د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عنوان

tandar
30.10.2010

وروڼو دعبدالسلام په لیکنه تاسی قضاوت وکړی٠
زه خو هیڅ ځواب نه ورکوم،فقط وایم چه دی په خپله اینه کی ځان وینی او ټوله دنیا ورته دځان غوندی ښکاری٠
مګر یوه مشوره ورکوم ،که د روانی ډاکټر ته لاړشی هم به په راتلونکی ژوند پوه شی ،هم به جامعه تری ارامه شی،ځکه چیلک اچونه دده مرض ګرځیدلی دی٠
او خدای دی صحت ورکړی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
باوری صاحب! هیڅ تشویش مه کوه ، اوښه په اخلاص دې زړه تشوه ! داستا اوږده تجربه او دوراره میکانیکی زدکړې چې سره یو ځای شي ، دبدبختۍ اوجهل ريښې به له بیخه راوباسئ ! زه به دلورونې دا در عرض کړم چې دوراره تخصص ته، ته بهتر کاندید ښکارې ، ځکه کومې وړ تیاوې ! چې په تاکې وینم په وراوه کې دې نشته ، اوخدای دې نه ورپه برخه کوي ! ځکه بیا هم که هر څه وي ، زه ورسره پرته له مینې بل څه نلرم ، خو.......
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
مننه٠


عبد السلام
31.10.2010

تندره! ته داسې لیکې:
[quote:11dfa66c48]دارمانونو ډک زړوړنه په لنډیو تشول دی٠[/quote:11dfa66c48]اوبیا ما پوښتې چې :
[quote:11dfa66c48]عبدالسلامه ددی لاندی لنډی اصل ې څنګه دی؟
[color=red:11dfa66c48]اوسپینه سینه درته پرته یم
........................ددوس ځویه اوس دی باسه ارمانونه[/color:11dfa66c48][/quote:11dfa66c48]
وه کم عقله ! تاچې داسې دجونګوڼا(۱) ډک دارو لرل بیا دې د نور و ته څه اړتیا؟؟ ؟ همدغه خپل دارو دې داوا شه !
او بیا داسې کاږې :
[quote:11dfa66c48]مګر یوه مشوره ورکوم ،که د روانی ډاکټر ته لاړشی هم به په راتلونکی ژوند پوه شی ،هم به جامعه تری ارامه شی،[/quote:11dfa66c48]
لکه چې زما خبرو سخت سرګردان کړې ؟
او بیا داسې پيښماني او لنډه توبه :
[quote:11dfa66c48]مګر عبدالسلام خان بیا هم احترام لرم ،که دی نه وی نو دومره بحثونه به مو له چا سره کړیوی ؟
یواری داځلی پخلا شه
..................بیا می توبه ده جنګ به نه درسره کړمه[/quote:11dfa66c48]
لږ حوصله اوږده کړه ، بیایم دې ان شالله ، په بون کې یوزوړ بیطار پیژنم! بیایم دې ورته !ته دې اوس لنډیو ته ادامه ورکړه، زه لږ کار لرم ، بیا دې پوښتنه کوم . :wink:


عنوان

tandar
31.10.2010

عبدالسلامه زماسلامونه په دی سهر کی ومنه او تا دی خدای راته ژوندی لری او ته که نه وی دټول افغان خوند له مینځه ځی او زه هم شاید خپله تقاعدی ورولیږم٠
پوښتون ته دی هم لکه چه کوم چل جوړ کړیدی؟،مګر دهغه یواځی نوم پوښتون نه دی دهغه وینه دپوښتون ده په چلو دی پوهیږی ٠
مقصد که چاته دی چل جوړولو چه زه خبر نه شم په ګټه به دی وی٠
وه وروره تادلنډیو ترجمان او معلم ځان معرفی کړیدی ،ددی لپاره می دبعضو لنډیو پوښتنه درڅخه کړیدی ده چه غلطی دی او که صحیح دی ؟
اوپه دالاندی لیکنه دی ماته یومتل رایادشو،،چه ته خو جینګداړی وی مونږ دی له خندامړه کړو٠٠ هاهاهاهاهاها٠٠٠٠٠٠
او ځواب ې دا دی ،،چه دتا ترخی خبری په ما خوږی لګیږی٠
اوزه دی تاغوندی سړی پسی دا٣٠ کاله ګرځیدمه ،چیرته وی،کاشکی لږ می څو کاله مخکی پیداکړیوی٠
ددی لپاره چه سهر دی اودس او لمونځ دی کړیوی په چټیاتو لیکو دی شروع کړیده دا دتا روانی تکلیف نه دی؟هاهاهاها
په قران که ایمان لری دومره می خندیلی دی چه حد نه لری،هاهاهاها ٠٠٠٠٠
او داراته ووایه چه نور څه مرضونه لری په غیر دحاجی عاشق له مرضه؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
وه کم عقله ! تاچې داسې دجونګوڼا(۱) ډک دارو لرل بیا دې د نور و نه ولې غوښتل ؟ همدغه خپل دارو دې داوا شه !
او بیا داسې کاږې :
(۱) جونګوڼا = بې تهذیبه ،بې کلتوره، بې ثقافته، بې ډبه ، بې ادبه .بدخویه .
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
او خدای دی وکړی چه یوه ورځ دی دسر په سترګو ووینم اودابه یونابغه کار وی ،ځکه چه سرترپښو ټوله ټوکه راته ښکاری ،او ټوکه خلک اوری نه ې وینی اوماته به دتالیدل دټوکی لیدل وی٠
زه نور له وهاج صاحب نه مرسته نه غواړم ددی لپاره چه ته ماته نه بلکه ټول افغان کی نقل میدان او دخستګی رفعه کولو لپاره بهترینه وسیله ې ٠
زه نه پوهیږم چه څه مصروفیت لری اوکه بیکاره وی نو راشه یو کورس خلاص کړه اوغټه لوحه ورته جوړه کړه،، دخندا او بی ادبو خبرو انستیتوت،،په نامه سره٠
قسم دی چه شپه او ورځ به خلک در روان وی،هم به دی تجربه نوره زیاته شی اوهم به دی اقتصاد ته مرسته شی او دابه په جهان کی اولین انستیتوت وی ٠
دالاندی لنډی غلطی دی اوکه صحیح دی؟ او په تبه دی دی؟
او ما درته ویل پوره به ې نه کړی
.......................دیارانی خبری ګرانی دی مینه
خدای دی په داسی ځای کی رکړه
.......................چه ته زاری کړی او زه دی شونډی ښکلومه
دتالیدل به په ما اختر وی٠
هغه کوم بیطار چه پیژنی ،دهغی ځای تیراپی په تاخو والاکه تاثیر کړیوی نو په ما به ې څه وکړی او بله خبره ،چه دوزخ ته می بیاې هم درسره ځم خو ته به راسره وی په غیر لتا څخه به می زړه په کی تنګ شی ٠
بیطار خانه څه کوی خپل کورس خلاص کړه،په نیمه شپه هم درځو٠


عنوان

tandar
31.10.2010

عبدالسلامه دا دبون کلمه دی لیکلی ده،ته خو زما سره نژدی ې که دلته ډاریږی نو هغلته زه ډیر خلک پیژنم ، اوینټ پلست کی دی خپل ادرس ورکړه زه راځم او دتالیدل په ما فرض دی٠
،،خربوزه از خربوزه رنګ می ګیرد،، دتاپه منطقه کی ډیر رسیدلی ،عالمان او دانشمندان ژوند کوی٠ چه تاباندی څنګه دهغوی شمال نه دی لګیدلی؟
زه خیر اوس هم ناوخته نه دی که زه راغلم درسره معرفی کومه ې که خدای دی لږ لاری ته راولی٠
او زماځای له هیچا پټ نه دی قدمونه دی په سترګو٠
زیارت کوم نه رارسیږی
........................یاټګه زه یم یاټګان دی زیارتونه
په زړه می ته وی خدای رانه کړی
.......................که تمامی جهان زما شی څه به ې کړمه
راشه په همدی ځای کی به ې پریږدو
............................چه څوک خفه وی هغه دی خدای خوشحاله کړینه
یوه دی بله ورپسی وی
........................تاته دی خدای نیک وښئی مینه
امین٠
زه دچاخبره ٢٤ ساعته خپله فیرمه دGPS په سیستم له دفتره اداره کومه،چه لږ فوزه شی نو ټول افغان او نور سایټونه ګورم چه دنیاکی څه حال دی ،یعنی داتادلیکنو هم ډیر لیوال شوی یم٠
او که په واقیعت سره بیکاره وی او علاقه لری ،کار شرم نه دی راشه چه نوی صفر کیلو متر نوی بنز ،،ټکسی،، درته په اخطیار کی کړم ،یوی خوا به مصروف شی اوله بلی خوا دچیلکونو او چټیاتو نه خلاص شی٠
ددی څخه غټه مرسته نشته،او دراونی ډاکټر لاره به هم لنډه شی او په دیره کی چلم هم شته دوطن په یاد باندی٠
نور نو له ځانه سره فکر وکړه،دلته وزیرانو جاروګانی اخیستی دخلکو مغازی پاکوی ،کار نه شرم دی اونه عیب دی ،حلاله روزی روح ته صحت ورکوی که په دی خبرو پوهیږی او که نه ،هغه دی ما پوه کړی٠
نور دی خدای صحت درکړی مونږ ټول خوښیږو٠
دتاخوښی٠


