د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

zama tapi

inzargul
16.07.2004

درنو مينوالو سلامونه او هيلې مې ومنئ : :P :P :P :P

رنګ به مې ولې نه توريږي
ما دجانان دغېږ لونګ خوړلي دينه

رنګ به مې ولې نه توريږي
ما دلونګو اوبه ډېرې څښلي دينه

رنګ به مې ولې نه ژېړېږي
پر ما ېې کړي دزافرانو تاويزونه

په ټوله پښتنه مينه

انځر ګل ''ارمانجن''



shaheen jana
22.07.2004

سلام

رنګ به مي ولي نه ژړيږي ___ يار راکړي مخامخ دي جوابونه
زما ناترسه يار ته ګوری ____ چي د ډبري زړه سينه کي ګرځوينه


غښتلی
23.07.2004

ګلونو سلامونه مې در استوم دا چې منۍ يې که يې نه منۍ ستاسي کار دی .
لنډه دا چې دا يې لنډۍ
د کلي ګرد چاپيره ګرځمه _____________ د يار ديدن ته زه په کوم ځای ودريږمه
مامې زړګی په لاس کې در کړ ____________ بی وفا ياره په انګار دې وسيځنه
زما نه ښکلې مرورې ______________ ګناه مې ښايه چې توبه تري وباسمه
زما د زړه د سر ګلابه ______________ هر وخت دې غم د رژيدو راسره وينه
يار مې د زړه د سر اغزي دي ______________ نه يې ايستي شم نه حال ويلي شمه
ستا د ديدن په تمه تمه _______________ په توره ږيره کې مې سپين ولږيدنه


za ma misri

inzargul
24.07.2004

سلامونه درنو مينوالو :wink: :wink: :wink:

اوبه مې څښې ګلاب مې تېر شول
اوس مې په زړه کې ټوکېدلي سره ګولونه

جانان مې لا ړو بازاري شو
دنګو ماڼيو کې بې کوم ځای لټومه

مننه ''ارمانجن ''


غښتلی
24.07.2004

ګرانو زړه ته رانژدې لوستوالو سلامونه مې ومنئ !
پورتنۍ ناسمه داسې سمووم :
يار مې دزړه دسر اغزی دی +++++++++++نه يې ايستی شم نه يې حال ويلی شمه
______________________________________________________
مين په دوو کې دی :
دجنۍ شين کميس په ځان دی +++++++++++++ملا اذان دی ،خدايه کوم را لومړی کمه
بيا يار داسې غبرګون ښکاره کوي :
بيا به نری کميس ونه کړمه ++++++++++++ پرون باران وو جانان ټوله وليدمه

لنډۍ په پښتو کې ځکه تل غوړيږې چې بدرګه ورسره وي .

نوربيا
غښتلی



Adil watanmal
03.08.2004

افغانستان به خداي ارام كړي
----------------- هميش به نه وي دا دسرو وينو سيلونه

افغانه ډېر دې دښمنان دي
---------------- ستا د ذلت لپاره جوړ دي پلانونه

افغانه خپله ځان هو ښيار كړه
--------------- پردي به كله علاج نه كړي ستا زخمونه

_________________

عادل وطنمل


ګل آغا احمدي
24.11.2004

د پاسه جيټ طيارې راغلې
د زيګويك جانانه وركړه ځوابونه
د ټول افغان د بڼ بلبله
په شاعرانو ځلمو وايه سلامونه
شيرزاد، ليلو، خالد، نقاده
هره لنډۍ مو د ليمو په مورګو ږدمه
څښتنه تاته په دعا يم
خداى دې توفيق د آبادۍ راكړي مينه
زه د شاعر له زړګي جار شم
د هيواد مينه يې له رګ، رګ نه راځينه



