د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو د پښو لاندې شوه

نور احمد ویاړ 27.04.2008 15:30
د تاريخ په اوږدو كښي هيوادونه د گڼ شمير قومونو - مليتونو - دودونو او ژبو د يو ځای كيدو څخه جوړ شويدي ٠ د هر هيواد بڼسټ په هغه لومړيو كښي هغه قوم او مليت ايښي دي كوم چې په هغه ځای كښي دنورو قومونو په پرتله ډيركي ول٠ په كوم ځای كښي د مځكي پر مخ چې ژوند به يې كاوه همهغه محدوده خاوره به يې د استوگنځي په نوم ونومول٠ چې دا نوم د پيړيو پيړيو را پدي خوا د هغه هيواد اودهمهغه ملت د لرغوني تاريخ او ملي هويت څرگندوي دي ٠ همدا راز ملي ژبه په هيواد كښي د همهغه ډيركي قوم او مليت څخه ټاکل کيږي ٠ همدا وجه ده چې ملي سرود او ملي ترمينالوژي په نارمل شكل د وطن د ملي ژبي څخه جوړيږي چې نور ميشت قومونه يې هم په وړين تندي خپل وياړ بولي ٠
زموږ هيواد افغانستان لكه دنړي نورهيوادونه د گڼ شميرو قومونو - مليتونو - دودونو او ژبو څخه جوړشويدي او ملي ژبه يې پښتو د نړي د نورو هيوادونو په شان د ډيركي مليت په بنا ټاكل شويده په همدي اساس ټول ملي او سركاري ځايونه او ملي سرود په پښتو ژبه او استوگن يې افغانان نومول شويدي.دا ټكي په وار وار دافغان او بهرنيو ژب پوهانو او هم د لرغون پيژندونكو په څيړونو او ليكنو كښي ثابت شويدي چې د نړي په كتابتونونوكښي دا اثار نن شتون لری. په افغانستان کې پراته ټول ميشت قومونه چې هر يو يې افغان دي په گده له ډيري اوږدي پخواڅخه په خوشالي د خپل خواږه ژوندانه شپي او ورځي سبا كړيدي او دهر يرغلگر په ايستلو او شړلو کې ټوله يو ځای اوږه په اوږه توره په لاس ډگر ته راوتلي دي ٠
نن ورځ بهرنيان ددي هيواد د هويت پيژندنه په افغانستان ، افغان او پښتو ملي ژبه كوي ٠ ملي ژبه په هيوادكښي ملي سرود او ملي ترمينالوژي جوړوي او دهيوادټول ملي شتمني، ملي سرود، حكومتي وداني، پاركونه، لوي لاري، وزارتونه، سړكونه، استوگنځايونه، بانكنوتونه، علمي ډگري، عسكري رتبي او داسې نور...................د قانون له مخي په ملي ژبه نومول كيږي٠
د خپگان او د تاسف ځای دادي چې نن ورځ دمذهب ، قوم او ژبي ترسيوري لاندي دښمني ته لمن وهل كيږي ى په داسې يو وطن او هيواد کې چې د كلونو كلونو را پدي خوا د قومونو او مليتونو تر مينځ هيڅ ستونزه موجود نه وه او په شريكه هر افغان د وطن په گوټ گوټ كښي د ملي مصطلحاتو څخه چې په ملي ژبه يعني په پښتو ژبه ټولني ته وړاندي شويدي په يو خاص افغاني غرور تر همدا گړيه د استفادي وړ دي.
ولي يو تعدادتالي څټي افغانان چې خپل په اصلي افغاني اصالت او اصيل هويت خبر ندي د نورو په لمسون او د پيسو په زور د پښتو او پښتنو ددښمني لپاره گمارل شويدي چې د بادار لپاره يې ددښمني هڅي دومره گړندي كړيدي چې ساري يې په تاريخ کې هم نه ليدل كيږي. دا رنگه افغان دښمنه خلگ لمر په دوو گوتو پټوي او له گيډې څخه دا شانته ليکني کوئ چې د هغه نه د يو وراسته لړمون په شان بد بوي ځي او بيا يې د فاشيستي ويبپاڼو څه خپروي ٠ كله د پټي خزاني كتاب جعلي بولي (اريانا) كله ملالي بې هويته گڼي او كله هم د افغان نوم و يوه قوم او مليت ته منسوبوي (اريانا نت) حال دا چې افغان د يوه قوم نوم ندي دا دهغه كس د وياړني نوم دي چې ځان دافغانستان اوسيدونكي او تابع شميري ٠هغه كه پښتون وي كه تاجك ،هندو، هزاره، تركمن او كه بلوڅ وي دا هر يو افغان دي٠ دا سپيڅلي نوم د افغانستانيانو او خراسانيانو لپاره ندي . اوس په ښكاره به درته ووايم چې درياب د سپي په خوله نه مرداريږي٠ ستا او ستا د بادارانو په تخريب او دښمني به هيڅكله افغان افغانستاني او افغانستان به خراسان نشي او دا ارمان به گور ته وړي٠
دا تالي څټي نه افغانان دي نه هم په افغاني اصالت او اصيل هويت خبردي د نورو په لمسون او د پيسو لپاره د پښتو او پښتنو د دښمني لپاره گمارل شويدي او دا هڅي دومره گړندي كړيدي لكه ماشومان چې د كوڅي سپي په ځغستا كړي.
