د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

محمود سعيد
03.12.2011

ستـوری وه ځــلانده دپښتوپـه شنـه اسمـان بـانـدی

وړانګی یی خپری دپښتونخوا دښت وبیابان باندی

زوی دپـښتـنې وه پــه پښــــتو بـانــدي میـن وه تل

پــوریی کړلــه مینه دپښتو ساتــل هـرځوان باندی

پــورتـه یـی بیــرغ دپـښتـوږبـی پــه دنــیاکی کــه

و یی رپـاوه دنیت پــه مخ پــه ټــول جــهان باندی

زړونــودلیـکوالــوکـی یـی هــیلی راپــیـداکــړلــی

نورپه نه شرمیږی چی مین یی کړل پرځان باندی

پـوه یی کړل چی تاسـودپښتون دبـڼ ګـلان یاستـی

بی لـه خپلی ږبی زړونه ډک به شی ارمان باندې

توره یی قـلم شـوه چی نور شرم ویره نشتــــه ده

فـخریی پښتون کـړی پــه همت وپــه ایمـان باندی

نــوربــه پښتانـه پــه ښـوونـځیوکـی پـښتوغــواړی

هـرچیرته چی وی پــه پیښورکي یـا لـغـمان باندی

وګــوری ختیزکی پـــه پښتو څــــوره ظلمونـه دی

بـل خوا په لـویدیزکی لاهـوشوي په طوفـان باندې

کلــه چـی پـښـتوددربــارږبــه پــه ډهــلی کــی وه

کلـه چــی جنـــډی یی رپـیــدلــه اصـفــهان بانـدی

ټـولـو درنـاوی بــه دپـښتـون پـــه هــرمــقام کـاوه

نن ولی پښتون ګونــګی ولاړوی هرمکـان بانـدی

ولــی خپل ځانــونــه مـوږتـرنـوروخـلکوکـم ګــڼو

بـرم وشـهامـت موشـاهـدان دی هنـدوستـان بانـدی

ویـښ شـی پښتنو تاسوترهـرچـا ښـه تاریــخ لـری

چـا یَی تـقسیـم کـړی پاکـستان وافغانـستان بـانـدی

رنـځ د ځـان ځـا نـیو بـي عـلـمـیو تــباه کـړي یـو څوبـه لـه غـفـلت سره ویـده یـو پـه ډیـران بانـدی

نـورلـه نــا پـوهـیو وجـها لـت نــه کــه راوُنَــوزو

تـل بـه غـلامان یو بـاوروکـړې(علی خان)بـانـدی


حلیم یار فطرت
18.01.2013

ﺩﺧﭙﻠﻲ ﮊﺑﻲ ﻟﻪ ﻭﺑﺎﻟــﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــــﻲ
ﻻ‌ ﻟﻪ ﺟګړﻮ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺟﻨﺠﺎﻟﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــﻲ

ﭼﻲ ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﻳﻲ ﺩ ﻣﺮګی ټﻐﺮ ﭘﻪ ﻛﻮﺭ ﻫﻮﺍﺭ ﺩﻱ
ﻟﻪ ﺩﻱ ﻭﻳﺮژﻟﻲ ﺯﺑﻮﻥ ﺣﺎﻟﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــﻲ

ګﻮﺭﻱ ﺩﻭﺧﺖ ﺩﺍﮊﺩﻫــﺎ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻛﻲ ﺩﺍړﻲ ﺷﻤﺎﺭﻱ
ﻟﻪ لﻭړ ﻫﻤﺖ ﺍﻭ ﻟﻮﻱ ﻛﻤﺎﻟﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــــﻲ

ګﻮﺭﻩ ﭘﻪ ﺩﻱ ﭘﺮ ځﺎﻥ ﺑﺴﻴﺎ ﺍﻭ ﺍﻭ ﺩ? ﻣړﻪ ﺩﻧﻴﺎﻛـــﻲ
ﺩﺑﻞ ﻟﻪ ﻓﻘﺮ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺳﻮﺍﻟﻪ ﭘښﺘـــﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــﻲ

ﺩ ژونــدانه ﺩ حســـن ﻧﺎﺯ ﻭ ﺍﺩﺍ څــــﻪ ﭘﻴﮋﻧـــــﻲ
لا خوﺩﻣﺮګ ﻟﻪ ﺧﻂ ﻭﺧﺎﻟﻪ ﭘښــــﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗــــﻲ

ګﻮﺭ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﺷـــﻮﻣﻪ ﻣﻴﺎﺷﺖ ﺩﭘښﺘﻮ ﭘﻴﻞ ﺷـــﻮﻱ
چی ‌ﻳــﻲ ﻟﻪ ﺑﺮﺟﻪ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻓﺎﻟـﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـــﻲ

ﺑﺲ ﭘﻪ ﻏﻴﺮﺕ ﺍﻭﭘـــﻪ ﻣــﻴړﺎﻧﻪ ﻧــــﻮ ﺩﻧﻴـــﺎ ﻣﻨﻠـــﻲ
ﭘﻪ ﻣﻴﻠﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﻟـﻪ ﺳﻴـــﺎﻟــﻪ ﭘښﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﺩﻱ ﻭﺗـﻲ
حمدالله حلیم یار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more