Adil watanmal
25.11.2004

د سلامونو څخه ورسته

چا چې خپل واك بل ته وركړى
خپله يې كورته دى راوړي ستر غمونه

چا اوريدلي چا ليدلي
داسې ظلمونه چې كابل يې تېروينه

څوك شمالي څوك جنوبي شو
زموږ په كور كې كورګي جوړ شوي دينه

چې په اخلاص سره يونه شي
افغان وګړي، سوله خپله نه راځينه

څوك چې له مينې نه منكر وي
ژوند يې بې خونده، عمر هسې تېروينه

----------------------------

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
25.11.2004

خدايه عجيبه زمانه شوه
ځينې لګيا دي په پيسو ايمان پلورينه

ځلمو په سمه لار روان شى
پټۍ ملهم كړي د وطن ناسور زخمونه

ځلميو جنګ ته تياريږي
دښمن يرغل كړي، ځواب به وركوونه

خلك تر پوزې رسېدلي
وينې په جوش دي يرغلګر راپرزوينه

خداي دې يرغلګر يوځل تباه كړي
بيا به تازه شي د افغان د بڼ ګلونه

خدايه بري مو په نصيب كړې
له سره ستر ځواك سره جګړې ته ملا تړونه.

خيرن يرغلګر، خيرن يې ذهن
تور يې ارمان، خيرن يې واړه عملونه

خدايه وطن د اوسېدو كړې
چې پردېسان مو له بهر راستانه شنيه
--------------------------------
----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------عادل وطنمل


مينه په زړه کې

Farhad zaheer
29.12.2004

سلامونه ټولو لوستونکو ته ما سره څه د هيواد ټپې نه وې خو يو څو عشقې ټپې دې چې د مينې مجلې نه مې ليکلې دي هيله ده چې ستاسو خوښې شي .

زړګيه صبر شه مه ژاړه
جانان په غټو خلکو ځان حسابوينه

زړه چې مئين شي سترګې ژاړي
باڼه ولاړوي اوښکې اخلي رخصتونه

سترګې مې زړه ته په ژړا شوې
چې مئين ته يې اوښکې موږه تو يونه

دزړګي سره نا چاري ده
مئين په تا يم ناز دډيرو خلکو وړمه

زړه مې دا ستا خبرې غواړي
لکه دللمې غنم غواړي بارانونه

زما په زړه دې لوبې وکړې
الله دې تاله غمه نه خالي کوينه

زړه مې په توپو نه نړيږي
ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه

زړه دې د کاڼې نه هم سخت دی
کوټه مي بخت دی چې په تا مئينېندمه

په نا قابله طبيب پېښ شوم
رنځور مې زړه دارو دسترګو راکوينه

دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی
دومره غمونه دريابونه وچوينه

دا زړه مې ډير درنه خپه دی
نيستی ظالمې د سيالۍ دې وويستمه

زړګی مې هلته دی چې ته يې
نصيب ظالم مې له تا ليرې ګرځوينه

دزړګي سره په ما ګرانه
چېرته په خيال کې دې راځم که هېر دې يمه

زړګيه مې تا سره بندي دی
دخدای لپاره بندي ښه ساته مئينه

ته چې زما د يارۍ نه وې
زما وده زړګی دې ولې ويښونه

زړګيه صبر شوې که نه شوې
که صبر نه يې له ګړنګ دې غور ځومه

زړه مې نري درزونه وکړ
لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه

زړه مې دورانې کلا برج دی
د غم چيچڼي پکې خالې جوړوينه

زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي
په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه

زړګيه هلته پاتې کيږې
چې په سيخونو دې ټومبي په اور دې ږدينه

زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي
چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه

په صورت روغ درته ښکاريږم
لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه

زړګيه صبر دې په خدای شه
په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه

تنور چې تود شي اخير سوړ شي
زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه

په خوله به جنګ درسره وکړم
د زړه کوڅې درځنې کله بيلومه

په زړه مې غر دګيلو پروت دی
هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه

اول به ته ورته حيران شې
که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه

په زړه دې ډېر داغونه راکړل
ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه

زړګيه مه يې رانه غواړه
د جانان کلي نه پرون را غلی ېمه

چې سړی هر څومره پښتون شي
زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه

خمارو سترګو ته دې وايه
چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي .


