د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Re: سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
08.11.2010

هوتکه وعلیکم سلامونه.ما خو ټولو ته سلامونه ویلی وو.خو د زما لونګۍ غویی خوړلی.
[quote:1e7c01805a="POKHTON"]واه واه ښکلی لنډی مو لیکلی دی.
تندره سلام بیا می کلام دی ----تاسو زه یادکړم تا دی خدای په یاد لرینه
هوتکه ته هم می په یاد یــی ----تاسره زما دی وی په ټولو ســلامونــــــــه
بیګاه می بد خوب وو لیدلی ---- چی ګلان ژاړی اوښکی وینی تویه وینه
مـسـافری ما ډیره کــــــــــړی---- اوس د وطن نه بل ځای خوند نه راکوینه
او دا یی نوری،د نورو یارانو:

وطن مې تن ،تن مې وطن دي ....................دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه

نړۍ مريح ته رسيدلـــــــــــې .................موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه

مننه
خوشحاله اوسی.[/quote:1e7c01805a]


خیریوسی
08.11.2010

وروڼو سلامونه

ژر سه ژر سه تاوان راکړه
له مانه تا وړی دشپې خواږه خوبونه

که د په سترګو لیدلای نشم
پر زړه مي ته یي هر ګړي دیادومه

خیریوسئ


عنوان

tandar
08.11.2010

دسر له سترګو می پناه ې
..................دزړه په سترګو دی همیش دیدنه کومه
دتابه هیر وم که په یاد یم
.................زه چه قدم په قدم ځم تا یادومه
چه قدم اخلی شاه ته ګوری
................په زړه دی څه دی راته ووایه مینه
په قدمو دی خدای مین کړم
................ماته په سپین میدان کی کیږده قدمونه
باران وریږی غولی ډنډ شو
..............قدم زما په قدم ږده راځه مینه
خوله می دڅنګ له لوری اخله
..............مور می میره ده بند په بند می لټوینه
مشره ې دتا کشره ې زما ده
.................په منځنی به سره پچه واچونه
که مرور جانان پخلا شو؟
................دامی وعهده ده سپینه خوله به ورکومه
تربیا


ښه چاری

پښتون.
08.11.2010

جانانـه دومـــره راسـره وی ------ لکه بریښنا چی له بارانه سره وینه
مينه کې هر څه هر څه کيږي ------په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه
مامې زړګی په لاس کې درکړ ------ بی وفا ياره په انګار دې وسيځنه
موږ خو اغزي كرلي نه دي ------جانان زموږ كلي ته ولې نه راځينه
اول دی وو آخــــر دی نه وو------ په نیمه خوا یاری دی زه پښیمانه شومه
خلکو پردی خلک راخپل کړه ------مامی دا خپل خلک په خوب کی ژړوینه
پښتون سړی په تیښته نه ځي ------چیرته د غره لمنه ګوره مړ به وینه


عنوان

tandar
08.11.2010

پوښتون او عبدالسلام ته
که به می یو ساعت هیریږی
..............زمادی هیر شی دا لوستلی کتابونه
که دزړه ټکار می چیرته واوری؟
................په هر ټکارکی پوښتون ،عبدالسلام ناری وهینه
دغه ټکار په SMS کی درته لیږم
.....................چه ددواړو پری باور وشی مینه
زما په سترګو کی مو کور دی
.............چه چیرته ګورم هلته تا،١، وینم مینه
١،تا ، یعنی هریو٠
تربیا٠


عنوان

tandar
08.11.2010

چه مر ور شی ځان به خوارړی
...................جینکې کله مرور پخلا کوینه
مسافر مه وژنی خاونده
...................په ځنکدن کی یادوی خپل وطنونه
دمسافر اشنامی ځنکدن دی
...................مخ وطن ته کړی چه ساه ې وخیژینه
زمابه ته یایږی یاره
.................که دجنت په منارو ولاړه ومه


پښتون.
08.11.2010

تندر صیب سلامونه!هیله ده روغ او خوشحاله اوسی. اوس نو زه هڅه کوم چه خپله لنډۍ ولیکم.پورته د بوساړو نه رانیولی تر یو څو نورو پوری ما خپلی ولیکلی .تاسی خو راته ونه ویل چی کومی صحیح ندی.
په ګوتو ټک ورکړم کیبوردته ------ که مو یاران چیرته ویده وی ویښ بشینه
تندره زمونږه مشر ورور یی ------ زما خو په یاد یی ته هیرنکړی دالوستلی کتابونه
مننه

زمونږه د یو میلمه ورور چی ( جاوید ارمان )نومیږی ،لکه چی خوښی شوی دی.


