د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


ځونډی
11.05.2004

سلامونه په لنډيو مينو خوندو او ورونو!!! رب دي وکړي چې ټول روغ رمټ اوسئ .٠ ماشالا د لنډيو بازار مو ښه تود دي٠ پس له سلامه فرشته جانی ستا د پوښتنی په ځواب کې بايد ووايم چې: په هغه ورځ چې ته المان ته ولاړی نو زه خوارکئ په هماغه ورځ هالنډ ته راغلم٠ که نو ی افغان سينمايي فلم << هجرت >> ووينی اويا دي ليدلی وي نود واره به پوه شی چې زه کله هالنډ ته راغلی يم٠ وبښه چې ځواب مې په ځنډ درکړ٠ ښه که له دي نه راتير شواوخپلو لنډيو ته راشو ، نو زما برخه پکې داده٠
زړه مي له سترګو ګله من شو-------چې ديدن ته کړی زه عبس غم تيرومه
ما ته په سترګو کې حال وايه-------چې ټول افغان کې غمازان ډير شوي دينه
سترګه وهل مې درنه زده کړل-------اوس راته ښايه د بڼو ايشارتونه
سترګی ياقوت غاښ دي الماس دي---- زلفی سنبل دي په ګوګل مزه کوينه
سترګی نرئ توری مزه کا------دا ګډی وډی سترګی ډمې توروينه

په مينه او درنښت
ځونډی


انځورګر
14.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



ځونډی
18.05.2004

سلام او مينه مې ومنئ ٠
دا چې څوک څه نه ليکي نو زه به يو څو ګډي وډي لنډۍ وليکم٠
دا ستا د دوه ورځو خندا وه------زه به ژړا درپسی ټول عمر کومه
مينه مې وکړه پرې پوه نشوم-----اوس د اسمان په لوري ګورم مړ به شمه
وړه خو نه يي چې شرميږي----- په جار ناری کړه چې مئنه په تا يمه
ما د سينې باغچه کې کوز کړئ----- نه به ورنئ کړم نه به لښتی ماتومه
په مينه
ځونډی



مجيب انګار
18.05.2004

خال به ديارپه [color=red:aee52037ee]وينو[/color:aee52037ee]کيږدم -------چی په[color=green:aee52037ee] شين باغ [/color:aee52037ee]کې ګل [color=red:aee52037ee]ګلاب[/color:aee52037ee] وشرموينه



فرښته
22.05.2004

سلامونه٠

قد يې چنار زلفې سنبل دي :oops: :oops: :oops: ګلابي مخ دې په ګلشن نه بدلومه

غافل به څنګه ستا له ياد شم :cry: :cry: :cry: چه چيرې ځم غم دې ملګرې زما وينه

غم داشنا به پرې ورنکړم : :cry: :cry: :cry: که زر خوښي يې څوک په يو غم راکوينه

غم دې دا ستا نه وفادار دې :cry: :cry: :cry: ته کله کله غم دې تل راسره وينه

غم کې له تا نه کمه نه يم :oops: :oops: :oops: کم عقله نه يم چې به کلي خبرومه

نور بيا٠٠٠



ځونډی
26.05.2004

سلامونه او پيرزويني مې ومنئ٠ فرښته جاني خدای دي غم لری لري، دا د غم لنډۍ مه ليکه يو خو مساپري ده او هسی هم رانه د غم ګوډي جوړ شوي بل مو زړونه هم هسی نري دي اوس به خدای مکړه درته پړينګ په ژړا شوی يم ٠ بيا به په سل عزرنوهم نه غلئ کيږم٠

چې تا ته ګورم ژړا راشي---- چې ځان ته ګورم په ما لا ډير دي غمونه

په مينه ځونډی


لنډۍ

زرکه
08.06.2004

ګرانو خويندواوورونو ډيرډيرسلامونه
ستاسو لنډۍ ډيرې په زړه پورې او خوږې دي زه به د نصيب په اړه يو څه وليکم
نصيب مې خپل دی رارسيږي مورې زما په نصيب مکوه جنګونه
مور ې لاټين ورته رڼا که زما نصيب يې په تورتم کې وليکنه
نصيبه وسوزې ايره شې تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه
زه دې له خوږ وطن جدا کړم
دتناره دسر برغولی شې بيلتونه[/url][/u]


