د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږ دملت په ژبه نه ګړېږو نوځکه نیمګړی ملت یو

تفسیرخان (تفسیر) 21.05.2008 01:28

داسې  ښکارې چې افغان ولس له اوږدې قربانۍ وروسته په یوه کامل ملت بدلېږې، ځکه یې نو هغه دسیسه کشف کړې، چې پرهېواد یې دوخت دسترو ځواکونو له یرغلونواوپه پای کې د هغوی دلاس پوڅوپه لاس کې زمونږ دهېواد له پرېوتلواو ټوټې کېدلوسره سم د پښتو او پښتنو پرضدپیل، اولا روانه ده.

 ددې دسیسې موخه دملی منلو بنسټونوتر ټولو مهم بنسټ یانې دډېرکي ژبه چې دنړۍ په ټولو هېوادونوکې دملي او دولتی ژبې په ټوګه څرګندیږي، او دخلکو دیووالي او يو موټی توب دستنوتر ټولو مهمه ستن ګڼل کېږی، ورو ورو کمزوري کول اوپه  پای کې له منځ څخه وړل ؤ. ځکه يې داسلامي ورورګلوۍ تر پردې لاندې  دپردیو پرمخ زمونږ دهېوادد ورونوپه پرانستلوسره يې هغه دهغوی او دهغوید اجنټانو او  اوجاسوسانو په ځاله بدل ، او له دې لارې يې هغه ویاړونه اوارزښتونه چې زمونږ خلکو دتاریخ په اوږدو کې په دغه جغرافیوي موقعیت-افغانستان کې را منځ ته کړی وو په پردو پورې و تړل، او په پای کې یې زمونږ خلک  له هغې جاذ بې څخه  بې برخې کړل  چې دوی یې سره راټولول او یو موټی کول. همدغه لامل ؤ چې ځینو زمونږ د ویاړلی افغان ولس دویاړونو  پرځای د خراسان ( چې اوس یې ځينې برخې په ایران، ازبکستان او ترکمنستان پورې اړه لري)، اونورو ددروغجنو ویاړونو  په تبلیغولو سره زمونږدهېواد دقامونو ورورګلوی او یووالی زیانمن ، هېواد یې راته  دجګړې په ډګر بدل، اولاکوښښ کوی چې دتل لپاره يې دجګړې د ډګر په توګه وساتي.

همدغه لامل دی چې د کابل اوسنی  دولت او دهغه نړیوال  سپنسران دملت دجوړونې خبرې کوي او دا پرځای هم ده  ، په دې چې  مونږ دژبې پر بنسټ سره  ویشل شوي یو که نه په نړی کې داسې هېواد نشته چې هلته دې یواځې یو قام مېشت وي.

خو اوسنۍ دولت د سره له دې چې د ملت جوړونې خبرې کوی، بیاهم  په دې برخه کې د ملت جوړونې د اصلونوترټولو مهم اصل، یانې د ډېري له ژبې سره دتېر و دولتونوپه شان چلند، او هم هغسې په ګوښه توب کې ساتي.
 