عنوانه

tandar
08.11.2010

په دنیا دری شیان مزه کا
..................بوی دسینځلی،سوری دولې خوب دپیغلی خوند کوینه
چه ددیدن نسیب ې نه وی
.....................په یوه کوڅه کی سره ښکرته اوپورته شینه
او دا سورکمیس دی مبارک شه
......................لږ رانژدی شه چه تڼی در وتړمه
سردی زما په څنګل کیږده
.......................پردی دطن دی دلته نشته بالښتونه
خدای دی په داسی ځای کی راکړه
.......................چه دټول عمر ستومانی دی وباسمه
او جانانه بد می اوخته کړی
.........................چه خوله درنه کړم مرور ګرځی مینه
تربیا


عنوان

tandar
08.11.2010

څنګه نری ې لکه لخته
................مور دی بد بخته تا به چاله ورکوینه
دسپینی خولی می ورته وویل
....................یو ې څوک راکړو دوه ې لوټی وویشتمه
دهلک دری شیان مزه کا
.................توری کیړی سپینی پیڅی ارت قدمونه
او په کنډوګی دی سر ښکاره کړو
..................تاویل څوک ې ماویل څوک ې........هاهاها
او مینی دی داسی چاری وکړی
................دلیونتوب اواز می نن سبا درځینه
اوپه طبیبانو نه رغیږم
..................زه دکاږه اوربل شمال وهلی یمه
اوپه طبیبانو نه رغیږم
..................سبامی نیت دی چهل ګزی بابا ته ځمه
اوبیلتونه کور دی مولا وران کړه
....................که نه جانان له مانه کله بیلیدنه
په مسافری ې خفه نه یم
.................خفه په دی یم چه له یاره جدا یمه
تربیا


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
09.11.2010

تاسو ته تازه تازه وړاندی کیږی.
په کور یو اځی ته نرۍ یی------ دا مشره خور دی سمه میخه ده مینه
په کور یواځی ته نرۍ یی ------ ستا مشر ورور خو د سنډا مزل کوینه
تا ته چی ګورم په ژړا شم------ لکه چی ستا برخه دی خور خوراک کوینه
ځان دی نو ولی داسی خوار کړ------ لکه چی خیال د اروپا سر کی لیرینه


محمدزمان هوتک
09.11.2010

سلامونه ټولو ګډونوالوته
زمالنډی خوټوله د وطن په مینه کی دی

دوعا دخیر راپسی وکړی ..... صبامی نیت دبل وطن په سفرځمه .... تل به هم داښیری کومه..... چه افغانان ازاره وی خراب دی شینه .... زړه می میدان دکربلا دی ..... پکی بهیږی دسرو وینو سیلابونه..
خوشحاله اوسی


پښتون.
09.11.2010

وطنه ډیر ډیر می یادیږی----- زه په پردی وطن کی نه وینم خوبونه
دا ستا په غیږ کی ای وطنه------ زغملی نشم د کافر دښمن سرونــــــه

مننه


عنوان

tandar
09.11.2010

وطنه ډیر ډیر می یادیږی
.....................داستاله غمه ماته خوب کله راځیه
ستا په غیږ کی زمریان دی روزل شوی
.....................ځکه دشمن بایللی ستالمن کی تل سرونه
تربیا


خیریوسی
09.11.2010

واوا اوس مو خوند په وکړی

ګوره نور به چشمکان نه وهی دهر یوه زوق جلاوی ،دچا هندواڼې دچا استنطبولان او دچا خټکیان خوښ وی ته غواړی چي پښتون بیرته دهندواڼو و پالیز ته مخه کړی ؟

