د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خلیج کې ادبي هلو ځلو ته یو ځغلنده نظر

فيروز افريدی 19.04.2008 00:18

په معدنیاتو مالا مال،په حسن او ښکلاګانو موړ ،ولې په معاش غریب وطن دپښتونخوا بچی د رزق ګټلو په لټون د دنیا ګټ ګټ ته رسیدلی دی.

مونږ نن چه په خپل وطن کښی دا ېو څو پخې سیمټی کوتڼئ وینو یا لږ ډیر ګزاره حال خلق مو په نظر راځی .د وطن د محنت کښو بچو د مزدورئ په برکت دی.څوک چه د خپل وطن نه ډیر لرې په پردی هیوادونو کښې محنت مزدوری کوی او خپلو بچو له سیر اوړه ګټی.

زما وطن د سرو او سپینو وطن
په مزدورئ پسې بهر ګرځمه

پښتون قوم زوړ تاریخ لری اوتاریخ ګواه دے چه پښتون وګړې د خپلو روایاتو امین او محافظ دے.
دا قوم ډیر په مشکل خپل روایات پریږدی او د پردی کلتور دود دستور خپلوی.
په پردی وطن هم پښتون وګړې د خپلو کلتوری روایاتو سره ژوند ژواک کوی
او چه څه رنګه ژوند په خپل ټاټوبی تیروی ،په پردی وطن یې هم پیروی کوی.

د مثال په توګه،خپله جامه پیزار،څادر ټوپئ کټ پزې د خپل استعمال د پاره خوښوی.

د ګلاس په ځائ جام او د پلیټ په ځائ په رکیبئ کښی خوړل څښل کوی
د وطن په شان وریته او لړلې غوښه په مینه خوری.
په ډیرو کښې دچیلم،نسوار تماکو سره شغل کوی .
زرق تنځرې مړز هم ساتی او په دیرو کښې د منګی رباب سره د یا قربان ټپه هم اوچتوی.

په غم ښادئ کښې د وطن په څیر دود دستور کوی.

د غم (مړینه) په وخت درې ورځې ناسته کوی.په پردی وطن د خپل مړی خپل ټاټوبی ته د رسولو کوشش کوی او د خوشحالئ په موقع د ډول سرنا سره اتڼ چوی او خپلو وطن والو ته ډوډئ کوی.

د هرے قبیلې او وطن کسب ګر هم د خپلو کارونو نه پس په ډیرو کښې سر کلې او د غم ښادئ په موقع خدمت کوی.

په خپل وطن کښې د بلا ډیرو ستونزو،سختو او شخړو راتیر پښتون وګړې چه پردی وطن ته لاړ شی نو دغۀ د غمونو فکرونو پولو پټو او تره تربګنئ د لانجو نه یې غوږونه په قرار شی. د دوران غمونه یې کم شی او په زړۀ کښې لطیف احساس رابیدار شی جزبی یې تاندې شی او فکر یې غزونې وکړی.

په داسې حال کښې ورته د وطن یادونه او ټولې ښکلاګانې او د محبوب او جانان اداګانې مخکښې مخکښی کیږی او د سر او تال شعر و ادب شرینې خبری ساز او اواز په ښۀ لګی.

هغه پښتون چه په وطن شډل بډل سخت او ضدی وی په پردی وطن کښې د مینې محبت سندرې وائی .د قانون احترام کوی او د یو بل عزت او درناوې کوی.

په خلیجی هیوادونو کښ میشتۀ پښتانۀ د شعر و ادب د پاره ډیر په مینه او تاودۀ جزبه کار کوی.
د خلیجی ریاستونو د مسافرت نه ډیر وړاندې په هند او فارس کښې د پښتو لوئی لوئی شاعران او ادیبان تیر شوی دی.
په اروپا او مغربی هیوادونو کښې‌هم د پښتو ژبی او ودې د پاره انفرادی او اجتماعی کوششونه شوی دی او اوس خو نور هم په منظم ډول روان دی.

د ثور انقلاب نه وروستو په اروپا او مغرب کښې میشتۀ‌افغانان د پښتو ژبی د ودې او ترقئ د پاره باقاعده تینظیمونه ،ټولنې او جرګې سازې کړې دی.

هم دغسی په خلیجی هیوادونو کښې هم د پښتو ژبی ،شعر و ادب د پاره ټولنې او جرګې جوړی شوې دی.
په سعودی عرب او بحرین کښې هم د قطر او اماراتو په شان ادبی ټولنې او جرګې جوړې دی.

په عرب اماراتو کښې دوه درې تنظیمونه د تیرو شلو پینځویشتو کالو راسې کار کوی خو په دا ټولو کښې زیاته فعاله د قطر پښتو ادبی ټولنه ده چه په کال ۱۹۸۴ کښې ئې بنیاد ایخے شوې دے.

د قطر د قوانینو مطابق د ټولنې سرپرستی د پاکستان سفارتخانه کوی لیکن د ټولنې ټولې فیصلې او کارونه د تنظیم د غړو په مشاورت کیږی.

د ټولنې ملګری د تاسیس له ورځی په ادبی ،سماجی او کلتوری کارونو بوخت دی ،دېر په مینه او پښتانه جزبه دشعر و ادب او د خپلو وطنوالو خدمت کوی.

