سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
په کابل کې د افغانستان د کرهڼیزو محصولاتو ١٩ نندارتون جوړ شو. په دې ویدیو کې یې یوه برخه لیدای شئ: ویدیو: د امریکا غږ خبریاله، صمصامه سیرت
د نړی مهم او ورستی خبرونه په شپیتو ثانیو کی ..
په امریکا کې دڅو اکثریت مسلمان هیوادونو نه د ولسمشر ټرمپ د ممنوعه فرمان ضد مظاهرې:
زموږ د نننۍ نړۍ دا وخت سرټکي دلته لیدلی شئ. ټوله خپرونه لږ وروسته پر فېسبوک او یوټیوب خپرېږي.
ولسمشرغني: وسله وال مخالفان د مرګ استازې دي پرون طالبانو پکتیا ولایت کې یوه برید کې ۴۲ کسان ووژل چې نیمايي یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وو. د پکتیا د امنیې قومندان پاسوال توریالي عبدیاني په ګډون یو شمېر پولیس هم په برید کې ووژل شول. دافغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنازې مراسمو پر مهال وینا وکړه.
د "حقاني شبکه" د تیرو شپاړسو کلونو په موده کې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو او د بهرنیانو په یرغمل کولو تورنه ده. د حقاني ډله څوک ده، څنګه يي قوت موندلې او چیرته ده، په راپور کې یي واورئ:
تاسې د اشنا تلویزیون په خپرونه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه وینئ چې همدا اوس په ژوندۍ بڼه په فیسبوک کې خپریږي:
د سه شنبې په ورځ په کابل کې د اتڼ لومړنی ملي فیسټيوال جوړ شوی و، چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا لس اتڼ ډلې ورته راغلې وې. دغه چاره د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون په نوښت ترسره شوه، دوی وايي غواړي له دغې لارې د افغانستان بېلابېل دودنه ژوندي وساتي. دا لومړی ځال دی چې په افغانستان کې د اتڼ ملي فیسټیوال جوړیږي. اتڼ د سیمو او قبیلو له توپیر سره تړاو لري. بڼې یې هم ډېرې دي لکه د لوګر اتڼ، د پکتیا اتڼ، کندهاری اتڼ، غزنيچي اتڼ، طالبي اتڼ او نور. خو تر ټولو مشهور یې "برګ اتڼ" دی چې په هغه کې نارینه او ښځې یو ځای او ګډ اتڼ سره کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا د امنیې قومندان جنرال توریالي عبدیاني په جنازه کې وویل چې ښاغلي عبدیاني زرګونه عبدیانان روزلي دي او افغانستان ته په کمه سترګه مه ګورئ.
سياسي ناراميو په هند کې د چايو صنعت ته زيان رسولی #هند #چای
ربابه محمدي معلوله افغانه پېغله ده چې وايي د لاسونو او پښو شلوالي یې د انځورګرۍ مخه نه ده نيولې. Pashto: #100Women #۱۰۰ښځې
نایجريا کې د اورپکې بوکو حرام ډلې سره د تړاو په شک د زرګونو کسانو محاکمه روانه ده. #بوکوحرام #نايجريا
په پرتگال او د اسپانیا په گالیسیا په ځنگلي سیمو کې د اور لگیدنې له امله تر اوسه ٣۴ کسان مړه شوي دي. #voasocial
ساينسپوهانو د لومړي ځل لپاره د دوو مړو، يا نيوټرون ستورو له هغه ټکر وروسته پايلې څېړلې چې ۱۳۰ ميليون کاله مخکې شوی و.
په پښو باندې انځورگري: د موزنبیق دغه اوسیدونکی په پښو سره په انځورگرۍ هڅه کوي د توپیر مخه ونیسي او په ټولنه کې ځانته ځای ومومي. voasocial
«
‹
…
80
81
82
83
84
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more