سترګی دِ ډیری ښائستې دی
داچشمک دِ په ما اور ولګوینه

پښتون سکه ورورزما دی
چي دوه وروڼه بیلوی خوار دِ شینه

زما لنډۍ نه د ذده خیر دی دلته پر ښکنځولو هم ستوری ورکول کیږی
خیریوسئ


هیښ
09.11.2010

سلامونه

ماته له خپله ځانه ګرانه
افغانستانه !ژړوي مې ستا یادونه
په ګران وطن تورې تیارې دي
سپيدې خورې دي،داتیارې به رڼا شینه
کرزیه!راشه سم افغان شه
نامرده پریږده دپردیو خدمتونه
جانانه ځه په وطن جنګ دئ
په وطن ننګ دئ ،په دښمن وکړه بریدونه
افغانه زیرئ مې درباندې
دښمن مو یو موټئ ایرې شو باد بې وړینه
افغانستان کې غلغلې شوې
زلمیان ټولیږی په وطن سر ورکوینه
افغانستانه! اباد اوسې
څو چې افغان په دنیا وي تا به ساتینه
دازادۍ په ناوې جنګ دئ
زلمي ئې مینه کې سرونه ورکوینه

مننه


عنوان

tandar
09.11.2010

خیریوسی چه ته دپوښتون ورور ې
........................ستاپه سکه ورور باندی له سره زه تیر یمه
ماته په سترګو کی حال وایه
.........................اشغالګر زمونږ خبری ثبتوینه
په تور توپک ویشتلی راشی
.........................دبی ننګی اواز دی رامشه مینه

پوښتونه جیګ شه که پوښتو کړی
..........................نامحرمه اشغالګر راته بکسونه لټوینه
میرمن خاوند ته واې٠
په کومو سترګو خولګی غواړی
.........................چه اشغالګر می پی جامه راته شکوینه
پښتنه مور ځوی ته واې٠
چه داشغالګرو دځواب نه ې
.........................زما شودی دی درته زهر شی مینه
تربیا٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
10.11.2010

ورځ دی د ټولو وی خوشحاله------ خپګان دی ورک شی، ورور د ورور ه بیلوینه
خیریوسی وروره پخیر راغلی ------اوس به دښمن تر واشنګټنه زغلوونه
ستا هم د ستورو حساب نشته-------خو د ښکنځلو ستوری کله خوند کوینه
تندره سرپوښ ټوپک راواخله------ددی بی ننګ دښمن نه وباسه ټوپونه
هیښه احساس دی ډیر اوچت دی------تا په دښمن باندی چی وکړل ګوزارونه
خوانانو لاس راکړی چی یو شو------- ګنی ورکیږو ارمانجن د خپل وطنه


محمدزمان هوتک
10.11.2010

[quote:c2126dd718="POKHTON"]وطنه ډیر ډیر می یادیږی----- زه په پردی وطن کی نه وینم خوبونه
دا ستا په غیږ کی ای وطنه------ زغملی نشم د کافر دښمن سرونــــــه

مننه[/quote:c2126dd718]‎‏ پښتونه وروره دادوهمی لنډی دی ډیر خود وکړ ستا د داسی نورو لنډیو په طمع
‏>پښتونه وروره ډیر خوندی وکړ ستا دداسی نورو لنډیو په طمع اوس نو دا زما لنډی ولوله
________________
خدای دی خراب كړه غلیم ګیه ...... پردی مظلوم اولس به لا ترڅو کوی ظلمونه ..... بابک یې وویشت انګریزانو ..... سفیره بچی یې په کوڅوکی خیر ټولوینه..... زړګیه صبرشه مه ژاړه .... نور به و نوینی دمظلوم سره ظلمونه ...... راځی چه ټوله ځو غزاله ..... دوطن پیغلی به دوعا راته کوینه ...... راځی میدان دقربانی ته ....... چه پروطن باندی نن وشندو سرونه ........ افغانه څنګه نن اوده یې ..... خړی موزی دی پاس پربام ولاړی دینه ........ له خپل سړکه می شوه کړی ....... وایې لګ هاخوا شه انګریزان راروان دینه....... جانانه داسی بیغیرتی ده ........ له داسی ژوند نه په مرګ ډیر خوشحاله یمه،،
خوشحاله اوسی[color=yellow][/colo