لنډۍ

زرکه
08.06.2004

[color=red:13b76548ac][/color:13b76548ac]سلامونه ټولوته
[color=green:13b76548ac][/color:13b76548ac] زړه مې صندق په لارکې پروت دی
دمساپرو به جامې پکې ساتمه[color=darkred:13b76548ac][/color:13b76548ac]
څوک په رضا له ملکه نه ځي
ياډيرغريب شي يادبله غمه ځينه[color=blue:13b76548ac][/color:13b76548ac]
داسې مې نه ګڼله خدايه
چې مساپردې شم خيرات دې ټولومه



هيواد شېرزاد
08.06.2004

سلامونه ګلونو دوستانو!
د ټولو د ښه صحت په امېد.
يو څو لنډۍ به زه هم درته وليکم:

[color=darkred:67a3f57c1f]........... زړه مې پخپل بدن کې ورک شو
........... معلومه نه شو چې به چا پټ کړې وينه[/color:67a3f57c1f]
[color=brown:67a3f57c1f]........... هر غم مې تا سره شريک دی
........... د جدايۍ خبرې مه کوه مينه[/color:67a3f57c1f]
........... [color=blue:67a3f57c1f]خپله نيکي راته بلا شوه
........... ځکه په سمه لار کې خورمه تيندکونه[/color:67a3f57c1f]
........... [color=darkblue:67a3f57c1f]په څه خپه په څه جدا شوې
........... بس راته وايه چې توبه ترې وباسم[/color:67a3f57c1f]
...........[color=red:67a3f57c1f] زړه ته مې ډېر نصيحت وکړو
........... سترګو ليدلی جانان کله هېروينه[/color:67a3f57c1f]
...........[color=darkred:67a3f57c1f] ياري په تور او په سپين نه ده
........... زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه[/color:67a3f57c1f]
........... [color=blue:67a3f57c1f]هغه ځلمي به پيدا نه شي
........... چې د وطن لپاره وشيندي سرونه[/color:67a3f57c1f]
........... [color=brown:67a3f57c1f]په زيارتونو به جوړ نه شم
........... ما به د سپينې خولې ازار اخيستې وينه[/color:67a3f57c1f]



ځونډی
08.06.2004

سلامونه خوږو دوستانو!! او درني زرکه جاني ته ښه راغلاست وايم٠ او دا چې خپلي لنډۍ يي د مساپرۍ په هکله ليکلي نو زه به يي هم ورسره وغځوم٠

مساپری مې زړه نرۍ کړ---- چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه
----------------------
دغه څو لنډۍ هم د نجونو له خولې!!!
مساپرئ خوړلی ياره------پيزار اوباسه چې دې تلي ښکلومه
مساپري دې کړي نده---پخه ډوډی در سره وړي په نس مينه
مساپري نه ستړی مه شي-- اول غيږ در کړم که دې جيب ولټومه
مساپر ته شوي ګرمه زه شوم--- اوس راليږې په غم لړلي کاغذونه
مساپر ته شوي ګرمه زه شوم--خويندودې وخوړم په ډيرومنتونه
مساپرۍ وهلۍ راغلي--- خيرات -خيرات دې د زړو جامو نه شمه

په مېنه او درنښت
ځونډی


زرکه
08.06.2004

ګرانوورونو او خويندو سلامونه مې ومنۍ
ګرانه وروره ځونډيه ! دهرکلي څخه مو يو ه اروپا مننه
په اروپا کې پيدا نشوې
دنارنج ګله ننګرهارته به درځمه
په درنښت زرکه


دټپۍ لنډيومشاعره

زرکه
11.06.2004

[color=red:354e2608df]ټول افغانه سلامونه[/color:354e2608df]
ښه ميلمه پاله پښتانه خوياستۍ د يو ميلمه په راتلو ټولو کور پريښود او وتښتيدلۍ :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: [color=green:354e2608df]
ځه خير دی په اروپا کې څوک د ميلمه پاللو ته اوزګار نوي . خو چې دا په پيښور کې پښتانه
څنګه داسې شول .[/color:354e2608df] [color=blue:354e2608df]بيرته خپل کورته راشۍ زه بيا نه راځم [/color:354e2608df]
:lol: :lol: :lol: :lol:

[color=darkred:354e2608df]
زه به پښتو نه تيره نشم
که شينکی خال مې د چړو په څوکو ځينه [/color:354e2608df]
[color=indigo:354e2608df]
هيله ده چې ټوکه په ټوکه ومنۍ
په پښتنه مينه زرکه [/color:354e2608df]