مرورپښتون
13.07.2005

مورې ټوپک کمربند راکړه
په مامينه جينئ بل ته ورکوينه

په سپر تلې درجګه نه شوم
په زړه څربه وم ما وېل تل به ديدن وينه

که ځندنۍ يارمې پيداشي
دااوسنۍ به يي په زيري کې ورکړمه


مرورپښتون
13.07.2005

[quote:d96d03b256="Adil watanmal"]افغانستان به خداي ارام كړي
----------------- هميش به نه وي دا دسرو وينو سيلونه

افغانه ډېر دې دښمنان دي
---------------- ستا د ذلت لپاره جوړ دي پلانونه

افغانه خپله ځان هو ښيار كړه
--------------- پردي به كله علاج نه كړي ستا زخمونه

_________________

عادل وطنمل[/quote:d96d03b256]
وطنمله وروره دا ته ډېره ولې دا خبره کوې چې داسلامي افغانستان په هيله٠
افغانستان تل اسلامي ؤ ،اسلامي دی او وي به٠دا خبره هغه څوک کوي چې غواړي
ځان وښيي،سياف هم دغه نارې وهلې خوپه عمل کې تر ده بل داسلام ستردښمن نه ؤاو نه به پيدا شي٠اسلام بايد دانسان په زړه کې وي په خوله هغه څوک نارې وهي چې په عقيده پوخ نه ٠ نوره نو ستا خوښه خو موږ داسلام ډېر دعوهګر ولېدل چې په عمل کې داسلام دښمنان ؤ،اوس دا شعارونه له موډه وتلي دي٠
خپله عقيده ټينګه وساته ،دنورو مسؤل تاسو نه ياست٠هغوی به خپل دخدای په
وړاندې ځواب وايي٠
مننه٠


تاريخي لنډۍ

محسن
26.07.2005

نمر پټېدى په ګوته نه شى
نه به تاريخ د پښتون ورک په دنيا شينه
پښتون پښتو باندى پښتون دى
چه پښتو نه لرى پښتون به څنګه شينه

ځان د وطن په ننګ شهېد کړه
چه جنازه دى دآسمان ملکى وړينه
بى پته ژوند مى پکار نه دى
که بادشاهى د بحروبر څوک راکوينه

اول د خدائي بيا د وطن يم
ځه ئى دشمن يم چه دشمن د وطن وېنه

پښتنه مېنه راسره ده
سرومال دواړه له پښتو قربانومه

ىا خو غازي او يا شهېد شه
يا به دا خپل ځان ځه خاورو لاندى کړمه

که د مېدانه غازې راغلى
د زلفو ټال باندى به ځه تازنګومه

که په وطن باندى شهېد شوى
ځه به اوربل ستا په خازه باندى تړمه

خزان د ى سرى منګلى ګرځى
تالا مى مه شه د پښتو د باغ ګلونه

پښتانه ټول د يو ټبر دى
په وخت د جنګ کښي په سىالئي سر ورکوينه

پښتنو بيا خولۍ کږى کړى
په دښمنانو به بيا جوړ کړى نا تارونه[color=darkblue:b9eb66a632][/color:b9eb66a632]



څاروان
28.07.2005

دا چار چاپېر عالم ته چې ګورم
چې پرې رغېږم هغه سترګې نه وينمه

وار به دې تېر د زلميتوب شي
د پېڅكې په ځونډو مه وهه لاسونه


Landdaei

کټوازی
09.08.2005

[color=cyan[color=violet:6d8fff91bf][/color:6d8fff91bf]
له نيکوهيلواوارزوګانو سره ،
ګرانو وروڼو او درنو خويندو ،
پۀ خپلو ښو لنډيو سره مو زۀ هم دې ته وهڅولم چې يو څو ګوډې ماتې لنډۍ وليکم ، پښتنې هڅې مو بريالۍ او مرغيالۍ اوسه .
تر دې دمه خو مې نه پۀ مشاعرو کې ګډون کړی دی او نه مې له شاعرانو سره کېنستا سته خو بس هغه دسهار صايب د وينا پۀ مصداق ، مينتوب مې طبيعت کې شعر راشين کړو
ټول وجود مې دسندرو پاڼې وکړې
راځئ چې يو څو لنډۍ درته ووايم ,
سبا مې ستا پۀ تهمت وژني ځای د راستۍ دی چې منکر نه سې مئینه
جوابي لنډۍ ،
ګوره چې وا ر دې ختا نه سئ د ګلو لښته دې پر سر ولاړه يمه
او دا هم لږ وګورئ ,
جانانه داسې وخت به راسي چې ټوپک واخلو لاس پۀ لاس سنګر ته ځونه
جنګ ته چې ځې ما درسره که تسې تولۍ به درپسې پلو کې و ړمه
پۀ خورا بې کچه مينه ، ستاسې صميم ، اسدلله صميم کټوازی

