روغتيا


رواني ستړيا

، کله نا کله به ستړيا محسوسوئ . که رښتيا سره ووايو داشکايت ډېر عام دى . هغه خلک هم له ستړيا سرټکوي ، چې له سره کار نه کوي . داسې خلک ، که دسهار په ځاى ترماسپښين پوري ويده وي او له خوراک څښاک او مچانو شړلو پرته هيڅ کار هم ونه کړي ، بيا هم داشکايت کوي ، چې ډېر ستړي دي . ځيني خلک هيڅ په هيڅه ستړي وي ، سبب يي داوي ، چې دوى ځان ستړى ګڼي . په حقيقت کې ددوى داستړيا ، چې دوى دومره ځوروي بدني يا دبدن دغړوستړيا نه وي ، بلکې دا دماغي يا رواني ستړيا وي . ددې تداوي هم دبدني ستړيا په پرتله ډېر

11.02.2013 امیل همدرد

واسير څه ډول ناروغي ده

تر ټولو د مخه به یادونه وکړو چې زموږ دا پروګرام ژوندئ نه دئ له دې امله چې یو زیات شمیراوریدونکي موږ ته د پروګرام د خپریدو پر مهال زنګونه وهي نو باید ووایو چې که تاسې د کوم مرض په اړه مالومات غواړئ یا کومه پوښتنه لرئ کولای شئ هره ورځ له ۹ نه تر ۳ بجو پورې له موږ سره تماس ونیسئ تاسې یواځې زموږ شمیرې ته میس کال راکړئ موږ به درته زنګ ووهو . اوس به راشو خپلې خپرونې ته . لومړئ باید هیمورهوئید یا بواسیر وپيژنو چې څه ډول ناروغي ده . بواسیر د مقعد یا د لوېې کلمې د وروستۍ برخې ا

10.02.2013 امیل همدرد

ناروغي

ځورېدنې او د ناروغۍ د لېږدېدنې سبب هم کېدای شي. کله ناکله دغه اصطلاح په ټولګړي توګه د ټپونو، ساينډرومونو، نښونښانو، نه اټکليزه کړه وړو او په انساني زغښت کې د نه اټکلېونکي بدلونونو او کړنو د څرګندونې لپاره کارول کېږي، خو په کارپوهيزه کچه بيا دا اصطلاح د بېلابېلو کټګوريو ناروغيو لپاره چې يوه محدوده ځانګړنو پورې اړوند وي، کارول کېږي. رنځپوهنه يا پېتالوژي د ناروغيو په هکله د ز

10.02.2013 امیل همدرد

شکره څه ډول ناروغي ده ؟ ـ د ډ‌اکټر سباوون ځواب

ځواب : دیابیټ یا شکره دبدن په میتابولیزم کې  دګډوډۍ له امله رامنځته کیږي  په طبیعي حالت کې  خواړه په هاضمي جهاز کې تجزیه کیږي او خواږه یا ګلوګوز ېې  دوینې له لارې دبدن حجرو ته رسیږي  او په دې ډول دبدن انرژي تامیږي دغه خواږه د انسولین په نامه دهورمون په مرسته دبدن حجرو ته د اخلیږي  انسولین هغه هورمون دی چې  دپانکراس په نامه  له یوې غدې افرازیږي کله چې دغه هورمون مرسته وکړي خواږه یا ګلوکوز حجرو ته داخل شي دو

10.02.2013 امیل همدرد

دناروغيوپه هکله معلومات

هکله دغه  بحثونه کيدل په لومړيو کې کتابونه ، مطبوعات او ورځپاڼې  د پام وړ موضوع ګانې وې خو وروسته د رسندويو په پرمختګ سره نور شيان هم پکې شامل شول دمثال په توګه فلم  او ټلويزيون هم پکې راغلل او په همدې ډول ټلويزيوناو سپوږمکۍ او انټرنت  او الکټرونيکي لوبې هم پکې راغلې له دې ټولو سره په رسنديو کې د تاوتريخولي په هکله ډيرې لږې خبرې شوي دي  په داسې حال کې چې په دې هکله انديښنې زياتې شوي دي  په ١٩٢٠ مه لسيزه کې په رسندويو کې د تاوتر