نن ورځ چې هر يو فاشست واك تر لاسه كړي په همهغه اداره اورگان او وزارت كښي لومړي فعاليت يې دادي چې د هغه ځای پښتو نوم ودري ته واړوي . ددوي دهمدي فعاليت نه ان په بهر كښي د افغانستان د سفارتونو سر دري هم په امان تري پاتي ندي .
دا لا څه کوې بله نوي لوبه يې پيل كړيده . ليڅي ېي را نغښتي دي چې د سړكونو او استوگنځيو څخه د واټ او ميني توري ليري كړي ځكه چې د پښتونستان واټ او خوشال ميني او نورو داسې ځايونو د هيواد دملي ژبي مطابق دوی لره د منلو وړ ندي او نه يې هم باداران د ليدلو تاب او توان لري . او نه هم د كوچيانو شتون د هيواد د اصلي وگړو په څير زغملاي شي . او نه هم و پښتون محصل ته كومه پاملرنه كيږي كه څه هم تر نورو پوه وي . د تلويزون په څپو کې به داسې گوډه او ړنده پښتو در ته ووايي چې له خپله به دي زړه تور شي او يا هم به د خپلي گيډي دارنگه نوي لغتونه جوړ كړي چې په هيڅ قاموس كښي به پيدا نشي . مركي او دگردي ميز جوړول په پښتو ژبه له سره د تلويزون پالسي نده. او حتي يو تعداد ورځپا ڼي خو اصلا پښتو نه پيژني چې څرنگه ليكل كيږي . زه فكر كوم چې پدي وجه پښتو په ورځپاڼو كښي نه كارول كيزي چې په پښتو ليك كښي د ايراني اصطلاحاتو لپاره ځای نشته دا لنده لښته يې يواځې په دري ژبو افغانانو پسي را اخستي ده څو د ملي ژبي ملي ترمينالوژي په بشپړه توگه دهغوي له مغزونو نه چور كړي او د خپل وطن - دود او تاريخ سره يې بيگانه كړي . ولي ډاډه اوسي چې د ايران وارداتي اصطلاحات پر اصيلو افغانانو باندي هيڅ اثر نلري هغوی به هيڅكله پوهنتون ته دانشگاه و نه وايي .
دا ټولي ستونزي هغه وخت را ولاړي شوي چې پښتنو چارواكو او واكمنانو پښتو او پښتنو ته شا كړل . كه چيرته دا ښاغلو پښتنو ته څه نا څه پاملرنه كړيواي بيا به پښتون محصل هم د نورو په شان د سټيج پر مخ د ولسمشرڅخه ډيپلوم تر لاسه كړيواي . د تلويزون پر مخ كله چې د وينا او مركي ځای شي همدا پښتون چارواكي په دري ژبه لگيا وي او خپله مورني خوږه پښتو تر پښو لاندي كوي . كه چيرته سوال تري وشي چې د خپل حكومت او واكمني په دوران کې دي لا اقل يو ځل په پښتو كوم مكتوب ليكلي دي ؟ ايا د كوم مكتوب پر حاشيه دي په پښتو ژبه احكام ليكلي دي ؟ هرو مرو ځواب به يې منفي وي . اوس حق لرم چې په ښکارۀ چيغي ووهم چې پښتو تر پښو لاندي شول او په حكومت کې غمخور نلري . يو يا دوه كسان چې هر څومره زړه سوانده شي هغه يواځې دي او له دي امره مستثنا دي . په يوه گل نه پسرلي كيږي .
ولي د همدي تلويزونونو څخه ليدل كيږي چې د پارلمان او كابيني دري ژبي واكمنان ټوله ويناوي او مركي په مورني دري ژبه كوي كه څه هم په مركه کې سوال په پښتو تري وشي . او د خداي لپاره يوه خبره به د پښتو پر ژبه رانوړي .
دا بيچاره گان پړ ندي ځكه چې دوی ايراني پلوي دي يا ستميان دي او يا يې د عقايدو او اغيزو لاندي دي . د همداسي خلگو څخه هيڅكله گيله نه كوو ځكه تگلاره يې معلومه ده.
گيله له خپلو كيږي . گيله له هغه كيږي چې په خټه سپيڅلي پښتون وي او پښتو يې تر پښو لاندي كړيوي او نه هم د پښتنو خواخوږي كوي . زما په ان داسې واكمنان د چوكي د ساتلو لپاره محافظه كاره شويدي او يا دومره ماړه شويدي چې غونډي ټولنيزي او دودزي چاري يې تري هيري كړيدي او په نورو سوچونو کې ډوب دي. پخوانيو خلگو څه ښه ويلي ول چې موړ نس فاړسي وايي .
اوس د چا له لاسه و چا ته وژاړم . او څوك به د دا نوي پروژي او په څه ډول مخنيوي وكړي چې په پراخ مالي لگښت د اسلام قلعي له بندر څخه د گمركي محصول نه پرته په قاچاقي ډول د افغانستان ښارونو ته ورسيدل .دا د ايران د مصطلاحاتو پروژه ده چې د ډيرو مزدورانو په استخدام سره په سيمه كښي د پښتو او پښتنو د وړانولو چاري پلي كوي . په درنښت