دا خپلې اوښکې که پۀ مينه کې نصيب مې شي هم
څښم پۀ وياړ به يې دسرو شونډو جامونو پر ځای



څاروان
20.08.2005

هيلمن يم چه د صحت واسكټ به مو په تن وي.
اوس نو د يوسف څاروان لخوا راټولي كړي شوي لنډي ولولي

========
[color=darkred:9a62e44c9b]وطن:[/color:9a62e44c9b]
وطن زما زه د وطن يم
د خپل وطن دپاره ځان قربانه ومه
-------------------------- خدايه هغه سترګي ړندي كړي
-------------------------- چه سپك نظر پري زما ګل وطن ته كړينه
چه د وطن په ننګ شهيد شي
ډير خوش نصيبه به هم دغه زلمي وينه

[color=brown:9a62e44c9b]ژبه:[/color:9a62e44c9b]
هاغه قام تل ترتله نه مري
-------------------------- څوك چه په هر حال كښي ژوندي ژبه ساتينه
په ژبه هر يو كار نن كيږي
-------------------------- په خوږه ژبه راخپليږي پردي زړونه
زه د هغو ژبونه زار شم
-------------------------- چه مخلوقات د الله نه آزاروينه
د جانان ژبي ته حيران يم
-------------------------- څومره خوږي پستي خبري پري كوينه
هوښيار هغه قامونه بولم
-------------------------- چه خپله ژبه ښه عروج ته رسوينه

[color=darkred:9a62e44c9b]غم:[/color:9a62e44c9b]
د خوشحالي نصيب مي نشته
غم مي ملګري دي مدام راسره وينه
د چا ژوندون د خوشحالي وي
چاته دلي دلي غمونه مخكي وينه
ستا په راتلو ډير خوشحاليږم
ګله چه راشي مانه لري شي غمونه
د خپل ښائسته اشنا د لاسه
د زړه دپاسه د غمونو كر كومه

[color=brown:9a62e44c9b]ارمان[/color:9a62e44c9b]
========= هيڅ يو ارمان مي پوره نه شو
========= ډير ارمانونه په خپل مات زړه كي لرمه
========= په هاغه ورځ به يم خوشحاله
========= كه مي پروه شو دا نيمګړي ارمانونه

[color=darkred:9a62e44c9b]صبر[/color:9a62e44c9b]
-------------------- زړه مي د غم په تيغ حلال شو
-------------------- پټي د صبر په اږدم ډاډ وركومه
-------------------- د ناكامي سيلاب لاهو كړم
-------------------- د بي صبري لامبو مي ستړي كړل لاسونه

[color=brown:9a62e44c9b]زړه:[/color:9a62e44c9b]
جانانه څومره چه دى وس وي
راله اږده په زړه مدام سوي داغونه
------------------------- زړه كښې مي ستا مينه اوسيږي
------------------------- زه نوري ميني پكښې چيرته اوسومه

[color=darkred:9a62e44c9b]تور[/color:9a62e44c9b]
جانانه داسوال مي قبول كړه
..................... زما په سپينو جامو مه ږده تور داغونه
----------------------------------------------------------------
---------------------------------------------------- يوسف څاروان


کټوازی
25.08.2005

ګرانووروڼو هر يو کوشان صيب او څاروان صيب
ښې چارې اوسلامونه !
تاسې ډېرې ښې لنډۍ ليکلې دي خو تر کيفيت يې ماته کيميت ډېر لوړ ښکاري ، زۀ خو دومره زياتې نه سم ليکلای البته يوڅو به وليکم ,

کټ دبلۍ سيوري ته راوړه
زما شېرينې لکه غل راغلی يمه
***
دزړۀ دپاسه مې امبارسه
دجانان غمه دعمرونو ځای دې يمه
***
اوپۀ پای کې به هغه لنډۍ هم درته وليکم چې ما دخپل ژوند با غيچې ته پۀ يوۀ ځانګړي مهال کې ويلې وه !!!

