د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه رهبران څه شو ؟

سيدعثمان سنجش 24.04.2008 22:40
کله چې د سردارد محمد داود خان رژيم نسکور شو او په په ځاى يې دافغانستان دخلق ديموکراتيک ګوند شوروي پلوه حکومت رامينځ ته شو ،د نوي حکومت د راتلو سره سم د دوي مخالفو اسلامي ډلو د پاکستان ، اروپا او امريکې په لور مخونه واړول او د جنګ تيارۍ پيل کړي شو ، د سمبر ١٩٧٩ء کښې د شوروى اتحاد فوځيان افغانستان ته داخل شو ل دروسى فوځونو دراتګ سره سم امريکې دپاکستان ، عربى هيوادونو د روس مخالف قوتونو په مرسته د حکومت مخالف افغانانو په ذريعه جهاد پيل کړو . دې سره لکونه خلق پاکستان ، ايران او نورو هيوادونو ته په هجرت کولو مجبور شول او افغانستان دتباهۍ او بربادۍ ديونوى تاريخى باب سره مخ شو .
د مجاهدينو کوم مشران او تنظيمونه چې دذوالفقار على بهټو په دور کښې پاکستان ته راغلى وو نو حکومت هغوي ته په پيښور کښې د دفترونو پرانستلو اجازت هم ورکړو او دهر رنګه مرستو ډاډ ئې هم ورکړو)) . دغه رهبرانو به د پيښور په مختلفو کيمپونوکښې دورې کولې اومهاجرين به يې جهاد ته هڅولې ( څه شو هغه رهبران؟ ) کوم چې اوس ددې مهاجرينو دحالت نه بې خبره دي .))
کله چې پاکستان کښې جنرال ضياء الحق په حکومت قبضه وکړه نو هغه دافغانستان جهاد د پاکستان د خارجه پاليسۍ په توګه اعلان کړو او د مجاهدينو سره دښکاره امريکائى نه علاوه ئې د پاکستان مذهبى ګوندونه هم په دې کښې ککړ کړل . غربى ميډيا هم په دې کښې اهم کردار اداکړو او داسې د روس خلاف دلته يو لوئى نړيوال بلا ک جوړ شو .
بله خوا شوروى اتحاد هم دخپلې کاميابۍ ديقينى کولو لپاره خپلې ټولې وسيلې او ذريعې په کار واچولې خو دمجاهدينو کار دومره پراخه شو چې اوه لوئى او ګڼ واړه ګوندونه پکښې جوړ شول .چې وروسته ئې ديو بل مخالفتونه هم پيل کړل ..
کله چې ډاکټر نجيب الله دافغانستان مشر جوړ شو . دملې مصالحې دپروګرام په اساس په څو ځلو دغومهاجرينو ته خپل وطن ته د باعزت واپسې دعوت ورکړشو مګربدبختانه چې دهمدغه جهادې رهبرانو په وسيله ددوي د راټګ مخه نيول کيده او په هغه وخت کښې د پاکستان حکومت پخپله نه غوښتل ترڅوافغان مهاجرين خپل هيواد ته ستانه شي ترکومه چې ددوې مقصد وه نو مهاجرينوته يې هرډول اسانتياوي برابرولې
١٩٨٨ء کښې دجنيوا لوظنامه وشوه او ددغې لوظنامې ترمخه فرورى ١٩٨٩ء پورې روسى فوځيان دافغانستان نه ووتل. د يوې اندازې ترمخه په دې جنګ کښې لکونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړو . جهادى ګوندونو چونکې د جنيوا لوظنامه نه منله ، نه پکښې دهغوئ برخه وه نو دوئ دډاکټر نجيب د حکومت خلاف جنګ جارى وساتلو بلکې داجنګ نو ر هم تود شو )) . ضياء الحق دافغان حکومت او مجاهدينو تر مينځه د روغې جوړې کولو په ځائې مجاهدين په افغانستان باندې د قابضينو په حيث ليدل غوښتل )) نو هغه د ائى ايس ائى په ذريعه د مجاهدينو سره هر رنګه مرستې وکړې , د بې نظير بهټو د حکومت په دورکښې دجنرال حميد ګل په وينا مجاهدينو په جلا ل اباد يوه سخته حمله وکړه چې زرګونه خلق پکښې مړه شول . دجنګونو دا سلسله مارچ ١٩٩٢ء پورې جارى وه. په همدې کال جنرال رشيد دوستم داحمدشاه مسعود سره لاسونه يو کړل او دډاکټر نجيب حکومت ئې نسکورکړو .
مجاهدينو دفتحې ورځ ونمانځله خو د مجاهدينو حکومت افغانستان ديوې نوې تباهۍ سره مخ کړو. دجهادى ګوندونو په خپل مينځ کښې خونړۍ نښتې پيل شوې او دحکمتيار او مسعود دفوځونو په نښتو کښې کابل بيخى کنډر شو . وروسته دپاکستان په کوششونو په پيښور کښې دجهادى ګوندونويوه جهادى شورى جوړه شوه چې صبغت الله مجددى ئې مشر وټاکل شو او دی دکابل يو بې اختياره او موقت مشر جوړشو .
دپيښور لوظنامې تر مخه جون ١٩٩٢ء کښې مجددى اقتدار پروفيسر ربانى ته وسپارلو اوهمدغه وخت دکابل خوا او شاکښې دسياف او دحزب وحدت ترمينځه نښتې وشوې چې سلګونه خلق پکښې مړه شول او سلګونو سره دانسانيت خلاف ظلمونه وشول . په ٣٠ د سمبر ١٩٩٢ء کښې برهان الدين ربانى دڅوارلس سوه مشرانو جر ګه راوغوښتله او ځان ئې ددوه کالو لپاره دافغانستان رئيس وټاکلو . ګلبدين حکمتيار او نورو جهادى ډلو دغه جرګه نه منله نو يو ځل بيا خونړۍ نښتې پيل شوې . دې نښتوسره دکابل پاتې ودانى هم دخاورو سره خاورې شوي .