محمدزمان هوتک
31.10.2010

سلامونه تندر صیب اوعبدالسلام صیب که دااحساساتی خبرو ته دپای ټکی کښیږدی دابه ډیره ښه خبره وی
اوس دالاندی څولنډی درواخلی

دظلم جام به دی نسکورسی -----
پرعاشقانوباندی مکوه ظلمونه -
ورځ دمحشرکی به ناری کړم -
دظالمانو په نصیب کړی دوږخونه -
که می قسمت ورسره راسی -
زه بی په خوب کی همیشه دیدن کومه -
نصیبه تاکی ګناه نسته -
چه بخت کوټه سی باچهان ټکری خورینه -
چه دی پرون دوصال ویش وو -
مالیونی کچکول چپه نیولی وونه
‏ مننه


عنوان

tandar
31.10.2010

هوتک وروره سلامونه٠
هیڅ تشویش مه کوه ،ماورته لیکلی دی چه تاترخی خبری په ما خوږی لګیږی٠
مقصد دی خدای راته ژوندی لری٠
په صبر صبر پوره نه شوه
................سبامی نیت دی بی صبری ته ملا تړمه
راځه چه دواړه پسی لاړ شو
................خامار خوړلی مال په ما حسابوینه
دسترګو ګاټی می کاږه شوه
................دستادراتلو لار ته می ډیر کتلی دینه
اوخولګۍ دی راکړه په خندا شوی
...............زه دی له خولی نه په خندا خوشحاله شومه
عبدالسلامه دا لنډی غلطه که صحیح ده٠
راشه په غیږ کی می ویده شه
.................توتان پاخه دی چه مچان درنه شړمه
وهاج صاحب لنډی دی څه شوی؟


رښتینی
31.10.2010

.

يوه صوفي به له نكاح مخكي له خپلي محبوبي سره دتودی مینی
په اړیکو کی ډیر اتیات کاوه او له دی چلند نه یی محبوبه دوو
سپوږموته رارسیدلی وه اخر ددوی مینه الله پاک بریالۍ کړه اود
واده په شپه یی محبوبی دا خوندوره لنډۍ ورته زمزمه کوله :

[color=darkblue:610b7fd864]اتیاتی یاره راته ګوره
نن دی کاله ته په روا نکاح درځمه [/color:610b7fd864]

خدای دی وکړی چی زما لنډۍ او دهغی سریزه
مو خوښه شی


عنوان

tandar
31.10.2010

حامدصا حب ددی لنډی نه داسی معنی اخلم لکه چه زه هم عبدالسلام سره احطیاط کومه که څنګه؟
مګر زه دننګرهار نه راځم او له ؟؟؟؟ ره نه یمه٠
خدای به دی زلفی په لاس راکړی
........................ماته دکیلی ماشومان دوعاکوینه
خدای دی دټولو پرده وکړی،خبره خو ورو،ورو ورانیږی٠

عبدالسلامه دالنډی غلطه او که صحیح ده٠
احطیاطی دزړه دخلاصه ې برابر کړه
........................نن دی کاله ته په نکاح راغلی یمه
تربلی لنډی پوری٠


عبد السلام
31.10.2010

[color=darkblue:80d0cb4993]عبدالسلامه دالنډی غلطه او که صحیح ده٠
احطیاطی دزړه دخلاصه ې برابر کړه
........................نن دی کاله ته په نکاح راغلی یمه[/color:80d0cb4993]
بلکل غلطه ده ، شروع یې لاپه غلطه املا ده ، اود معنی په لحاظ د روغ نارینه له خوا روغ نارینه ته یې اورول تور ټوپک دی . اوکه هدف یې بل څه وي دپښتون دکور غولئ په بې ډبو نه سپیره کیږي .

