د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوی خپله بايد استعفا ورکړې وای

حبيب الله غمخور 07.05.2008 00:31
داپارلمان به دملت کوم درد دواکړې  چې دحياتي مسئلو په مقابل کې بې تفاوته وي!

دروان کال دثورپه  اتمه دتيرو شپږو کلونوپه څير په افغانستان کي دپاکستان اوايران څخه راغلو تنظيموته دقدرت دلېږد دورځی په نامه چې دوی (دتنظيمونورهبران) ئې دخپل بري  او افغانستان دآزادی ورځ بولي  دځانگړو جشني مراسيموپه طرڅ کې لمانځل . دمعمول سره سم پدې ورځ عسکری پريټ هم تېريږي . تيرکال دامراسم په غازي لوبغاړي کښي  هم  نېمگړی تر سره شول اوښاغلی کرزی مجبور شوله محفله ووزی اوارگ ته ځان ورسوی  . سږکال دوي غوښته دامراسم دجشن په تاريخي سيمه کي تر سره کړی . دادۍ داځل هم پر ښاغلي کرزی وسله وال بريد وشوچي په پايله  کښې ئي  په پارلمان کي دپکتيادخلکو استازی مرحوم  فضل الرحمن څمکني ، دقزلباشانودشورا رييس اويو ماشوم په شهادت ورسېدل  . داچې داپېښه څنگه وشول پدې هکله په انترنټ پاڼوکي په تفصيل معلومات خپاره شوی دي اوليکوالو خپل اندونه څرگند کړی دي . زه په ډيره لنډه توگه ستاسو پاملرنه دولسی جرگې داستيظا ح  په غونډه کي دوسله والوقواودمشرتابه ځيني خبرو اوڅرگندو نوته را اړوم  .
دبي بي سي دخبر له مخي  دملي امنيت رييس امرالله صالح  د ولسي جرگې په استيضاحيه غونډه کي د ولسي جرگې غړو ته دخبرو پر وخت خپل سر ټيټ کړ اوويې ويل چې ددوى د دۀ په وينا دخپلې ناکامۍ له امله سرټيټي دي او له دې امله له ولسه بخښنه غواړي .
 امرالله صالح وويل (( چي دوي دخپل دغه محفل دترسره کېدولپاره دکابل پر ښار درې امنيتی کمربندونه راگرځولی وه چې دلومړی کمربند مسوليت داردو،دوهم دپوليسو اودريم دملي امنيت دادارې  پر غاړه وچې دده په وينا تردغه پروگرام  يوازي څو ورځی وړاندي دهغه  کمربند مسوليت  چې  دملي امنيت پر غاړه و دارگ دامنيت  ساتلورياست په غاړه واخيست  .)) دډيروکارپوهانوپه اند دامنيتي پروسي دټينگښت له دود سره ددغو دريوکمربندوپه دننه کي هم بايد ټوله سيمه  اوپه ځانگړې توگه چمن حضوري ته نږدې  کوڅې اوکورونه تر جدي کنترول لاندي  نيول شوی واي  چي داکار ندی شوی . په ډيره ساده توگه دوسله والوقواو دکوم افسر سره په زداوبند کي وسله دکابل ښارته رادننه شول ،دچمن حضوري سيمي ته نږدې په کاروان سراي کي دامنيتی چارواکو په وينا  ۴۵ ورځی  وړاندي يو اطاق په کرايه  ونيول شواوپه همدې ځاي کي دعملياتو دپلي کيدو لپاره قرار گاه جوړه شوه اوله دغه ځايه داحمله تر سره شوه ،له بلې خوا ددوي  په ويناد اپريل پر ۲۹ د کابل ښارباغ بابر ته څېرمه په يوه کور، ترخيلو او ارزان قيمت سيموکي هم مرکزونه جوړ شوی وه اوهلته ددولت مخالفين په سپکو اودرنو وسلو سمبال وه  چي دامنيتی ځواکونودبريدپه پايله کي له منځه ولاړل  . داددې ښکارندوي ده چي دايوپراخ پلان و اوډيري وسلې دکابل ښارته راداخلې شوی  وې  . مگر دثورتر اتمې يوه اونۍ وړاندي  امنيتي چارواکو دعام اوتام امنيت خبر ورکړ اواعلان ئي وکړچي پر ټول ښار مسلط اوامنيت تامين دی . داوه دغلطو اوبې پرواراپورونو پايله  .
