د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغوايي کودتاکه دوينو توېولوتسلل

حاجي ياقوت خان شينواری 21.04.2008 01:02
دروان ١٣٨٧هجري شمسي کال دثوراومه؛ دغواي دکودتا٣٠کاله پوره شول ٠په دې اوږده موده کې افغانيستان دنړۍ په يوه داسې هيواد بدل شوچې دځمکې دکرې په سريی بل داسې انډول هيوادنه موندل کيږي ٠هغه ازاد سرلوړے اودوياړونوډک افغانيستان چې دميليونوافغانانو دسرښندنې په نتيجه کې جوړاوژوندے پاتې ؤ قد م په قد م دانساني تاريخ د اساسي کرښو اودنړۍوالې ټولنې دقطاره ووت،دمرګونواوبد مرغيو په دې اږده موده کې دهربدمرغه پړاو پيشوايان ترننه پورې په هغه څه وياړي د کوم څخه چې دافغانيستان مجاهد اواصيل بچيان او ټوله بشردوسته نړۍ کرکه لري،دروانې وينې تويونې لومړی پړاؤ د١٣٥٧هجري شمسي کال دغوايی داومې په سهار پيل ددې غميزې پيل دتوپونو په ډ زو دبېګناه ماشومانو ،ښځو ،سپينږيرو اودځوانانوپه پاکووينو اودافغانيستان د درې رنګي ملي بيرغ په راکوزېدو افتتاح شو ٠ دادغوايی دکرغيړنې کودتاورځ وه٠ د دې کودتاداخلي پلويان دافغانيستان دخلق اوپرچم ګوند دوه ډلې وې،خوپه بهرکې دخپل وخت د سترنظامي قدرت شوروي اتحاد له خوا رهبري کېده ٠ په هغه وخت کې افغانيستا ن دسياسي شعور له پلوه يوه داسې حد ته نه ؤ رسېدلے په کوم کې چې منظم سياسي،اسلامي،ولسي ګوندونه،کارګري اتحادېی،ادبي دوديزې ټولنې په سياسي اقتصادي ستون کې ټاکونکی رول ولوبوي٠ افغان ولس ديوه عنعنوي واکمنۍ اومستقل ژوند سره عات شوي ؤ،دافغاني ټولنې سياسي -اقتصادي وده سسته مګرمنظمه او پلانيزه وه ٠په داسې حالاتو کې د هيواد زېاتو خلکو داقتصادي ستونزوسره سره دبغاوتونو په مقابل کې بې وزلۍ ته ترجيح ورکوله ځکه خو دغوايی د کودتا شرمښان داسلامي افغانيستان دخلکو په محاصره کې راغلل ،د دوي فرمانونه د (ود کا) دبوتلونو د دکاغذ دمخ توري اودکابل دسړکونود مردباداوزندباد پورې محدود پاتې شول ٠خلقيانو اوپرچميانو به دافغاني وروسته پاتې ټولنې په مينځ کې خپلوځانونوته پرمختللي ويل ٠خودخپل هيواد داقتصادي زېبنا،ټولنيز،علمي تحليل ،سمه ايزو تضادونواود نړيوالوکشمکشونو څخه دومره ناخبره ؤ چې دهيواد بشپړاکثريت د دوي په دښمنۍ کې راپورته شول٠هغوي دخپل خورده بروژوازي تفکر سره سم دکارګرانود نشتوالي اودبزګرانو دپيوستون نه پرته دافغاني ټولنې دټولواقاشرو،طبقاتو،سياسي ګوندونو،اسلامي ارزښتونو ،کلتوري روابطو اودخلکو پرضد نه پخلاکيدونی جګړې اعلان وکړ٠
د دې پرځای چې خلک د د وي په مقابل کې ملي او منظم پاڅون وکړي دوي خلک پخپله قيام اوپاڅون ته اړکړل٠دکودتاچيانوخلاف داقيام ورځ تربلې زېاتېده ،ترڅو دغوايی دکودتا اصلي معماريا( قوه ) شوروي اتحاد افغانستان دخپل عظمت اواسلامي تقدس سره يو ځای ترپښولاندې کړ٠دافغانستان قهرمان اومجاهد ملت دشوروي دېرغل ګرو او د کودتاچيانو پر خلاف سرتاسري پاڅونونه شروع کړل٠افغاني ټولنې په دې نانډوله جنګ کې يونيم