10.02.2013 امیل همدرد

دملاريا ناروغي پيژندنه ، مخنيوئ او درملنه يي

سره له دې چې دا ناروغي په لودیځو پرمختللو هیوادونو کې له منځه تللې خو په آسیايي او افریقايي هیوادونو کې لا هم شتون لري چې هم ېې ناقله غوماشې یا میاسه د حشره وژونکو درملو او هم ېې پرازیت د ملاریا ضد انتي بیوتیکو په وړاندې ورځ په ورځ مقاومت پیدا کوي . د ملاریا ناروغي د انافل په نوم غوماشې له خوا د انسان د بدن له چیچلو پيلیږي . دا غوماشه تر ډيره د شپې پرمهال د انسانانو وینه زبیښي او د خپلو لاړو په وسیله د ملاریا پرازیت هم د انسان بدن ته ترزیقوي . دا پرازیتونه په سر کې د وینې له

10.02.2013 امیل همدرد

پارکېنسون ناروغي

، کلام او نور عملونه اغېزمن کوي دغه ناروغي د ماغزو په مرکزي برخې سبسټېنشيا نېګرا کې د ډوپامين-لرونکو ژونکو د مړينې په سبب راپېښېږي. د دغې ناروغۍ په پيل کې د خوځښت اړونده رامېنځ ته شوې څرګندې نښې نښانې، د لاسونو رېږدېدنه، د عضلو شخوالی، د خوځښت او حرکت سستي او پڅتوب او په تګ او توازن کې ستونزې دي. د ناروغۍ وروستنۍ نښې نښانې فکري او د کړو وړو ستونزې دي چې د عقلي زوال نښه د عمر په ډېرېدو سره لويه ستون

10.02.2013 امیل همدرد

ايدز خطرناکه ناروغي

په ايدز د اخته ناروغ  بدن بلآخره دومره کمزورئ کیږي چې د یوې ساده ناروغۍ په وړاندې هم د مقاومت توان له لاسه ورکوي او له منځه ځي . د ختیځې آسیا او افریقا په ډيرو هیوادونو کې دا ناروغي له صحي پلوه لومړۍ درجه ستونځه ګڼل کیږي خو د الله په فضل په افغانستان کې د دیني اعتقاداتو او باورونو له امله ددې ناروغۍ کچه کمه ده . که څه هم دقیق اطلاعات په لاس کې نه شته خو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت کې د ملګرو ملتونو په یوه صحي راپور کې په دې ناروغۍ د اخته خلکو شمیره کابو صفر وه . د W

10.02.2013 امیل همدرد

تلاسيميا د وينې يوه ارثي ناروغي ده

په وينه کې د هېموګلوبين دنده دا ده، چې د بدن ټولو برخو او غړيو ته آکسيجن ورسوي او له نسوجنو نه کاربونډاياوکسايد (CO2) رااوخلي او سږيو ته يې ولېږدوي، چېرې چې کاربونډاياوکسايد له ساايستنې سره له بدنه ايستل کېږي.يو نورمال هيموګلوبين د پروتينونو څلور زنځيرونه لري، چې دوه يې الفا (γ) او دوه يې د بېتا (β) ګلوبولين په نامه يادېږي. د تلاسيميا ناروغي هم په دوو غوره بڼو الفا (γ) او بېتا (β) تلاسيمياو وېشل کېږي، ځکه چې د هيموګلوبين د پروتينونو (γ) او (β) زنځېرونو ته په ن

10.02.2013 امیل همدرد

د هانټا ويروسونه او د مرګ ګواښونه

، د ناروغي سبب يې د هانټا ویروس ميکروب (Hantavirus) ياد شوی دی، چې دغه ويروس د  (Sin Nombre Hantavirus) په کورنۍ پورې اړه لري. له دغو شپږو تنو ناروغانو نه دوه  (۲) تنه مړه شوي دي، خو نور يې هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. کله چې ما دغه خبر واورېدلو او وروسته مې يې په اړه معلومات ولوستل، نو په افغانستان کې مې په کليو کې د عاميانو يوه خبره په ياد شوه، چې ويل به يې: «څه چې په سترګو نه ليدل کېږي هغه اډونو ته زيان نه رسوي&raq