دوی له نورو ستونځو سره هم کټ مټ دغسې چلند کوي. خو ستونځې اوارول غواړي، په خاص ډول دژبې ستونځه چې دټولو نورو ستونځو په سرکې ځای لري.
راځۍ وګورو چې په نورو هېوادونو کې دډېرکي ژبه کوم ځای لري او خلک یې څنکه په ملتونو بدل شوي.
لومړۍ به ایران ته لاړشو . ایران له پارسانو، ترکانو، ازرباییجانیانو ، عربانو،کردانو،بلوچانو اونورو څخه جوړدی، خو یوه رسمی او ملي ژبه لری. دا ژبه پارسی او د ډېرکی ژبه ده. ترکیه، تاجکستان، ازبکستان، اوتر کمنستان یوه یوه رسمي او ملي ژبه لری.
په نړۍ کې ډېر کم هېوادونه شته چې دوه، درې اویازیاتې رسمی ژبې و لری. خو سره له دې      چې که څو رسمی ژبې ولرې  بیا هم یوه ژبه لومړیتوب او ملیتوب لري.
 راځۍ چې ددغې  ستونځې داوارولو چاره دسویس له خلکو زده کړو، او وګورو چې هغوی داستونځه څرنګه اواره کړې چې له کبله یې په یووالی او ورورګلوۍ کې ژوند کوي. په دې اړه غواړم هغه څه چې ما په خپله اورېدلي تاسې ته ووایم: څو کاله پخوا په یوه غونډه کې دګډون چانس را په برخه شو. په غونډه کې په سیمه کې دسویس دسفارت لومړی سکرتري دسویس  د افتصادي او کلتوری ژوند په اړه خبرې وکړې. په پای کې موږ ترې ځینی پوښتنې وکړې. یوه پوښتنه په سویس کې د رسمي ژبو دشمېر اوکارونې په اړه وه. په ځواب کې هغې وویل چې ددوی هېواد څلور رسمي ژبې لری چې جرمنی، فرانسوی، ایټالیوی، او رومانچ نومېږي.هغې وویل ددغو څلور واړه ژبو ویونکی په خپلوسیمو کې پخپله ژبه خبرې او زده کړه کوي. خو هغې زیاته کړه چې بیا هم هره ژبه خپل ځای لرې.هغې ددې خبرې دسپړلو په مهال وویل چې که تاسې دسویس په هرګوټ کې یوې غونډې ته  لاړشۍ نو وبه ګورۍچې هلته خلک دهم هغې سیمي په ژبه خبرې کوي خو چې غونډه څومره لویېږي  دلوی قام دژبې خواته ځي، اوپه پای کې هره ستره ملي غونډه په جرمني ژبه پای ته رسېږي، او دا ځکه چې جرمني د ډېرکی ژبه ده. ځکه نودسویس خلک ځان سویسیان یا دسویس ملت ګڼي؛ سره یودي،  اوپه هوساینه کې ژوند کوي.

اوس نوکه د افغانستان اوسنۍ دولت په رښتیا  غواړي چې دافغانستان قامونه سره یو اوپه یوهیوموټي  ځواکمن ملت بدل کړي ، په کارده
چې دګاونډیانو په پله پل کېږدي او پښتوچې په افغانستان کې دډېرکي ژبه ده دهېواد  په یواځنۍ     رسمی او ملی ژبې په څېررواج کړی، چې په دې توګه به په یو غشي دوه مرغۍ وولي-هم به دخراسانیانو چې ایران او ترکیه  د افغانستان لپاره ښه سرمشق ګڼي تنده ماته کړي، او هم به دافغانستان خلک په یوه یو موټي ملت  بدل شي.
خو موږ پښتانه چې دخپل ګران هېواد ورونو قامونو ته له ځان سره برابر حقوق غواړو او ایران او تر کیه  دخپل هېواد لپاره ښه سر مشق نه ګڼو، په دې چې هلته د لږه کیو حقوق تر پښو لاندې شوي، نو دخراساني اجیرانو  پرعکس متمدن اروپایی هېواد - سویس دافغانستان لپاره ښه سرمشق ګڼو، او پښتو چې زمونږدهېواد دډېرکي ژبه ده دیوې یواځنۍ رسمي او ملي ژبې په شان نه بلکې دیوې لومړنۍ او ملي ژبې په شان، چې په خوا کې به يې  پارسي هم رسمي ژبه وی،  رواجول غواړو. په دې توګه کولی شو  دژبې، نژاد، او مذهب تر سیوری لاندې روانو  اوږدو  لاس وهنو ته دپای ټکی کېږدو، اوهېواد اوهېوادوال موپه خپلو پښو ودروو. که نه دپخوا په شان به ټول (پښتون، تاجک، هزاره  ازبک، اونور) یوشان یوبل له ولګې سره خورو اوشتمنۍ به موهغوی چوروي چې مونږ ته له پښتو او پښتنو سره ددښمنۍ درس راکوي.