د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستانيانو څوک راوستل ، اسلام پال که لوېديځ پال ؟

محمدحسن حقيار 25.04.2008 23:12
په پاکستان کې د فبرورۍ د اتلسمې د پارلماني ټولټـاکنو د پايلو له څرګندېدو وروسته لوېديځه نړۍ ، لوېديځ پال ، سيکولر کړۍ او په ختيـځ کې د لوېديځوالو د موخو لپاره کمپاين کوونکې څهرې او موسسې غواړي نړيوالو ته دا تاثر ورکړي چې ګويا اسلام پالو په پاکستان کې ماتې وخوړله او پاکستاني ولس سيکولر کړيو، ديموکراتو تنظيمونو او د اسلامي ګوندونو مخالفينو ته رايه ورکړه .
دوى داسې پروپاګند کوي چې ګويا اسلامي ګوندونه په پاکستان کې د القاعده ، طالبانو او ددوى په وينا د ترهګرو تر شا ولاړ دي، چې په پاکستان کې اور هم دوى بل کړى، افراطيت ، جنګ او جګړو ته هم دوى لمن وهي ، د نظام او د مشرف پر ضد بغاوت او دامريکايي ګټو پر ضد فعاليتونو ته هم دوى هڅول کوي او ...
دا مو ډېر اورېدلي وو، چې په لوېديځه نړۍ کې د تولد او تکثر په چاروکې له مصنوعي القاح څه کار اخيستل کېږي، خو دا دى په پاکستان کې ساينس تر دې هم ډېر پرمخ لاړ، دلته هڅه کېږي چې فکرونه او ذهنونه هم په مصنوعي ډول تلقيح شي .
له ترهګرۍ سره د جګړې په پلمه راغلي ښاغلي او په سيمه کې ددوى حلال نمکه دوستان! غواړي چې واقعيتونه له خلکو پټ او د نړيوالو په سترګو کې خاورې وشيندي او ددې پر ځاى، چې ددوى په اند ترهګري وځپي، په خپله حقايق او واقعيتونه تروروي.
راځئ چې وګورو دپاکستان ټاکنې په رښتيا هم چا وګټلې، پاکستاني ولس اسلامپالو، اسلام او خپلو ګټو ته رايه ورکړه او که دلوېديځ پلويانو او د نورو د موخو او ګټو پالونکيو ته ، خو راځئ لومړى دپاکستان وروستۍ سياسي وضعيت ته لنډه کتنه او بيا اصلي موضوع ته راوګرځو.
تر هر څه لومړى دې ټکي ته اشاره ضرور ده چې پاکستان يو اسلامي هېواددى، داسلام په نوم جوړ شوى، داسلام په نوم پرې وينه تويه شوې او وګړي يې هم غوڅ اکثريت مسلمانان ، دينداره او پرخپلې عقيدې او فکر ټينګ خلک دي او يوه ټولنه چې څوارلس پيړۍ يې په اسلام کې تېرې شوې وې نو شونې نه ده چې په دوه درې کالوکې سکولرسته شي او دسکولرستانو او لوېديځوالو ترڅنګ داسلامي ارزښتونو او اسلامي ګوندونو پر ضد ودرېـږي .
کله چې په ٢٠٠١ کال دسپتمبر ديوولسمې پېښه رامنځته شوه نو په دې وخت کې په پاکستان کې جنرال پرويز مشرف چې ديوې سپينې او پوځي کودتا په ترڅ کې يې ځان واک ته رسولى و، واکمن او د چيف ايګزيکټيو په نوم يې چارې سمبالولې.
څرنګه چې مشرف د خلکو لخوا يو ټاکلى نظام نسکور ، قانوني صدراعظم او وزيران بنديان کړي او بيا تبعيد کړي وو او پر ځاى يې نظامي حکومت حاکم وو، نو دپاکستاني ولس ،نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه دغرب له قهر، کرکې ، تجريد او انزوا سره مخ وو اوحکومت يې قانوني نه پېژندل کېده .
نو ده هڅه کوله، چې داسې لارې چارې ومومي، چې دخبرو اترو او مفاهمې له لارې له نړۍ سره ستونزې حل او دغويي په ښکر خپلې ولاړې واکمنۍ ته دپايښت لار ومومي.
دسپتمبر ديوولسمې پېښې دمشرف لپاره تر ټولو ښه زېرى و، دې پېښو مشرف له هغو اندېښنو او تکليف څخه خلاص کړ، چې بوش به آن په ټېلېفون هم ورسره نه غږېده، دسپتمبر ديوولسمې پېښه په حقيقت کې دده راوېښ شوى بخت و چې اوس به دى بوش او ټوني بلير ته زارۍ نه کوي، بلکې هغوى به ورته زارۍ کوي. هماغه وو چې ده هم له دې زرين چانس څخه ګټه واخيسته، لوېديځ يې ډاډه کړ چې په سيمه کې تر ده غوره ، چالاکه او مخلص مريى نشي موندلى او دا به ورته هغه مريى وي چې (غرڅه ورته په منډه نيولى شي) او همداسې يې وهم کړل.