10.02.2013 امیل همدرد

بمونو ذهني ناروغان زیات کړي دي

  اووه څلوېښت کلن لیاقت علي د پیښور په یوه دولتي دفتر کې کاتب دی . لیاقت علي له وخته وروسته په یوه لابراتوار کې هم کار کوي چې د خپلې کورنۍ مصارف پوره کړي.  دا د درې کاله پخوا کیسه ده. یوه ورځ چې لیاقت علي له کار څخه رخصت شوی او د لیډی ریډنګ روغتون په لاره کور ته روان و، په موټرونو کې یې په درجنونو انسانان ولیدل چې د چا پښې نه وې، د چا لاس نه و او د چا مخ سوی و.  د دې صحنې له لیدلو وروسته لیاقت علي ته ذهني ناروغي پیدا شوه. اوس دی هره ورځ دوا خوري چې نار

10.02.2013 امیل همدرد

د ناروغي بربڼد ګواښونه او د درمل پټ رمزونه / ډاکټر لمر

. د انسانانو بيا ځیني وخت د ايمپريک (ناڅاپه) تکتيک په مرسته نوي درملونو ته پام شي، يا يې ناڅاپه کوم طبيعي راز تر لاسه شي او يا هم څېړونکي په لابراتوارونو کې د نوي درمل په جوړولو بريالی شي، خو ناروغ هم په نويو نارغيومبتلا شي. داسې ويل کېږي، چې انسان په ژوند کې ډېر څه پر ځان آزمويلي او يا يې ناڅاپه ليدلي دي، چې د خپل ذهني ودې د شعور ځيرکتيا يې پرې جوړه، پياوړې او ساتلې ده، خو دا هم ويل کېږي، چې ځينې پېښې يې تر سترګو شوې، چې بربنډه نښې او پټې وږمې يې درلودلې، نو د څار په درشل کې يو ځل کو

10.02.2013 امیل همدرد

د نننیوځوانانو د مرګ خطرونه کوم دي ؟

دکارپوهانو په يوه تازه څيړنه کي چي دنړي له شاوخوا ۵۰ پنځوسو پرمختللو ، متوسط او وروسته پاته هيوادونو له مطالعاتو څخه يي لاسته راوړي ، لدې سره سره چي په عمومي ډول دمړيني کچه مخ پرکښته ښودل کيږي ، دا په ډاګه کوي چي اوس دمرګ سره مخامخ ډيري قربانيان ځوانان دي .  پدې تحقيق کي زورزياتي ، ځانوژنه ، او ترافيکي پيښي له هغو مهمو عواملو څخه بلل سويدي چي په لوي لاس دټولني دا قشر( ځوانان ) دمرګ له ستوني تيروي . . ذکرسوې څيړنه همداراز ښيي چي دکوچنيانو

10.02.2013 امیل همدرد

د ملا درد/ د ډاکتر محب زغم ځواب

تاسو ویلي دي چې وزن مو ۹۲ کیلوګرامه دی. که څه هم تاسو د خپل قد په اړه څه نه دي لیکلي خو نارینه افغانان په متوسطه اندازه ۱۷۰-۱۸۰ سانټي مټره لوړ دي نو دغه وزن ستاسو لپاره زیات دی. ممکن ستاسو د ملا د دردونو علت همدا د وزن زیاتوالی وي. په دې عمر (۳۰-۴۰ کلنۍ) کې د ملا دردونه معمولاً د ملا د عضلاتو د شخوالي یا سپزم په وجه هم پیدا کېږي. د ملا د مریو دواړو خواوو ته پلې یا عضلات دي چې دغه مرۍ له یو بله په یوه معینه مسافه کې ساتي. څوک چې سپورټ نه کوي او یا د ناستې کارونه کوي (دفتري چارې، ډرېوري، نانواي

10.02.2013 امیل همدرد

د لب سرین څخه د سرطان مریضي پیدا کیږي

. په حقیقت کي همداسي هم ده . د امریکا فدرالی صحي موسسي له ډیرو پلټنو وروسته ثبوت کړه چي د ښځو په لب سرین کي له هغه مصنوعي رنګونوسره چي لب سرین ځينی جوړوي ، سرب هم شامل دي . د طب له نقطه نظره ډیر وخت پخوا ثبوت شوی وه چي  د سربو څخه سرطان پیدا کیږي . د نړۍ والو پلټنو له مخي هره ښځه په خپل ژوند کي څه د پاسه ۳،۵ کیلو ګرامه لب سرین خوري . له همدی کبله دې راپور زیاته نا راحتي رامنځ ته کړیده . په راپور کي راغلي دي چي د لب سرين جوړونکي مشهوره کمپنیان