دلته مې دا روستئ ځواب وو ،نور دې په خدای سپارم .


عنوان

tandar
31.10.2010

عذتمند مشر ورور ه عبدالسلام خانه سلامونه اواحترامونه می ومنه٠
زما اوستا خلاصیدل چیرته کیږی چه وارونه هم راکړی ترخی خبری خو څه کوی زه به دی په زړه کی قدر او عذت لرم دتل لپاره٠
که زما په ټوکو خفه شوی وی بښنه غواړم٠
ستا دلیدلو په هیله٠
دستا کشر ورور ٠


د ګیډۍ ګیډۍ سلامونو سره!

پښتون.
31.10.2010

د لنډیو د تودو مجلسونومینه والو ،تاسی د دی زړه پورو لنډیو اوریدل مه هیروی. [url]http://www.youtube.com/watch?v=1eHap53piKw[/url]
او ددی لوستل د یاده مه باسی.

د آلوچې په شانتې سره ده
.................................................خلګ یې مینځي زه یې خاورو سره خورمه
ستا لوپټه زما كفن شه
................................................چې تور لحد راباندې سره ګلونه شينه
مينه په تورو سپينو نده
..............................................دا معشوقې خو غنم رنګې خوند كوينه
خداى دې په تنګه كوڅه راكه
.................................................چې ته بانې كړې زه ګيلې در ته كومه
مينه له مينې پيدا كيږي
...................................................په مينه مينه دې كتل مين دې كړمه
مينه په تلو راتلو زياتيږي
.................................................مونږ كره مه راڅه چې زړه مې صبر شينه
تر دا نري ژبی دي ځار شم
..................................................چی آیسکریم دی پری څاټه مين دی کړمه
باورمې نۀ شي چې بۀ جوړشم
.................................................. زۀ دکاږۀ اوربل شمال وهلی يمه
او تندر صیب!
زمونږ حجرى دى وي ودانې
...................................................پښتانه تل د ميلمنو قدر كوينه

په مینه او ادب تاسو ټولو ته وړاندی کیږی.
خوشحاله اوسی.


عنوان

tandar
01.11.2010

پښتونه زه دی دالوچی او ایس کریم په لنډی ډیر وخندولم ،خندادی تل درسره مل وی ،دادی دکومه کړی دی او که خپل ابتکار دی دی ؟
چه پطلون کش کړی اوراته شا کړی
............................دخپلو ځمکو هندوانی رایادی شینه
سپینی سپوږۍ ته دی خوله راکړه
.............................توره تروږمۍ کی دی پیزوان خولی ته راځینه
ددی هلک لنډی سړی ته کور ا کلی ور یادوی ډیره عالی ده٠
داخپل مشر ورور عبدالسلام خان خفه راته ښکاری دی به څنګه دلاسه کړو؟
تربیاپوری٠


خیریوسی
01.11.2010

تندر صاحب تر سلام وروسته !
وروره ځنی لندۍ دې دټول افغان ملی پاڼی سره مناسب نه دی .زه یوه هیله لرم که خدای درکړی استعداد دې په ګټورو لیکونو مصرف کړی لوستونکی به نه دا چي یوازی وخاندی بلکی دعا به هم درته وکړی نور هر څوک په خپل کار ښه پوهیږي .

