د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېوادملکي چارې او د څلورم صنف فارغان!

صفي الله سرورزى 24.04.2008 17:08

د قلم خاوندان څه د خاورو لاندې شول، څه له هېواده په يو او بل نوم تورن او وشړل شول او څه د گاونډيو هېوادو د استخباراتي شبکو لاس په نامه غلامان شول ... دغه غلامې بېلابېلې ډلې د دې پر ځاى، چې د وران ويجاړ هېواد د ودانۍ غږ پورته کړي، د خپل ټاټوبي د ورانولو لارې چارې   له خپلو بادارانو زده کوي ... بيا نو له هغو خلکو، چې د هېواد له حقوقي ارزښتونو بې خبره او بې برخې دي، گټه اخلي او زمونږ ملي واکمنۍ او ملي شتمنۍ ته زيان رسوي .
اوس مو هېواد د همدې خلکو په لومه کښې نښتى دى. دوى نه پوهېږي، چې د دولت ورځنۍ چارې څنگه پرمخ درومي او څنگه به وکولاى شي، چې دا د وياړ او شملو هېواد دنورو پراختيايي اوپرمختلليو هېوادو تر څنگه ودروي؟
اوس د قلم او کتاب ځاى په ټولو تعليمي ادارو او رياستونو کښې ايرنيو(سگريټ  دانيو)، توکڼيو       ( تف دانيو) او رشوت  خوريو نيولى دى. د هر شاگرد د هرې ورځې نمبر (وار) معلوم دى؛ لياقت په درد نه خوري، د امتحان په ورځو شپو کښې بايد کورني چرگان او تودې پراټې، چې له هره ځايه يې کوي، استاذانو ته برابرې کړي .
دوى رشوت يو روا عمل گڼلى؛ هر څه، چې کوي کولاى يې شي...؛ ځکه، چې قانون نن  رشوت خورو په خپلو گوتو کښې نيولى دى. د خپلو گټو د خوندي کولو لپاره  يې څرخوي ا و ناوړه غوښتنې پرې عملي کوي.
لايق زده کوونکى د غريب زوى وي ، خو  رشوت نه شي ورکولاى؛ نو د رشوت خورو په قانون کښې ددوى د لوړو زده کړو مخنيوى کيږي، خو نالايقه شاگرد د رشوت په زور لوړې زده کړې کوي. له هغو، چې له يوې خوا نالايقه وي او له بلې خوا يې لوړې زده کړې د رشوت په زور کړې وي؛ څنگه به د هېواد او هېوادوالو دملي او ځانگړيو ارزښتونو د ساتنې هيله  وشي .
يوه مصره راياده شوه.
جانانه هلته دې خداى مل شه !
چې د ټوپک له شپيلۍ خيژې شنه دودونه
لنډه دا، چې هېواد مو دناکامو ليسانسه وو!، ډاکټرانو! او پروفيسرانو! په لومه کښې نښتى دى، چې پر لوړو څوکيو ناست دي او يا پوره امکانات ور په برخه شوي دي . د بېلگې په توگه ملي امنيت، قومنداني، ولايت، ښاروالي، قضا، د سرحداتو مسووليت، ولسوالي، ډگروالي، جنرالي، تورن جنرالي، ډگر جنرالي، ستر جنرالي، مارشالي يا د دوى مرستيالان .... دا ټول منصبونه همدې ناکامو فارغ تحصيلانو ته ورکړل شوي دي؛ بې له دې،  چې هېواد او هېواد وال د رسوايې او شرمنده گۍ سره مخامخ کړي نور هيڅ نه شي کولاى ! همدا راز په ولايتي شورا،په  پارلمان؛ ولسي جرگه اومشرانو جرگه کښې څه نا څه  شپېته فيصده وکيلان بېسواده دي.
يوې لور،  مور ته ويلي :
چې بېسواد ته مې ورنکړې
چې درملتون ته به نسوارو پسې ځينه

