د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر دې د نعيمي د استعفى په اړه ژور فکر وکړي

حارث امرخېل 20.05.2008 01:08

دکرزي د حکومت له پيل راهيسې تراوسه پورې دا لومړى ځل دى ، چې ددې حکومت يو فعاله والي په خپله ولسمشر کرزي ته خپله استعفى وړاندې کوي .

د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي، چې له درې کلونو راهيسې ددې ولايت دوالي په توګه دنده ترسره کوي ، څو ورځې مخکې يې خپله استعفى ولسمشر کرزي ته وړاندې کړه .

د هغه د استعفى لامل روڼ او شفاف دى .

والي په دې ولايت کې له علماوو ، قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، ددې ولايت د ولسي جرګې او ولايتي شورا له غړيو، امنيتي ادارو ، ځوانانو او نور عام ولس سره خورا ښې او په زړه پورې اړيکې لري ، خو په پلازمېنه کابل کې ځينې ادارې نوموړي ته په بېلابېلو برخو کې ستونزې جوړ وي او ددې ولايت او د والي د هڅو مخه نيسي .

په دولت کې ځينې هغه کړۍ او ډلې فعاله دي ، چې د ملي ګټو پرځاى قومي ، سمتي او شخصي ګټو ته ژمن دي او له همدې امله نه غواړي ، چې د نعيمي په څېر ځوان او په ملي روحيه سمبال استعداونه وده وکړي .

نعيمي د هغو واليانو په څېر نه دى ، چې د ملت د ګټو پرځاى شخصي او دځينو ډلو ورځنۍ ګټې په نظر کې ونيسي او د هغوى بېلابېلو فشارونو ته سر ټيټ کړي ، ددې والي ترڅنګ د ميدان وردګو ولايت باتور او مېړنى ولس ولاړ دى او چاته به وخت ورنکړي ، چې ددغه والي په نه هيرېدونکيو خدمتونو پرده واچوي او هغه تر فشار لاندې ونيسي .

دغه والي د ميدان وردګو ولايت د رغونې او سمسورتيا په برخه کې دومره هڅې کړې دي ، چې ددغه ولايت د جوړېدو له نېټې راهيسې هيڅ والي نه دي کړي .

که نعيمي سره يواځې د ځان غم واى، نو استعفى به يې نه کوله او د ولايت له څوکۍ څخه به نه تېرېده ، خو هغه د لازيات خدمت او دې ولايت ته د مرکزي ادارې د ښې پاملرنې په موخه استعفى کړې ده .

نعيمي په ښکاره ويلي چې نه غواړي سمبوليک والي ووسي او ولس يواځې په تشو خبرو او ژمنو تېر باسي ، بلکې غواړي چې مرکزي حکومت ددغه ولايت بيارغونې او ددې ولس ستونزو ته په ريښتنې توګه پاملرنه وکړي او دې ولايت ته منظور شوې پروژې په يوه او بل نوم نورو ولايتونو ته انتقال نشي او ددې ولايت د ځينو پروژو تړونليکونه دې دکابل پرځاى په همدې ولايت کې کې امضا شي .

اوس بايد ولسمشر کرزى ، چې ترڅنګ يې ډير داسې کسان راټول دي ، چې بې له خپل سمت ، ژبې او ډلې څخه بل څوک نه غواړي د نعيمي په څېر په هېواد مين واليان دې له لاسه نه ورکوي او د هغو کسانو لاسونه دې غوڅ کړي ، چې د دا ډول بااحساسه واليانو د ودې او پرمختګ مخه نيسي .

نعيمي هغه والي دى ، چې تش په نامه ميدان ښاريې په ريښتينې توګه په خپله کاري دوره کې ښار کړ او ددې ولايت اتو ولسواليو ته يې په متوازنه توګه د بيارغونې لړۍ غځولې او لا دوام لري .

ميدان ښار، دکابل له څلورو دروازو څخه يوه مهمه دروازه ده ، چې ددې دروازې امنيت ساتل او په دې ولايت کې د امنيت د فضا رامنځته کول کومه ساده خبره نه ده ، همدا والي ده ، چې د جهادي قوماندانانو، علماوو، قومي مشرانو اوعام ولس په مرسته يې ددې سيمې امنيت نيولى او دوي يې دې ته هڅولي، چې له دولت سره په دې حساسه سيمه کې مرستندوى شي .

د ميدان وردګو ولايت ټول ولس له حامد کرزي څخه په ډاګه غواړي ، چې ددې والي استعفى منظور نکړي او ددې ترڅنګ دې د مرکز اړونده ادارې اړباسي، چې په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې له دې والي سره د زړه له کومې همکاري وکړي .

همدارنګه دې ولسمشر د هغو کسانو په خولو لاس کښيږدي ، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر ددې ولسپاله والي د کار مخه نيسي او هغه ته دسيسې جوړوي .

ولسمشر که نعيمي ددې ولايت د خلکو د خدمت لپاره رالېږلى وي، نو وخت دې ورکړي، چې کار وکړي او ددې والي د استعفى له منظورۍ څخه مخکې دې د نوموړي ولايت له قومي مشرانو ، جهادي قوماندانانو، علماوو او ځوانانو سره ددې والي د کار ، هلوځلو ، پلانونو او ابتکارونو په اړه وپوښتي او بيا دې وروسته تصميم ونيسي .

ددې ولايت لپاره د نعيمي په څېر د بل موزون والي پيداکول د کرزي د حکومت لپاره ستونزمنه خبره ده ، ځکه دې والي په دا تېرو درېو کلونو ددې ولايت د خلکو په ديرش کلن زخمي زړه د مهلم پټۍ ايښې او ددوى هيلې يې تر ډيره بريده پوره کړې دي .

ددې ولايت اوسېدونکي، نعيمي ته د والي په سترګه نه ، بلکې د يوه ريښتي خدمتګار په سترګه ګوري او دده ترشاه ولاړ دي .

د ميدان وردګو ولايت ولس به د نعيمي په لرې کولو له حکومت څخه سخت خوابدى شي او په دې کار سره به د حکومت او ددې ولايت د خلکو ترمنځ رالنډه شوې فاصله بېرته لرې شي ، اوبه به خړې او کب نيوونکي به پکې خپل ماهيان ونيسي .

خو ولسمشر کرزى دې دا ډول مغرضو کب نيوونکيو ته زمينه نه مساعده وي ، د نعيمي استعفى دې نه منظوروي او هغه دې د ميدان وردګو ولايت د والي په توګه پريږدي او د مخکې په څېر دې ملاتړ وکړي ، چې له دې سره به د ميدان وردګو ولايت ولس خوښ ،د پرديو په اشاره دسيسې شنډې او ددا ډول واليانو کاري قوه به څو برابره پياوړې شي .

په همدې هيله