خیر یوسی


عنوان

tandar
01.11.2010

په سترګو ،تاسی کوالاشی چه ړنګی هم کړی٠
په ادبی هیلی سره ټول کارونه کیږی،مګر دبعضو سختو تیریو په هکله مو دلته تر ننه پوری هیڅ لیکنه ونکړه؟
او دا لنډی یوه شخص ته مخاطب نه دی ، او ملا ې لنډیو کی ولا که خوند هم وی ،چه لږ خندا هم ورسره وی نو ښه به وی،اما زه کوښښ کومه ولی نه٠
او دا راته ووایه چه څه رقم لنډی دی خوښیږی؟
دا یوه لنډی ستا په خوښه لیکم٠
سلام دی راغلو ته رانه غلی
.........................زه به دی ځه کړم بی دیدنه سلامونه
او که له هندوانو څخه دی مطلب وی ،په دا٢١ پیړی کی ډیره ساده خبره راته ښکاری او بله دا نه ټوکه ده او نه لنډی ده او واقیعت دی ، چه مونږ په ځمکو کی هندوانی راټولولی نو،، تور کونی ،، هندوانی به په کی ډیری خوږی وی او په دی نوم سره یادیدلی ٠ دلته باید هم پوښتو ژبه اصلاح شی٠
اوښکی دی پاکی کړه مه ژاړه
........................رب به اسان کړی ددنیا مشکل کارونه

مننه٠ دا زمونږ ژبه ده او په دی کوم بد فکر نشته٠ مګر بیا هم په سترګو٠
دغه لاندی لنډی هم باید دلته نه وی ځکه زه غواړم چه پوه شم چه دلته کوم قسم لنډی ځای لری او پوښتنه عیب نه دی؟
دسپینی خولی واک می درکړی
...........................دپرتوګاخ په ګنډو مه وهه لاسونه
ستاسو دخوښی په هیله٠


خیریوسی
01.11.2010

تندر وروه کوردې ودان .
تاسو چي څه وړاندی کوئ فکر کوم چي هغه به بی حکمته نه وی ، کیدای شی چي تاسو دا نوی موډونه( تنګ پتلون ....) غندلی وی خو زلمیان بیا زما او ستا فکر نه لری
خیریوسی بیا هم خیریوسی


عنوان

tandar
01.11.2010

وروره که دا عبدالسلام خان دی راسره پخلا کړو دا به دی غټه مرسته وی٠
که په عذر کیدلی ماورته لیکلی وه
یواری داځلی پخلا شه
......................بیامی توبه ده جنګ به نه درسره کړمه
غمونه دی لری وی٠


محمدزمان هوتک
01.11.2010

دبحث فورمه له تا زارشم.. ورک مسافر تاکی دزړه خواله کوینه

سلامونه تندر اوخیریوسی وروڼو خبری مو اوس ښایستی روان کړی باید چه لږڅه دلڅو خبرو څخه پرهیز وسی
دا ډیره ښه خبره ده او تندر وروره عبدالسلام خوشحاله که باید چه موږ اوتاسی ټوله دیو اوبل خبرو ته حوصله وساتو او ژرغوصه نه سو څه ترخه یاست زماخبری بدی درباندی ونه لګیږی (ټوکه)
اوس نو دا دوی لنډی در واخلی
‏. دمسافریار زنکدن دی ...
مخ یې وطن ته کړی چه ساه یې وخیژینه ...
مسافر مه وژنه خاونده ...
یو ډیرغمجن بل دوطن ارمان لرینه
‏ په مینه اومننه

‎ ‎


عنوان

tandar
01.11.2010

دټولو وروڼو نصیحتونه په لیمو ،مګر سګرټ هم سړی یو ځلی نشی خوشی کولی ،تاسی هم لږ حوصیله وکړی ،انشاالله ټول کار کیږی٠
کومه نیکی به دی رایاد کړم
......................چه ناکردی دی یادوم ژړا راځینه
سر ته دی غټه تیګه کیږده
....................پردی وطن دی دلته نشته بالښتونه
په اخرت کی به ناری کړم
...................چه ددنیانه ارمانجن راغلی یمه
دشودو طمعه تری مکړه
..................دپادی غواده سباځی بیګا راځینه٠
امیددی چه په چوکاټ کی وی٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
01.11.2010

