د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ا يا د افغانستان موضوع د ساړه جنګ ورستۍ مسله وه ؟

سيدعثمان سنجش 03.05.2008 17:12

کال ١٩٩٢ ع کې دفرورۍ په ٢٣ شپه د بې بې سي راډيو له لاري بينن سوان دملګرو ملتو سرمنشي اعلان وکړ چه دافغانستان موضوع دساړه جنګ ورستي مساله ده بايد زر تر زر حل شي په همدي کال کې دامريکي دحکومت مشرجارج بوش پخپله کلنې ويناکې وويل چه سوړجنګ امريکې په نړي کې وګاټه مګر دا يې ونه ويل چې په دې جنګ کې کوم ملت اوهيواد تباه شو ، په کال ١٩٨٩ ع د فرورۍ په ١٥ کې دامريکي داستخباراتو مشر وويل چه مونږ هرکال زرميلونه ډالره مجاهيدينو ته ورکول او په دې باندي يولوي کاروشو (( دلوي کارنه يې مقصد شوروي اتحاد ماتيدل او دافغانستان نه دهغوي دفوځونو وتل وه )) درحالې چې خان عبدلولي خان په شروع کې (( دافغانستان جګړه دلويوځواکونو شوروي اتحاد ،امريکا اوغرب جګړه بلله چې قربانې يې افغانان شول )) دغه شان (( باچاخان په دې ډېر زوريدۀ چې د زاړه استعمار اخلاق افغان د افغان په لاس وژني او کوربانه يې د خپل کور ورانولو ته راپا څولي دي ))
د غه کشمکش چې نيمه صدۍ دوام وکړو داسې تصورکيده چه دسوويت يونين يا شوروي اتحاد د ختمديو نه وروسته به دافغانستان خلک خصوصاان پښتانه به ددې معاصري نه خلاصون پيداکړي ځکه چې دشلمي پيړۍ په زياته برخه کښې پښتانه په مختلفو نمونو سره په دې جنګ کې ګيرپاتي شوي وه او دوي ته د شک په سترګه کتل کيده دغه وجه وه چه پښتون قوم په دې جنګ کې لويه قربانې سره مخامخ شول ، ددې جنګ په نتيجه کې ټول افغانستان وران شو، د دې جنګونو په وجه سره په زرهاوو تعليم يافته افغانان په مختلفو شکلونو سره ووژل شو.، په زرګونو خلکو پاکستان او اروپايي هيوادونو ته مخه وکړه ، په هيوادکې د تعليم او فرهنګ مخه ونيول شوه (( اوس چې سوړجنګ ختم شوي هم دی په مختلفو شکلونوسره بياهم افغانستان کې اوربل دى ))
افغانان لا تراوسه پورې په مختلفو هيوادونو کښې دمهاجرت سختي شپي تيروي او دډيرمشکلاتوسره مخامخ دي. اسلام دټولو افغانانو مقدس دين دى په دوي کې هرنوع تحمل ، بردباري موجوده ده ، د کمونيزم په خلاف د مغرب د جنګ په دوران کې چې کومه مذهبي تندوالے د پښتنو علاقي ته راغلے وو، هغه ځيني خلکو دخپل شوم هدافو لپاره د پښتنو د قومي وجود د ختمولو دپاره د استعمالولو کوشش کړي وه او اوس يې هم کوي ، پښتون قوم ته هم په کاردي ترڅو په دې خبره ښه پوه شي او د يوشتمي پيړي په غوښتنو ځان پوکړي او هيچا ته دا حق ورنکړي ترڅو ددوې د وجود نه د ځان په نفع کار واخلي او دوي په مختلفو نمونو بدنامه کړي .
مګربدبختانه چې په افغانستان کې لا تراوسه پورې د پټوسترګو جګړه پرمخ بيول کيږی. جنګی الوتکې د بمونواوراکټونو سره هوا ته پورته کوی په هرځای يی چې زړه وغواړی غورځوي ، کال ٢٠٠٧ کښې د هيومين راټ واچ درپورټ له مخې په ٢٠٠٦ کښې ١٠٠٠ تنه غيرنظامي کسان دجنګ په جريان کښې وژل شوي ، د م م متحد دشمار له مخې دافغانستان په جنوب کې ١٥٠٠٠ کورنۍ چې ٨٠٠٠٠ کسان کيږي د خپل ځايه نه بې ځايه شوي

دا شمېره دومره دقيقه نه ده) او د ژوبلو چې وروسته مړه شويدی هم پته نشته، ترڅنګ يی په لسګونه زره ژوبليږی. ددوی څخه لږ ترلږه څلوېښت سلمه ښځې،ماشومان،بوډاګان اونوربېګناه وګړيدی. د بېګناه زيانمنو شويو وګړو دتاوانونو ورکړه،د ژوبلو بشپړعلاج،د هغوی دکارکولو د توان له لاسه ورکولوحقونه هېڅوک په غاړه نه اخلی، يوه ورځ ئي په مډيا کې ښکاره او وير پر وکړی نور هرڅه هېر شی. که ووايم چی په افغانستان کی ټول خلک په رواني ناروغيواخته دي، مبالغه به نه وي ، خو شاوخوا اتيا په سلو کی په ريشتني مانا رواني نا جوړتياوې لري .