10.02.2013 امیل همدرد

د انفلوانزا ناروغی او د مخنیوی لاری چاری یی

. یوبل ته دلیږدولو لاری یی مخامخ اړیکی لکه په غیږ کی نیول ، مچول او نوری ، نامخامخ اړیکی لکه په ویروس باندی په ککړ شوو شیانو لاس وهل او همدارنګه په ویروس د ککړی شوی هوا تنفس کول  دی . د ناروغۍ نښی نښانی :        انفلوانزا په ناببره تبه ( د ۳۸ درجو څخه لوړه ) پیل کیږی . د عضلو دردونه ، د سر درد ، ریږدیدنه ، د ستونی درد ، په ځینو حالاتو کی قی وهل او ان اسهال هم کیدلای شی ور سره تړلی وی . داناروغی په عادی ډول د ۲ څخه ت

10.02.2013 امیل همدرد

د زړه د ناروغیو د متخصص ډاکتر جلالزي ځواب

کومه ښکاره ناروغی نه لیدل کیږی اته میاشتی مخکی می د وینی معاینات وکړل په وینه کی ترای ګلیسراید تر عادی کچی لږ زیات وو وروسته د زړه متخصص ډاکټر ته ورغلم هغه راته یو ډول د فشار ګولی او بل د وینی د غوړیو د کمیدا ګولی ولیکلی او همدارنګه یی د ورزش کولو راته وویل زما پوښتنه دا ده چی زه څه ډول ورزش وکړم؟ درانه ورزشونه خو به کومه ستونزه نه پیدا کوی ؟ د تګ پر ماشین ۱۵ دقیقی منډه وهم خو کله چی یی بس کړم نو سر راباندی ګرځی ؟ که مهربانی وکړی او لازمی لارښونی راته وکړی مننه به وی

10.02.2013 امیل همدرد

د جاغور ناروغۍ

. او د راپيدا کېدو سترلامل يې په اوبواو مالګه کې دآيودين دمادې نه موجودیت او کموالی په ګوته شوی دی. روغتيا پوهان وايي که چیرته د دې ناروغۍ درملنه ونشي،دبدن نورې برخې هم تر خپل تاثېر لاندي راولي، اودځينوناروغیو تر څنګ دزړه دناروغۍ دپيداکیدوسترلامل هم ګرځې.  دانسان په بدن کې ځينې ځينې داسې غدې شتون لري چې ځانګړې مواد جوړوې دغه مواد د هارمون په نوم یادېږي. په بدن کې داغدې هره یوه په خپل وارسره خپلې ځانګړې او مهمې دندي سرته رسوې چې د بدن دمېتابولیزم په منظموالې او کنت

10.02.2013 امیل همدرد

اضطراب یا وېره څه شی دی؟ (۲) ذهني روغتیا

که دا کار کله کله د کومي تلوسې له امله وي د مثال په توګه تاسو د يوې ډيرې مهمې مسلې په باب فيصله کوئ او زړه نا زړه یاست يا هم له تاسو سره داسي چلند شوی چې په زړه مو نه و. يا ديوې مصاحبې لپاره نوي دفتر ته ځئ او ورته حالاتو کې که درسره ويره وي ، مخ  مو سور واوړي  او خوب درباندي راشي دا نو يو عادي حالت دی چې  ستاسو د تلوسې په وړاندي په عکس العملي توګه رامنځ ت

10.02.2013 امیل همدرد

د روغتيايي كلچر پياوړتيا ته اړتيا ده

ايا په افغانستان كې د دولسم پاسو او هغو كسانو چې درس يې نه دى لوستى ، د روغتيايي كلچر په سويه كې فرق شته ؟ د دنيا په ډېرو ملكونو كې د جامدو غوړيو استعمال يا منع شوى دى ، يا خلك حاضر نه دي چې جامد غوړي وخوري، خو په افغانستان كې څومره كورنۍ په دې خبرې دي چې كوم غوړي يې د صحت لپاره بهتره دي ؟ په  افغانستان كې اته ميليونه زده كوونكي په مكتبونو كې سبق وايي. د دې خبرې معنا دا ده چې د كابو هر كور يو يا تر يوۀ زيات ماشومان په ښوونځيو كې دي . خو كه چېرې د روغتيايي كلچر اساسا ت زموږ د معارف په كتا