ميليون شهيدان نظرانه کړل٠ترڅوشوروي قواوې ماتې اودافغانستان څخه وتلو ته اړشوې ٠دروسانود شړلونه وروسته دپرديو دګټې دساتنې اودافغانستان د مزيد ورانی لپاره په ګاونډيوهيودونو کې ځينې جوړې شوی ډلی ټپلی دخپلو خارجي بادارانو په لارښونه په افغانستان کې داصيلو مجاهېدينو په( ترور ) اودوطن دلانورې ورانۍ لپاره په داخلي او خپل منځي جګړو اخته شول٠دخپل منځي جګړوله امله دشوروي دپاتې شوي رژيم دمجاهدينو په مقابل کې تقريبا څلورکاله دوام وکړو٠خوڅرنګه چې دارژيم دمجاهدينو دقهر سرمخ ؤ نوره سياسي بقاورته ناممکنه اواخر په١٩٩٢م کال کې ئ سقوط اوپه کابل کې داسلامي انقلاب بيرغ ورپول شو٠په افغانستان کې دروسانو ماتې او ټوله نړۍ دسور استعماردوحشت څخه خلاصون ،دغوايی دکودتا ړنګېدل دافغانستان( دخلکو ،مجاهدينو اوټول ملت لپاره دستروياړتاريخي ورځې دي) ٠) مګرد ١٣٧٢هجري شمسي کال دافغان ولس د ملي اسلامي انقلاب د مضمون او غښتنو سره اوږه ورنکږه داځکه چې د دې خاورې هرې مور او هرې طبقې دازادۍ په دې خونړۍ جګړه کې دخپلو ارمانونو لپاره داسې انقلاب تر پايه بدرګه کړو چې نړۍ ورته ګوته په خوله حيرانه وه٠خو افسوس دتل په شان يو ځل بيا دسيسه جوړونکو ،جنګ سالارانو اود جبل سراج اتلاف دغه ملي اسلامي انقلاب په حساس حسابي وخت کې تالا ترغه کړچې دخيټې نه ئ دافغان وژنې او وطن ورانونې نا غيړه جګړه راووتله٠
دوی دافغانستان دورونو قومونو د يوالي مرکز ،دهيواد پايتخت اود سترې اسيا زړه( کابل )دټوپکو اوټوپکيانو په حساب ټوټې ټوټې کړو ٠سپيڅلے اسلا مي جهاد اودازادۍ بې سارې جګړه په قصدي توګه هغې لارې ته را ښکل شوه په کومه چې دښارونو ورانول ، دولتي املاک ، ميوزيم، تلاکول ،دپښتو اوفارسي ،داهلسنت اواهلتشيع په نوم دورونو ملتونو جنګول پلان شوي ؤ٠(دهمدې ورځې نه دازادۍ دمجاهدينو اود لوټمارانو ليارې يود بل نه بيلې شوې٠هغوي چې( دالله ج )د رضاۀ اود وطن دسرلوړۍ لپاره په ايماندارۍ سره مبازه کوله (دهيواد دنجات) او چا چې دافعانانو د ګډ کور دورانولو لپاره مټې رانغاړلې وې دافغانستان دمرئتوب لارې خپلې کړې ٠دازادئ اوغلامۍ تر منځ توپيرچې دنورې دنيا په څير په افغانستان کې هم شته دوخت په تېرېدو د شکلي بدلون سره مخ کيږي ،خو دهغې اصلي ماهيت چې واک اوبې واکي ده بل پړاؤ ته داخليږي د طالب د راوردې شوې د سختدريزۍ او داوسنئ دنابلدې ډيموکراسۍ په دې مرحله کې افغانيستان د چا مستقيم غلام ندے جوړشوی ،خودمريتوب لپاره راتپل شوی جګړه اود دهشت ګردۍ په نوم دافغانانو دوژلو ډرامه لاختمه نده ،کيدے شي چې دتيرو کلونو په څير دافغانستان په خاوره کې انارشيزم ګډوډي اوافغان وژنه دوام وکړي ،خو هرهغه څوک چې د دې حالت پلويان اوخاصتا پيشوايان وی دافغان مسلمان او قهرمان ملت په وړاندې به همداسې مخ تورن وی لکه د پرون ورځې دپردېو غلامان اود نن ورځې دنور په ګوتو جوړ شوي ګو ډ ا ګيا ن ٠،،،وسلام دسلامت اوسر لوړي افغانستان په هيله ٠،،