روانې چارې او بېلابېل
د عبدالعلي مزاري د ١٥ تلين په غونډه کې افغانان ملي يوالي ته راوبلل شول او د اساسي قانون په رڼا کې دکوچيانو او هزاره قومونو ترمنځ د ستونزې د حل غوښتنه وشوه . د حزب وحدت اسلامي رهبر عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣ کال دکب په ٢٢مه ، د طالبانو له خوا ووژل شو اومړى يې په بلخ کې خاوروته وسپارل شو .
ګلوبل پوست ورځپاڼې خبر وركړ چې دافغانستان او پاكستان لپاره دامريكا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هالبروك دروان كال دمارچ په پنځمه په امريكاكې په هارورډ فورم(سختواواحساساتي الفاظو)كې يوه كنفرانس ته ويلي چې دډيورنډ دكرښې په دواړو غاړو كې دمېشتو پښتنو په هره كورنۍ كې يو تن خامخاطالب دى . ده همداراز ويلي چې طالبان د پښتنې ټولنې نه بېلېدونكې برخه ده .
ټولو هغه مشرانو او دوستانو ته چې په دې برخه کې يې خپل سپيڅلې احساسات څرګند کړي په درناوی تيره اونۍ يوې انټرنټي ورځپاڼې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا دمتحده ايالاتو د ولسمشر د ځانګړي استازي ريچارد هولبروک له خولې داسې څرګندونې خپرې کړې، چې په کې پښتون قوم طالب ياد شوی و ، او پرموجوده حکومت هم نيوکې شوې وې ، دا چې نوموړي څه ويلي او په کوم هدف يې ويلي زه پرې څه نه وايم ځکه دوی زورور دي، دوی هر څه وايې او هر څه کوي .
د افغانستان کورني عواید په روان کال کې تر ۶۰ میلیارده افغانیو پورته دي. تېر کال همدغه رقم څه باندې ۴۱ میلیارده افغانۍ و. په یو کال کې د هېواد کورني عواید نېږدې ۵۰ په سلو کې زیات شوي دي. د روان کال په کورنیو عوایدو کې د ګمرکي عوایدو ونډه په سلو کې دري پنځوس ده او دغه عواید د تېر کال په پرتله شاوخوا ۹۰ په سلو کې ډېر شوي دي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې یوپخوانی مقام کرنیل امام امام چې د تیرو ۳۰ کلونو راهسي دافغان دولت مخالفین د افغانستان په داخل او له دې هیواده دباندې او لومړی د شوروي اتحاد پرضد او بیا په نوي یمو (۱۹۹۰) کلونو کې د طالبانو په ملاتړ د افغانستان د نیولو لپاره اداره کول ، په یوه بې ساري پاکستانۍ معما ده بدل شوی دي .
زما بیچاره، دردمنو او دعزت نه ډکو خویندو اومیندو! سلامونه او احترامونه. هسی هم دافغانستان دخلکوحالت دژړاوړدئ،خوستاسو په وضع باندی باید دسترګو څخه داوښکو په ځای وینی راتویی شی.ددی خاورینی کری په مخ ستاسو په څیرمظلومه ،محکومه ،مجبوره،معصومه،یوازی،بی دفاع ،بی ارزشه اوځوریدلی ښځی نشته.تاسی هیڅوک ،هیڅ شئ،هیڅ حق او هیڅ وس نلرئ.
حزب اسلامی به رهبری گلبدین حکمتیار یکی از احزاب عمدۀ جهادی علیه اشغال افغانستان توسط اتحاد جماهیر شوروی پیشین بحساب میرفت. این حزب با وجود ادامۀ جهاد علیه رژیم کمونیستی تحت حمایت شوروی کابل در درگیری های داخلی با احزاب دیگر جهادی نیز مصروف جنگ بود.
اوونۍ وړاندې افغان دولت په رسنیو بندیزونه ولګول چې نور به له مارجې او نادعلي څخه، یا د فوځي عملیاتو پر مهال د جګړې له ډګره په سیده توګه خبر نه خپروي . دغه بندیزونه نه یوازې د دېموکراسۍ له بنسټیزو آرونو سره ناباندې دي، بلکې اوسمهال د روانې جګړې، په ځانګړې توګه د نادي علي او مارجې روان ناتار ته په پام سره، باید په سختو ټکو وغندل او په ټینګه یې سرغړوای وشي . خو دا چې طالبان دغه بندیزونه غندي، نه یوازې د افغان ژورنالېستانو، لیکوالو، مخورو، منورو او مظلوم ولس سپکاوی دی، بلکې د دوی (طالبانو) متحیر العقول عقل او سل مخي هم زبادوي .
همزمان با اعلان حملۀ نظامی امريکا بر مرجه در ساحۀ سياسی افغانستان حوادث پرارزش رخ داد ، که يک نوع فضای اميدواری را برای بيرون رفت از وضعيت ناګوار کنوني خلق نمود ،ازآن جمله فيصله يی کنفرانس لندن مبني بر آغاز روند مصالحه وآشتي با مخالفين دولت بود ، که طرح دولت افغانستان را برای به راه انداختن روند مصالحه با
د افغانستان لپاره په امريکايي سياستوالو کې (هالبروک) هغه څېره ده، چې د خپل ماموريت له پيله يې له يوې عقدې او کينې سره کار پيل کړ. هالبروک او د هغه بل ملګرى (ګالبريټ) چې په ځينو هېوادونو کې د هغو د طبعي سياسي جوړښت د بدلولو قهرجنه تجربه لري، غوښتل يې په افغانستان کې هم دا تجربه تکرار کړي. په افغانستان د دوى هڅې له څو کلونو راهيسې روانې وې، خو څرکونه يې هغه وخت لاپسې ولګېدل چې د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې.