امر الله صالح وويل  : دهغه اطاق کلکين چي داوسله وال کسان پکښي ناست وه دچمن حضوري دجادې په طرف خلاصېده دامنيتی کسانو تر پاملرنې لاندي هغه وخت راغلي چې دوي پدې اطاق کي څوتنه وليدل اودوي ئې پرحرکاتو شکمن شول . هغه وايي له همد ې امله  امنيتی کسانوته دنده وسپارل شوه چي داکلکين تر نظارت اوپاملرني لاندي ونيسي .هغه وخت چي کرزی تر همدې اطاق لاندي داردوقطعات معاينه کول هغوي نشوه کولاي پر کرزی بريدوکړی ،کله چې ښاغلی کرزی لوژ ته راغلی اوپر خپل ځاي کښېنات دملي سرود دږغولو اوتوپونو پوسيله د ۲۱ ډزو دپيل په وخت کښې هغوي هم پر لوژ فيرونه پيل کړه . چې پايله ئي په پارلمان  کي دپکتيااستازي  مرحوم فضل الرحمن څمکني اود قزلباشانو د شورا دمشر او يوه لس کلن ماشوم  وژنه شول .
داسي ويل کيږي چي دهمدې کوټې نه فيرونوپه وخت کي دسپکي وسلې ترڅنگ ماشيندارهم استعمال شوی دی . اوځيني بياوايي چي  هغوي دفرخی سينماتر څنگ پدغوخرابوکي دوي ځاي پر ځاي شوی وه په هر حال .
دښاغلی امرالله صالح  دځان دسپيناوی وينا دهيڅ يوه اورېدونکی لپاره دقناعت وړنه وه ،له بلې خوا دنوموړی دخبروڅخه دامسله يوځل بياجوته  شول چي دافغانستان دامنيتی ادادروتر منځ  دکارکوردينه  اومعين تفاهم نشته .دامنيت رييس پر هغو هم انتقاد وکړکوم چې دوروستی پرکړې صلاحيت لري هغه وويل تر اوسه هغه ترهگر چي دسرينا هوتل په پېښه ،دخوست نه راغلي ځوان چي ځان مرگی بريد ئي ترسره کاوه ،د الماني ښځی  تښتونکی اوداسي نوروکسانوته دجزادورکول ولي ځنډ ېږي،اوسوال ئي وکړ چې ولي تراوسه هغوي ندي پانسۍ شوی اوپه جگ سر ناست . دامرالله صالح دخبروپه اورېدوسره يوځل بيا ښاغلي کرزی ته گوته نيول کيږي چې ولي په حساسو مسايلوکي جدي برخوردنه کوی .
امر الله  صالح وايي که اوسنۍ بڼه بدله نشي نوربه هم حالات خراب شي . مگر دايي ونه ويل چي کومه بڼه اوڅوک ئي بايد بدله کړی ؟  داپوښتنه راپيداکيږي  ولې پخواتردغي حادثې ئې پدې هکله خپله  طرحه اونظردښاغلي کرزي سره نه شريکاوه؟ که ئي شريک کړی وي  په هغه صورت کي ښاغلي کرزی بايد دخپلو وزيرانو اومستقلو ريسانو پرخبروغوږ ونسي که منطقی وي هغه عملي کړي اوکه نه هغوي ته قناعت ورکړی . تر څو بياوروسته چارواکي  دخلکودسوال اوپوښتنې په وخت کي ولس پرڅلورلارې  پرې نږدي.