د قطر پښتوادبی ټولنې ته دا اعزاز هم حاصل دے چه د پښتون قام په تاریخ کښې ئې په وړومبی ځل د وطن نه بهرد باقاعده مشاعرو او سمینارو ابتدا وکړه.
چه پکښې د خپل وطن لویو لویو ادیبانو شاعرانو برخه اخیستې او دا سلسله تر دې دمه جاری ده.

په هر کال د پاکستان د ازادئ د ورځې دستوره کیږی .د پاکستان سفیر ئې صدارت کوی او د پښونخوا شاعران ادیبان پکښې مشران میلمانه وی.

د میلمانو په اعزاز کښې پوره یوه اونۍ د شعر و ادب او ټنګ ټوکور د محفلونو اهتمام او انعقاد کیږی او د ملګرو سره سره راغلی میلمانه او عام پښتانۀ هم ترې خوندونه اخلی.

د پاک پښتو ادبی ټولنې دا شعوری زیار دے چه د وطن نه بهر میشتۀ پښتانه د،د خپل وطن په حالاتو خبر ساتی.د وطن او قام ترجمانی د په منظم ډول د بهرنی قومونو په وړاندې وشی.
د شعر و ادب په حواله د خلقو ته پیغام وررکړی چه پښتون دهشت ګرد نه دے
یوازے د بارودو او اسلحه خبرې نه کوی بلکه د مینې او محبت په سندرو هم مست دے.

د بده مرغه اغیارو ورته ټوپک په غاړه کښې اچولې دے.

د پاک پښتو ادبی ټولنې د اولینئ ورځې دا کوشش دے چه د وطن نه بهر میشت پښتون د په خپل تاریخ ،کلتور او تعمیری رویو پوهه کړی او سماجی تربیت د ورکړی.

د ادبی ټولنې دا زیار چه په وطن پروت ادیب و شاعر د،خپلو محنت کښو پښنو وړونه ته راوبلی چه د مسافرو د حالاتو سره سره د بهر دنیا مشاهده هم وکړی او د نورو قومونو د رویو او کلتورونو سره واقف شی.

د راغلو ادیبانو شاعرانو د وژن کینوس وسیع شی او د خپلو وطنوالو مسافرو سره وطن ته په
راپیښو کشالو باندې خبری وکړی.د ملی وحدت او قامی اتفاق او ورورلئ د پاره خپلې زدکړی او تجربې شریکې کړی .او د غسې د مینې او اتفاق یوه فضا قائمه شی.

د کال ۱۹۸۴ نه واخله تر دې دمه د پاک پښتو ادبی ټولنې دوحه قطر د سیوری لاندې په سوؤنو شمیر د مشاعرو او مزاکرو دستورې شوی دی.
چه پکښې د مسافرو شاعرانو ادیبانو پرته عام پښتون وګړی هم ګډون کړی دے او د ټولنې د ملګرو ئې مرستې او ملاتړ کړې دے.

د اولنی ورځې نه واخله تر دې دمه د ټولنې تولو ملګرو په یونظم یو فکر او د یو مرام د پاره بے لوثه خدمت کړې دے .
دغه ملګری وزیربادشاه جانان ،امت بنګش ،فیروز افریدی،ملتان خان همت،دلاور خان لیونے ،نیاز محمد مهمند او بختیار شاکر د ډیرې ستائینو حقدار دی.
د ټولنې په نورو ملګرو کښې د موسیقئ د څانګے استاذان هم د قدر وړ دی چه د تاسیس له ورځې د ټولنې سره راروان دی او خپله وظیفه په ډیر مینه تر سره کوی
په دوئی کښې حاجی نورزادین،اسلم صادق،محمد حلیم،شمشیر خان ارمانی ،او سرور شاه باچا جی شامل دی.

دا ټول ادیبان شاعران او فنکاران د پښتونخوا د بیلا بیلو سیمو سه تعلق لری او د خو ند لهجې او ځانګړی ثقافتی رنګونه لری چه د ټولنې وجود ئې لکه د ګلونو د ګلدستې په څیر خائیسته کړې دے.

په سرپرستو ملګرو کښې حاجی ګلزار خان ،مکرم خان،نورالله بنګش،او نور ګن شمیر پښتانه ملګری د پښتو او پښتنو د پاره په کارکښی خپله ونډه برخه کوی.

د پاک پښتو ادبی ټولنې ټولو ملګرو خپل کلامونه په کتابی شکل کښې خپارۀکړی دی چه تعداد ئې تر دیرشو سیوا دے.
په پښتونخوا کښ د نادارو ادیبانو شاعرانو کتابونه هم چهاپوی او ورسره مرسته او مدد کوی.
د قطر ادبی ټولنې په زیار دوه میاشتنئ پښتو مجله هم خپریږی او دغسې د قطر یو بل تنظیم هم یوه پښتو مجله په باقاعدګئ سره د پښاور نه خپروی.

د پښتونخوا ادیبان شاعران د پاک پښتو ادبی ټولنې کار ته د قدر په سترګه ګوری او وخت په وخت ئې په خپلو کالمونو او تبصرو کښې یادوی.

د ادبی دوستانو دا ارمان دے چه د وطن هر وګړی د په معاش موړ په صحت روغ،او د علم په کالو خائیسته شی.

چه په وطن کښې امن راشی ،د ټوپکو او بارودو نه لاس په سر شی او د مینې او ورورولۍ یوه ښکلې پښتونخوا اباده شی