په دې شکل سره افغان مهاجرينو ته خپل هيواد ته دواپس کيدو موقع ترلاسه نشوه اوجهادي رهبرانو فقط داقتدار لپاره په خپلو کښې لاس په ګريوان وه ، هغوي ددې مهاجرينو قرباني په سيند لاهوکړي اودکومې ورځي څخه چې په قدرت ورسيدل بيا يې دافغان مهاجرينو نوم په خوله وانه خيست ، دوي په خپل عيش اونوش کې غرق شول افسوس په هغو مهاجرينو چې ددې رهبر انو په خاطر يې خپل سر اومال له لاسه ورکړ (( ، نن د هماغه پاکستانى حکومت لخوا ددوې په کيمپونو بآندې بيلدوزري چلول کيږي ، دوکانونه يې په بې رحمي سره ويجاړيږي ، داوبو او بريښنا نظام پرې بنديږي ، په سوونو مهاجرين خپل کور دشيانوپه خرڅولو سره دپيښور په کوڅوکښې ګشت کوي ، څه شو هغه جهادي رهبران چې د افغانستان په حکومت کښې ارام ناست دي مګر ددې مهاجرينو واپسې لپاره هيڅ سوچ او فکر نه کوي ، )) دافغانستان پارلمان خو هغه بې وسه اداره ده چې ددوي هيڅ فيصلې د حکومت لپاره د منلو وړنه دي ، افغان حکومت او د مهاجرينو وزارت ايا ددې مهاجرينو دراتګ لپاره څه امادګي لرې اوکه نه ؟
(( دردونکې داده چې پارلمان دکډوالوسره دخواخوږی په نامه ېې له وزيرانودباور رايه واخيستل ،مگر کډوال يې هيرشول )) پارلمان هم په دې وسيله سره فقط خپل سياسي مقاصد ترسره کوي او دجوړجاړنه کاراخلې که چيرې دوي په حقيقي ډول سره دخپلو هيوادولو سره ځانونه شريک بولې بايد غوڅ ګامونه ترسره کړي .
اوس چې دجلوزو کيمپ دخلي کولو لپاره عمليات پيل شوي اوپه دې کيمپ کې څه دپاسه ٧٠ زره کورنې بې کوره کيږي ايا دافغانستان حکومت ددې کډوالو لپاره څه اماده ګي لري ؟ لکه څنګه چې ښکاري هيڅ کوم داسې پروګرام نشته . ايا افغان کډوال چيرته لاړ شى؟ په دې وخت کښې په پاکستان کښې لکونه افغان کډوال په دې خبره ډير زيات انديښمن دي چې دپاکستان حکومت ددې کډوالو دوتلو لپاره په هرځاى کښې عمليات شروع کړي دي زه دافغانستان دحکومت او دافغانستان پارلمان ته خواست کووم ترڅو دخپلو هيوادوالو په هکله فکروکړي او ددې په خاطر داسې تدابير ونيسي ترڅو افغان کډوال ددې ناورين حالت نه خلاص شي او خپل هيواد ته په خوشحالې سره واپس شي زما غوښتني په دې هکله په لاندې ډول دي
1. ترټولو دمخه بايد دافغانستان حکومت د يو اين ايچ سى ار د اداري په مرسته د پاکستان د حکومت سره خبري تروکړي ترکومه وخته پورې چې په افغانستان کښې دغو کډوالو ته د ژوند ټولې اسانتياوي نه وي برابر شوي ددې کډوالو د ايستولو لړي دې بند کړي
2. دکډوالو په زوره ايستل خپله داقوام متحده د دسمبر دمياشت د١٤ کال ١٩٥٠ مصوبې منشورپه خلاف عمل دي بايد دکډوالوسره داقوام متحده دمنشورپه اساس سلوک وشي
3. دافغانستان حکومت بايد د مهاجرينو دوزارت له طريقه ددې کډوالو د دوباره راتلو په خاطر ټولې اسانتياوي برابر کړي او دخپلو امادګيو په اساس دې مهاجرين هيواد ته راوبولې .
4. افغان حکومت مسولين بايد خپلو هغو هيوادوالو سره چې د بهرنه راستانه شوي ښه سلو ک وکړي ترڅو هغوي په خپل هيواد کښې خوشحاله اوسي .
5. د راستيندونکي هيوادوالو د ماشومانو د تعليم لپاره بايد جداګانه فرمان صادر شي او په سکولونو کښې دهغوي د داخليدو په خاطر استانتياوي مهيا کړاي شي
6. د راستنيدونکيو هيوادوالو د روعتيايي حالت دښه کيدو لپاره بآيد مخصوص ټيمونه وګمارل شي .
7. په سرحدي سميه کې بايد دکډوالو سره ښه چلند وشي
8. دراستيندونکيو کډوالو لپاره دې د کاراو مصروفيت پيداکولو خاص پاملرنه وشي
9. ټول هغه خيره اداري چې په افغانستان کې مصروف دي دکمکونو لمړي حق دې راستانه شوي کډولو ته ور کړي .
10. کډوالو ته دې حقو ورکړشي چې په خپله خوښه دافغانستان په هرولايت کښې هستوګنه اختيارکړي
11.
12. په دې هيله چې دافغانستان حکومت دخپلو مهاجرو هيوادوالو په هکله فکرمندشي او ددې باعزت قوم لپاره هغه کارونه ترسره کړي کوم چې ددې هيوادوالو دسرلوړي باعث وګرځي