دامنيت رييس په خپلو خبروکي داهم څرگنده کړه:  ددې حملې پروگرام  دپولی ها خوادقبايلو په سیمه کي جوړ شوی اودوي دموبايل تليفون په مرسته په باجوړ،شمالي وزيرستان اوپېښور کي دخپلوارتباطي کسانو سره خبري کړی دی . یعني داچي دوسله والو قواتر درې واړو امنيتی کمربندو ډير ارام راتير شوی د ي
هغه وايي  د دې بريد په اړه مودملي امنيت شورا او شخصاٌ ريس جمهور ته کتبي اطلاع ورکړي  وه خو هغوي ورته پام و نه نيوه .د صالح پر وينا چې مونږ د دې  بريد په تخنيکي اړخ خبر شوي وو چې ځيني ترهگرو دا بريد د تيرکال دکب دمياشتی په ۱۸مه جوړ کړی وو او هغه کوټه چې ترينه بريد شوی شاوخوا 45 ورځي دمخه د بريد کونکو له خوا په کرايه نيول شوې  وه  .که داخبره دقيقه وي بايد دجمهوري رياست  دامنيت ساتلو درياست  له لوړپوړو چارواکونه پدې هکله وښتنه وشی .صالح وويل که ولسمشر کرزي ته پدې پېښه کي تاوان رسېدلی واي د افغانستان نظام به بيا هيڅ چا هم نه وای سم کړی . هغه دري متل دی وايي  ((عذر ازگناه بدتر )) زموږ دهيواد امنيتی چارواکي خپله  اقرارکوي چې دوي خبر وه اوکه کرزی صاحب ته تاوان رسېدلی واي داسي به پېښه شوې واي .مگرپه عمل کښي ئې سره لدې چې ددوي په وينا په پايلوئې هم ښه پوهېدل  هغه اړين تدابير ې  چي  دوي بايد نيول واي نه وه نيولي ځکه خوداغمجنه پېښه رامنځته شول  .اوس داسوال پيداکيږي ستاسو په ويناله ډير پخوا خبر واست چې ددولت مخالفين به بريدکوی کله چي په دغه کوټه کې پر اوسېدونکوشک  پيدا شو لازمه داوه چې سمدلاسه موهغې کوټې ته څوتنه لېږلي واي  اوپټ عمليات موترسره کړی واي ،په هغه صورت کي به دا شرمېدلې پېښه نه کېدل اوزموږ دهيوادکورنۍ او نړيوال حيثيت ته به ئې دومره  زياته  صدمه نه رسولاي ،ولي داکارونشو؟. طبعی ده چې پدې پېښه کي تر ټولو لويه گناه دامنيتي چارواکو دمشرتابه ده ،ځکه دادهغوي دنده وه چي هرڅه تر خپل جدي کنترول لاندي ولري . شپږ نفرو ټوله اردو اودولتي چارواکي تر ارگ اودفتروپوري وځغلول ،دايله جاري اردو همدامېړانه وی .
که تيرووختونو ته نظر واچوگوروچي دافغانستان دخپلواکی دترلاسه کېدو راوروسته هرکال  دخپلواکۍ  د ورځی دياد په خاطر جشن جوړېده،دښوونځيو،پوهنتون او اوردولخوادرسم گذشت مراسم تر سره کېدل ، دامراسم   په پغمان اوبياوروسته  په همدې چمن حضوري اوهمدې ځاي کي ترسره کېدل هيڅ  وخت داسي پېښه نده شوې ،هغه وخت هم امنيتی ادارودسيمی امنيت خوندي ساته اوسيمه ئې تر جدې څارلاندي نيول،په ځانگړې  توگه  د۱۳۵۷ لمريز کال راپدې خواچې زموږگران هيواد دشرق اوغرب دسياليو ميدان وگرځېد دهغه حاکميت پر خلاف چې دشوروي تر حمايې لاندي و په ايران ،اوپاکستان