سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د لاتینې امریکا په پورتوریکو ټاپو کې نن د سمندري توپان وروسته، د بشري ناورین ١١- مه ورځ ده.
افغان دولت د شیعه مشرانو او عالمانو په غوښتنه د کابل یو شمېر مسجدونو ته سیمه ییز پولیس ګمارلي او هغوئ ته یې د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت نیولو لپاره وسلې ورکړي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د پاکستان هر ډول ژمنې بی ځایه او د وخت ضایع کیدل ګڼي.
تاسو د پاکستان په همکارۍ څومره باور لرئ؟ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن په کابل کې د جمهور ریس محمد اشرف غني سره ولیدل او د دواړو هیوادونو په اړیکو او د ترهګرۍ سره په مبارزه يي خبرې کړې دي.
په اتریش کې پر نقاب بندیز ننه پلی کېږي. شاوخوا ۱۵۰ ښځې په اتریش کې نقاب اغوندي. سوداګر اندېښمن دي چې، دا قانون به تر ډېره د خلیج هغه شتمن سیالانیان اغېزمن کړي چې دغه هېواد ته ورځي. #اتريش #نقاب #ښځې
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د سوریې په جګړه کې افغان ماشومان - په پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین - د کټالونیا د خپلواکۍ ټولپوښتنه - په افغانستان کې دانلاین کاروبار او د کساوا اوړه ، یو وخت د بې وزلو خواړه بلل کېدله اوس پیسې په نقدیږي. دا او نور ګڼ مطالب د بي بي سي پښتو ټلویزیون نړۍ داوخت په خپرونه کې ځای شوي. پوره خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب یو ځل بیا لیدلای شئ.
له الوتونكو ډرون ټكسيو تر داسې روبوټونو چې د هر چا دنده ښايي ونيسي، د ټکنولوژۍ ډګر کې مو يې بيا نوي تازه په کلېک کې راغونډ کړي. #کلېک #ټکنالوژي #ډرون
تمثيل او ډرامه د افغان غميزې روښانولو کې څومره رول لري، دا او نور په هنري شېبو خپرونه کې. #هنري_شېبې #ډرامه #تمثيل
له رقې ځانګړی راپور: دا ښار چې يو وخت د داعش نړېدونکي دولت پلازمېنه بلل کېده، اوس د دې پر څنډه دی چې د عرب او کورد جنګياليو له لوري بيا ونيول شي. #سوريه #رقه
سعودي پر ښځو د موټر چلولو بندیز لیرې کولو فرمان صادر کړی، چې سر له راتلونکې جون میاشتې به عملي کېږي، خو لاهم په دې محافظه کاره هېواد کې ښځې ځینې کارونه نه شي کولای. #سعودي #ښځې
د افغانستان لپاره د ټرمپ د ستراتیژۍ تر اعلانیدو وروسته، پاکستان دوه انتخابه لري: د افغانستان سره همکاري او یا به د طالبانو لا ډېر ملاتړ وکړي. د بروکنگز په انستیتیوت کې د څیړونکې مایکل اوهانلن سره د نسیم ستانیزي مرکه دلته واورئ.
د کونړ په سیند د پنځوسو کلونو لپاره جوړ شوي پلونه په پنځو کالو کې اوبو وړي دي. څوک گرم دي؟ د ذبیح الله غازي رپوټ وگورئ.
د هند او افغانستان د سوداگرو او متشبیثینو ترمنځ لسگونه قراردادونه لاسلیک شول. د افغانستان د تیک نیشن شرکت د شل میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړ. د تکنالوژۍ ددې شرکت رئیس عمر منصور انصاري له ډهلي څخه حال راکوي. Omar Mansoor Ansari
افغانستان ته د نشه یې موادو پرمختللي ډولونه د ایران څخه قاچاق کیږي. د جنوبي ولایتونو څخه د زابل او کابل له لارې شرقي ولایتونو ته وړل کیږي.
«
‹
…
98
99
100
101
102
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more