[quote:7adef2fe76="tandar"]پښتونه زه دی دالوچی او ایس کریم په لنډی ډیر وخندولم ،خندادی تل درسره مل وی ،دادی دکومه کړی دی او که خپل ابتکار دی دی ؟
چه پطلون کش کړی اوراته شا کړی
............................دخپلو ځمکو هندوانی رایادی شینه
سپینی سپوږۍ ته دی خوله راکړه
.............................توره تروږمۍ کی دی پیزوان خولی ته راځینه
ددی هلک لنډی سړی ته کور ا کلی ور یادوی ډیره عالی ده٠
داخپل مشر ورور عبدالسلام خان خفه راته ښکاری دی به څنګه دلاسه کړو؟
تربیاپوری٠[/quote:7adef2fe76]
تندر صیب خدای دی تاسی همداسی خندانه لری د ټولو انډیوالانو سره اوتاسی هم همدا اوس چی دا پاڼه ګوری له خندا مو خولی ډکی غواړم.د سګرټو له لوګو نه نه.
لنډی می د نورو انډیوالانو نه راخیستی او زما خپلی ندی چی څوک می اخوا دیخوا نکړی.
خاص د تندر صیب لپاره!دلته خو هندواڼی نشته خو مرسدز شته.
چی پطلون کش کړی راته شا کړی
ماته دفیرمی مرسدز په سترګو شینه
[img:7adef2fe76]http://i1.tagstat.com/image05/0/ea87/007Z052YeG7.jpg[/img:7adef2fe76]
اوس نو ته ووایه چی دا لنډۍ صحیح ده او که نه،
که چیری ته د ملک لور وی .....................تا به پرتوګ د کوناټی په سر تړنه
او هیله ده چی څوک ورته د حامد صیب خبره باد ونه نیسی.
تندر صیب د عبدالسلام خان د عمر نه تاسی څه خبر شوی چی هغه تاسی نه مشر دی.
بیا خو مشران د کشرانو نه خوا نه بدوی.خدای دی هغه هیڅ نه خوابدی کوی او تاسی سره دی د هغه هم الله مل شی.خوشحاله اوسی.


عنوان

tandar
01.11.2010

پوښتونه لیکل نه شم کولای دډیری خندا می له سترګو اوښکی رراوانی دی چه اول داپاکی کړمه بیابه خبری کو ،چراغونه ې ورته ایښی دی٠
خبری دی راکی په دی منظری سره وچی کړی ،زه دی حیران پاتی کړیمه چه دا هندوانی دی له کومه کړی٠
تروروسته پوری٠


عبد السلام
01.11.2010

ووووو


عنوان

tandar
01.11.2010

عذتمنده دقدر وړعبدالسلام خانه ځولی ځولی سلامونه٠
په خدای ،دقسم راباندی حق نه لری چه دومره خوشحاله شوم چه دی مجلس کی دی برخه واخسته٠ داخیر دی چه دپوښتون نه دی پوښتنه کړیده،مګر لوری تاته ې وایم انګوری غوږ ورته ونیسه٠
ټوکه خو دی کړی او ښه پښه دتا دخوشحالی لپاره دشمه کی غوړپ دی کوو به ې٠ مقصد ځان له مونږه مه بیلوه،زمونږ افتخار ې٠
مګرداوریدوله مخی د دغسی بینسونو چلولو ته زړه ښه نه کړی چه دود او بوی دواړه کوی٠
پوښتون دی خدای خوار نکړی زمونږ لنډی پسی داسی سند راایستلی دی چه تر دا اوسه می خندا نه و دریږی٠
راځی، داسی شوخی ګانی کله کله، دا ډیر ګوز موزه ژوند هم خوند نه کوی٠
ادرس راکړه ،سړی په نیمه شپه وی هم درلیږم چه له نږدی غوری سره وکړو،په لیدو دی خوشحاله کیږو ته خو زمانه لری نه ې ،دوه ورځی ژوند دی٠
په مینه٠
په ویښه یوځلی رانغلی
....................په خوب کی نښی رالیږی چه دربه شمه
دکبر جام به دی نسکور شی
...................ډیر په غریبو خلکو مه کوه ظلمونه
تر بیا پوری٠


