د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(عينو مېنه) او د خدمت په نوم د دولتي ځمکو تجاران

رنګين احمدزى 21.05.2008 01:32
تېره ورځ طالب وياند قاري يوسف احمدي د يوې اعلاميې په ترڅ کې له خلکو وغوښتل، چې د کندهار د عينو مېنې په نمره شوې ځمکه کې کورونه وانخلي، لامل يې دا ښودلى چې ګواکې دا ځمکې دولتي دي او د ولسمشر حامد کرزي قاچاقبر ورور احمدولي کرزي په زوره غصب کړي دي.
د طالب وياند له اعلاميې سره زما سرو کار نشته، خو د عينو مېنې په اړه چې له ما سره کوم مالومات شته، غواړم داستان يې له لوستونکو سره شريک کړم.
له ورايه خو د دولتي ځمکې د غصب خبر خلکو ته ځکه ساده ښکاري، چې په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان په هر ولايت کې د زورواکانو له خوا پر دولتي ځمکو د خېټې اچولو مثالونه شته، خو زما په نظر د عينو مېنې د غصب خبره دومره ساده نه ده، ځکه په دې ځمکه که له يوې خوا زورواکو غاصبينو خېټې اچولې، خو له بل پلوه يې خپل دې ملي خيانت ته يو څه قانوني پوښ ورکړى دى.
عينو د کندهار ښار ته څېرمه د کابل او کندهار په لويه لار د هغې نوي آبادي شوې مېنې نوم دى، چې په عصري ډول پکې له روغتونونو، ښوونځيو او مسجدونو نه نيولې تر پارکونو او هوټلونو پورې هرڅه په پلان کې نيول شوي دي.
خو دا چې:
دا ځمکه د چا ملکيت دى؟
په کومه بانه او چل و ول د زورواکانو له خوا غصب شوه؟
او ولې په دې قضيه کې د ښکېلو کسانو په رسوا کولو کې د لوى څارنوال او ښاري پراختيا د وزير په ګډون د هيڅ يوه لوړ پوړي چارواکي وس نه رسېږي، ټول هغه څه دي، چې په دې ليکنه کې به ځواب ورته وويل شي.
هغه وخت چې لا د دې مېنې د جوړېدو کار نه و پيل شوى په اړه يې داسې ويل کېده، چې يوه امريکايي کمپنۍ د غريبانو لپاره د عينو مېنې په نوم يو پر نقشه برابر ښارګوټى جوړوي، چې تر جوړېدو وروسته به يې کورونه په لږ ګټه او ډېره ټيټه بيه د اوږدمهالې پور په توګه پر هغو خلګو وپلورل شي، چې په کندهار ښار کې ځاني کورنلري.
دا نو د اوسني حکومت د پيل هغه کلونه وو، چې د ولسمشر کورنۍ ته منسوب د امريکايي تابعيت لرونکى کس عبدالله پوپل په کندهار کې ښاروال و.
د دې ښاغلي د رشوت او خيانت په اړه به کندهاريانو ويل، خلګ په امريکا کې کار وکړي، پيسې يې په خپل هيواد کې مصرف کړي، خو زموږ ښاروال يې په خپل ملک کې ګټي!؟ او په امريکا کې جايدادونه په رانيسي.
عبدالله پوپل، محمود کرزى، احمدولي کرزى، انجينر حامد هلمندى او درې تنه امريکايي سوداګر هغه کسان دي، چې په دې غصب کې د لاس لرلو ګوتې ورته نيول کېږي.
ويل کېږي چې عبدالله پوپل د دغې ځمکي يو متر په ډېره ټيټه بيه (١٥ افغانۍ) د ښاروالۍ له خوا له غريبانو سره د مرستې!؟ په نوم پر دغو کسانو باندې وپلوره.
محمود کرزي يوه امريکايي کمپنۍ په دې خدمت؟! کې پانګې اچونې ته واداره کړې وه.
