د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واه! واه! موږ اوس وپوهېدو چي دا پيسې چيرته لګېږي!

رنګين احمدزی 12.05.2008 18:54

د خداى (ج) هم عجيبه قدرت دى، کله کله د خپلو بندګانو په منځ کې داسې کسان پيدا کړي، چې ولسونه ورته له سياسي، ديني، کلتوري او نورو مخالفتونو سره سره په ډېر احترام قايل وي، خو ځينې وختونه بيا داسې پست او ټيټ انسانان پيدا شي، چې نه يوازي خپل ملت يې پرې شرمېږي، بلکې د انسانيت پر لمن تور داغ وي.

د خداى (ج) له دې ټيټو او ذليلو بندګانو څخه يو هم د کندهار ابوالفساد والي دى، چې له سره تر نوکه په فساد کې غرق دى، ښايي ځينې لوستونکي به وايي چې د افغانستان ټول حکومتي چارواکي همداسې دي، خو زه وايم هغوى په اداري فساد ککړ دي او زموږ بېچاره ګانو دا په اخلاقي فساد هم لړلى دى.

لوستونکي دي داسي فکر نه کوي، چې ګواکي زه له والي صاحب سره کومه شخصي لانجه لرم، او پر هغه باندې تش تورونه لګوم، بلکې زه د خپلو لاندنيو دعوو د زبات لپاره اسناد او مدارک هم لرم، چې پر خپل وخت به يې د ټولي دنيا مخې ته کښېږدم، البته د اړتيا تر وخته بېله والي صاحب څخه چې اسدالله خالد نومېږي، په دغو دوسيو کې د نورو ښکېلو کسانو نومونه نه يادوم.

زه دلته د والي صاحب د اداري او اخلاقي فسادونو يوه – يوه بېلګه وړاندې کوم، خو له درنو لوستونکو سره دا ژمنه هم کوم، چې که د خداى (ج) رضا وه، دا به مي د دې ښاغلي په اړه وروستۍ ليکنه نه وي.

زما په اند پر کاناډايي وزير زموږ افغانانو دونه حق و چې زموږ په والي صاحب يې يوه کوچنوټې، خو له معناوو ډکه نيوکه وکړه، د نورو جزياتو سپړل يې بيا زموږ د ليکوالو کار دى.


اداري فساد:

د کندهار او بولدک د لويې لارې د سړک قير کولو کار له څلورو کالو راهيسې د نامالومو ستونزو له امله نيمګړى پاتې دى، البته د دې سړک تر نيمي ډېره برخه يې د کندهار د پخواني والي ګل آغا شيرزي په وخت کې جوړه شوې ده، خو د پاتې برخې کار يې تر تېر کال پوري په ټپه ولاړ وو. دا چې ولي؟ په اړه يې ځواب زما کار نه دى.

خو تېر کال زموږ والي صاحب اسدالله جان خالد د دې سړک د پخولو له پاره مټې راونغښتل او له ډېرو خارجي او داخلي کمپنيو سره يې پټې او ښکاره خبرې وکړې، چې بالاخره يې کار يوې افغاني کمپنۍ ته وسپارل شو.

د دې افغاني کمپنۍ د يوه کارکوونکې په وينا، چې د دې قرارداد د ترلاسه کولو لپاره يې زموږ والي صاحب ته پوره يو ميليون ډالره رشوت ورکړ.

خداى (ج) دي وکړي، چې لوستونکي زموږ لوى څارنوال صاحب ته په قار نشي، هغه چې کله کندهار ته راغلى و، ويل يې د کندهار والي صاحب ډېره همکاري ورسره وکړه، او دلته د نورو ولايتونو په نسبت د فساد کچه ټيټه!؟ ده.

څارنوال صاحب بېچاره د والي صاحب په دفاع کې ځکه پړ نه دى، چې يو خو زموږ والي کوچنى کب نه دى، چې د څارنوال په تور کې ونيول شي، او بل دا چې د همدغه والي صاحب په برکت څارنوال صاحب دلته د يوه قومي مشر له خرپ او ترپ نه وژغورل شو. البته پر قومي مشر باندې تور و، چې پر دولتي ځمکو يې خېټه اچولې، چې دا کيسه به که خداى (ج) ته منظوره وه، په يوه بله ليکنه کې وکړم.


اخلاقي فساد:

د والي صاحب د اخلاقي فساد په اړه نيژدې يو نيم کال وړاندې په يوه پښتو ويبپاڼه کې داسې څرګندونې وشوې، چې د هر با ضميره افغان بدن يې لړزاوه، خو زموږ والي صاحب هغه د ملا نقيب الله (ملا ګل اخوند) خبره:((والله بالله ثم بالله که شپږي لا خوړلى دى)).

ويل کېږي چې زموږ والي صاحب د المان په فرانکفورت ښار کې يوه پنچشېرۍ نجلۍ لري، هلته يې يو ډېر لوکس او د لوړي بيې کور ورته ځانګړی کړی دی، د خورا ډېرو پيسو موټر يې هم ورته درولى دى، او والي صاحب خپل يو نيژدې ملګرى چې نوم يې نه اخلم، د دې نجلۍ پر څارنه او پالنه ګومارلى دى.

واه! واه! موږ اوس وپوهېدو چې د بيا رغوني او له کمپنيو څخه په رشوتونو کې اخيستي پيسې چيرته لګېږي.

والي صاحب د پورتني کس په واسطه ځينې نوري پټي چارې هم سرته رسوي.

والي صاحب چې کله کله فرانکفورټ ته د لنډو رخصتيو پرمهال ځي، د سفر په اړه يې نه په افغانستان او نه جرمني کې څوک خبرېږي. او ويل کېږي چې هلته هم له خپلو افغاني ټيلفونونو نه د رومينګ پذريعه استفاده کوي.

نور وختونه والي صاحب خپله پنجشېرۍ نجلۍ د هغه کس په واسطه چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوم، دوبۍ، تاجکستان يا نورو هيوادونو ته ورغواړي.

عجيبه خو لا دا ده چې والي صاحب پر دغه مهال د ټيلفون پذريعه ټولو هغو کسانو ته چې غواړې له ده سره وګوري، وايي چې په کندهار هوايي ډګر کې په رسمي خبرو بوخت دی او يا بل ځای ځان مصروف بولي .

البته والي صاحب په کندهار کې هم د بداخلاقۍ ځانګړي ياران لري، چې څه وخت مخکې يو چا د کندهار ښار (د عيدګاه دروازې، مدد خان چوک او حبيبي واټ) پر دېوالونو په غټو تورو د هغو کسانو نومونه ليکلي وو.

نور بيا .... !