سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د وسلو لرلو له امله دا ځل په لاس ویګاس ښار کې یو سړي د اکتوبر په اوله نیټه د شپې ناوخته په یو کنسرت کې په زرګونو خلکو ډزې وکړې، ۵۹ کسان يي ووژل او تر پنځه سوو ډیر یي زخمیان کړل. پدې راپور کې به واورئ چې ولی ځنی خلک داسی اقدام کوي؟
د ځوانانو د پیاوړتیا په نوم شورا څلور کاله کیږي د اکتوبر اتمه د لونګئ د ورځې په نوم لمانځي. د لونګۍ ورځ د دې لپاره لمانځي چې غواړي د لونګۍ څخه د ترهګریزو بریدونو له ګټې پورته کولو وروسته رامنځته شوي افکار بدل کړي.
د افغانستان په سنتي ټولنه کې په عام محضر کې د ښځو له خوا د خوشالۍ څرگندونه یو غیر معمولي کار ګڼل کیږي، خو دا ځل د فوتبال لسگونه مینه والو د کابل ورزشي سټوډیوم کې د یوې سیمه ایزې سیالۍ د نندارې لپاره ټولې شوې.
د بغلان-بامیان تر منځ ۱۵۲ کیلومتر سړک جوړیږي. د دې پروژې قرارداد چې نړیوال بانک یې تمویلوي نن له یوه چیناي شرکت سره لاسلیک شو او عملي چارې به یې په یوه میاشت کې پیل شي. (د ارګ ویډیو)
د بي بي سي پښتو ټلویزیون نړۍ داوخت د خبرونو سرټکي دلته کتلای شئ، پوره خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب خپرېږي.
تاسو د امریکا غږ اشنا تلویزون پښتو خپرونه ګورئ، چې په فیسبوک هم ژوندۍ خپریږي.
د بي بي سي ايوارډ ګټلي مستند فلم بلو پلنېټ دوهمه برخه له ۱۶ کلونو ځنډ وروسته وړاندې کېږي. د دې لپاره فلم جوړونکو په سمندر کې څلور کلونه وخت تېر کړی دی. #سمندر #فلم #بي_بي_سي_پښتو
په کندهار کې د ښځینه پوليسو لمړنی روزنیز پروګرام پيل شو. د پوليسو د ۴۰۴ میوند زون په رونیز مرکز کې د زابل او کندهار ولایتونو ۲۷ تنه ښځینه پوليسو ته مسلکي زده کړې پيل شوې. ښځينه پوليس د کندهار او زابل ولایتونو د جنايي او د نشه يي توکو پرضد د مبارزې د پوليسو غړي دي. د میوند زوند د پوليسو د روزنیز مرکز قومندان سمونوال عبدالشکور خالداري وال امریکاغږ اشنا ته وويل چې د ښځینه پوليس د روزنې پروګرام به ۲ میاشتي دوام وکړي. د نوموړي مرکز یو تن ښونکی څارمن نصرالله امریکاغږ اشنا ته وويل چې ښځینه پوليسو د تلاشی، نښې ویشتلو او کشف په برخه کې بیلا بیلي زده کړي تر لاسه کوي. #Kandaharfemalepolice #VOAsocial
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي د هېواد په اړه یې د امريکا نوې سټراټيژۍ کې سوله نه، د لا ډېر جنګ او ناخوالو نښې ګوري. #سوله #افغانستان #کرزی
د سږني کال ادبياتو نوبل جايزه يوه په خټه جاپاني بريتانوي ليکوال ګټلې، چين کې ډله ييزه نڅا او د هنر ډېر نور خبرونه په هنري شېبو کې کتلی شئ. #هنر #ادب #شعر #هنري_شېبې
ایسلنډ کې د ښځو او سړو یوشان تنخا سیستم د سړو او ښځو د تنخا ترمنځ توپیر یوه نړیواله ستونزه ده. اوس یوه هېواد د دې ستونزې د حل هوډ کړی. ایسنلډ شرکتونو ته داسې قوانین وضع کړي، چې د نومرو د قوانینو او سیستم له مخې به ښځینه او نارینه کارمنانو ته یوشان تنخا ورکوي. #۱۰۰ښځې
کلېک: ګوګل څنګه نوې غوږۍ جوړه کړې، د ټکنولوژۍ دغه لوی شرکت وايي د څلوېښتو بېلابېلو ژبو ترمنځ سملاسي ژباړه کولی شي دا او د ټکنالوژۍ نور خبرونو مو په کلېک کې راټول کړي دي. #کلېک #ټکنالوژي #بي_بي_سي
چينايي درمل څنګه د خرو د پوستکي غوښت زيات کړی؟ د هغو ټولنو د ژوند لارې چارې یې له خطر سره مخ کړې چې پر دې بار وړونکي ژوي تکيه کوي. #خر #چين #درمل
د عراق حویجه ښارګوټی د داعش اورپکو له منګولو خلاص شوی، خو پوښتنه د اورپکو په اړه ده چې چېرې تللي، بي بي سي یې د ځينو څرک لګولی دی. #عراق #داعش
په واشنګتن کې د افغانستان سفارت د مولانا جلال الدین بلخي (رومي) په مناسبت غونډه جوړه کړې ده.
«
‹
…
91
92
93
94
95
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more