د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغويي په اتمه دناټو او افغان دولت ترمنځ دځغاستې نړيواله سيالي

حقيار 28.04.2008 21:53
دځغاستې په هغه نړيواله سيالۍ کې چې پرون دغويي په اتمه دکابل په غازي سټيډيم کې دزرګونوکورنيو او بهرنيولوړپوړو چارواکو ترمنځ دکابل په غازي سټيډيم کې ترسره افغان ولسمشر لومړى دکورنيو چارو وزير دوهم او ددفاع وزير دريم مقام خپل کړ.
زموږ سترګور خبريال دپېښې له ځايه په ډېرې وارخطايۍ خبر راکړ په دې تاريخي سيالۍ کې دافغان ولسمشر ، دهغه دمرستيال ، لوى مارشال ،دکابينې دغړيو، دسترې محکمې درئيس ، لوى څارنوال ، دملي امنيت دعمومي رئيس برسېره ګڼو جهادي مشرانو ، دولسي جرګې او دمشرانو جرګې رئيسانو ، دملي شورىګڼو غړيو، سفيرانو،کور ديپلوماتانو،، دايساف او ناټو چارواکيو او پوځيانو، داردو او پوليسو زرګونو منسوبينو، قوماندانانو او جنرالانوګډون کړى وو .
ځغاسته په ځايي وخت پوره پاوکم لس بجې ديوشپيلاق (ډز ) په اورېدلو چې ويل کېږي ديو تن طالب لخوا پو شو پيل شوه او په څو ثانيو کې سټيډيم له زرګونو ګډونوالو پاک اوصاف شو.
دځغاستې لومړي وړونکي او دلوبې اتل له سټيډيم څخه تر ارګه پورې يونيم کيلو متر مسافه په ٣٠ ثانيو ، دوهم وړونکي له ارګ څڅه دکورنيو چارو تر وزارته درې کيلو متره مسافه په دوه دقيقو او دريم وړونکي له همدي ځاى څخه تردفاع وزارت پورې يوکيلومتر مسافه په يوه دقيقه کې ووهله .
ددفاع وزير چې پدې سيالۍ کې يې دريم مقام ګټلى خبر يالانو ته دخپل بدن له درانه وزن څخه شکايت وکړ او هوډ يې څرګند چې راتلونکې ځغاستې ته به دخپل بدن وزن له ٢٢٥ کيلو ګراموڅخه ١٥٠ کيلو ګرام ته راټيټوي.
خبريال خبر راکوي چې ددې سيالۍ دامنيت لپاره له دوو مياشتو راهيسې ترتيبات نيول کېدل او ان مچ ته هم اجازه نه ورکول کېده چې دسټيډيم خواته والوځي.
په خبر کې راغلي چې ددې مسابقې لپاره له دريو مياشتو راهيسې تمرين کېده او هره ورځ به دخلکو پر مخ دسټيډيم سړکونه او لويې لارې ددې لپاره بندې وې چې اردو ، پوليس ، امنيت او نور چارواکي دلته ددې سيالۍ لپاره تمرين کوي .
خبر زياتوي چې ددې سيالۍ دڅاراو امنيت لپاره کورني اوبهرني ا منيتي ځمکنى او هوايي ځواک هم ګومارل شوى وو او دځغاستې د جريان ننداره يې کوله .
خبريال زياتوي چې پدې سيالۍ کې دناټو قوماندان دومره تېزه منډه وکړه چې ان له باد څخه هم مخکې وو اوپدې خاطر چې تراوسه ليدل شوى ندى اوکېدلى شي چې لا هم په منډه وي نو دګټونکيو له کتاره ووېستل شو.
که څه هم طالبان دعوه کوي چې ددې سيالۍ جوړوونکي ددوى شپږتنه ملګري وو خو افغان حکومت اوايساف وايي چې لګښت يې دوى ورکړى او پوره پنځه ميليونه ډالره پرې راغلي دي.
ددې سيالۍ لومړي ګټونکي ته تراوسه دګڼو ولسمشرانواو دملګرو ملتونو د دسرمنشي دمبارکۍ پيغامونه راغلي او دنقدو انعامونو وعدې يې هم ورسره کړې دي .
خبر وايي چې يوې نړيوالې کمپنۍ ددې سيالۍ دريم ګټونکي ( ددفاع وزير) ته بلنه ورکړې چې ددوى په لګښت غرب ته سفر وکړي او دسپورت په کوم نړيوال جمنازيوم کې دخپل بدن غوښې اوبه کړي.
داسيالي په دومره حماسه او جذبه کې ترسره شوه چې له بده مرغه څلورتنه ترپښولاندې راغلي خلک پکې وژل شوي او يوولس تنه پکې ټپيان شول .
زموږ خبريال وايي چې ښايي دابه دنړۍ په تاريخ کې دځغاستې لومړۍ ستره سيالي وي چې په دومره کچه لوړ پوړي کورني او بهرني چارواکي پکې ګډون کوي .
پدې سيالۍ کې دمعمول خلاف ، دسيالۍ ډګرته سلګونه ټانګونه ،سلګونه زغره دار موټر، زرګونه ميله درنه او سپکه وسله ، ډول ډول راکټونه هم راوستل شوي وو .