سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د نړی خبرونه په شپیتو ثانیو کی.
افغان حکومت وايي کابل کې د افغان ترک ښوونځي څلورو ښوونکو نيول، نه د دغو ښوونځيو تړلو له بهير او نه هم کوم بل سياسي ګام سره تړاو لري. پرون د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو د افغان ترک درې تنه ترکان او يو افغان ښوونکی ونیول. ددغه ښوونځي یوه زدکوونکې بي بي سي سره غږېدلې.
د ترکیي ولسمشر له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني #راپور
پر جمهوریت غوښتونکو د دیموکراتانو بریا د امریکا د الاباما ایالت انتخابات دیموکرات ډک جونز وګټل #راپور
سرچینه: د افغان-ترک ښوونځیو ښوونکي د محکمې د حکم له مخې توقیف شوي دي #راپور
فیله ژغورونکو پسې ځغلي، ځکه فکر کوي بچي ته یې تاوان رسوي.
د خپرونې سرټکي خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ.. http://bbc.in/2xuIAW2 بشپړه خپرونه: #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
اسټرالیا وايي له انګلېنډ سره د اشیز ټسټ سیالیو درېیمې لوبې ته پوره چمتو ده. داسټرالیا کپتان سمیت وویل لوبډله یې اماده ده چې د دغې لوبې په ګټلو سره د پنځو ټسټ سیالیو لړۍ وګټي. اسټرالیا د ټسټ دوه اولنۍ لوبې ګټلي دي او درېیمه یې د پنجشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۴) د اسټرالیا په پرت کې ده. اشیز د انګلنډ او اسټرالیا ترمنځ دودیزې خو سختې سیالۍ بلل کیږي په نړۍ کې ډېر مینوال لري.
د بیت المقدس په اړه د اسلامي هیوادونو د سازمان په بیړنۍ غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني وینا د ارګ پدې ویډیو کې وګورئ. ښاغلي غني وویل هر افغان له خپلو فلسطیني وړونو او خویندو سره همدردي لري. ده وویل د فلسطین او اسرائیلو د لانجې د هوارولو لپاره باید هړاړخیز اقدمات عملي شي.
خوستیانو نن د خپل ښار په پاکولو کې ونډه واخیسته. تاسو هم کله د خپلې سیمې او ښار له پاک ساتلو سره مرسته او همکاري کوئ؟ Ibrahim Rahimi
سعودي عربستان ویلي، د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې پر سوداګریزو سینماګانو بندیز لرې کوي. دا ګام د شهزاده محمد بن سلمان د پراخ اصلاحاتي پروګرام په لړ کې اخیستل کېږي، خو پر هغه ګوتنیوونکي بیا د وینا ازادي او د قضاء خپلواکي هم غواړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي هېواد کې یې د حقونو حالت په ځینو برخو کې په ښه کېدو دی، او بشري حقونو ته اوس د يو ارزښت په سترګه کتل کېږي. نجما ځلا کابل کې د بشري حقونو کمیسیون له کمشنر مولوي عبدالرحمن هوتک سره خبرې کړې دي.
د يوې داسې نايجېريايۍ کډوالې کورنۍ کيسه چې وايي د سرتېرو له لوري له جنسي ځورونو سره مخامخ شوي.
افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې ننګونې: فعالان او د حقونو پلوه ټولنې وايي يوه ستونزه د عامه پوهاوي نشتولی دی، او په اړه یې لازم کار نه دی شوی.
«
‹
…
41
42
43
44
45
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more