Re: دټپۍ لنډيومشاعره

لونګين
11.06.2004

زرکي خوري ته ولي داسي خبري کوي قسم په خداي دى زما انۍ به يوه پاکه بستره د سره ټوکي او هغه
زمونږ سپين کولنګي چرگ تل ميلمه ته ساتلي وه . په مونږ ئي غوښه حرامه وه خوکله به چې ميلمه
راغي نو زما به هم خيټه لږورسره غوړه شوه. او له جوماته به مي تل ميلمانه په زور کورته کشکول.
زه خو د خپلې انۍ لمسى يم که زمونږ خواته راغلي نو سپين
چرګ به ستا په قسمت هم شي او که رانشي نو سپين چرګ دي تيار وساته زه پري درغلم.

پښتانه ډير دي پښتو وائي پښتون هغه دي چې ئي خوي دپښتون وينه

زرکي خوري خداي د وکړي چې خپه نشي

د پښتونولي په مينه ستاسو ورور لونګين

[quote:8a2b8e1394="زرکه"][color=red:8a2b8e1394]ټول افغانه سلامونه[/color:8a2b8e1394]
ښه ميلمه پاله پښتانه خوياستۍ د يو ميلمه په راتلو ټولو کور پريښود او وتښتيدلۍ :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: [color=green:8a2b8e1394]
ځه خير دی په اروپا کې څوک د ميلمه پاللو ته اوزګار نوي . خو چې دا په پيښور کې پښتانه
څنګه داسې شول .[/color:8a2b8e1394] [color=blue:8a2b8e1394]بيرته خپل کورته راشۍ زه بيا نه راځم [/color:8a2b8e1394]
:lol: :lol: :lol: :lol:

[color=darkred:8a2b8e1394]
زه به پښتو نه تيره نشم
که شينکی خال مې د چړو په څوکو ځينه [/color:8a2b8e1394]
[color=indigo:8a2b8e1394]
هيله ده چې ټوکه په ټوکه ومنۍ
په پښتنه مينه زرکه [/color:8a2b8e1394][/quote:8a2b8e1394]



ليلماـ الفت
12.06.2004

سلامونه قدرمونو وړونو او خوندو
زرکي خور راتګ ته دي ښه راغلاست وايم خو داسي ژر ژر ګيله :roll: :roll: دا خو هم والله که پښتنولي ده
ښه خورکي دا چه د پوهنتون ( کالج ) وروستي پړاونه دي نو ډيره په درسو مشغوله يمه
خو نن مي ستا ګيله وليدله نو دادئ ما هم يو سو جملې درته وليکلې چي بيا ګله ونه کړي چي روخصتۍ شي بيا به که خدای کوله په ډيرو لنډيو به دي ماغزه در چپه کمه :lol: :lol:
دا يو څو لنډۍ هم درسره په ياد که
[color=yellow:580603fa00]يار مسافر ځي توښه غواړي ___ کباب دزړه بادام د سترګو ورکومه
يار مي په خاورو کي ژړ پروت دئ ___ سينه بستر زړه به بالښت ورلاندي ږدمه
يو بېلتانه پرهار پرهار کړم ________ بل غمازان ورباندي مالګي دوړوينه[/color:580603fa00]
[color=white:580603fa00]ياري خو تا کړل ما خو نه کړل _____ اوس چي ئې لنډه پرې کوې ژړا راځينه[/color:580603fa00] :cry: :cry: :cry:
[color=cyan:580603fa00]نصيب مي ګل خزان پرې راغلو____ نرۍ نرۍ پاڼي ئې باد په هوا وړينه
وخت د ځوانۍ مي نيمخوا شو ____ يار بې وفا شو ارماني به ګور ته ځمه
ولي به نه ژاړم عالمه ____ چه کمکۍ يار مي لوياوه ليونۍ شومه
نصيبه وسوځې اېرې شې ____ تنديه مات شې پر تا څه ليکلي دينه [/color:580603fa00]
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي ليلما الفت


انځورګر
19.06.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
05.07.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


yawa tapa

inzargul
08.07.2004

مينوالو سلامونه :!:

لکه کابل مې زړګی لوټ شو

نه چا ودان کړ نه ېې وکړه چاپوښتنه

هيله ده چې خوښه موشي ٠
مننه ''انځر ګل' ارمانجن''


انځورګر
12.07.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


Re: دټپۍ لنډيومشاعره

زرکه
12.07.2004

[quote:142b68fa55="لونګين"]زرکي خوري ته ولي داسي خبري کوي قسم په خداي دى زما انۍ به يوه پاکه بستره د سره ټوکي او هغه
زمونږ سپين کولنګي چرگ تل ميلمه ته ساتلي وه . په مونږ ئي غوښه حرامه وه خوکله به چې ميلمه
راغي نو زما به هم خيټه لږورسره غوړه شوه. او له جوماته به مي تل ميلمانه په زور کورته کشکول.
زه خو د خپلې انۍ لمسى يم که زمونږ خواته راغلي نو سپين
چرګ به ستا په قسمت هم شي او که رانشي نو سپين چرګ دي تيار وساته زه پري درغلم.