پښتانه دنړۍ ترټولوقومونوغيرتي،سرلوړى،مېلمه پال،زړور،ولسواک اوپه اسلام مين قوم دى پښتنودتاريخ په اوږدوکې په چاتيرى نه دى کړى،دتاريخ يوه پاڼه يې هم نه شي ثابته ولى چې پښتنودې هغه که دلردي که دبر، چې په چادې تيرى کړى وي،خوله دې خبرې نه هم څوک انکارنه شي کولى ځکه چې،دتاريخ ټولې پاڼې پرې ګوادي . چې تل وخت ناوخت يرغلګرو پرپښتنوتيرى کړى دى هغه که انګريزان وکه مغل اوکه اوسني امريکا يان که روسان ول خوموږپښتنويې تل مقاومت کړى اودخپل ملک خاورې اولس دفاع موکړې ده اويرغلګرموترخپله کوره زغلولي ،منم چې پښتانه بې وزله دي محکوم دي خوبې غيرته نه دي
دوشنبه(د مارچ لومړۍ) د امریکا چاپ نیوزویک مجلې د لشکر طیبه ډلې په باب یوه مقاله خپره کړې او په هغه کې یې ویلي چې دا ډله ترالقاعده هم خطرناکه ده خود لوېدیځ استخباراتي اداروتراوسه پورې د دې پاکستانۍ ډلې له لوري د لوېدیځ ګټو ته د ورپېښ خطرپه باب جدي پاملرنه نه ده کړې
په داسې حال کې چې امريكایيانو خپل پام د افغانستان او پاكستان د پولې په اوږدو كې د القاعدې اصلي مشرتابه نښه كولو ته اړولى، يوه چندان نه پېژندل شوې اسلامي وسله واله ډله د ځمكې پر سر د يوه بالقوه ګواښ په توګه راڅرګنده شوې. له تيرو پنځلسو كلونو راهيسې لشكر طيبه چې زياتره د "لېټ" په نامه پېژندل كېږي، هندي منافع ، په ځانګړې توګه د كشمير په لانجمنې سيمې كې تر بريد لاندې راوستي. خو لوېديځ او هندي استخباراتي كارپوهان وايي چې لېټ په زياتېدونكې توګه د بهرنيانو په نښه كول او په نړېواله كچه د خپلو جرړو پراخول غواړي- او دا چې دا ډله د دې توان لري چې له هند څخه بهر هم ويجاړونكي بريدونه ترسره كړي.
د افغانستان جمهور رئيس محترم حامد كرزي د روان ميلادي كال د جنورۍ د مياشتې په 28 د افغانستان د پاره د لندن په كنفرانس كښې له طالبانو سره د خبرو آترو پيشنهاد وكړ او يوه طرحه يې وړاندې كړه چې ددې طرحې په اساس به طالبانو ته په حكومت كښې وظيفې وركول كيږي او همداشان به له دوي سره مادي مرستې كيږي چې په هيواد كښې عمراني چارې پيل كړي .
که څه هم ليکوال نه يم خو له فرهنګي اوکلتوري کارونو سره ډيره مينه لرم او دهمدغي ميني له مخې مي له زياترو شاعرانو،ليکوالانو،ژورناليستانواوپه ټوله کې دادب له مينوالو سره ملګرتيااوراشه درشه ډيره اوخوښيږي،پدي وروستيوکې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترڅنګ د ولايتي شوراګانو ټاکني هم ترسره شوي،دننګرهار دپخوانى ولايتي شورا ريس فضل هادي مسلميار په ګډون زياترو پخوانيو غړو هم يو ځل بيا د ولايتي شورا لپاره خپل ځانونه نومولي وه چې له دغو پخوانيو غړو څخه يوازي مسلميار او يوي ښـځينه وکيلي ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه او نور پاتې راغلل چې زموږ دليکني موضوع په پاتې شوو نوماندانو اوبرياليو باندي نه څرخي بلکي زه غواړم پدغه ليکنه کې دپخواني ولايتي شورا د ريس مسلميار او غړو يي يو څو د خدمت ټکو ته پاملرنه وکړم
په ۲۰۱۰/۲/۲۴ دطالبانواړوند الاماره ویب پاڼې دکندهارداطلاعاتو کلتوردرییس عبدالمجید بابي دوژلوخبرخپور اودهغه ترڅنګ یې دنوروداشانې ریسانودوژلوګواښ هم وکړ.
له پښتنو سره د تاريخ عجيبه لوبه روانه ده!
کلونه مخکې (فکر کوم ۲۰۰۴ عيسوي کال به وو) په يو بهرني هيواد کې په يو نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی ووم، د کنفرانس لومړی ورځ وه، په مشکله مې د کنفرانس په يو حال کې انټرنيټ ته لاسرسی وموند. غوښتل مې چې لومړي مې بريښناليک چک کړم. خو څرنګه چې مې دغه پاڼه پرانيسته، يو خبري سرليک په کې داسې وو چې د کرزي د کابيني يو وزير ووژل شو. مخکې د خبر له لوستلو مې سمدلاسه فکر وکړ چې ممکن د شمال ټلوالی کوم يو وي، ځکه هغه وخت د کابيني ډیری غړی د شمال ټلوالي کسان وو، او د هيواد په ګوټ ګوټ کې پښتون وژنه لکه د نن دود وه.