په امريکاکښي يوشميرپوهان اوسياستوال پدې باوردي چې د شوروی اتحاد دنظام په ړنگېدوسره امريکاپه ټوله نړی کښي يواځينی زبرځواک شواودنړی د سوپر پاور په توگه کولاي شي د نړيوالې ټولني جوړښت ته داسی بڼه ورکړی، چې د دوي له گټو سره سمون ولري . د همدې عامل پر بنسټ له ټولوامکاناتو څخه په گټې اخيستنې سره غواړي نه يواځي اوسني حالت وساتي، بلکې په زياته علاقمندې سره هغه ته پراختيا ورکړي .دامريکاد سياسي اواقتصادي چاپيريال کې هم ددې نظر پلويان دي، چې امريکا بايد داسي يو قوي زبرځواک وي چې که د نړی په هرکنج کې دگټو پر سر د پوځی شخړوگواښ او مخالفې ډلې را منځته کيږي امريکا د داسی يوه ځواک خاوند وي، چې بل هيواد پر هغه باندې يرغل و نه شي کړای، د گټو پر سر دغه توپيرونه به په سوله يزه توگه د امريکا له خوښې سره سم حل او په دې توگه به له جگړوڅخه مخنيوي وشي . روسي منابعو نه ژباړونکی : حبيب الله غمخور
په دې شکل سره ددې جنګ ګټه لکه څنګه چې دامريکې هيواد ته ورسيده افغانانو هيڅ ترلاسه نه کړل (( يواځي د دری لسيزو په وږدو کې دغه روان کورنۍ جګړی او يو لړ نور عواملو افغانستان ته کمزوری دولتي اداره او لږ ځواکمن وسله وال پوځ په ميراث پريښي ، کوم چې په دې موده کښې ونشو کولاي په هيواد کښې دقانون حکم تامين کړي اوپه افغانستان کې صلح رامينځ ته کړي ،دغه حکومت ونشو کولاي دفساد په وړاندې مبارزه وکړي ، اوپه هيوادکې دافغانانو اقتصادي ستونځي له مينځه بوځي نن چې په هيواد کښې کومه اقتصادي ناورين جريان لري دافغانستان په تاريخ کښې څاري نه لري
په افغانستان کې د هغې کړنلارې د پلي کېدو اعلان وشو چې د بشري حقونو سر غړونې او عاملين په گوته کوي چې په دې ډول له کړکېچ نه راوتي حالت کې حق حقدار ته ورسېږي. دغه رنګه تېر کال د بشري حقونو د ډلو له خوا يوې ترسره شوې نظر سنجونې وښوده چې په سلو کې نژدې اويا پوښتل شوي په يوه يا بل ډول ځورول شوي او بشري حقونه يې تر پښو لاندې شوي دي. دغه سرغړونې د ١٣٥٧ کال د ثور له پېښو راپيل شوې، د جهادي ډلو د قدرت په سياليو کې اوج ته ورسېدې او د ولسمشر کرزي په وينا تر ننه راروانې دي .
که په رښتيا هم چارواکي غواړي،چې وطن جوړ شي.ستونزې لرې شي، سوکالي اوابادي رامنځته شي،نوپه اوسنۍ اداره کې اصلاحات حتمي دي.د غلواوفاسدو چارواکيونيول اوهغوۍ ته سزا ورکول بې حد ه ضروري دي! او اتا پرهرې پاليسۍ اوسټراټيژۍ باندې بياغوراو فکرپکاردی!