کي د جوړوشوو تنظيموقدرت ته رسولو په خاطر پراخه اوهر اړخيزه رواني اوفيزيکی جگړه روانه وه،دنړی تر ۶۰ ،زياتو هيوادو ورته وسلې اوبې شماره پيسې ورکولې هرکال به کله چې دغه گوند دخپل برياليتوب ورځ لمانځل  نودتنظمو لخوا به هر لوری تبلېغات پيل شول چي دولت نشي کولاي  داورځ  ولمانځی،موږ به ئي ورگډه وډه کړو شبنامې اوتبلېغاتي پاڼې به ئې خپرې کړې تر څو خلک وډاروي ،مگر يوځل  ددغي  ورځي مراسم  گډ وډنشول اوکه کله هم کوم راکټ راغلی هيچاميدان ندی خوشی کړی اودارگ ياقاغوش په لورئي منډی ندي اخيستی ،ټول مراسم په خاص نظم اودامنيت په فضاکي تر سره کېدل .فکر کوم دليل  به ئې داو چې هغه وخت وسله وال ځواکونه  حاکم دولت  ته وفادار وه اونه ئي غوښتل ددوي دښمن ددوي دخوښۍ ورځ ورغمجنه کړی  . داخبره مې ځکه يوڅه په  تفصيل وليکل چې دادی اوس حتا دکابل په ښارکي هره ورځ ځان وژنې اونور بريدونه تر سره کيږي  ددې بريدونولړئ  تر دې کرښی راورسېدل  پر هغه محفل  چي  دوسله والو قواولخوا دبهرنيوهيوادو دمډرنو وسله والو ځواکو په مرسته  ئې امنيت نيول شوی و ډزي وشوې  . دجنرالانودولتي لوړ پوړو اودتنظيمو رهبرانو ځاغستي دامعنا لري چې داوسله وال پوځ له دوي سره ندی ،دريوياشپږ ونفرو په څو ډزوتر قاغوشوپوري داسي  وځغلول چي دچاوسله اودچا جمپر پاته شو. دوي وايي هغوي  ډزي ځکه ونکړې چي عوام خلک مړه نشي . داخبره خوځکه  دمنلو وړنده چې دبې شمېره عسکرو،پوليسو اوامنيت دکارمندانو وسلو مرمۍ نه درلودې ،نو څنگه ئي ډزي کولاي شوې؟ اوڅنگه عام خلک وژل کېدل؟ زماددې خبري پخلۍ ددفاع محترم وزر صاحب په خپلو خبروکي کوي وايي چي ټول بې مرميو راغلي وه داسمه خبره ده مگر په بغل کي بايد ريزرف  وسله وال قوت وی چي دهرې حمل مخه ونيسي . هيڅ يوې داسي  احتياطی قوې ته  چې ددغسي حالاتوپه وخت کې  ئې بايد ميدان ته رادانگلی واي په سيمه کي  ونه ليدل شوه .   
ټولی نړئ ولېده چې دلومړي فير سره ټولونارې وهلې ((خودرابکش که اوضاع خراب است)) داخبري ددې ښکارندويه  دي چې همدا په اصطلاح پياوی پوځ لاپخواپر دې دولت  باورنه درلود. ديوفير په اورېدوئي فکر وکړ چې کودتا پيل شوه بايد ځان وباسو.دشرم خبره نده چې دمسلح قواو وزيران اوريسان ،دپارلمان  غړی ،دغه په اصطلاح جهادي رهبران اوقوماندانان  تر عواموخلکو زياتي منډی وهلې ؟اولاره ځيني ورکه وه چه څنگه تر يوه پنا ه گاه پوري ځان ورسوی  . تلويزويوني  نشرات بند شول ،ملي سندري پيل شوې داټول دډار اونه ډاډمن توب څرگندي ‌بېلگې وې .
دبې بي سي دخبر له مخي د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ هم  دغويي د اتمې پېښه شرموونکې پېښه وبلله .
