د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه


ع کريم حليمي
04.02.2018

په روح غريب څہ کړ‎ي ؟ تملق كړ‎ي یا هجو !!

حليمي



ع کريم حليمي
04.02.2018

شيطان په زړ‎ہ کي د ايمان غل ، بغض د سر په كوپړ‎ہ كي د خوښۍ غل

عبدالكريم حليمي



ع کريم حليمي
09.02.2018

دا منم چه ناقص العقله ده ، په مقابل كي دا زرنگه ده

حليمي



ع کريم حليمي
13.02.2018

نرم ظلم يا سخت ظلم ته لاس تر زنه كښناستل ، ظلم ته دعوت ور كول دي

حليمي

نرم : په ژبه
سخت : فزيكلي



ع کريم حليمي
17.02.2018

سجده د هغه چا حق دی ، چه نهه نوي قدرتونه ولري

حليمي



ع کريم حليمي
20.02.2018

دغه مادي جهان ئې درې ضلعي ، عقبیٰ ئې دوہ ضلعي ده

حليمي



ع کريم حليمي
21.02.2018

د کم عقله زړ‎ہ د لعل چه ماتيږ‎ي ، د هوښیار زړ‎ہ د الماس دی درڅه لري كيږ‎ي

حليمي



ع کريم حليمي
24.02.2018

د عقايدو ساتل چه په توره سي برباد سي ، د دستور ساتل چه بې له توري سي برباد سي

عبدالكريم حليمي



ع کريم حليمي
26.02.2018

مينه یو معنوی احساس ، عشق دی هُرموني احساس

حليمي



ع کريم حليمي
02.03.2018

كه څوک د مورثې له لاري پير طريقت سي ، نو پير خسيس او مورید ئی مرید سي

حليمي



ع کريم حليمي
06.03.2018

يا الله ! رادي كړی په پوهېدلی نه يم ، قبض ئې که چه په پوه نسم

حليمي



ع کريم حليمي
08.03.2018

د حزبي او دولتي دكتاتوري ژرنده ، مطلق د تملق په اوبو چليږ‎ي

حليمي



ع کريم حليمي
01.04.2018

خود به خانه ! اختلاف درلودل دپوهي علامه ده ، خو كه اختلاف زړ‎ه ته لاره پيدا كړ‎ہ ، نو د حماقت علامه ده

حليمي



ع کريم حليمي
13.04.2018

د معزز ، حقير سړ‎ي احترام كول ، یو حق دی ! امتياز ندی

حليمي



ع کريم حليمي
25.04.2018

څوک چه ډېټا بېس لري ، هغوی علم نافع لري

حليمي



ع کريم حليمي
02.05.2018

ستر خلق او خوی ، د انسانیت معیار دی

وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ



ع کريم حليمي
17.06.2018

د انسان كرامت ،استخلاف مشروط دی په درو ټکو :
امانت،تسخير او إعمار

حليمي

( إِنَّا عَرَضْنَا [color=blue:87fac00f5a]الْأَمَانَةَ[/color:87fac00f5a] عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ) الأحزاب/72.

[color=blue:87fac00f5a]الْأَمَانَةَ[/color:87fac00f5a]



ع کريم حليمي
17.07.2018

له بې استعدادہ ورور نه د دوستۍ تمه درلودل ، د ناپوهۍنښانه ده

حليمي



ع کريم حليمي
23.07.2018

هر انسان كرامت فضلي مساوي ، د هر انسان د رايي قدرت مساوي
هرانسان چه كسبي كرامت نه لري، د رايي وركولو حق نه لري

حليمي



ع کريم حليمي
26.07.2018

زما معبود ، زما په سر كي
زما دسر نه په خارج هم وجود لري
ستا دا ؟

حليمي



ع کريم حليمي
24.08.2018

كله چه د عقل خولى پر سر كښېږ‎دې ، ټول سړ‎ي به په أصلي رنگ وينې ، په داسي حال كي چه دوى به تا نشي ليدلى

حليمي



ع کريم حليمي
30.08.2018

لمړ‎ی تنبيهات لوله ، تر تأثر او اثر وروسته وجيزې لوله

حليمي



ع کريم حليمي
21.10.2018

د خلګو د تباهۍ لپارہ خورا اغېزمنہ لار دادہ چه هغوى د خپل تاريخ له پوهيدلو نه محروم كړ‎ى

george orwell quotes



ع کريم حليمي
25.04.2019

څوک چه د زبان حال له ژبي زدکړ‎ہ نسي کولی ، هغه به له هيڅ ښوونکی لہ ښووني برخمن نسي

حليمي



ع کريم حليمي
25.05.2019

پر ما د نفس حق : صبر او یقین ور پیدا کول دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more