مشرف دپاکستان د مسلمان ولس دارادو، غوښتنو او دين او کولتور پر خلاف زرګونه بې ګناه او ناخبره پاکستانيان، عربان، چيچنيايان ،افغانان او .... شهيدان او په زرګونو همداسې ناخبره کسان چې اکثره يې ياد ددينې زده کړې او يا هم دسوداګرۍ لپاره دې اسلامي !!! هېواد ته تللي وو په امريکا وپلورل خو هغه څوک چې په رښتيا دالقاعده غړي وو، هغوى يې دنازولو مېلمنو په څېر د اى اس ايى په لوکسو ماڼيو کې تر اوسه ساتلي دي.
مشرف چې کله پدې کارونو دخپل ملت پر وړاندې خپله هنداره سپېره او خپل محبوبيت صفر ولېد، نو دا اندېښنې ورسره پياوړې شوې چې ښايي ملت يې دنسکورولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي نو هاغه وو چې دقاضي القضات په ګډون لوړ پوړي قاضيان ، داى اس اى مشر او دپوځ لوړ رتبه جنرالان يې يا بنديان او يا هم له دندو ګوښه او اضطراري حالت يې اعلان کړ.
همداراز دټاکنو لپاره يې سخت شرايط کېښودل او په داسې له اختناق څخه ډکو حالاتو کې يې ټاکنې اعلان کړې، چې امنيتي حالت تر بل هر دور پکې ډېر خراب وو، هرڅه مشرف په خپل واک کې نيولي وو همدا لامل وو چې ډېرو ديني او سياسي ګوندونو له دې ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ، دپاکستان ددينې ګوندونو داتحاد مجلس عمل هم چې پخوا يې دپاکستان په ټاکنو کې برى ګټلى و، په دې ټاکنو کې له سره ګډون ونکړ او پر ملت يې هم غږ وکړ چې په دې ټاکنو کې برخه وانخلي ، خو مولينا فضل الرحمن چې تل ورسره دديني او ملي ارزښتونو په پرتله دڅوکۍ او اقتدار مينه ډېره وي په خپله ژمنه ونه درېد او په ټاکنو کې يې د برخې اخيستلو اعلان وکړ چې په دې کار سره يې ګوند هم ترې خپه شو .
دپاکستان دخلکو ګوند، دپروېز مشرف په مشرۍدمسلم قائداعظم ګوند، او دنوازشريف په مشرۍ دمسلم ن ګوندهغه درې ځواکمن جريانات وو چې په ټاکنو کې يې برخه واخېسته خو دټاکنو دپايلو له اعلان وروسته څو ټکي جوت شول:
لومړى:دپاکستان ټول ولس دديني ګوندونو غږ ته لبيک وويلې او په ټاکنو کې يې برخه وانخېسته، ازادې سرچينې په ټاکنو کې د ولس دګډون سلنه شل او دولتي سرچينې يې له دېرشو ترپنځه دېرشو ښيي، چې داپخپله د ديني ګوندونو په ځانګړې توګه دجماعت اسلامي پاکستان برى دى.
دوهم:کله چې دقاضي حسين احمد په مشرۍ جماعت اسلامي ، دعمران خان تحريک انصاف ، دمحمود خان اڅکزي پښتونخوا ملي عوامي ګوند او په څېر قوي ،سياسي او ديني ګوندونو له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ نو دپاکستان په ټاکنيز ډګر کې دمشرف مسلم ليګ قائداعظم، دخلکو(پيپلز) ګوند،اودنواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ ن ګوندونه پاتې شول او پاکستاني ملت له مسلمانانو سره ددښمنۍ او دلوېديځ دمرييتوب له کبله مشرف ته رايه ورنکړه او خپله کرکه يې ورسره وښوده چې داهم داسلامي ګوندونو او اسلامپالو برى او دمشرف ماتې ده .
دريم:کله چې په پاکستان کې دټاکنو لپاره کمپاين پيل شو او په همدې وخت کې دخلکو دګوند مشره بېنظير بهټو ووژل شوه نو ګوند يې خپل ټاکنيز شعار له طالبانو سره سوله او تفاهم اعلان کړ نو پدې خاطر چې دپاکستان ولس هم له جګړو او وينو توييدلو ستړى شوى دى او نه غواړي چې هېواد يې نور دامريکايي موخودتحقق لپاره قرباني شي ، دخلکو ګوند له طالبانو سره دسولې شعار ورکړى وو او دنواز شريف مسلم ليګ يو ديني ګوند دى نو خلکو همدې دوو ګوندونو ته ډېره رايه ورکړه.
