د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه


ع کريم حليمي
14.08.2016

هر څه چه بېله زما له هڅي طبیعت راکړي : امتیازات نه لري
هر څه چه زما په شخصي هڅه راکوي : د امتیازاتو مستحق

حليمي



ع کريم حليمي
22.10.2016

د ځوانۍ د عمر له نېرو او انرجي نه استفاده او کار اخلی ، تر دې نه مخکي چه وخت ئې درنه غلاکړي ، او په اقتصادی نېرو کي اقتصاد او پس انداز لازم دی

حليمي



ع کريم حليمي
03.11.2016

علم بېله حکمت نه، مساوي په علم لا ينفع
حلیمي



ع کريم حليمي
30.11.2016

دين چه لاس وخوري نو ترياك سي
حليمي



ع کريم حليمي
17.12.2016

د نقادۍ او مهر طلبۍ جمع محال ده ، نقاد ريشتيا خوښوي او مهر طلبه له ريشتيا ويلو رنج وړ‎ي

حليمي



ع کريم حليمي
19.12.2016

كله چه عقل رد كې ، نو همدغه وخت يو مجهول شئ عقل ته لاره پيدا كړ‎ي ، د عقل ردول گمراهي ده

حليمي



ع کريم حليمي
28.12.2016

د اندك رنج شخصيت سره دوستي ساتل ، د يخي پر سر گرځېدل دي

حليمي



ع کريم حليمي
28.12.2016

د اندك رنج شخصيت سره دوستي ساتل ، د يخي پر سر گرځېدل دي

حليمي



ع کريم حليمي
12.01.2017

چه بادار ته مخلص وي ، هغه له شرك او رياء خلاص وي

حليمي



ع کريم حليمي
15.01.2017

له ډېرو إنسانانو سره ښايیږ‎ي چه مُتَكَبر وي ، داسي چه ځان تر دې درې ضلعي مخلوقاتو بهتر ونه گڼي !!!

حليمي



ع کريم حليمي
16.01.2017

كه نقل و عقل ته لاره نه پيدا كول ، نو نقل داسي تفسير كه چه عقل ته لاره پيدا كړ‎ي
حليمي



ع کريم حليمي
19.01.2017

تعصب به ، تا تبااو برباد كي ، غضب به دي علياء كي
حليمي



ع کريم حليمي
22.01.2017

له سيال إنسان سره سيالي كوه او د نا سيال څخه دوري كوه

حليمي



ع کريم حليمي
31.01.2017

‎له هوښيار او دانا شخص نه ، دمناظرې ميدان ګټل مشکل کار دئ ، او له كمعقل نه ميدان
‎ګټل محال خبره ده 


حوريه حليمي


آدم خان۱
04.02.2017

السلام علیکم ورحمه الله !
بلکل په ځای خبره ده:
((له هوښيار او دانا شخص نه ، دمناظرې ميدان ګټل مشکل کار دئ ، او له كمعقل نه ميدان
‎ګټل محال خبره ده 
 ))
وایي: نیم طبیب د ځان بلا، او نیم ملا دایمان بلا...
نو په دې توګه : هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ .
هيڅکله نه.



ع کريم حليمي
14.02.2017

بېله د جهد او مبارزې نه تقدیر او قضاء ته غاړ‎ه ايښودل كم عقلي ده، د جهد نتیجې ته غاړه نه ایښودل جهل مرکب دی

حليمي



ع کريم حليمي
20.02.2017

د اصلي او طبيعي علومو تعداد : علم فزیک ، علم کیمیا ، علم هندسه ، علم ریاضي ، علم خلاقیت ، علم خلقت او علم ذاتي

حليمي



ع کريم حليمي
24.03.2017

كه مي منې ، کہ مي رفضوې حق لرې ، د بې احترامۍ حق مي نه لرې

حليمي



ع کريم حليمي
22.05.2017

لمړی د همت او غیرت زدکړه ده ، نو بیا د اسم الاعظم ( اسم الله الاعظم ) زده کېداشی

حليمي



ع کريم حليمي
22.05.2017

لمړی د همت او غیرت زدکړه ده ، نو بیا د اسم الاعظم ( اسم الله الاعظم ) زده کېداشی

حليمي



ع کريم حليمي
24.06.2017

بېله مینی او اخلاص نه ، مصافحه کول لکه د لاښ (بې روح جسم )سره روغبړ کول

حليمي



ع کريم حليمي
03.08.2017

مينه دوستي راوړ‎ي . دوستي عدل راوړ‎ي

حليمي



ع کريم حليمي
05.12.2017

حماقت فكري سادگي هغه بد مرض او خلل دی ، په مرض گرفتار ، خپله مريضي نه احساسه وي



ع کريم حليمي
07.01.2018

خير او شر زموږ‎ د سر نه دباندي په خارج كي وجود نه لري

حليمي



ع کريم حليمي
01.02.2018

د ځواني شینتوب د طبيعت جبر دی ، چه بهار پر تېر سي لا شین وي نو احمق دی

حلیمي

شين په معنیٰ د خام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more