د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سيرت ستوري شئ او کمپيوټر جايزه واخلئ!

جمال الدين جلال 02.05.2008 16:38

جمعيت اصلاح افغانستان د سيرت د ستورو په نامۀ د پوښتنو يوه مسابقه اعلانوي چې هر څوک يې ګټونکى شي لوړې جايزې ترلاسه کولى شي.

 

د مسابقې موخه داده چې ځوانان د خپل ګران پيغمبر صلى الله عليه وسلم له ژوند سره لا ډېر اشنا شي. ښايي ډېر مسلمان ځوانان که د نامسلمانو تاريخي شخصيتونو په اړه وپوښتئ، د خپل پيغمبر(ص) تر ژوند به د هغوى د ژوند په اړه زيات معلومات لري. عيب دا نه دى چې د نورو په اړه دې معلومات ولرو، خو بده داده چې د خپل پيغمبر ژوندليک د هغوى تر ژوندليکه راته بې ارزښته ښکاري.

نو، راشئ د پيغمبر (ص) د سيرت  او ژوندليک په اړه خپله پوهه وازمويئ، چې هم ثواب او هم خرما تر لاسه کړئ.

د مسابقې پنځو ټاپ ګټونکو ته نوي کمپيوټرونه، او نورو ته بايسکلونه او ځينې نور سامان و الات د جايزې په توګه ورکول کېږي. يوازې د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو محصلين په دې مسابقه کې ګډون کولى شي.

 

د مسابقې سوالونه د جمعيت اصلاح د رسينو او کلتوري دفتر څخه ترلاسه کړئ او تر ټاکلې مودې پورې ځوابونه بشپړ کړئ.

 

جزيات:

د ثور د مياشتې تر ١٨ اتلسمې پورې د جمعيت اصلاح له کلتوري او مطبوعاتي څانګې څخه سوالونه اخيستى شئ

پته: سېلو ته مخامخ، د شاداب ظفر بلاکونو شاته، د اصلاح کوڅه

د تحريري ازموينې لپاره د ثور په ٢٧مه، د کابل په تعليم او تربيه پوهنتون، افشار، کې د سهار په اووه ٧ بجو حاضر اوسئ

 

د پايلو اعلان او د ګټونکو نمانځنه به د ثور په ٣١ وي.

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره تماسونه:

د ټيليفون شمېره: ٠٧٧٢١٠٢٤٠٥

ايمېل: info.assrd@gmail.com