څلورم: دخلکو ګوند ،مشرف او د اى اس اى اداره دخپلې مشرې په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړه ،دبېنظيرې وژنې له دې ګوند سره د ولس همدردي ملګرې کړه او نوازشريف هم څو کاله دهمدې ديکتاتور له لاسه په تبعيد کې تېر کړي وو نوپاکستاني ولس دمشرف له ضدنه دوى ته رايه ورکړه چې سړى ويلى شي چې ددوى په برياليتوب کې له ( حُب علي څخه بغض معاويه ) ډېر رول درلود نو تېروتى به نه وي
پنځم : په دې ټاکنوکې لکه وړاندې مو چې وويل ډېرو ديني ګوندونو برخه وانخېسته ، مثلاً د قاضي حسين احمد په مشرۍ جماعت اسلامي پاکستان ، چې ډېر منظم ،فکري اوپياوړي ګوند دى ، دمولينا سميع الحق په مشرۍ جماعت علماى پاکستان ، دقادري په مشرۍ جماعت علماى پاکستان او .... خو کوم علماوو چې په ګوندي او يا آزاد ډول په ټاکنو کې برخه واخيسته تقريباً ټول بريالي شوي دي مثلاً دجماعت علماى پاکستان ف ګروپ مشر ، مولينا فضل الرحمن ،په بلوچستان کې مولينا عبدالغني او دده دګوند دوه غړي همداراز مولينا شيراني، په سرحد کې دشيرګړ شيخ صاحب ، دجماعت علماى پاکستان تکړه غړى او دسرحد پخوانى اعلى وزير اکرم دراني په صوبايي کچه او دده زوى په قامي اسمبلۍ کې ، لنډه دا چې په اسلامپالو کې يو مهم کانديد هم ناکام شوى نه دى خو برعکس د پاکستان ځينو داسې مجربو او پخو سياستمدارانو دمشرف د انډيوالۍسزا وليده چې هېڅکله يې هم سيټونه بايللي نه و ، چې د ياد وړ نمونې يې ،شير افګن ، شيخ رشيد او چوهدري پرويز الهي بللى شو .
شپږم : په ټاکنو کې ديني ګوندونو د سپکې تلې يو لامل داهم و چې دخپلې واکمنۍ پر مهال يې خپلې ډېرې وعدې ترپښو لاندې کړې ، نه يې اسلامي نظام راووست ، نه يې د ولس د ژوند دهوساينې لپاره کوم ګټور ګام پورته کړ ، خو ددې ټولو معنا دا نه ده چې ګوندې پاکستاني ولس اسلام ته شا او سکولرستانو او لويديزپالو او لويزته مخه کړه .
اوم :دلښکر جنګوي ، سپاه صحابه ،لښکر طيبه ، حزب المجاهدين ، جماعت الدعوه په څېر نظامي او وسلوال ګوندونه چې ځېنې خلک يې د آى اس آى دفابريکې توليد بولي ، پرټاکنو او ډيموکراټيکو ارزښتونو باورنه لري او دوسلې په زور دنظام جوړول تر ټولو ښه لار بولي نه يوازې داچې په ټاکنو کې يې برخه وانه خيسته بلکې نور يې هم له ګډون څخه ايسارول .
دليکنې لنډيز دادى چې دپاکستان مسلمان ولس له مشرف ،دهغه له اسلام ضد پاليسيو، ديکتاتوريو، دبې ګناه مسلمانانو د وژلو او پر دښمنانو دپلورلو له چلند سره خپله کرکه و ښوده هغه يې وراټه دهغه ګوند يې منزوي کړ ، دپاکستان ډېرو قوي سياسي او ديني ګوندونو ټاکنې تحريم کړې او پر ولس يې هم غږ وکړ چې پريکون ورسره وکړي او ولس هم په دې ټاکنو کې دديني ګوندونوپه لمسون ونډه وانخيسته او چا چې ونډه واخيسته نو هغه چاته يې رايه ورکړه چې له طالبانو سره دخبرو اترو او سولې شعار ورکوي او له مشرف څخه استعفى غواړي .
پاکستاني ولس دا زمينه برابره کړه چې دمشرف نږدې ملګري او وزيران اوس دخلکو له وېرې پټ ګرځي او که وليدل شي نو دشېر افګن غوندې وهل او ډبول کېږي او هغه قانوني قاضيان او جنرالان چې ديکتاتور بنديان کړي وو راخوشې شي، ولس دمشرف هغه وزرې غوڅې کړې چې دکودتا، اضطراري حالت ، مارشالا اوريفرنډم داعلان، او د الوت شوق به يې پرې کاوه .