د هر وکيل   د مياشتې لکونه روپۍ غوښتنه ده  او کار يې په صفر کښې ضربيږي ... په کومه مياشت کښې، چې ورته د رشوت او مخدره توکومنډوي ولگي بيا؛ نو هغه مياشت ورته له نعمت خدا  کمه نه وي.
 ډيري يې د همدې منډويانو قاچاقبران  دي، چې د پيسو په زور تر دې  څوکيو رسيدلي دي....
 دلته يو والي صاحب دى؛ له خپلې وسې  ډېر کار کوي ، خو په بېلابېلو څېرو کښې ترې غله راتاو دي او  د يوې ورځې کار يې څو اوونۍ نيسي... .
لومړى  ښاروالي په ټول کال کښې د پلورنځيو  نرخونه  نه گوري  او نه يې  تله،  تيږه .... 
هر پلورنوال پخپله خوښه  توکي  پلوري؛  دډوډۍ پلورونکيو ((خبازانو))  خپل ايمان دى، چې له  يوې بورۍ  څو ډوډۍ جوړوي، خو  يوه ډوډۍ  اته  يا  لس کلدارې  پلوري. فکر نه کوم، چې  يوه ډوډۍ به شپېته گرامه وزن  ولري .
 له پلورنځي څخه تر سړکه  يو نيم مټر پلې  لاره د پليو خلکو د تگ راتگ لپاره ده،   خو پلورنوال  يې خپل ملکيت گڼي  اوحتا  لويه لار يې  هم  څلورو کسانو ته  يو د بل  پسې په کرايه ورکړې  او ....
يو متل دى، چې:  ((زه د انا مزدوره او انا  دکلي)) .
پلورنوال  د پلورنځي څښتن  ته کرايه ورکوي ، خو د پلې  لارې کرايه  پلورنوال  ماما اخلي بيا  پرهمدې کرايه  په قسمونو او قرآنونو خپل له لاسه ورکړى حج کال په کال تازه کوي!؟ اوپر څوکيو ناست د څلورم ټولگي ناکام  فارغان  يې  په گوړه اموخته  کړي دي؛ نو د چا خوله، چې په گوړه خوږه شي هغه بيا کله  له  شرمه چا ته څه ويلاى شي.
ويل شوي، چې : ((خوله په مميز مه اموخته کوه او ....)) . د قانون درناوى  پر څوکيو ناست چارواکي نه کوي؛ نو د کلي او ولس خلک به  يې څه وکړي؟! دا، چې د هر لاسگاډي  لرونکى د مياشتې  له څلور سووڅخه نېولې تر شپږ سوو کلدارو پورې  ښاروالۍ ته کرايه ورکوي؛ نواړينه ده،  چې گټه  پخپلو کښې وېشي،  (( حکومت اودولت))  ته  ترې  گټه نه رسيږي .
 زنانه د همدغو لاسگاډو له کبله   پر سړک نه شي تېرېدلى  او په بېلابېلو بڼو بېلابېل غږونه اوري.
ما د يو لاسگاډي له لرونکي  و پوښتل ، چې  لاسگاډى دې ولې پرېښود؟ راته يې وويل:
 دوه زره کلدارې مې پلورنوال  ته کرايه ورکوله، څلور سوه کلدارې د ښاروالۍ کسانو اخستې او دوه سوه  ساتونکي( څوکيدار)...  هيڅ گټه نه وه؛ نولاسگاډى مې  پلورلى دى.
لنډۍ ده، چې :
خدايه د مور يې ورته پام کړې
چې پر ښايسته زنه يې ووهي خالونه
همدا راز زه يې گورم، چې  په درملتونو، کتنځيو او روغتونوکښې M.D ډاکټران ! له مريضانو څخه درمل پټوي بيا يې پر نيمه بيه په بازار کښې خرڅوي.
د پوهنتون روغتون  يو سپين ږيرى څوکيدار هره ورځ د دوا کڅوړه تر څادر لاندې  پټه  راباسي او په بازار کښې يې پلوري ....
چې مشر غل وي کشر غل  شي
دا فيصله د غل د غلا به څوک کوينه!
که څه هم  څه نا څه  اووه کاله برابرشوي؛ دولت او حکومت  په کښې د اداري فساد د مخنيوي نغاره
غږولې، خو ور سره په عمل کښې  يې د ټولنې د هر اړخيزې  بېوسه کولو بهيرهم   چټک ساتل  شوى