پښتانه ډير دي پښتو وائي پښتون هغه دي چې ئي خوي دپښتون وينه

زرکي خوري خداي د وکړي چې خپه نشي

د پښتونولي په مينه ستاسو ورور لونګين

[quote:142b68fa55="زرکه"][color=red:142b68fa55]ټول افغانه سلامونه[/color:142b68fa55]
ښه ميلمه پاله پښتانه خوياستۍ د يو ميلمه په راتلو ټولو کور پريښود او وتښتيدلۍ :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: [color=green:142b68fa55]
ځه خير دی په اروپا کې څوک د ميلمه پاللو ته اوزګار نوي . خو چې دا په پيښور کې پښتانه
څنګه داسې شول .[/color:142b68fa55] [color=blue:142b68fa55]بيرته خپل کورته راشۍ زه بيا نه راځم [/color:142b68fa55]
:lol: :lol: :lol: :lol:

[color=darkred:142b68fa55]
زه به پښتو نه تيره نشم
که شينکی خال مې د چړو په څوکو ځينه [/color:142b68fa55]
[color=indigo:142b68fa55]
هيله ده چې ټوکه په ټوکه ومنۍ
په پښتنه مينه زرکه [/color:142b68fa55][/quote:142b68fa55][/quote:142b68fa55]

ډيرګران او عزتمن ورور لونګين صاحب ! سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ ٠
ډير وخت کيږي چې لکه د ځينو نورو ورونو په شان ستاسو ليکنې هم نه ښکاري چې نپوهيږم ولې ؟؟؟
کيدای شي د پښتو او پښتنو دپاره په بحثونو ستړي شوي وئ او که څنګه ؟؟؟
په هر صورت مهمه دا ده چې صحت اوسلامت اوسئ ٠
ستاسو د بلنې په هکله
ماته ښکاري چې د ټول افغان پښتانه ټول يو شوي دي نو وروره ټول يو ځای پښتونخوا ته درروان دي
نو زما په اند خو به بيا تاسو ته د يو چرګ نه ډير تاوان درواوړي :lol: :lol: :lol:
او ستاسو دراتلو په هکله
ګرانه وروره که ميلمه پالنه غواړو نو په ميلمه پالنه پوهيږو هم ٠ هر کله ر اشئ خوداسې نه چې لکه زمونږ
په شان مو بيا د وطن پسې زړه خوړين وي ٠
او ستاسو د لنډۍ ځواب [color=blue:142b68fa55]
پښتو اسانه نده خلکه ـــــــــــــــــــــــــــ څوک چې پښتو کړي پښتۍ ما تې ګرځوينه [/color:142b68fa55]

د خورولۍ په پښتنه او ټوله پښتنه مينه او درنښت ستاسوکشره خور زرکه


زرکه
12.07.2004

ګرانې خور ليلو سلامونه او مينه ٠
ګرانې خورې تر اوسه خو مې فکر کاوه چې ستا ازموينې به لا نوي خلا صې خو چې درک دې لا نشته نو
شکي شوم چې چيرته خو به دې د امريکا په ټولټا کنو کې ګډون نوي کړی ( دبوش په ځای رياست جمهوري ته )
:lol: :lol: :lol: :lol: ځکه دا دومره ځنډيدل دې بله يوه پلمه هم نشي ٠٠٠٠٠
اويا خو که ښکلې پښتونخوا ته تللې يې نو
[color=blue:28ea0a47c9]
په پښتونخوا مې سلام وايه ــــــــــــــــــــــــــــ بيا ورته وايه چې ديدن پسې يې مرمه
[/color:28ea0a47c9][color=red:28ea0a47c9]
د لرې مرم د نږدې سوزم ــــــــــــــــــــــــــــــــــ افغانستانه زغم د دواړو نلرمه [/color:28ea0a47c9]

