بیلتون گران دی

عبدالله شاه ( متقی )
23.03.2005

سلا مونه گران شینواری وروره ستا څلوریزه ډیره په زړه پوری وو اوس زما یو شعر ولوله. متقی

ځه چې ځو اشنا دلته ژوندون گران دی
دلته ددو زړونو پیوستون گران دی
هر انسان له مینې نه نفرت کوي
دلته د میين دزړه سکون گران دی
اور دنفاق بل دی اتفاق نشته
گرانې دنفاق درنځ سمون گران دی
ځان ته به دنیا دمینې جوړه کړو
دې کلي کښې هره ورځ بېلتون گران دی
زه خوار متقي له نور ځه ووایم
خدایه په ما صرف ساده پښتون گران دی

عبدالله شاه متقی هرات پوهنتون
ستاسو د ځواب په هیله.


مازدیګر
06.12.2007

دری واړه په ما ګران دي اول يار زما دکلي
چنار زما دکلي او کوکنار زما دکلي
په سر بې لری توری د هما دوزر سیوری
ټکری زما دکلي او دستار زما دکلي

پیر محمد کاروان

څلوریزه

دا د عربي ژبې د رباعي پښتو ژباړه ده
لکه څنګه چه له نوم نه څزګندیږی دا څلور
مصرې وی چه دی اولی دوهمی او څلورمی
قافیه سره برابره یی په همدغو څلورو مصرو کی
مضمون بیانول وی اوله لومړیو دریو مصرو نه
په څلورمه کی د خبری دواضح کولو لپاره او
د مضمون دلا ښایست لپاره کار اخستل کیږې
څلوریزه د جامعیت استعداد لرې هر رنګ
مضمون پکی ځایږې او تر ټولو لا ښه دا چی
اختصار لری ځکه نو د شعر یو منلې صنف ګڼل کیږې


aman1
26.03.2009

لیلماخوری بل کارلکه سی نلری خوسی یوه موضوع راخلاس کوتابه ګډون پکشی کړی وی
بله لا داچی ګیراکان دی بیخی ډیردی هرچاستاوموضوع ته جوابی لیکنه کړی یی
اوبل لنډی دی ډیری ښی لنډی لیکلی دی خوافسوس چی دچاسرنه په خلاسیږی


عبدالمتین
04.08.2011

شیرزاد صیب سلامونه اونیکی هیلی ومنه
خدای دی وکړی چی تاسو او نور دوستان به جوړ اوروغ وی ډیر شوق راغلی چی یو ښه شاعرشم نو دټولو دوستانو په مرسته لومړی یی باید له کومه پیل کړم[color=darkblue:97fe07d5c2][/color:97fe07d5c2]


پتوال
27.08.2011

السلام عليکم !

هسې خو د شېواني صيب څلوريزه په خپل ډول کې طاق او بې جوړې ده ، خو خپل ډول يې عام دی :
په عام يا ټولګړي حقيقت پيل شوې، دويمې کړۍ يې د لومړۍ کړۍ عام حقيقت په نورو ټکو کې تکرار کړی او دريمه او څلورمه
هم همداسې ټولګړې او له لومړنيو هغو سره بې تړاوه ده . منم چې په څلوريزو کې دېته اجازه شته ، خو دايې کمال او اکمال نه دی،
ځکه ټولګړي حقايق بايد په بيلګړو(ځانګړو) ورګډ شي او ټولګړي په ټولګړو کې بند پاتې نشي . يوښه مثال يې په موسيقي کې مقام دی ،
که مقام په مقام ختم شي او يوه توده سندره پرې را وا نۀ وړي ،لکه بې مضمونه مقدمه هېڅ کشش ، جذابيت او متره به و نه لري .
[color=blue:35b5962128]هو ، که هدف د ژوند ديناميک انځورول نه، بلکې سوچه تصوف وي ، نو هغه بيا بيله خبره ده او د څلوريزې په دې هدف کې شېواني صيب
ډير بريالی دی او زه ورته لا ډېرې برياوې د لوی الله له درباره غواړم ![/color:35b5962128]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more