10.02.2013 امیل همدرد

د هوا ککړوالی د مړینې یو مهم علت دی

 هم چاغوالی او هم د هوا ککړتیا د بې وخته مړینې مهم علتونه دي. په دوه زره لسم میلادي کال کې په اسیا کې څه باندې  یوویشت لکه کسان د هوا د ککړوالي په وجه په تېره بیا د ډېزلي موټرو او نورو لویو ګاډو د لوګو په وجه مړه شوي دي. احصاییې ښیي چې په اسیا کې د هوا د ککړوالي په نتیجه کې په وفات شویو یوویشت لکه ناروغانو کې دولس لکه کسان د ختیځې اسیا او چین اوسېدونکي دي او څه باندې اووه لکه یې د هند په شمول له جنوبي اسیا سره تعلق لري.  احصاییې ښیي چې په دوه زره لسم کال کې په ټوله

10.02.2013 امیل همدرد

غاښونه باید څنګه ، څه وخت او څورمره بورس کړو؟

 تحقیقات ښیي چې د غاښونو برسول که له هغه وخته پیل شي چې ماشوم تازه تازه غاښ پیدا کړي وي، نو لا بهتره ده.  هغه کسان چې ماخوستن غاښونه نه بورسوي خو سهار یېبورسوي، داسې دي لکه غاښونه چې یې بېخي بورس کړي نه دي. د ماخوستن له خوا د غاښونو بورسول، تر بل هر وخت مهم دي. له څیړنو سره سم، اکثره کسان تر خوب څو دقیقې دمخه غاښونه بورسوي، خو ډاکتران توصیه کوي چې د غاښونو د بورسولو تر ټولو ښه وخت هغه دی چې د ماښام له ډوډۍ وروسته سمدستي بورس شي. البته، له ه

10.02.2013 امیل همدرد

مېوه او ترکاري د زړه د ناروغي مخه نيسي

د دې څیړنې نتایج راته وایي چې که څوک ډېر غوړ او چاغېدونکي خواړه او دغه راز ډېر مالګین خواړه خوري،  د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان تر هغو کسانو دوه برابره زیات دی چې مالګه او هغه غوړ خواړه کم خوري چې په بدن کې په وازده بدلېږي او د چاغېدو سبب ګرځي.   د روغتیا د نړیوال سازمان له معلوماتو سره سم، د دنیا خلک تر بل مرض د زړه په ناروغیو باندې ډېر مري. مثلا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د زړه ناروغي د اوولس میلیونه او درې سوه زره کسانو د مرګ سبب شوه، مانا دا چې د

10.02.2013 امیل همدرد

د زکام د مخنیوي لپاره لس خواړه / ژباړن: جاوید اوربل

۱ - د واورو يا يخي جوړ شيان تر ډيره مرسته كوي چې درد ارام كړي او د مرۍ سوزيدل ، درد كول يا وچوالى را كم كړي . دا شيان كولى شي چې د انسان د وجود اوبه هم ور پوره كړي چې د زكام سره په مبارزې كې مهم رول لري . ډير مايعات كولى چې ترشحات كم كړي او تخريشيت ورك كړي . د واورو څخه جوړ داسې مواد پيدا كړئ چې هغه سل په سلو كې د ميوو له جوسو جوړ شوي وي خو نه يوازې د بورې اوبه وي . كوښښ وكړئ چې د مڼې ، انګورو او توت زميني له مزې استفاده وكړئ . ۲ - د چرګانو له غوښو څخه جوړه ښوروا تياره

10.02.2013 امیل همدرد

د کور او کوټو نظم و نظافت ذهن پیاوړی کوي

  یوه نوې څیړنه وايي چې د کور او کوټې نظافت او نظم ته توجه کول، د الزایمر یا د هېرېدا د ناروغۍ خطر کموي او د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي.   په دې سربېره د پاکۍ په کار کې برخه اخیستل، د بدن د اضافي کالوریو له سوځېدا سره مرسته کوي.   له بلې خوا مونږ ټول په دې پوهېږو چې که کور پاک ، سوتره  وي او هر شی په خپل خپل ځای کې وي، نو ذهن مو ورسره سکون او ارام مومي. که په دې پوه یو چې د کوټو کیلیانې چېرې دي یا مثلا تذکره چیرته ایښې ده، ذهني

10.02.2013 امیل همدرد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more