د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مور تر ټولو غوره ده

الهام نيازی 14.05.2008 00:35

دانسان دشونډو په واسطه جوړېدونکی ترټولو خوږشي دمور ويل دي او په وجود کې تر ټولو ښکلی او زړه راښکونکی غږ \"اي مورې\" دی. مور هغه کوچنی لغت دي چې له هيلې ، عشق او لوريينې ډک دی. مور په بشري زړه کې تر ټولو خوږ او خوندور او له لطافت څخه ډک شي دی . په ژوند کې مور هرڅه ده. مور د لورينې، نرمښت ، زړه سوي او زدکړې سرچېنه ده. څوک چې خپله مور له لاسه ورکړي په حقيقت کې يې هغه سينه چې ده به ورباندې دسکون لپاره سر ايښوده، هغه لاسونه چې دده له پاره به تل په دعا پورته وو او هغه سترګې چې تل به يې دده لارې څارلې له لاسه ورکړې دي .

مور د سپڅلي څښتن تعالی هغه ورکړه ده چې د خپل اولاد د روزنې او پالنې لپاره هرې سرښندنې ته چمتو ده تر دې چې خپله وينه هم ترې نه سپموي. په رحم کې يې د اولاد له جوړښت څخه بيا تر مرګه پورې مور خپل اولاد ته هر هغه څه وړاندې کوي چې په هغه کې يې د اولاد ښېګڼه او نيکمرغي وي. مور د اولاد د روزنې او پالنې لپاره شپې سبا او د اولاد لپاره هر هغه څه کوي چې د نړۍ پر مخ يې بل څوک نه شي کولاي. مور ته د اسلام د مقدس دين له خوا هم د پلار په پرتله درې ځله لوړه رتبه ورکړل شوې، جنت او د څښتن تعالی رضا يې د مور په رضا کې رانغښتي دي.

کله چې په ټولنه کې د يوازيتوب احساس کوي .... کله چې څوک ستا خبره نه شوي درک کولاي، کله چې د نورو له خوا ستا مينه رد شي ..... کله چې له خپل ژوند څخه کرکه کوي .... يوځل سترګې پټې او د هغه چا څيره راياده کړه چې له تا سره له بل هر چا زياته مينه کوي او تا ته دا احساس در کوي چې ته څومره ښه او غښتلی يې.... څوک چې ستا پر بيلتون ژاړي، څوک چې ستا د ژړا لپاره نا ارامه وي او څوک چې ستا د ژوند دواړه خوږې او ترخې شېبې پر خپلو ملغلرو اوښکو لمانځي... هغه يوازې او يوازې ستا خوږه مور ده. له هغې سره تر بل هر چا زياته مينه وکړه... ځکه هغه ستاسو لپاره هر وخت يوازني کس و، دی او هم به په راتلونکي کې وي.

که چيرې مور تا د نهو مياشتو لپاره په خپل نس کې ګرځولاي، تا په خپله وينه پاللای، ستا نظافت ساتلای، خواړه در ته چمتو او بالاخره تل ستا د ښيرازۍ او هوساينې لپاره هره سرښندنه کولای شي .... ايا تا کله هم دا سوچ کړې دی، چې د هغې لپاره به کومه سرښندنه وکړي! ايا کولای شې د هغې د ژوند لپاره يو څاڅکی وينه ورکړي، د هغې د راحت لپاره يوه شپه سبا کړي! د هغې د خوشالۍ لپاره له خپلې يوې مهمې غوښتنې تير شي ؟!

که چيرې ستا مور ژوندۍ وي، له هغې سره له حده زيات مينه وکړه او مخکې تر دې چې له دغه خواږه نعمت څخه بې برخې شې، قدردانې يې وکړ، داسې نه چې د هغې نشتون پر مهال په خپلو کړو پښيمانه شې، او که چيرې دې مور نه وي هميشه د هغې بې قيده او بې شرطه مينه راياده کړه، تل په ياد ولره چې له خپلې مور سره مينه وکړې، ځکه چې ته په ټول ژوند کې يوازې يو وار او يوه مور لرې.

ګرانې مور جانې!!! هر هغه څه چې تا زما لپاره کړي او اوس يې هم کوې، لکه مينه، پاملرنه، باور، تشويق، هيله، هوساينه، ملاتړ، ډاډګيرنه او شاباسی ... دا هر څه ما په دې پوهوي، چې زه څومره نيکمرغه يم چې د تا غوندې مور لرم ... که چيرې زه تا ته د دې په بدل کې، چې زما مور يې د مننې د ترسره کولو لپاره هر څه در کړم، که هغه شنې، سرې او ژيړې زرغونې وي چې ستا ژوند د خوښيو له رنګينو څخه ډک کړي، که هغه صاف او ارام شنه اسمانونه وي او که يا هم هغه لمر وي چې ستا د ژوند هره ورځ رڼا کوي، خو زه بيا هم په دې پوهيږم چې دا هر څه هيڅ دي، چې ستا په څير د يوې مهربانې مور مننه پرې وکړم... د ژوند په هره لار کې ستا له مينې، پيرزونې، ډاډګيرنې او ملاتړ څخه ډيره مننه!!!!