دى  .
 وگورئ! که يو ناروغ لږه تبه  هم ولري، لس ډوله معاينات ورته ليکي؛ ځکه، چې هر څه يې يا خپل وي يا له نورو کميشن تر لاسه کوي . ډاکټران داسې نسخه ليکي، چې يوازې کميشن ورکوونکى درملتون پرې پوهيږي .
  تاسې په پاک الله  باور وکړئ، چې ما د پښتورگي  ناروغ  يو څانگوال (متخصص ) ته درې ځلې ور وستو او درې ځلې يې پر دې ناروغ  تلويزيوني  کتنه تر سره کړه، خو  د اعصابو درمل يې  ورته وليکل . 
د اړتيا له مخې مو ناروغ  پېښور ته  ورساوه ؛ پېښوري  ډاکټر، چې  تېر شوي معاينات او درمل  وليدل ، له ځايه را پاڅېدو او ويې  ويل :  په خداى قسم که دا ډاکټر دلته واى؛ نو دا به ما د قانون منگولو ته سپارلى و او ....
 دلته حتا د شکايت  ځاى نه لرو. که شکايت کوې؛ نو چا ته يې کوې! ؟ د پوليسو په ماموريتونو کښې هم دوى دي او په قصابخانو کښې هم دوى دي.
 رحمان بابا وايي :
دا جهان قصابخانـه کړ خداى و ما ته
پابسته ولاړ پــــر غــــــولي د قصاب يم
هوکې!  خو مونږ  د دغو بې رحمو قصابانو پر غولي لاس و پښې  تړلي پراته يو.
 دولت بايد ښاروال اړ کړي، چې د غريب ولس دفاع وکړي، نرخونه وگوري، سړکونه پاک کړي، پر اوړو، غوړيو څارنه  نشته اوړه او غوړي ورځ په ورځ آسمان ته خيژي ....
 يو شاعروايي :
يو غم نه دى چې يې وکړې اى خاطره!
ډېر غمونه دي کوه يې  په  ساړه زړه
يو بل شاعر وايي :
ارمانونه مې د ژوند په کښې پراته دي
لږ په ځير ځير که مې وگورې ځيگر ته!
تراوسه پورې ما داسې ښاروال صاحب ونه ليد، چې  د مقرراتو له مخې يې کوم پلورنځى تړلى وي  او نه د اړوندو ادارو چارواکي يا پوليس چا ليدلي ، چې  د پېښو په  اړوند يې د منلو وړ پرېکړه کړې وي. په يوه کلي کښې بولدک نومي  يو سړي  ژوند کاوه؛ ده لس لورگانې درلودې، زامن يې نه ول. يوې گاونډۍ يې له  ميرمنې وپوښتل ، چې خورې زامن دې نشته؟ د بولدک ميرمنې سوړ اوسيلى وکښ ،مخ يې ورواړاوه  او ويې  ويل  : هاى خورې ! گمان مې نه شي، چې بولدک نه مې زوى وشي.
که ددغو رشوت خورو واک يو څو کاله نور هم پاتې شي؛ نو بيا گمان نه کوم، چې د ښې ورځې مخ به وگورو. که اوس افغانستان د نورو هېوادوسره په   تله کښې واچوو؛ نو زمونږ د تلې پله به د شپاړسمې پېړۍ پر درشل  ولگيږي . په تېرو پنځو لسيزو کښې نوروهېوادوعلمي،فرهنگي،  تخنيکي او صنعتي  وده  وکړه ، خو زمونږ ډاکټرانو، پروفيسرانواو پوهانود سياسي چتر لاندې   حتا هېوادوالو ته ستن سورۍ نه کړه او تر دې دمه ملي توليد نه لرو.
ارواښاد الفت صاحب وايي :
لوړ مقام ته رسي، چې بوټونه پاکوي د بل