هغه هم داوويل چې دوى د جشن له سيمې درې امنيتي کمربندونه تاو کړي و ه خو د ولسي جرگې استازو ته دغه استدلال دمنلو نه و اوکلکې نيوکې پرې وشوې. يوه نيوکه پرې دا وه چې گواکې ملي پوځ له بريد سره سم سيمه پرېښوده اوخپله وزير هم د وضعې دکنټرول لپاره څه ونه کړل، خو د دفاع وزير وويل چې د ملي پوځ سرتيري پرېډ ته بې وسلې ورغلي و او د سيمې پرېښودو امر ورته د هغوى قومندانانو دمرگ ژوبلې د مخنيوي لپاره کړى و. دهغه ه وينا'' ددې شونتيا وه چې يوه بله مرمۍ راشي، پر هغه مهال هيڅوک نه پوهېدل چې د بريد کوونکو نور گروپونه هم شته که نه او يا نورې درنې وسلې هم کاروي او که نه، موږ اول فکر وکړ چې سرتيري د پلخشتي جومات ته واستوو، خو وروسته وويل شول که هلته د توغندي يوه مرمۍ ولگېږي، په سلگونو کسان به ووژل شي، هغه وخت به ددې پړه هم زموږ پرغاړه وه، چې ولې مو قومنده ورکړې وه .''BBC
  دپارلمان په  غونډه کي دښاغلي وردگ  پورته خبري ددي ښکارندوي دي چې دوي ډير ضعيف امنيتی تدابير بيولې وه .  په واقيعت کي دوي هيڅ ډول اماده گي نلرل ځکه وارخطا شول اوفرار ته  یې ته پر قرار ترجح ورکړه اوددوي له خبرو همداڅرندېږي چې دوي ديو لويي حملې فکر کړی وو.
ددفاع وزير صاحب په پارلمان کي يوشمير وکيلانوته  چي دده په وينادته ئي توهين کړی وويل : تاسو پخوادفرانسې په رواني روغتون کي بستر واست اونن راغلي ياست  ماته لارښونې کوی ؟ هغه په خپلو توندوخبروکي داهم څرگنده کړه ((بايد كساني بما توهين نكنند كه در فروختن اين خاك دست داشتند.))
زه دهيچا مدافع وکيل نه يم مگر حق حق دی بايد رښتياسره ووايو!
جالبه  داده چې دامريکانه راغلي وزير ژبه په پارلمان کي  اوږده وه ددې لپاره چي پر خپله شرمېدلې ماته اوپه غټه تنه تېښته ئې  اعتراف کړی واي  اوله شرمه ئې سترگي  نه واي پورته کړي بيا ئې هم دپارلمان وکيلان په يوه اوبل نامه تحقيرول ،يوشميرته  رواني ناروغ  وايي اوپري خبر دی چې په فرانسه کي  درواني ناروغۍ په روغتون کي بستروه . که دارښتياده  نووزير صاحب په  تيروختو کي ولی ښاغلی کرزی ته  نه ويل چې داټاکل شوي وکيل اوياڅوتنه وکيلان دده دمعلو ماتو له مخې دفرانسي درواني نارغيو په روغتون کي بستر وه، ددې پر ځاي چي  هغوي په پارلمان کي  دوکيل په توگه کارکوي لومړی  بايد تداوي شي اوکه غلته وی اوددفاع وزير صاحب دځان ددفاع په خاطر په  احساساتي خبروکي داتورلگوي  بايد معذرت وغواړي . ځکه داخبره هم تر اروپا راورسېدل چې وزير صاحب ته ددې خبري په ځواب کي ديوه وکيل لخوا وويل شوه  کله چي داځل دکورنۍ دليدو لپاره امريکاته  ولاړ ې هلته درواني ناروغيو ډاکترانوته  خپله هم مراجعه وکړي اوځان تداوي کړي ،پر يوشمير بياتورلگوي چي وطن ېې خرڅ کړی ،څوک پرې پوه نشو ل  چي له امريکا نه راغلي دافغانستان ساتونکی کوم کسان يادوي؟ اوس داخبره تر غوږو کيږي  چي  دوزير صاحب په جواب کي ورته ويل شوي دي  تا هغه وخت خرڅ کړ چي امريکاته دي فرار وکړ اوهلته دي  دامريکاداستخباراتو نوکري پيل کړه اودهمدې نوکرۍ برکت و چي تاته هم پکښي ددفاع وزارت پاکه چوکۍ ورسېده . همدا علت و چي تر کرزی صاحب وړاندي په ځغاستوتر دفتره ورسېدې .دخلکوداپوښتنه  چي وزير صاحب! تاداوطن له چانه رانيوۍ ؟ او له چانه ئې ساتي ؟ اوس ئې واکداران څوک دی ؟ پرځا بولم . پدې ډول توندو اوبې بنياده احساساتي خبرهواوتهمتوچي ددولت يوچارواکی ئي دوکيل او وکيل ددولتي چارواکي په ادرس وکړی مسله نشي حل کېداي .همدا اوس دټولو افغانانو دنده ده چې په هيوادکي دسولي راتگ اوټينگښت لپاره کاروکړی نه ديوه اوبل په ادرس تهمتونه اودبد رد ويل  .
