د دوبۍ په یو آسمان څکالي کې د جمعې په ورځ سهار وختي اور لگیدلی و، خو څوک په پیښه کې نه دي ټپي شوي. د اوسیدنې دغه لوړ برج یا آسمان څکالی ٣٣٦ متره لوړ او ٨٦ پوړونه لري چې په څه دپاسه ۴٠ پوړونو کې یې اور لگیدلی و. په تیرو دوو کلونو کې دا هم ځل دی چې د دوبۍ په یو آسمان څکالي کې اور لگیږي. #voasocial