ډېر په دغه شغل رياست ته رسيـــــدلي دي
اوس ډېره دخواشنۍ وړ د کلدارو او افغانيو چلنديزه ستونزه ده . د دولت مامورين خپله مياشتنۍ تنخوا افغانۍ اخلي، خو په صرافۍ کښې يې کلدارې کوي. په بازار کښې  پېر او پلور  پر کلدارو کيږي .که د ولسي  وگړى د پېر او پلور  پر وخت له کلدارو سره ونيول شي بيا؛ نو  د جريمې په نوم د مامور صاحب او د مارکيټ د کلانتر خپل دين او ايمان دى ، چې  د څو زرو کلدارو پر لاسته راوړنه ور سره جوړه کوي .  جريمه  ورته  جزيه  کړي او  خبره حل شي.
 دغوره شوې کړنلارې له مخې د جريمې پيسې بايد بانک ته لاړې شي، خو د بانک پر ځاى د مامور صاحب اوکلانتر صاحب  دواړو جب  ته ځي.
مامورين او چارواکي پخپله راکړه ورکړه پر کلدارو کوي ؛ ځکه ، چې د قانون پوښتنه څوک له وکړي. رحمان بابا وايي :
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه
چـــــې له حقـه و باطل وته گوزر کړي
همدا رنگه  ترافيک او پوليس  گرځي ، خو په هر چوک کښې په رڼا ورځ د لاريو ډريوران وهي او بې عزته کوي يې، څو ترې سل کلدارې تر لاسه کړي.
دلته د ترافيکو ددندې وخت معلوم نه دى. د سهار له آذان سره سم  راوځي؛ نر په کښې هغه دى، چې له  وخته  مخکې ځانونه چوکونو ته ورسوي او د شپې تر لسو بجو د لغمان په زړه اډه کښې د لاريوڅارنه وکړي .
پر پاک الله باور وکړئ؛  يوشمېر ډېر ترافيک  پوليس   لرو ، چې  د لايسنس او د هويت پاڼې توپير هم نه شي کوى ، خو هغه ترافيک ،  چې پر پېژندنې يې  بريالي شوي ؛  ډريوران  يې پېژني. يعنې  کوم ترافيک،چې د کارت او لايسنس  پر توپير پوهيږي ؛ ډريوران ورته  د کارت لاندې  دسلو نوټ نيسي. ترافيک کارت لاندې باندې وگوري بيا ډريور پر شاه وډبوي  او ورته وايي : ((برو استاذ جان قند؛ بخير بروى)) .
د هر ډريور سره د ترافيک ماما دعا  مل وي؛ نو،   چې  د ښار په هر ځاى کښې گاډى دروي، څوک ورته څه نه شي ويلاى.  دوى د زنځير  کړيو ته ورته له يو بل سره نښتې دي. ددغه تړاو پر برکت  تل چوکونه بند او لاس گاډو حتا پلې لاره نيولې وي . دا ولې؟  دا داسې، چې ناکام فارغان خپل حق العبور اخلي؛   د دوى  يې پر لارو او چوکونو څه، خداى دې وکړي،  چې ټوله ورځ بند وي ....
پـــه سبب د حــــاکمانــــو ظــــــالمـــــانــــــو
کور و گور او پېښور درې واړه يو دي
له دولت او حکومت څخه هيله ده ، چې  ولس  د ټوپک سالارانو او  ناکامو قلم سالارانو له شره وژغوري  او کار د کار خلکو ته وسپاري؛ ځکه، چې دا د ولس حق او غوښتنه  ده.
 دولت بايد د ولس د حق او  غوښتنو درناوى وکړي او همدا  درناوى به يې د برياليتوب  يوازينۍلار وي .
 قتيل خوږياڼى وايي :
قـــــدم به په اغزو پورته کوو مخ کښې بــــه ځو
له ستونزو ډکه لار به لنډه وو مخ کښې به ځو

د ستونزو حل، کار اهل کار ته سپارل  او دنده پېژندل زمونږ سياسي اړتيا ده؛ ځکه اهل کار د ولس پر زړه  حکومت کوي او د ولس سره د ژوند کولو فکر کوي. همدا لامل دى چېرته، چې د ولس لپاره کار کيږي، هلته ځان ځاني له منځه ځي،  فکرونه او زړونه يو کيږي، ذهنونه وده کوي او ولسي ولولې پارېدنې پيلوي . بس يو پراخه انقلاب ته پرې لاره پرانستل کيږي او زاړه، ځوانان  او پېغلې په کښې د خپلواکۍ نغمې غږوي.

کـــه قرباني مـــــو د فکرونـو ورکړه

دغه پاڅون مو خپلواکۍ ته رسي

                                       (ص. سرورزى)

ملي ښوونې او روزنې ته  دې  خلک وهڅول  شي . په راډيو، تلويزيون  او انټرنټ  کښې بايد ملي ارزښتونه وپالل  شي.

يقين وکړئ، چې د ننگرهار ملي تلويزيون ته پر کتنې سړى شرميږي. لباس، خبرې، ناسته ولاړه او غوره شوى فرهنگي چاپېريال  په کښې پردى او هندي  دى ، چې د افغان ولس  له خپل دود دستوره ډېر ليرې دى .
 يو مصره راياده شوه. وايي :
هر نادوده به دې يوسم
مگر شريک دې په يارۍ کښې نه منمه!
همدا راز دملي  ودې لپاره دې  زيار وگالل شي او ښوونيز نصاب ته دې پاملرنه وشي. د نورو هېوادونو په څېر دې  خپل هېوادني لومړيتوبونه وټاکل شي .
نورو خلکوپر د څو پوړيزو چتونو،  چتونه  پورته کړل. زمونږ انجينران دوه مياشتې د يو درې پوړيزه کور د نقشې پر سر په خپلو کښې پر لانجو اخته وي. کله،  چې  ودانۍ تر درېيم چته ورسيږي بيا يو هم ور پورته کيداى نه شي ؛  نو له دې وېرې  که د درېيم چت پر ديوال   ودرېږي ، د غريب سر به و گرځي او لاندې به پروت وي.
څه به مو سر دردوم  د افغانستان دې خداى جل جلاله مل شي.
کږه وال  پاينده محمد وايي :
ســـــل خبرې ســـــر يې يو پاينـــــــــــــده محمده!
خداى دې ورکه قرضداري کړي د سود خور