خیریوسی
11.11.2010

هوتک صاحب کوردې ودان ښه خوند دې په وکړیاو دتندر صاحب بیتونه ډیر خوندور وه که یي شعر پوره کړی ډیييييييييييير خوند به وکړی

وطنه ډیرډیر پر ما ګران یي
ستا په نوم مي هر ځای کي یادوینه

وطن تن دَ هر افغان دی
مینه یي وینه په رګوکی یې ساتینه

ربه !سپیره ډاګ مو زرغون کړه
چي ونه کړو په بل باندی سوالونه

خیریوسئ


عنوان

tandar
11.11.2010

خیریوسی صاحب سلامونه٠
شعر جوړ شوی اوځانته عنوان لری٠
،،دوروری دژوند ارمان راځی،،
کاغذ دی راغلو ته رانه غلی
.................زه به دی څه کړم بی دیدنه کاغذونه
تربیا٠


ښه چاری

پښتون.
11.11.2010

په تاسو ټولو زما سلام دی ---- الله دی تاسی راته روغ او جوړ لرینه
داسی د ډیرو عادت ندی -----چی چیرته ځی خوری بی سلامه پولاونه
اختره زر کوه زر راشه ----- ستا د راتلو په پلمه یار کره می ځمه
کاغذه ورشه ورته وایه----- زه د اخترپه شپه به ستا په څنګ کی یمه
د اختر شپی ډیری خوږی دی-----چی می لیلا را سره یو پالنګ کی وینه
او اوس په خدای باندی مو سپارم ----- الله کړی ستاسی اختر ډیر خوشحاله وینه


عنوان

tandar
12.11.2010

پوښتونه پس له ډیره وخته سلامونه خبر ې چه زمونږ عبدالسلام بل ستوری اخیستی؟
په مالدارانو به اختر وی
................... غریب سړی یمه خپل خیر به ټولومه
اختر په ټوکو ټوکو راغی
...................نه می پایزیب شته نه دغاړی تاویزونه
ماته ښکاریږی چه اختر دی
..................پیغلۍ راټولی دی نکریزی لندوینه
پوښتونه په داسی جنجال سر یم
..................چه داختر اوبرات خوند نه پیژنمه
په هغه به هره ورځ اختر وی
..................چه په صحت روغ وی اوداکتر ته نه ورځینه
تربیا٠


عنوان

tandar
12.11.2010

خیر یوسی صاحب سلامون او زه دی هم خیریوسم چه ستاسو دپوښتنی اواحترام سره سم می داشعر دلته رانقل کړلو، امید دی چه خوښ مو شی٠
..........................دوروری دژوندارمان راځی........................................
............................,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,.......................................
دنیاحالات چه ګورم، ډیرخفګان راځی
............................شمه ځان کی ورک، تپوس له هر انسان راځی
یوونیسی په غیږ کی ،بل ته بندی کړی لغتی
............................نه پوهیږم دی خصلت ته، یاددتیر زمان راځی
لیوان لیونی شوی ،په مړخت کی لری لوږه
...........................وژل اوپریښودل ، شپیلوو ته ې ګیدړان راځی
ظالمان چه زه نن وینم ،سرراباندی تاوشی
.............................چه نوم ې کله اخلم ،خولی ته می حیوان راځی
نور رحم وکړه خدایه، دمظلوم اهونه واوره
........................باوری زغملی نشی، دوروری دژوند ارمان راځی


هیښ
12.11.2010

سلامونه

قدرمنو وروڼو!
لنډئ د افغاني وولسي او فولکولوریک ادب په نړۍ کې یو خاص سبک اوانداز لري چې ددنیا په نورو ژبو کې ئې جوړه او مثال نه لیدل کیږي او یوازې په پښتون قام پورې ئې تعلق دئ.لنډئ لکه څنګه چې دنامه نه ئې ښکاریږي دالفاظو له نظره ډیرې لنډې دي ،خو په د لنډو الفاظوکې ډیر لوئ مفهوم خوندي شوئ وي.
دلنډیو جوړول اوویل ډیر ساده او اسانه دئ، کوم خاص استعداد نه غواړي ،همدا وجه ده چې هر پښتون او پښتنه که سواد لري او که بې سواده دي ،کلیوال دي او که ښاري ،نارینه دي او که ښځینه،ځوان دئ او که بوډا دلنډیودجوړولو سره اشنا دي او کومه ستونزه ورسره نه لري.

