کيسې


حاجي صيب

. د هغه د ماڼۍ ته ورته کور تر مخه د لسګونه پسونو سرونه پرې شوي وو او د کوڅې په لښتي کې بهېدونکې اوبه ېې رنګينې کړې وې. حاجي صيب د لسګونو په ګلونو پوښل شوو موټرو په بدرګه د کور مخې ته ورسېد، څو کسانو پرې له پاسه ګلان او زریان پاشل او دی د لوېې دروازې له کوچني وره په سختۍ ننووت. د حاجي صيب د کور د کوڅې په بل اړخ کې شاهين او د هغه کورنۍ اوسېده. شاهين هغه مهال د حاجي صيب وسله وال ساتونکی وو، کله چې د جګړو مخکښ قوماندان وو. په هغه جګړو کې پر ځمکني ماين د ختلو له کبله شاه

11.02.2013 امیل همدرد

نوی کور دي مبارک شه!

: چې بس دوی ټول ماته ګورې، کله کله به مې داسي حس کوله چې زه هیڅ په ځمکه نه یم، بلکه په هواګرځم، له خپله واکه وتلې ټوپونه به مې وهل. ترهغې چې کله د دودونو اوکلیوالي رواجونوپه فیصله زه له دې لارې اوکوڅې منع شوم اوماته وویل شول، چې ته اوس لوی سړی ېې دلته مه ګرځه خلک بدوایې، خوسره له دې ماداسي فکر کاوه چې زه په دنیاکې هرڅه لرم، ماته د نوروهمزولو ژوند هسي بېکارې ښکارېده. خوهغه د چاخبره (علت لوېږي عادت نه لوېږي) داسي به څوک وي، چې صبرشي اود بایسکل کړنګی په دې لاره کې جوړنه کړي، بې ځ

11.02.2013 امیل همدرد

مينه جرم دى

د هر مجلس دمجلسي له خولې چې به خبره راوتله نوموضوع به يې کاملاً همدا نوې خبره وه، خوچابه په يوه ډول اوچابه په بل ډول کوله، هغه وخت کلي کې دمينې کلمه چا د پيسو په بدل کې هم نه شوه ويلى، ولې چې ددې کلمې ويونکى خو سوچه کافر بلل کېده . مينه خولاڅه چې آن چا به جرئت نه شو کولى چې له خپل پلار او مور سره دخپل ژوند د ملګرې يا ملګري په اړه هم څه ووايي،نجونې خو بېخي داسې وې لکه هندو چې د غويي له غوښې پرهېز وي دکلي خلک راټول شول او دکلي په لوى جومات کې يې غونډه وکړه ترڅو د اشرف او شريفې په ا

11.02.2013 امیل همدرد

يتمه هيله

خو پر پلار مې بيا زه ډېره ګرانه وم او هر وخت به يې نازولم.  کله چې مې پلار جان له کوره لاړ هغه ورځ مې په یاد ده. هغه سهار سپينو واورو هره خوا پوښلې وه او له همدې امله د بهر هوا سوړ باد به زمونږ وړې کوټې له لاره پیدا کوله او زما د ډارولو لپاره به يې یوه وحشتناکه کريکه کوله او بيا به يې د واورو په ډکو څانګو کې ځان پټاوه. په یاد مې دي هغه سهار چې پلار زما سر ښکل کړ او له کوره ووت. تر ډیره مې د کوټۍ له کړکۍ نه پلار جان ته کتل خو افسوس هغه وخت مې کړکۍ لعنتې تر زنې رسيده. ډير

11.02.2013 امیل همدرد

ريښتنې کيسه

ته زيات خدمتونه کړي وو خو اوس داستوګني لپاره کورهم نلري .نوهمدالامل شوچې فريد په خوارۍ پسي بهرته ولاړشي خويوڅوک يې مخه نيسي فريدجانه څنګه داسي کوړئ کوړئ روان يې خيرخودي ؟ حاجي صيب يوچاته ورځم ورسره مې لږکاردي . حاجې څه کار دورسره دي فريدراته يې کومه ويزه ښودله نوماهم څوپيسې راخيستې اوغواړم چې زه هم دغ