ځان دې زړو جامو کې جوړ کۀ
لکه پۀ وران کلي کې باغ دګلو وينه

پۀ خورا بې کچه مينه ، ستاسې صميم ، اسدلله صميم کټوازی

دا خپلې اوښکې که پۀ مينه کې نصيب مې شي هم
څښم پۀ وياړ به يې دسرو شونډو جامونو پر ځای


mahboob
27.08.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه.
راشه زما په خوا كي كينه .....چي درته ووايم دسوي زړه حالونه .
جانانه حال دي راته وايه ......چي په زخمي زړګي دي څه تير شوي دينه .
داهم واورۍ :
جانان په خړسيلاب لاهو كړم ...په كنارو سره ځي ډاډ راكوينه .
دښايسته جانان دلاسه ...........دزړه دپاسه مي پولۍ ولاړي دينه .
په غټو سترګو دي مين شوم .....غټ غټ غمونه كي په زړه دي مړبه شمه .



څاروان
28.08.2005

۲۸-۸-۲۰۰۵

ګرانو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه.

د [color=white:7ee91f9776]بېلتون [/color:7ee91f9776]په اړوند د څاروان لخوا راټولي كړي شوي لنډي ولولي او هيله لرم چه تاسي هم د بېلتون په اړوند څه وليكي:

[color=darkred:7ee91f9776]بېلتونه څومره زورور يې
چې پښتانه دې لر او بر وېشلي دينه[/color:7ee91f9776]

د بېلتانه ګرمه سيلۍ ده
زما د زړه په ګلو يې اور ولږونه

بېلتون يوازې په مانه دى
بېلتون په ډېرو باندې وران كړل خپل كورونه

زړه مې د يار كلي ته كېږي
بېلتون ظالم راته پاسپورټ نه راكوينه

بېلتون په لوى درياب لاهو كړم
كشتۍ د وصل جوړوم چې پورې ځمه

====================== څاروان


کټوازی
25.10.2005

ښاغلی څاروا ن صيب روغ او خوښاله مو غواړو ستاسې له خوا د بېلتانۀ پۀ باب د لنډيودوړانديز سره سم يو څو لنډۍ ليکم هيله لرم ، خو ښې به مو شي :

بېلتونه ! کور دې راته ښايه

................................. د زور دې نه يم ننواتی به درځمه

بېلتون يوازې پر ما نه دی

..................................... بېلتون شمال دی هره پاڼه خو ځوينه

بېلتونه خدای روئ مې در وړی

...................................... نور مې د سوي زړګي مه اخله ازارونه

زړۀ مې دربېږي ،رنګ ژېړېږي

...................................... دبېلتا نۀ پر سفر ځم ژړا راځينه

بېلتون پر هر چا مېلمه کېږي ،

....................................... ماته چې راشي نو خېمې و دروينه

تر دې وروسته چې د بېلتانۀ پۀ باب مو څو لنډۍ وويلې ،راځئ چې د سپينې خلې پۀ موضوع هم يوه څو لنډۍ وليکو ،هيله لرم ملګري به پردې موضوع د لنډيو له ليکلو څځه ځانونه و نه سپموي ?:

د سپينې خلې قېمت دې وايه ،

................................ چې سر درځار کړم باقي دار به څومره شمه !!؟؟

خله به پۀ زوره درنه واخلم ،

.......................... ماشوم خو نه يم چې زارۍ درته کومه

خالق تعالی به پرې خبر وي ،

...................... له خندا ډکه خله به چېري ناسته وينه

نورې بيا .......................... که خدای کول


sanga
10.11.2005

تا کي څه زر نه دي جانانه
دومره خاطر دي خلګ زما په سر کوينه

رځه چي دواړه سره وځو
نوره خبري به سپين ګيرې کوينه


کټوازی
11.11.2005

ګرانې خورلڼې څانګې ،

سلامونه اونېکې پير زوينې مې و منئ !

