د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خلکو اړتیاوې او د ځينو والیانو د پام وړ کارونه

میرویس وردګ 21.04.2008 23:22

د هېواد د ځینو ولایتونو په ادارو کې، د پام وړ پر مختګ تر سترګو کېږي او ولس يوې ښې راتلونکې ته هیله من کوي چې ګوندې وي ولس مو پر مخ لاړ شي او د جنګ، زیاتي او فساد مخه ډب شي او په کراره کراره ټولنه د سولې او مدنیت لوري ته لاړه شي. له دغه ډول ادارو څخه چې د پام وړ کارونه یې تر سره کړي دي، د وردګ ولایت اداره هم ده چې اوس پکې چارې په ښه ډول تر سره کېږي اداري فساد پکې تر ډېره له منځه تللی ډېری ما مورین پکې تر څلورو بجو کار کوي. تر څلورو بجو پورې د کار خبره ځکه کوم چې د ګڼو والایتونو په ډېرو ادارو کې دفتري کارونه تر غرمې پورې کېږي.
دغه اداره دکارونو د لا نور ښه والي او سمبالښت لپاره ځينې نوښتګر کارونه کوي، د ولس له مشرانو سره وخت پر وخت غونډې کوي، دهغوی نظرونه او مشورې اخلي، له روڼ اندو لیکوالو او ژورنالستانو سره هم وخت پر وخت د لیدلو کتلو په ترځ کې خپلې کړنې لاسمې او ګړندۍ کوي. له علماوو او مخورو سره همدا ډول د بیلا بیلو ستونزو د هواري لپاره غونډې کوي.
د وردګ ولایت د ادارې مشر تابه ولایت ته د پروژو اخیستلو لپاره د هر ډونر دروازه ټکوي، کاري پروژې تر اخلي او د ګټې اخيستلو لپاره يې ولس ته وړاندې کوي. دغه ټولې چارې پداسې حال کې تر سره کېږي چې دولت دغه ولایت ته چندانې پام نه کوي.
د ولایتونو په ادارو کې د دغه ډول کارونو تر سره کول نه یوازې اړوند ولایت ته ګټې سولی شي بلکې نور والیان او اداري چاروکي يو سالم رقابت ته هڅوي او غواړي له خپلو سیالانو څخه وروسته پاتې نشي همدا ډول د سيمې خلک هم له خپلو چارواکو د کار غوښتنې کوي او د بل ولایت د کار بېلګې ورته وايي.
يوه بله خبره چې د ولایتونو په اد ارو باندې ښه اغېز لري هغه د خلکو له خوا د میلو او مشاعروجوړول دي چې خلک د شعر او نثر په ژبه نېغ په نېغه په چارواکوې نيوکې کوي، دوی د کارونو د سم تر سره کولو لپاره هڅېږي او له همدې کبله ده چې د ځينو ولایتونو چارواکي دغه ډول غونډو ته چندان زړه نه ښه کوي.

څو ورځې مخکې په وردګ ولایت کې د هغه ولایت والي ځينې لیکوال، ژورنالستان او روڼ اندي ولایت ته ور غوښتي و او له دوی سره یې سلا مشورې وکړې، په غونډه کې والي خپل کړي او تر پلان لاندې کارونه د غوڼدې برخه والو ته څرګند کړل د غوڼدې برخوالو هم خپلې نظریې، نيوکې او مشورې وړاندې کړې....هلته انتقادونه ډېر په ازاد ډول مطرح کیدل. ما ته پدغه غونډه کې د نظر ،فکر ريښتينې او مسؤله ازادي تر سترګو شوه چې اندونه او فکرونه پکې هم په ازاد او هم مسؤل و، او خبرې پکې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره وې.
زموږ ولس د همداسې کړنو امیدونه لري چې که انتقاد هم وي خو موخه پکې د ولس او خلکو د ګټې وي.
سيميز مطبوعات او ژورنالیزم هم د خپل مسؤلیت له مخې باید داسې څه و نه کړي چې د ولس د ګټو خلاف وي هغه څه باید خپاره نه کړي چې له یوې خا بې بنسټه او له بلې خوا د خلکو او ولس د زړه بداوي او زیان سبب شي.
په پای کې زیاتوم چې دغسې اداري چارواکو کارونه ډېر د ستایلو او افتخار وړ دي.
د ښې راتلونکې په لوري