بېله دېنه چي دولتي چارواکي  تحقيق اوڅېړنی وکړي طالبانو ددې بريد پړه پر غاړه واخستل هغه چې امنيت رييس صاحب ئي دنوم  له يادولوڅخه ډډه کول دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته سملاسي ټيلې فون وکړ او ادعا يې وکړه چې دوى دغه بريد کړى دى او گواکې څلور کسان يې پکې ښکېل و او درې وژل شوي دي . دطالبانو وياند د الاماره ويب پا ڼي  سره په مرکه  کښي چې دټول افغان ويب پاڼي لخوا هم خپره شول پدغو عملياتو کي دخپلو ټولوکسانو نومونه اوداچي له کومه ځايه دچالخوا رهبری  کېدل  واضح اعلان کړل اودايې ويلي  دي چي څومړه اوڅوژوندي پاته دي .
پردغو ټولومنډترړو سربېره هغه پارلمان چې  دوسله والوځوکونومشرتابه  ئي پدې ملامت گاڼه چي په خپلو وسپارل شووامنيتی  دندوکي پاته راغلي دي اوهغوي ئې  داستيظاح غونډي ته راوبلل مگر تر بد بتره پريکړي او جوړجاړ ي ته سره وسېدل .
خداي دې لري زموږ په پارلمان کي وکيلان هيڅ وخت دپارلمان په غونډوکي  ټول وکيل صاحبان برخه نه اخلي اوهره ورځ  دوکيل صاحبانودنه گډون له امله دپارلمان غونډی له يو ورځی بلې ته ځنډېږي  . له بلې خوا تر اروپا پوري داسي اوازې رارسېږ ې چي يو زيات شمير وکيلانو دپردي شاته دعاجل جوړجاړی اولوړپوړو چارواکو دهدايت له مخي  پدغه غونډه کي گډون ونکړ .دکابل په سرچوک کي داسي  هم ويل کيږي چې له حاجي محمد محقيق اوبرهان الدين  رباني څخه يودمقام  لخوا غوښتنه شوې وه چې په غونډه کي برخه وانه خلي . په هغه غونډه کي چي دملت لپاره تر ټولو مهمه مسله پکښي څېړل کېده په مختلفو بهانو(( ۶۵)) وکيلانو برخه وانه خيستل . سره لدې چي  که منطقی فکر وشي دپارلمان دټولو غړو لوي اکريت ((۱۷۵)) کسان  په غونډه کي ناست وه اودعدم اعتمادرايه هم دغونډي دگډون  کونکو دلوي اکثريت  لخوا څرگنده شول ،مگر چارواکوپه لويه جرگه کي  اساسی قانون داسي جوړ کړي چې هره لحظه دهغه دهري مادې دتطبيق پر خلاف پاټک جوړولاي شي ،چي يوئي همداد اساسي قانون د ٩٢ مادې په اړوند دا  پاټک و.که  فکر وکړو چې ديوه پارلمان ((۱۱۰)) وکيلان ديو وزير اوياديوه دولت دټولو وسله وال ځواک دمشرتابه مخالف رايه ورکړی  څنگه کداي شي بياله دغو دملت له استازونه ددغو وزارتو سره دهمکاري  طمع وشی؟ پر ځاي خبره خو داوه چې که دغو وزير صاحبانو ملت  ترخپل مقام نه واي قربان کړی اوخپله ئي  دپارلمان په غونډه کې استعفاوړاندي کړي واي ، دابه دټول حکومت دزيرانو لپاره دعبرت درس اونېکه عنعنه گرځېدلې واي ،خودوی هيڅکله داسي نه کوی . ښاغلي امرالله صالح خولا عفه وغوښتل او وئي ويل زما دنده په تعليق کي واچوی ،مگر  ددفاع وزير بيا په پارلمان  کي قهرمان شو اود پارلمان  په غونده کي ئي په زور گوتي وهلې . هغه شرم ئي حيرشوچي تر عسکرو دمخه ئي ځغستل اوميدان ئي پرېښود،يوشمير افغانانوپه خپلو ليکنو کښي ليکلی به چي  خولۍ ئي هم په همدې  ميدان کي پرته وه .