11.02.2013 امیل همدرد

سوالګر نه دی خو

شوي پارک په څنډه کې کوم چې هره ورځ ورباندې سلګونه کسان تګ راتګ کوي ناست وي د سوال لاس يې غځولی وي او وايي چې د خداي په خاطر يو څه راکړی ؟ واړه بچيان راته يتمان پاتي دي ،د خدای لپاره غريب يمه په کور کې څه نلرم . شيرګل کاکا له اوله خيرات خور نه وو، خو د هر څه د خپل قسمت  له لاسه  ورته رسيږي او پدي حال يې کړيدی . شيرګل کاکا هغه مهال  چې ځوان وو د خپل کلي ترټولو د ښه شتو او جايداد څښتن وه ،خلکو يې قدر کوو،په&n

11.02.2013 امیل همدرد

انتظار

ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتيا ووايم د زړه درزا مې له يوې شېبې نه بلی ته زياتيږي. له ټولو نه زيات په دې فکر کې يم چې ژر تر ژره د هغې له لعنتي شره خلاص شم. کرۍ شپه مې دهغې درد له خوبه باسي. ښه سم په درانه خوب بېده يم چې نا ببره مې سپينې وتښتي.لکه څوک چې مې په امبور غوښې شکوي اوله خوبه مې راويښ کړي. نوردغه لعنتي درد ترپوزې راوستې يم. نور مې د زغم او حوصېلې توان له لاسه ورکړې. بس همدغو انديښنو په منډه کړی يم چې څرنګه يې له شره ځان وژغورم.دهغه لعنت

11.02.2013 امیل همدرد

بازارۍ ښکلا

. د خدای کړه دي، همداسې وشول، دوه معصوم ماشومان چې د نړۍ له ټولو انسانانو سپڅلي وو، د ښځې او خاوند په نازک تار وتړل شول، کله چې سلګۍ او جمال ځوانان شول، جمال د خپل پلار له دغې پرېکړې ناخوښ ښکاریده، جمال ویل چې هرانسان باید د خپل ژوند شریک په خپله خوښه انتخاب کړي، هغه ویل چې سلګۍ یې وړ نه ده، ځکه هغه یوه کلیواله او نالوستې جنۍ ده، جمال غوښتل چې د خپل ځان په شان پویه او لوستې جنۍ سره واده وکړي، که د جمال ستوری د سلګۍ له ستوري سره نه و لګېدلی، نو د سلګۍ هم د جمال په څېر مغرور، ځان غوښتونکی اوباز

11.02.2013 امیل همدرد

پتلون

دوه میاشتې مخکې لیدلي وو. بس ته وخته نیم ساعت وروسته ټارګټ مال ته ورسېده. د مال په دوکانونو کې پوره دوه نیم ساعته وګرځېده؛ خو اخر یې پتلون پیدا کړ. ښکلی ډیزاین یې و. داسې چسپ چې په پایڅو کې یې د پښو د ننه ایستلو لپاره مجبوره شوه کونه پر ځمکه ولګوي او غبرګ لاسونه ورته تمبه کړي. هماغسې چې مګي ورته ویلي وو، د ورانه او د پوندو په حصه کې شپږ اووه اینچه ځای یې ریښکي ریښکي. چې وایې غوسته، د سپینو ورنونو غوښې یې د ریښکو تارونو له منځه بهر خوا ته راووتې او د ریښکو ترمنځ چاودونه یې لا زیات کړل. جمپر یې