ستا د پيدا کيدو په هيله
ستا کشره خور زرکه


زرکه
12.07.2004

[color=red:5461c84115] زرکې خور تا خو ګيلې وکړې ـــــــــــــــــــــــــ اوس ستا ليکنه هم په مياشتو نه را ځينه [/color:5461c84115]
[color=blue:5461c84115]که د ګيلې ځواب مې دا وي ــــــــــــــــــــــــــ بيا خو نو کډه بارومه وروره ځمه [/color:5461c84115]
:lol: :lol:
ګران او عزتمن ورور ښاغلی خالد هادي حيدري صاحب !
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ . وروسته له سلامه د بينوا ښکلې ويب پا ڼه مې وليده ستاسو زيار
د قدر وړ دی او د جادوګر غږونه خو ډير ښکلی او په زړه پورې نوښت دی زه تاسو او اړونده مسؤلينو ته
د زړه له کومې مبارکي وايم او دلا ډيرو بريا ليتوبونو هيلمنده يم ٠

[color=white:5461c84115]
کابل بلل کندهار ګل دی ــــــــــــــــــــــــــــــــ زه پکتيا وننګرهار هسې يادومه :lol: :lol:

[/color:5461c84115] د خورولۍ په پښته مينه او درنښت ستاسو خور زرکه


زرکه
12.07.2004

[color=indigo:945502b586]ډير ګران او عزتمن ورور انځر ګله ! وروسته له سلام او درناوي نه ټول افغان ته ښه راغلاست
لکه کابل دې زړه وران مشه ـــــــــــــــــــــــــــــ دهيلو کډه به ترې کوم پلو ته ځينه
دپښتو هيلو ځايګی ؤ ـــــــــــــــــــــــــــــــــ اوس د ظالم اغيار په لا س دبل چا شونه

په ټوله پښتنه مينه او درنښت ستا سو کشره خور زرکه[/color:945502b586]


زرکه
12.07.2004

[color=blue:4d4aa49598] پخوانۍ مينې نن ورځ نشته ــــــــــــــــ نننۍ مينې تر مطلبه پورې وينه [/color:4d4aa49598]

خوا به مې ولې نه بديږي ــــــــــــــــــــــ نن چې خالد ورور مطلبي ګڼلې يمه :lol: :lol:
خو
هيواد شيرزاد ته که يې وايې ــــــــــــــــــ خوابدې نه چې لا خوشحاله دې په کړمه :lol: :lol: :lol:

اودا هم ټول افغان ته

په انټر نيټ کې ورداخل شوم ـــــــــــــــــ د ټول افغان پاڼه کې کلکه ونښتمه
[color=red:4d4aa49598]په ټول افغان مې سر ښکاره کړ ــــــــــــــ د پښتنو پکې ؤ پښتو باندې بحثونه [/color:4d4aa49598][color=green:4d4aa49598]
مورې په ما مه په قهريږه ـــــــــــــــــــ د بحث فورم مې کا ته ناوخته شونه [/color:4d4aa49598]

په انټر نيټ دې خدای لاهو کړه ـــــــــــــــــ چې موردې ( نيټ ) کې لټوي پلار دې کومونه :lol: :lol:

.com .net



مجيب انګار
12.07.2004

په ديواله ولاړې لښتې :arrow: خبرې سختې راليږې رنځور دې کړمه
پخوابه کله کله غم و :arrow: اوس دغمونو قافلې دي ځي راځينه

-------------------
[color=green:bebc690c6e][/color:bebc690c6e] خپل احساس راته دا وويل چې بوډا شوې
خومين زړه داخبرې مني که
وايي اوس خو ايله ځوان شوې چې بابا شوې


زرکه
14.07.2004

[color=green:0bf0abf588] دقافلولار راته ښايه :arrow: غم به ترې اخلم او خوښي به درليږمه [/color:0bf0abf588]


زما ځان له ندي په کار خپل غمونه مې دومره ډير دي چې پوښتنه مکوه خو ستا هغه به څه دلته سرو کافرو([color=red:0bf0abf588]R[/color:0bf0abf588] ) له ورکوم او څه به د [color=green:0bf0abf588]ميرويس نيــــــــــکه [/color:0bf0abf588]استازو ته ورليږم چې تورو کافرو (A)
له يې ورکړي ٠ ځکه چې هغه يو [color=red:0bf0abf588]مو دوستان [/color:0bf0abf588] ؤ او دا بل مو واکداران دي نو لويه
بې انصافي ده چې ددوئ بر خه غمونه لا نور هم مونږ خورو ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more