د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او کره سرشمېرنه

د سيمينار پریکړه لیک 15.05.2008 19:38

بسم الله الرحمن الرحيم

مطبوعاتي خبرتيا او پرېکړه ليک

د ۱۳۸۷ ل کال د ثور پر   ۲۶ مه د کابل ښار په انټر کانټيننټال هوټل کې د يو شمېر کلتوري ټولنو او ټولنيزو سازمانونو په نوښت د سرشمېرنې په باب یو علمي  سیمینار جوړ شو. په دغه سيمينار کې ګڼ شمېر حقوقپوهانو، ټولنپوهانو، ليکوالو، د ملي شوراغړو او د احصايې د چارو متخصصينو برخه اخستې وه .  د دې سيمينار برخوالو د کره سرشمېرنې په باب تر هراړخيزو علمي بحثونو وروسته پر لاندې پرېکړه ليک توافق وکړ:

۱-     د سر شمېرنې پر وړاندې سترې پرتې ستونزې:

سر شمېرنه یوه اساسي ټولنیزه پروسه او د کره دیموګرافیکي معلوماتو مهمه سرچینه ده، د یوهېواد د نفوسو په باب جامع معلومات راټولوي او د نفوسو د بېلابېلو ګروپونو شمېر او حالت معلوموي،  په افغانستان کې بشپړه او کره سر شمېرنه هېڅکله هم نه ده شوې او دیوې کره سر شمېرنې اړتیا تل احساسېږي، خو اوسمهال یې په مخکې لاندې سترې ستونزې پرتې دي:

• د امنیت ستونزه : د معتبرو نړیوالو سرچینو له مخې اوسنی حکومت د هېواد په زيات شمېر سيمو کې له امنيتي ستونزو سره مخامخ دی، په ۱۹ ولایتونو کې عملاً د احصايې او نورو دولتي چارو پر وړاندې ستونزې موجودې دي او د احصايې د اخيستنې پر مهال په نورو پاتې ولايتونو کې هم د امنيت د خرابۍ احتمال شته .

• د مرکزي احصايې کمزوری  ظرفيت : د دومره سترې پروژې په تناسب د دې ادارې تخنيکي او اداري وړتیا ډېره کمه ده او بې پرې توب يې تر پوښتنې لاندې دی.

• د محرمیت او شفافیت نشتوالی: د اسنادو د سم اخیستلو، خوندي ساتلو او انتقال  ډاډ نه شته، د کمک تر نامه لاندې د ځينو مغرضو ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه دا تشويشونه نور هم زياتوي.

• د مهاجرو، داخلي بېځايه شويو او کوچيانو د شمېرنې د پروګرام نشتوالی: په اوسنۍ سرشمېرنه کې د نوموړو کتګوريو هېوادوالو د شمېرنې لپاره چې د ټول هېواد د نفوس اټکل  ۳۵ ــ  ۴۰ ٪ وګړي تشکيلوي، کوم دقيق او هراړخيز پروګرام نشته.

• د سرشمېرنې پر وړاندې پرتې سياسي او کلتوري ستونزې: يو شمېر سياسي کړۍ هڅه کوي چې د هېواد له اوسنۍ نارامې سياسي او امنيتي وضعې څخه د خپلو سياسي هدفونو لپاره ګټه پورته کړي او سرشمېرنه تر سياسي اغېز لاندې راولي. ددې سياسي اندېښنې تر څنګ د سرشمېرنې پر وړاندې ګڼې کلتوري ستونزې هم شته او دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر کورنۍ دې ته حاضرې ندي چې د جنس، عمر، او د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې دقيق معلومات وړاندې کړي. په بېلا بېلو سيمو کې د احصايې د ښځـينه مامورينو د متناسب شمېر کموالی هم بله اساسي ستونزه ده.

۲-   د يوې شفافې او کره سرشمېرنې د اخيستلو حل لارې:

پورتنيو اندېښنو ته په کتو سره اوسني حالت کې شفافه او کره سرشمېرنه ممکنه نه ده نو پدې خاطر چې حکومت او نړيواله ټولنه په هېواد کې يوه کره سرشمېرنه ترسره کړي دغه لاندې حل لارې وړاندې کېږي:

• کله چې په هېواد کې بشپړ او ډاډمن امنیت تامین شي،
• د مرکزي احصایې ظرفیت لوړ او بې پرېتوب یې ډاډمن شي،
• د ګاونډیو او مغرضو هېوادونو دلاسوهنو مخنيوی وشي اودسرشمېرنې محرمیت او شفافیت تضمین شي،
• عامه پوهاوی تر سره شي، کلتوري ستونزې له منځه لاړې شي، د ځينو کورنيو او بهرنيو سياسي ډلو د سياسي اغېزو مخنيوی وشي او اولس په هر اړخيز ډول د سرشمېرنې په  پروسه کې شریک شي،
• د مهاجرو اکثريت بېرته هېواد ته راستانه شي، داخلي بې ځايه شوي پر ځای شي او د کوچيانو د سرشمېرنې لپاره يو دقيق او روښانه پروګرام جوړ شي .

د دې سیمینار برخوال د افغانستان پر حکومت، ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو غږ کوي او ترې غوښتنه کوي، چې  له پورتنيو ستونزو  سره سره دسرشمېرنې تر سره کول به ملت ته د منلو وړ نه وي او د ډېرو زیاتو منابعو، پانګې او امکاناتو د بېځایه لګولو، او له دې ناقصې سرشمېرنې څخه راپیدا کېدونکو بې باوريو، ټولنيزو، سياسي، کلتوري او قومي جنجالونو مسوليت به د همدې ارګانونو پر غاړه وي.