د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په قانون نا قانونه خبرې

میرویس 24.04.2008 22:39

نن سبا ډېرکسان شوق لري چې د ځان د مشهورتیا لپاره یو نیم مطبواعاتي چینل ولري او خلکو ته څرګنده کړي چې زه يو څوک یم او د یو څه لپاره کار کوم له دغه مطبوعاتي چينلونو څخه (جبران) اونیزه ده چې غیر وابسته، آزاده، سیاسي او فرهنګي یې معرفي کړې. دا چې دا اونیزه څومره آزاده ده او ټولني ته به کوم سیاسي، اقصادی، اجتماعي او یا فرهنګی زیری ولری او د ولس کوم خوږ به ور باندې درملنه شی ور باندې خبرې نه کوم را ځم د دغې اونیزې د لومړي کال د اومې ګڼې د شپږم مخ يوې موضوع ته یې چې سر لیک یې دی (قانون سماوي و قانون بشري کدام یک؟). لومړی د لیکنې په ډول او موخې خبرې کوم او بیا راځم دیته چې د پښتو ادبیاتو محصلین (د مرکې دواړه غاړې د پښتو څانګې محصلین دي) هم د افغاني ژبو پر ځای ایرانیزم خوښوي...؟
د لیکنې له سر لیک مالومېږي چې نظر ورکوونکی بشری قوانین نه مني خو متن بیا سره ورک دی نه ترې هو مالومېږی او نه م نه. له سر لیک یې دا هم مالومېږي چې ګواکې دا نو کومه لیکنه ده خو چې لوستونکی له سر لیک څخه لږ را کوز شي نو بیا پوښتنه پیل شوې ”جناب اقای سلطان محمد ثبات، در مورد قانون سماوي و قانون های بشری لطفاً به خواننده ګان هفته نامه جبر ان معلومات ارایه بفرماييد:“. له پوښتنې وروسته نو نظر ورکوونکي خبرې پيل کړې او یوه پوښتنه یې په یوه درز کې ځواب کړې، بیا نو نه پوښتنه شته او ن هم ځواب... دې ته لوستونکي نه پوهېږي چې په ژورنالېزم کې دې ډول شي ته کوم ژانر و وایي . مرکه که لیکنه، راپور ، که فیچر... او یا هم شی ؟؟؟ په هر ډول د دغه شی نومونه نو د مرکه کوونکي او مرکه کیدونکي تر منځ خبره ده او ښايي ژورانالېزم ورته ځواب و نه شی ویلی...؟؟؟.
را شو د پوښتنې شکل ته چې ډېره درنه او له دروندوالی سره ډېره بې ځایه ده، زه نه پوهېږم چې ولې یې ورته اړتیا لیدلې؟ یا خو معاون صاحب (مرکه کیدونکی) دېته خوشاله دی چې په قره قلي کې یې خلک د ځوانۍ تصویر او نوم و ویني...؟
او دا پوښتنه نو د ډېر وکتابونو په لیکلو هم نشي ځوابېدلی، د پوښتنې او ځواب هدف مالوم ندی چې موخه یې څه ده کوم قانون غواړي چلنج کړي...؟؟؟. ایا بله موضوع نه وه چې په اونیزه کې ور باندې خبرې شوې وای؟ ایا د دې پوښتنې ځواب د محصلینو د معاون کار دی؟
را ځو د مرکوالې خوا ته : د ژورنالېزم د اصولو له مخې که موږ له چا سره مرکه کوو نو ښایي لومړی د مرکه کولو اړتیا څرګنده وي، ولې مرکه کوو؟ د چا لپاره؟ څوک باید ورته و ټاکل شي؟ څه ډول پوښتنې ترې وشي؟
او بل دا چې د مرکه کیدونکي د خولې خبرې کټ مټ را واخلو، یوازې ځينې وخت له تکرار او هغه خبرو چې مرکوال یا د خپرونې اداره یې خپرول نه غواړي و نه لیکل شي، یا نې د مرکې د متن لیکل او د یو مضمون متن ځمکه او آسمان توپیر شته. او که داسې نه وي او موږ د مرکه کېدونکي خبرې په ادبي ژبه را واخلو نو هغه خوند پکې نه پاتې کېږي او نه ېې هم څوک لولي او که چېرته د محصلانو معاون داسې په زور و زېر او شد ومد خبرې کوي نو ښايي د لغت پرانۍ د ټولنې ویاند شي....
د قانون په اړه چې ښاغلي معاون کومه خبره کړې، نه ترې څرګندېږي چې پيغام یې څه دی ایا دی د وضعي قوانینو خلاف دی؟ که خلاف وي نو د ده خوښه څنګه ده چې هر څوک قر آنکريم ته کېني او له مخې يې قانوني ژوند ولري؟ ایا د افغانستان اوسنی قانون د شرعې او قراني اصولو خلاف دی؟.
مرکه کېدونکی بیا تللی فلسفی بحث ته او یوري ګاګارین، جان کلونډ، لوستر کیسټر او د ځينو نورو نظریې یې څرګندې کړې او ان د”حشره شناس“ نظر یې، یې هم را اخیستی ... بیا پکې مارلین ته هم ورغلی او د قانون خبره یې د خدای (ج) وحدانیت ته بېولې چې هېڅ له موضوع سره تړاو نه لري وګورئ بیلګه یې ” مارلین....... مېګوید: من هم به عنوان یک فرد معمولی و هم شخصی که دایماً اورا طریقه های آزمایشګاهی متواند ثابت نماید تجزیه و تحلیل نماید خداوند موجود طبعي و مادی نیست که انارا تحت ملاحظه قرار داد....“ ؟؟؟
دلته لوستونکی دېته هم حیران شي چې ښاغلی معاون دومره نظریات څنګه په خپل مغز کې ساتلي...؟؟؟.
حال دا چې مرکه کوونکې او مرکه کیدونکی دواړه د پښتو ادبیاتو محصلین دي او په هر سمسټر کې د ازموینې تمرین څو ځله ور په برخه وي...؟؟
ښه راځم بلې مهمې خبرې ته او هغه دا چې د مرکې دواړه غاړې، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتود پوهنځي د پښتو څانګې محصلین دي خو د ایراني کلیماتو په کارولو یې آن د پوهنځي رنګه هم بده کړې، د پوهنتون لپاره یې دانشګا استعمال کړې او د سترې محکمې لپاره یې دادګاه عالی وېلي. ”حشره شناس استاد علوم و دکتر در حقوق از دانشګاه کالفرنیا....“ ”...چند سال اخیر ما وشما شاهد مسلمان شدن چند تن از افرادی قوای خارجی در افغانستان بودیم که به حقانیت دین مبین اسلام پی برده و اظهار اسلامیت خود را به حضور داشت قاض القضات دادګاه عالی بجا اوردند...“.

نوټ: لیکنه مې په لږ او تنګ وخت کې لیکلې که نه ډېرې خبرې مې په زړه کې وې او بل دا چې نه خو(جبران اونیزه) دومره د اهمیت وړ ده او نه هم مرکه کیدونکی (معاون محصلان) او مرکه کوونکې (ګیتي) او له دوی دواړو مې غوښتنه دا ده چې يو ځل خپل سواد او سویه غښتلې کړي او بیا نظریې ورکولو او نظریې اخیستلو ته مخه کړي.