انجينر حامد هلمندي يې ساختماني کارونه پر غاړه اخيستي وو.
او احمدولي خان بيا د خپل زور په واسطه د دې پروژې عملي کېدو ته ټټر وهلى و.
عبدالله پوپل له دې پرمختيايي پروژې څخه!؟ چې د ملي دفاع وزارت ملکيت يې د ښاروالۍ د ملکيت په نامه ورباندې خرڅ کړ، خپلې نغدې چغدې پيسې و ايستې، دا چې څو وې؟ د عبدالله خان پوپل  په  امريکايي بانک  اکاونټ  يا هم سويس بانک اکونټ کي کې وکتل شي، که دا پيسې سويسي بانکونو ته انتقال سوي وي بيا به يې حساب معلومول هم ګران کار وي .
انجينر حامد هلمندى چې يو پر هيواد او ولس مين شخصيت دى، وروسته له هغه چې د دې ملي سوداګرو!؟ په خيانت او شوم پلان خبر شو، ډېر ژر يې حسابونه ورسره تصفيه او ځان يې په دې ملي خيانت کې له ونډې اخيستو نه خلاص کړ.
د انجينر حامد هلمندي په غوښتنه امريکايي پانګوالو هم ډېر ژر خپلي پيسې و ايستې، ځکه چې هغوى نوموړى له  مخکې لا په امريکا کې د اوسېدو پر مهال د يوه هيوادپال او پاک نفسه انجينر په توګه پېژانده.
محمود جان او احمدولي خان چې په دې ډول غصبوونو کې خورا مهارت لري، د کندهار له نوي والي اسدالله خالد سره په شراکت يې دې ملي خدمت!؟ ته ملا وتړله او د امريکايي کمپنۍ پر ځاى يې له يوې چينايي کمپنۍ سره قرارداد وکړ، چې ډېر ژر چينايي کمپنۍ هم پر شا شوه، او اوس يې ځمکې د ساده نومرو په ډول پر خلګو په دې شرط پلورل کېږي، چې له نقشې سره مطابق به يې جوړوي.
دا چې ولې لوى څارنوال کندهار ته د خپل سفر پر وخت په ولسي جرګه کې د کندهار د ځينو وکيلانو له پرله پسې غوښتنو سره – سره دا قضيه راپورته نکړه، لامل يې دا دى چې په دې سوداګري کې د جلالتماب ولسمشر د کورنۍ دوه نازولي کشران (محمود جان او احمدولي جان) او د کندهار والي اسدالله خالد ښکېل دي .
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلګو وکيل حاجي حبيب الله جان يو کال مخکې د کابل له يوه تلوېزون سره په مرکه کې د عينو مېنې قضيې ته په اشاره سره پر لوى څارنوال عبدالجبار ثابت باندي د يوې نيوکې په ترڅ کې وويل چې که نوموړى د هرات له ښاروال، د کابل تلوېزون له پخواني رئيس او ځينې نورو کسانو سره د يو څو لکه افغانيو حساب کوي، د کندهار له دولتي چارواکو سره دي د ميليونونو ډالرو په ارزښت د دولتي ځمکو د غصب او د بيا رغونې د پيسو حساب هم وکړي.
انجينر حامد هلمندي ته د يوه نيژدې کس په وينا، چې د پروژې د پيل پر مهال په عينو مېنه کې د ګران ترين کور بيه د اوږد مهالي پور په بدل کې (٣٥٠٠٠) او د ارزان ترېن دا (١٣٠٠٠) امريکايي ډالره ټاکل شوې وه، خو کله چې دې ملي خدمتګارانو!؟ څو کورونه جوړ کړل، د اوږدمهالي پور ژمنه خو کورټ له منځه لاړه، د ارزان ترين کور نرخ د (٦٠٠٠٠) او د ګران ترين دا د (١٤٠٠٠٠) امريکايي ډالرو په شاوخوا کې وټاکل شو.