11.02.2013 امیل همدرد

جنتي ملګري

سړى ونه پوهيده چې نوره يې فاني دنيا ترك كړې ده ، همداسې د خپلو دوو حيواناتو سره مخته روان و . لاره اوږده وه ، تپه هم لوړه وه ، لمر تيز و ، له دوى څخه خولې روانې وې او سختې تندې اخيستي وو . د لارې د تاويدو سره يې يوه لويه مرمرينه دروازه وليدله چې يوې طلايي سوپې ته تللې وه چې په منځ كې يې د زلالو اوبو وياله بهيدله . روان مسافر ، د دروازې ساتونكي ته وويل : ورځ دې نيكمرغه ، دا كوم ځاى دى چې دومره ښكلى دى ؟ ساتونكي ورته وويل : ورځ په خير ، دا جنت دى . - څه ښه جنت ته را رسيد

11.02.2013 امیل همدرد

اجيبه قضاوت

– سره کېدل، له ښکنځلو خبره تېره شوه، لاس او ګريوان شول . د دواړو له خولو او پوزو وينې روانې شوې ، خو لا ساړه شوي نه وو او هماغه شان يې يو پر بل باندې وارونه کول.   دريم ګړى ترمنځ شو، په څه خوارۍ يې سره جلا کړل. په قهر يې وويل : سپيان خو نه يي چې په خپلو کې جنګونه کوئ ؟ سپيانو يو بل ته وکتلې ، سرونه يې وښورول شايد ويلي وي چې انسانان هم عجيبه قضاوت کوي!!  

11.02.2013 امیل همدرد

کور او ښځه

سړى د اوږد واسکټ په جيبونو کې د پيسو پسې لټه کوي، له يوه جېبه يې د شلو روپو نوټ تاو کړى را ووت، له بله يې د لسو، پنځو او... ټولې کاغذي روپۍ څو څو ځلې تاوې شوې وې او داسې ښکارېدې، چې د ايښودو له ورځې يې بيا نه وي اړولي.   د هغه د واسکټ د ښي څنګ لانديني جيب ته د سره رنګ مزى لکه د مار ښکته شوى دى، معلومېږي، چې د ورکېدو له وېرې يې په جيب کې پروت څيز د واسکټ په تڼۍ پورې غوټه کړى دى.   هغه ته مخامخ يو بل سپين ږيرى ناست دى، له تورو چايو يې

11.02.2013 امیل همدرد

زرين مار

پاړو ګر يې شغ واوريد او ناڅاپه يې سترګې ور پورته كړې. د باز پر وزرونو د لمر څړيكې لګېدې او لكه غشى د سترګو په رپ كې په سوربخونو وريځو ور ننوت. پاړوګر په ورېځوكې سترګي وګنډلې. ورېځې په ګډا ګډا يوې خوا بلې خوا ازادې روانې وې او د خپلې خوښې شكلونه يې جوړول. د سور بخونو ورېځو لـه غېږې د زاڼو قلقلې راتلې. د پاړو ګر په ږيره لكه باران مړې- مړې اوښكې راوبهېــدې. مـار د پاړوګر اوښكو ته سترګې ورپورته كړې. د پاړو ګر اوښكې د مار په سترګو كې وځلېدې. پاړو ګر وويل: ما پر تا ظلم كړى.

11.02.2013 امیل همدرد

مزدوري

چې دکورکارونه دې ترسر ه کړي اوترټولومهمه داوه چې هغوى ته روزي وګټي،خوجان محمدد خپلوهمزولواوټولګيوالوسيالۍ نيولى واو بيا له ليسې نه هم دويم نمره فارغ شو پلارته يي وويل چې کشرورورخان محمد يې دومره دى چې ستاسره ځمکه کاله کړى شي.      بس نونوريې دراگرځولوڅوک نه وو دکانکورله پايلووروسته څر ګنده شوه چې دکابل پوهنتون دانجينرۍ پوهنځي ته دمحصلينوپه اصطلاح په جګوسترګوبريالى شوى دى زده کړه يې ديوعالم اقتصادي ستونزوسره پيل کړه دکورنۍ يې

