سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د روسیې د ١٩١٧ کال انقلاب پاچاهي نظام ړنگ کړ او په ١٩١٨ کې بلشویکانو د رومانوف د شاهي کورنۍ غړي ووژل. کله چې د ١٩٩١ کال په دسامبر کې شوروي اتحاد ړنگ شو په روسیه کې دموکراسي په ټوکیدو شوه. اوس د روسانو یو کوچني اقلیت غواړي دا هیواد بیا پاچاهي نظام ته مخه کړي. خو داسې نه ښکاري چې روسان دې بیرته پاچاهي ته ښه راغلاست ووایي. یو شمیر استدلال کوي چې دوی همدا اوس یو نوی تزار (امپراتور) لري. #voasocial
د کټلان سيمه ييز حکومت مشران وايي پارلمان به یې د اسپانوۍ محکمې د حکم ننګونه کې راتلونکې اوونۍ بيا هم غونډه کوي
د لوبو له نړۍ خپرونه: د بنګله دیش پر وړاندې د افغان نولس کلنو لوبغاړو بری، د فوټبال نړیوالو اتلولیو د غوراوي وروستۍ لوبې او د یوه افغان لامبوزن کیسه درته لرو. #لوبې #افغانستان #کرېکټ #لامبو #فوټبال
د تایلند په پایتخت بنکاک کې د میښو د ځغاستې کلنۍ سیالي: ددې سیالۍ گټونکي ته ٢٣٠ ډالر نقدي جایزه ورکول کیږي. #voasocial
له ابراهيم اميري سره د خبر او نظر خپرونه په ژوندۍ بڼه ګورئ د نن ورځې د خبرونو او ولې پوښتنې په تړاو چې د مينې په اړه ده کولی شئ خپل نظرونه زموږ سره شريک کړئ.
د بي بي سي خبر او نظر خپرونه په راتلونکو څو دقیقو کې.
د خپرونې سرټکي د د بي بي سي پښتو تليويزيون د جمعې نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ... #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
په هرات کې د ټټارۍ یا مس گرۍ لرغونی صنعت مخ په ورکیدو دی تر څو مخکنیو لسیزو پورې په هرات کې د ټټارۍ شاوخوا ١٥٠ دوکاونه فعال و، خو اوس یواځې څو دوکانه پاته دي. عنایت چې څه دپاسه ٦٠ کاله یې د ټټار په توگه کار کړی وايي اوس زیات شمیر خلک د چیني، فلزي او شیشه یي لوخو نه کار اخلي او دا ددې سبب شوي چې د افغانانو دغه لرغونی صنعت مخ په نابودۍ شي. ویدیو: د امریکا غږ خبریال، خلیل نورزایي
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
کله چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د روسيې پلازمېنې مسکو کې له الوتکې راښکته کېده د سرو زرو برېښنايي زينه يې بنده شوه. #سعودي #پاچا
د اکتوبر په اومه چې د شنبې ورځ ده ، امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف افغانستان کې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د پوځي بریدونو د پیل شپاړسم کال پوره کیږي. امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلافي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو حکومت نسکور شو. که څه هم د اکتوبر اومه د شنبې ورځ ده، خو نن د جمعې په ورځ د افغانستان د همبستګۍ ګوند د کابل په نوي ښار کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځي یرغل د پیل د کلیزي د غندنې لپاره یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه، تاسو په دغه ویډیو کې د دغې غونډې یوه برخه کتلی شئ.
د جنوبي افریقا یو هنرمند د اور د لمبې نه په استفادې خپل هنري اثرونه انځوروي. #voasocial
اوس د روباټ نه په ورځني کار و بار په پراخه گټه اخیستل کیږي او د کارگرو ځای نیسي. #voasocial
ايا خبر ياست د نوبل جايزې څنګه پيل شوې؟ #نوبل #سوله #جايزه
افغان ساینس پوه وکیل سرفراز چه ۳۲ کاله عمر لري په انګلستان کې د ساینسي محاسباتو او ریاضي موډلونو په نړیواله سیالۍ کې د ۶۰ هېوادونو د ساینس پوهانو تر منځ د ۷ غوره ساینس پوهانو په ډله کې راغی.
«
‹
…
93
94
95
96
97
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more