سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
افغان ولسمشر اشرف غني وايي "د مځکې پرمخ تر ټولو سخته دنده پر مخ بيايي او هېواد کې يې د جګړې ګټل په دې معنا دي چې بشپړه او تلپاتې سوله راشي". #غني #افغانستان #سوله
ښایسته واعظ لومړنۍ افغانه پیلوټه ده چې په خپله الوتکه کې د ټولې نړۍ دوره ووهله.
یوه افغان ښوونکې شیما سهاک وایي له هغو کورنیو سره چې خپلې نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي خبرې کوي او په دې یې قانع کوي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي اتحادیې نه غواړي چې د افغانانو بیرته ستنول بند کړي.همدا سازمان د افغان حکومت هم وغوښتل چې له اروپا شړل کېدونکي کډوال دې نه مني او رد دې یی کړي.
ریکس ټیلرسن د چهارشنبی په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. مهمې خبرې یي دا وې چې د دواړو هیوادونو د همکارۍ ساحه باید څنګه پراخه شي؟
له بي بي سي سره په خبرو کې يوه افغان چې په سوريه کې جنګېږي ويلي، د ايران حکومت د سوريې جګړې لپاره افغانان استوي. محمد عزيزي خپله کيسه کوي. http://bbc.in/2fLxoce #ايران #افغانان #سوريه
تاسې د اشنا تلویزیون په خپرونه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه وینئ چې همدا اوس په ژوندۍ بڼه په فیسبوک کې خپریږي:
په کابل ښار کې د سړک په سر خواړه ډېر مینه وال او ګرم بازار لري. دغه خواړه لکه چپس، برګر، پیرکي، سمبوسې او نور چې زیاتره یې د کراچیو په سر تیاریږي د تنکي ځوانانو او ماشومانو ډېر خوښیږي. ویدیو: د امریکا غږ خبریال، هدایت الله نوري
د میزان دیارلسمه د ښوونکي نړیواله ورځ په افغانستان کې هم لمانځل کیږي. په دې ویډیو کې د کابل د نجونو یوه لیسه ګورئ چې د ښوونکي نړیواله ورځ لمانځي. ویدیو: د امریکا غږ خبریال، حکمت سروش
یوې پاکستانۍ امریکایي میرمنې د خپل وخت یوه برخه د کوڅه ډبو سپیو ساتنې ته وقف کړې ده.
/videos/1769
د نړی مهم او ورستی خبرونه د امریکا غږ نه مه هیروی.
په لاس ویګېس کې تر خونړي برید دوه ورځې وروسته، نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه ښار ته ځي. د لاس ویګېس په برید کې چې د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې، نهه پنځوس کسان ووژل شول او تر پنځه سوو زیات زخمیان شوو.
د بنګله دیش حکومت له میانمار سره په خپل سرحد کې هغو کمپونو ته مخفي پولیس لیږلي دي چې د روهینګیا مهاجرین پکې اوسیږي. یو شمیر مهاجرینو په یوې وسله والې ډلې کې د غړیتوب ادعا کړې او ویلي دي چې د جلب او جذب بهیر یې پیل کړی دی.
په کابل کې یوشمیر سني او شیعه کورنۍ وايي چې مذهبي اختلافات په افغانستان کې ځای نه شي موندلای.
«
‹
…
94
95
96
97
98
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more