ټول افغان ته مو هر قدم پۀ لېمو ،
داچې له موږ سره د ټول افغان د لنډيو پۀ مشاعره کې برخه اخلئ يو وارې بيا پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ښۀ راغلاست درته وايو !!!

[quote:72ec9ce19b] تا کي څه زر نه دي جانانه
دومره خاطر دي خلګ زما په سر کوينه[/quote:72ec9ce19b]
[color=indigo:72ec9ce19b]ستا پۀ خاطر چې مې سلام کړي ،
......................... هغۀ رقيب ته مې نصيب شه جنتونه

.......................................... ستا د يوې خندا لپاره ،
........................................................د بسته کلي دښمنۍ ته ملاتړمه [/color:72ec9ce19b]

[color=indigo:72ec9ce19b][quote:72ec9ce19b]راځه چي دواړه سره وځو
نورې خبري به سپين ګيري خلاصوينه [/quote:72ec9ce19b][/color:72ec9ce19b]
[color=indigo:72ec9ce19b]مينه پۀ پټه ،پټه خوند کړي ،
........................ بلا دې واخلم ځان به نه رسوا کوونه [/color:72ec9ce19b]
او له دې سره مې دا هم واوره ،

[color=indigo:72ec9ce19b]خاطر دې ډېر راباندې ګران دی ،
ګنئ پۀ لويه لار کې نه کړم مجلسونه [/color:72ec9ce19b]



څاروان
14.11.2005

14-11-2005

يارانو او صميم جانه سلامونه مي قبول كړي.

څانګې خوري او صميم جانه ښي ټپي مو ليكلي زه به هم څو درته وليكم:

ما چه د ميني اغاز وكړو
اوس مى استوګنه د ازغو د پاسه وينه

زه خو د ميني په نوم پايم
چه مينه نه وى ژوندون خوند نه كوينه

ګل دى په مينه باندې راكړو
دغه تحفه به دى د ميني ياد لرمه

[color=darkred:3d52d912a2]د ميني نوم په خوله اسان دى
ګرانه ده ډيره د جانان د زړه ساتنه[/color:3d52d912a2]

د يار د ميني قيد كې ګير يم
سپاهيان د غم راته څوكۍ ولاړي دينه

[color=white:3d52d912a2]او دا هم ورسره[/color:3d52d912a2]

مخ د پلو نه رابهر كړه
ستا د سپين مخ د ليدو ډير ارماني يمه

سترګې دى ماته مخامخ كړه
ښكليه ستا سترګې مي ډيري خوښي دينه

هر يو ښائسته مې د زړه سر دى
هر يو ښائسته له زړه كښي مينه لرمه

-----------------------
څاروان


کټوازی
15.11.2005

دټول افغان د لنډيو د مشاعرې ټولو ګډونکوونکو ته ،

د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې !

ښاغلی څاروان صيب ،داچې زموږ لنډۍ مو ښې بللې ،ډېره مننه

[quote:aa823000d7] ګل دى په مينه باندې راكړو
دغه تحفه به دى د ميني ياد لرمه[/quote:aa823000d7]

[color=cyan:aa823000d7]
ګل چې دې راکړ خدای دې ګل کړه ،

................................................. خو ګله عمر دې د ګل مه شه مئينه

را کړی ګل دې بېرته واخله

............................................ د بل وطن پر سفر ځم مړاوی به شينه

لکه د ګل مې خوا کې کېنه

........................... چې مې ټکور شي د زخمي زړۀ پر هرونه[/color:aa823000d7]

[color=cyan:aa823000d7]............... نور ې بيا .....................................که خدای کول [/color:aa823000d7]


]


anasib
19.11.2005

په جينکوکې داعادت وي
لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more