11.02.2013 امیل همدرد

مجبور

-ډېرګپي سړى دى. ملك واورېدل.بل ووېل: -زړه يې ځوان دى. ملك خپل ناظرسكندرته،چې خلكوسخوندربالۀ بيامخ ورواړاوۀ،خلك متوجه شول،ملك په ګپ ووېل: -غوږونه دې لكه په خره چې دروازې باركړې. شورشو،خنداګانې شوې،يونيم كس به پكې په ځمكه پرېووت.سكندرځمكې ته كتل، سوراوښتى ؤ، د زړۀ په زور به يې وخندل.يوه كس ورته نغوته وكړه، سكندر ورغى پياله يې ورډكه كړه، چاېنكه تشه شوه، په چاى پسې ووت،په نغري توره چاى ځوښه ايښې وه،خوټېدله،چاېنكې يې ترې ډكې كړې.

11.02.2013 امیل همدرد

محبس

سړی غوښتۀ هر څومره چې د کلي پۀ کوڅو کې وګرځېدم داسې څوک مې پيدا نۀ کړ چې مرکه ورسره وکړم ټول خلک مزدورۍ ته ولاړ وو ، چا پۀ کابل کې خښتې اچولې او چا هم د چوک غاړې نيولې وې او د مزدورۍ پۀ تمه وو.

11.02.2013 امیل همدرد

کتابونه

ته روانې وې او له سیند او شنو باغونو څخه راپورته کیدونکي وږم انسان ته نوی ژوند ورباښه. د کلي په کوز سر کې د غره په لمن کې د لوېې کلا مخ ته موټر ودرید، کلا ته نږدې په درمندځای کې له لوبو کوونکو ماشومانو څخه یوه ېې په منډه منډه موټر ته ځان ورساوه او ترې راکښته شوي ښکلي او دنګ ځوان ته ورترغاړې ووت، ځوان ماشوم ښکل کړ او په غوږ کې ېې ورو ورته وویل: پاڅونه څنګه دا ځل هم مورجانې کورونه وپلټل؟ پاڅون وموسکل او وېې ویل: هو بیا درته وایم. د موټر له بل اړخه لږ څه په ونه ټیټ ځوان راښک

11.02.2013 امیل همدرد

د وينو پور

، يو د بل ګريوانونه به يې څېرل او يو ځاى به ښوونځي ته تلل. يوه ورځ د دوى ښوونكي حاجي عمر دوى ته وويل: _ شاباس ګلاليو بچيانو! زه چې تاسو يو ځاى وينم، ډېر خوشاله كېږم.    دوى دواړه د خپل ښوونكي په خبره پوه نه شول. ولې ښوونكي د دوى په ملګرتيا خوشاله كېږي؟ دوى داسې ګومان وكاوه چې ښوونكى به ټولو هغه  هلكانو ته چې يو ځاى ګرځي همدا خبره كوي!   كلونه ورو_ ورو او ډېر خونړى تېرېدل. پرديو د دوى په وطن يرغل كړى و او د كلي په لمن اور لګېدلى

11.02.2013 امیل همدرد

ســــرکس

د دولسو کالو دے خو په عقل  ډير اوښيار دےـ ” زۀ دَ کوچيانو پشان ژوند نه ستړے شوے  وم ـ او اوس زۀ بال بچي دار وم ـ ستا پلار د يو کال و ـ او ما په يو ځای ټکاؤ غوښتلو“ ” نو بيا ؟“   ” بيا څه ـ بيا مې په هغې پيسو دوه ټرکونه واخستل ـ بيا د ټرکونو نه هم ستړے شوم ـ نو هغه مې هم خرڅ کړل“ ” نو بيا دِ بسونه واخستل او هغه دِ هم خرڅ کړل ـ بيا دې زمکې واخستلې او هغه دې هم خرڅې

11.02.2013 امیل همدرد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more