عبد السلام
02.11.2010

[quote:8af127c11a]عذتمنده دقدر وړعبدالسلام خانه ځولی ځولی سلامونه٠[/quote:8af127c11a]
تندره ! وروره! سلامونه اودرناوی مې دزړه له تله ومنه ،
او بیا : ما سره ددغو تشریفاتی خبرو هم تیر شه ، ولاکه خوند راکوي ! دا خپل نوم به هم رالنډ کړم چې له یوې خوا یې لیکل اسانه شي او د بلې خوا د ساپی صاحب زړه هم پرې یخ شي او خالی ( جان) به یې کړم ، اوهغه د کاتولیکانو اوشویه ګانو په څیر به یو څوقمچینې ځان ته دبل دګناه دڅنډلو په نیت ورکړم ، ځکه زما ددې جان کلمې نه داسې بد راځي لکه .......... چې څه درته ووایم ؟ ته یې تکمیل کړه . ( ستا احساس راته شاعرانه ښکاري :o ) نور به ټوکې او وروری سره د خدای په حکم تر پایه لرو ، او دپورتنۍ ټوکې عذر به زه هم وغواړم .
په درنښت


محمدزمان هوتک
02.11.2010

سلامونه ټولو ګډونوالوته خدای.ج. مو روغ لره تندر اوعبدالسلام خانه
داموښه وکړ چه روغه مو سره وکړه دالاندی لنډی څنګه دی

عالمه یو تربل جاریږی ____ مرګ راپسی دی ارمانجن به پاته سونه
____بیلتون می خوږجانان جلاکړ ____ دسترګو اوښکی په جرګه ورته لیږمه ____ ملک الموت که می اشنا وای ____مابه دملک خائنان ټول وژلی وونه ____ ترخوله می توری وینی لاړی ____ زه دی پردی ښامار پر زړه خوړلی یمه
‏ ____ ____
‏ په مینه اومننه


عنوان

tandar
02.11.2010

وروره دا تشریفاتی خبرو کی می دتا پخلاکونه منظور دی
چه راپخلا شوی ،بیا همغه ګاټ او همغه کربوړی دی او تشریفات نشته او زما هم نه خوښیږی،خو اوس په کی لغمانی چل پروت دی.

ټوکه او لنډی خوڅه کوی ، احترام ته هم نفرت ښکاره کیږی او نومونه هم لکه رنګونه تبدیلیږی،سړی ته شک او سوال پیدا کوی٠
بهتره به وی چه سړی تری لری او غلی پاتی شی٠
وروره خفه کیږه مه دبدو خبرو دی خدای خوله نه راکوی مګر نور می ښو خبرو ته هم والاکه زړه کیږی ،ځکه دابعضی معما ګانی دسړی سره داسی تشویش پیدا کوی چه دلته پوښتونولی ،وروری او یوالی افغانیت ډیر کم لیدل کیږی٠
ماپه دی احساس د وروڼو سره لیکنی کړی او کولی،په غیر له هغی نه ې هر سړی په خپله کاسه کی خوری٠
زه دیو افغان احساس لرم که درته ووایم چه ما به خپلو پیسو ٢٠ نفره افغانان حتی بیګانه دپاکستا ن دبدبخته ژوند نه دی غرب ته راوستی او دهغوی نه حتی بعضو ې چه اوس ې دلته ودونه کړی زمایوه تیلفونی پوښنه هم نه ده کړی ،پیسی خو څه کوی له دوی کومه ګیله نه لرم ،چه تانه دخپل احترام دعکس العمل ګیله وکړم٠
ښه وکړه دریاب کی واچوه٠
په خدای یوه پغمانی فارسیوان دوین څخه راته تیلفون وکړو چه ما وباسی او راشه ٠ او تر وینه پوری هم زماپه پیسو راغلی و٠
پسی لاړم دترین چوکی لاندی می پټ کړی و ،قیصه اږده ده که ګیر شوی وی ٧ کاله پری بندی کیدم ،تر هالینډه او نن کاناډا کی دی ،دا ٨ کاله کیږی یو تیلفونی سلام ې هم ولاکه رالیږلی وی ،داټوله مرسته یو لفظ و چه ما ور سره په اسلام اباد کی پس له شناخته کړیوه٠ که زور می ورسیدو غرب ته درسره کومک کیږم٠
بیا هم ښه وکړه دریاب کی واچوه٠
زه هر انسان ته احترام لرم یواځی تاسی نه یاستی٠
اخر او اول دمیاشت کی می مصرفیت زیات دی چه بیامی په لیکنه کی خفه نشی ځکه ټول فکر می دلیکنی سره نه دی٠
مګرلیدل دی فرض ګڼم٠
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more