خوولې ولسي جرګه او دحکومت لوړپوړي کسان نه پرېږدي، چې غلواوفاسدو چارواکيو ته سزاورکړل شي او هېوادوال له دغه وړ فاسدو چارواکيونه بې غمه شي ايا دميلونونو هېوادوالو لپاره خوښي،د يوۀ فاسد چارواکي پرګوښه کولو هم نه شي اخيستلای ؟
دافسوس ځاى دى دبن دکنفرانس نه وروسته تراوسه پورې بهرنې هيوادونو دافغانستان د بيا رغوني په خاطر په ملياردونه کمکونه وکړل مګر داچې په افغانستان يو شه اداره وجود نه درلوده دغه ټول کمکونه په هغه لارو مصرف شوي چې عام هيواد وال يې نشي محسوسولي ځکه چې نن په هيواد کښې ددولتي مامورينو او استادانو دمعاش اندازه دهغوي د١٠ فيصده احتياجات نشي رفع کولې اوعام ولس يو مړۍ ډوډى ته حيران دى دافغانستان ولس په لمړى قدم کښې فقط دژوند لمړني شيانو ته ضرورت لري .
دا دى يوځل بيا په کال ٢٠٠٨ کښې په افغانستان کې دامريکا دمتحدو ايالاتو پوځ اعلان وکړ چې هيله لري سږکال دافغانستان د بيارغاونې په اړه خپلې بيړنۍ مرستې دوه برابره ډيرې کړي .د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي چې که دامريکا کانگريس ددوى وړانديز ومني نو ډير ژر به په افغانستان کې د نوو ښونځيو ، پلونو او روغتيايي مرکزونو دجوړونې لپاره پيسې ورکړي . په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځ د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې د مرستو ددې بيړني پروگرام له مخې دوى کولى شي چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي . دغه پروگرام چې دقومندانانو بيړنى ځواب نوميږي دمنځنۍ رتبې پوځي افسرانو ته دا واک ورکوي چې د بيارغاونې سيمه ييزې کوچنۍ پروژې لوړپوړو چارواکو له لارښونې پرته پلې کړي. په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي که کانگريس ددوى وړانديز ومانه نو دوى به ډير ژر ٤١٠ ميليونه ډالره په ليرې پرتو سيمو کې دنو ښونځيو ،سړکونو ،پلونو او د کوچنيو برښنا کوټونو لپاره ورکړي . امريکايي پوځيانو په ٢٠٠٧ کال کې نژدې ٢٠٦ ميليونه ډالره ددې پروگرام له لارې لگولي دي .ددې پروگرام له لارې ډيرې مرستې د پاکستان له پولې سره څيرمه په نارامه ولايتونو کې لگول کيږي چې روغتيايي مرکزونه ، ښونځي ، پلونه او واټونه ژر جوړ کړي. دوى ورته پروژې دافغانستان په ختيځ کې لري چې د سرکونو ، د کوچنيو برښنا کوټونو ، ښونځيو ،کلينکونو او د ځښاک داوبو د رسولو پروژې په کې شاملې دي. د متحدو ايالاتو يو پوځي چارواکي د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې ددوى انجينرانو ٩٠ کوچني برښنا کوټونه نقشه کړي دي چې دافغانستان په ختيځو او د پاکستان پولې ته څيرمه سيمو کې به جوړيږي (( BBC پښتو ويب پاڼه څخه ))
سوال پيداکيږئ چې ايا دداسې ادارې په موجوديت سر ه بهرني هيوادونه به خصوص امريکا کولاشي ترڅو دغې مرستي په حقيقي شکل سره مصر ف کړي ؟
دغه کارهغه وخت کيدي شي چې هېواد مشرکرزی او نورهېوادپال اشخاص دې دلوی څارنوال دمخالفتونو په کمولواو د قانون په پلي کولوکې ښه په زغرده مرسته وکړي! ترڅوغلواو رشوت خوروچارواکيوته چې وطن يې له تباهۍ اوافغانيت يې له شرم سره مخامخ کړی پوره سزا ورکړل شي!
همداشان لوی څارنوال دې هم خبروي،چې فاسدو چارواکيوته دملحوظاتو پربنا سزا نه ورکول له وطن اوځورېدلي ولس سره ستر خيانت اوظلم دى
افغانان ميړنې قوم بايد د تاريخ نه عبرت واخلي او په اوسني پيړي کې د دنياد مخکښو خلکوسره په سيالې کې برابري په ميدان کې ودريږي دنياته وښآيې چه پښتانه ديومتمدن قوم په حيثت سره دخپل هيواد لپاره دهرنوع قرباني لپاره حاضردي هيچا ته به داموقع ورنکړي ترڅو پښتانه په يو نوم اوبل نوم بياهم دترقې نه په شاه اودخپلواغراضولپاره استعمال کړي په دې شکل به زموږ ځيني ګاونډيان زمونږ د ګران هيواد سلامتۍ ته په خيرنو سترګو ونه ګوري او د کورنۍ جګړي د ټپونو څخه را جوړيدونکی او تاريخي افغانستان به خپل مقاصدو ته ورسږي ، ))