په کرېکټ کې د افغانستان الف لوبډله چې په وروستیو شېبو کې یې د استرالیا پر ځای په درې هېوادیزو سیالیو کې ګډون ته غاړه کېښوده، ښه ونه ځلېده. دوی له کوربه سویلي افریقا او هنده لوبې وبایللې. لوبډلمشر شفیق الله شفق وايي دې لوبو وروښوده چې د دوی او د نورو لویو لوبډلو ترمنځ واټن لا ډېر شته. ومو پوښت چې د کپتان په توګه یې له خپلې لوبډلې هیلې څه وې؟ #کرېکټ #افغانستان