دټول افغان دلنډیو لړۍ ښه په خرپ روانه ده .دټولو ګډونکوونکو لنډئ دمضمون او محتوا له لوري ډیرې ارزښتناکه او مؤثره پیغامونه لري ،خو دوزن او تخنیکي جوړښت له کبله ځنې نیمګړتیاوې په کې شته .

په لنډئ کې مهم اصل او قانون دادئ چې لومړئ برخه یا مصرع ئې باید (۹)سیلابه او دوهمه برخه یا مصرع ئې (۱۳) سیلابه وي.که دا اصل مراعات نه شي هره موزونه جمله دلنډیو په ډله کې نه راځي.
دمثال په توګه زه به دښاغلي خیریوسې ورور لنډئ چې ډیر لوئ مفهوم او لوړ هنر په کې نغښتئ دئ دلته دپورتني قانون لاندې ونیسم چې اوله مصرع ئې څو سیلابه ده او دوهمه ئې څوده
و - طن – تن – د – هر – اف - غان – دئ
مي – نه –یې – وي – نه -په – رَ – ګو – کې – یې ـ سا – تي ـ نه
په پورتنئ لنډئ کې اوله برخه ۸ سیلابه ده ،له دې کبله په ویلو کې ئې سکتګي راځي،مګر دوهمه برخه ئې ۱۳ سیلابه ده او هیڅ مشکل نه محسوسیږي.
نو که پورتنئ لنډئ داسې وویل شي
وَ - طن – ب َ - دن – دِ – هر – اف - غان – دئ
مي – نه –یې – وي – نه -په – رَ – ګو – کې – یې ـ سا – تي ـ نه
،زما په نظر سمه به وي.
یا دارنګه وویل شي
وطنه تن دهر افغان ئې
مینه دې وینه په رګو کې یې ساتینه
اوس به راشو دښاغلي خیریوسی ورور دوهمې لنډئ ته .
ربه!سپیره ډاګ مو زرغون کړه
چې ونه کړو په بل باندې سوالونه

رَ – به - سپي – ره ـ ډاګ – مو – زر –غون ـ کړه
چې – وَ ـ نه ـ کړو ـ په ـ بل – بان ـ دې ـ سوا ـ لو – نه
په دې لنډئ کې اوله مصرع ۹ سیلابه ده او سمه ده ،خو دوهمه مصرع ئې ۱۱ سیلابه ده او له دې کبله وزن ئې درست نه راځي .نو ددې دپاره چې لنډئ قانون ته برابره شی باید دوهمه مصرع ئې ۱۳ سیلابه شي او زما له نظره داسې ولیکل شي.
ربه!سپيره ډاګ مو زرغون که
چې د پردو په در کې ونه کړو سوالونه
اویا داسې :
ربه!سپيره ډاګ مو زرغون که
چې دبل چا په درکې ونه کړو سوالونه
اوس دوهمه مصرع :
چې – دِ – پرَ – دو - پَه – دَر - کې –وَ – نَه – کړوُ – سوَا – لوُ –نَه
دیارلس سیلابه شوه او لنډئ خپل چوکات ته ورولویده .
ما ددې خاطره دښاغلي خیریوسی ورور لنډئ مثال راوړې ،ځکه چې په مشوره خوشحاله کیږی او خپل خاطر نه درنوی.
اوس یوه لنډئ:
[color=white:18e51a3a8f]بهار به تل په ګلو نه وی
دیار دمخ دیدن کوه خزان راځینه[/color:18e51a3a8f]
مننه


عنوان

tandar
12.11.2010

خدای دی زما دباغچی ګل کړه
...................چه هر سهر دی په دیدن تازه کومه
زمابه هلته ارمان درشی
...................چه کټ می واخلی تورو خاورو له می وړینه
تربیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more