  رښتيا خو داده چې دافغانستان  پارلمان دهغو مسلو په وړاندي بې تفاوته دی کوم چي زموږ دولس لپاره حياتي ارزښت لري ،يوازي دخپلي تنخواگانودزياتېدوپه اړوندد بحث  په غونډه کي ټول برخه اخلي اوورته  نظر لري . که ملت له وسله والو قواو څخه نا اميده شونوله چارواک پالي پارلمان  له يوشمير وکيلانوڅخه ئي هم طمع وشکېدل .
که دغسي حادثه په بل هيواد کي پېښه شوې واي پر دغو دريو وزيرانو سربېره دلومړي وزير اويا ولسمشر راتلونکې هم دسوال سره مخامخ وه يعنې چي هغوي ټولو په خپله خوښه حاضرېدل چې استعفا ورکړی .مگر په افغانستان کي ئې دواړه لاسونه تر چوکيو ايستلی مقام چاته نه پرېږدي . معقوله خو داوه چې دوي په خپله خوښه بېله دېنه چې پارلمان ته رابلل شوی واي استعفا ورکړې واي اويا ښاغلي کرزی هغوي له کاره گوښه کړي واي ،خو مشکل دلته دی چې بېچاره کرزی صاحب هم  دپرېکړنده کارو صلاحيت  لکه چي نلري اوتل  ديوې  مسلي دحل په خاطر گويا ډير وخت فکر کوی  تر څوديوبل مصلحت لپاره لاره پرانيزی چې متاسفانه دا ډول سياست دافغان ولس اوهيوادنۍ سولي دراوستو په گټه ندی .
دا امرالله صالح خبره به ومنو که کرزی وژل شوی واي په ملک کي به څه راتلل .معلومه وه تر پېښي وړاندي دولتي تلوزيون نشراتي کار په ټپه ودريد اوپسله څو شيبو ئې ملي نغمې يپل کړي داټول هغه دچاخبره ((ددست اوپاچگۍ )) مسله وه ټول ډارېدلي وه لار ځيني ورکه شوه چي څه وکړي . خير رابه شمو همدې مسلې ته که ناوړه حاديثه  پېښه شوې واي  داطبعي ده چي يوبله  لويه اونه مهارېدونکې گډو وډي به ېښه شوې  واي . ددولتي واک تږ وخو به سمدلاسه ږغ پورته کړي واي اوامريکايانوته به ئي ويلي واي چې موږ امنيت نيسو . اوداساسی قانون دشپېتمې مادې  مطابق  دجمهوررييس  مرستيال   به په موقتي بڼه  دولت  مشري پر غاړه اخيستل ،تر هغه وروسته نوپداسي بهراني حالت کي چې له يوې خواپاکستان  او ايران په افغانستان کي دطالبانوپه نامه  داورلمبې تازه ساتی ،هرې خوا حملې اوځانمرگی بريدونه دي اوله بلې خوا داناببره پېښه ديوه نالوستی اوپه جگړه کي ښکيل ولس لپاره ديوې بلې  لويي  غميزپيل ،او ټول سره پوهېږوچې داپروسه به ځنگه غزېدلې واي .دابايد ومنو چې پدې خلاکي به ملکی اوبې دفاع  ولس ته زيات تلفات اوښتی واي دکابل ښاربه يوځل بيادقدرت دويش پر سرپه ويرانه اوکنډواله بدل شوی واي  .خو له نيکه مرغه داسي پېښه نشوه ،ځکه نو دښاغلي کرزی څخه نيولې درې واړه وزيران ئي دملت  په مقابل کي  له حد زيات ملامت دی ،پدې هکله به يوځل بياهم قضاوت دوی ته پرېږدو.
بدمرغی خو داده چې ديوې عادي اومصنوعي جوړې شوی ورځی دتجلل په نامه ديوڅوگوتوپه شمير کسانو دخوشحالۍ لپاره  داورځ  راوزېږېده اودادي اوس  يو ځل بيا ملت دهغوي دحوسونوپوره کېدو په خاطرقرباني ورکوی  .
په حقيقت کي خوکله چې شوروی وروستی پوځی افسر دخپلوعسکروسره د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۶ نېټه دافغانستان له خاوری ووت ،نور دجهادخبره پيکه شول ځکه له يوې خوا دمخالفينو سره دسولی خبري چټکی شوې اودبلې دتنظيمو مقابل لوری هم افغان اومسلمانان ول ،په همدې  دليل دډيرو افغان عالمانو نظرداسي راوگرځيد چي نورداجگړه  افغان وژنه ده  نه جهاد.داچي دملگروملتودسازمان داستازي اوافغاني لوري دسولي له لاري ديوه موقتي حکومت دجوړيدو اويوې( (۵۱)) کسيزي شوراته دقدرت دانتقال مسله باندي خبري رواني وې  له يوې خوادپردې شاته دافغانستان په مسله کې دښکيلو هيوادوپټه معامله اودبلي خوا دحاکم گوند په دننه کي دډاکتر نجب الله اوببرک کارمل دپلويانو ترمنځ  داختلاف ژورتيا ددې  لامل شوه چي دحاکم گوند په داخل کي دببرک کارمل دپلويانواوله شمالي ټلوالي سره دهغوي دجوړ جاړي په پايله کي  نجيب الله استعفاته مجبور اوپه ډيره منډه دپاکستان داستخباراتودجنرال حميدگل په هدايت  له يوشمير نورو هيوادوسره په مشوره له څلوروخوادکابل ښارته دتنظيو رهبران راغلل اوښاغلي مجددي ته دولتي واک دښاغلي سرابي لخوا وروسپارل شو.په حقيقت کي دادکاميابۍ ورځ نه بلکه دافغان ولس ديوې بلې غميزي چي سلسه ئې تر نن پوري رارسېږي دپيل ورځ وه اوداچې پدې ورځ دولتي واک ته رسېدواودقدرت پر سرجگړوکي له افغان ولس سره دغو تنظيموڅه وکړه کتابونه پر ې ليکل شوی .له همدې امله  که رښتياديوې تاريخی ورځي لمانځل اړين وي نو هغه به د فبرورۍ شپاړسمه وي چي دشوری وروستی سرتېري  افغانستان پرېښود.
پدغو شرايطو کښي چې هری خوا ناخوالي،پوځی عمليات  روان دي اومرکزی دولت پر ټول  هيواد تسلط نلري اوترټولولابده خبره داچي زموږ دولس نږدې ((شپږ )) ميليونه انسان  خواړه نلري ياپه بدخشان اوزابل کي په زرهاو کونۍ واښه خوری اوله  هيوادنه دژودی  پاته کېدوپه خاطر بيا فرار اوکډه کوی پدې مصارفو چې هغه هم دبهرنيانو دماليې پيسې دي ددغه شان ورځوتجليل ته کومه اړتيا شته؟؟؟ خلک ډوډۍنلري اوتاسو ورته واياست راشئ زمادواکداری دپيل جشن راسره ولمانځه !
دهيوادپدغه ناوړه اقتصادي اوپوځی حالت کي هر غيران بايد داسي مصرف شي چي فايده ئې ربړېدلو افغانانوته ورسېږي اوددوي په ژوند کي مثبت  تغير راشی . دجشنونولپاره لاتر اوسه ډير وخت پاته دی .
ومن الله التوفيق