د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حساب وركونه، ولس غولونه

شېر علم (امله وال) 17.04.2008 22:50
له تېرو كلونو راهيسې افغان حكومت ملت ته د حساب وركونې په نامه كلنۍ ډرامه پيل كړې، د هر نوي كال په لومړي مياشت كې د كړنو او اجرااتو په باب د هرې حكومتي ادارې مشر ملت ته د رسنيو له لارې راښكاره كېږي. هغه د چا خبره چې خپلې پړپړې وايي، وخت اړوي، د ډرامې د تمثيل د ډګر د اتلانو په څېر له دريځ (ستېژ) څخه بريالى راښكته او د ناستو حاضرينو د چكچكو په بدرګه د خپل دفتر پر لور ځي.
په چارو كې شفافيت او حساب وركول د ډيموكراتيكو ټولنو او حكومتونو له ځانګړتياوو څخه شمېرل كېږي، دا چاره هغه وخت عملي ده، چې په واقعي ډول اداره او ټولنه رڼه او شفافه وي د هرې ورځې په تېرېدو اداره چاڼ، مسلكي كدرونه په دندو وګمارل شي، بوديجه په منظم او سيستماتيك ډول مصرف، ملي عايد لوړ، وګړو ته روزګار پيدا او ټولنه په خپل كور د بسيا كېدو لپاره شونتياوې او اسانتياوې برابر او رامنځته شي، يا په بل عبارت چې د حساب وركړې وروسته په ټولنه او حكومت كې مثبت بدلونونه رادبره شي، نه دا چې د هر كال په تېرېدو او د نوي كال په راتګ سره په حكومت كې رشوت، اختلاص، اداري فساد، سيمه پالنه، توكم پالنه، تنظيم پالنه، خپل پالنه او نور دا ډول سرطاني ناروغۍ موجود او د ډېرېدو په حال كې وي.
ايا له هغه وخت راهيسې چې د حساب وركړې بهير پيل شوى، په ټولنه يې مثبت اغېز ښندلى؟ په اداره كې فساد او نور غير قانوني پلانونه له منځه تللي او يا حد اقل لږ شوي؟
په هر حال ځواب منفي (نه) دى.
دا ډول حساب وركول د ولس غولونې مانا لري، او له ولس سره دوكه او چل دى. دا ډول كړنې نه يوازې دا چې د اوس لپاره د ملت، دولت او هېواد په ګټه نه دي، بلكې دا تش په نامه حساب وركونې او ولس غولونې هسې د راتلونكي نسل لپاره ناوړه اغېز لرونكې پيلامه ده، چې دا به راتلونكي پښت ته د غير قانوني او ناوړه اعمالو سرته رسولو لپاره لاره اواره او زمينه برابره كړي.
هر جنايت كار او فاسد چارواكى به تر دې نامه لاندې مشروعيت حاصل كړي او وايي به چې دادى د تېر كال حساب خو مې وركړ ددې كال حساب به هم وركړم، ولس خو هسې هم غبي او وده دى، په هېڅ هم نه پوهېږي په ډرامه كې خو ښه تمثيل كولى شم، چاته حساب وركوم بس خاورې دي او د ولس پر سترګو يې شيندم...
كه داسې نه وي نو دا بيا څه دي چې د هېواد لوى څارنوال په ښكاره نارې وهي، د خپل عجز او ناتوانۍ غږ پورته كوي چې د ځينو هاغو چارواكو په نيونې او محكمې ته په سپارنې نه بريالى كېږي چې په اداري فساد، درغليو او نورو جنايتونو كې ككړ او اسناد پرې راټول شوي دي، خنډونه ورته جوړېږي او د خپل قانوني او حقوقي عمل د سرته رسولو لپاره ورته مهال (وخت) نه وركوي.
ولس مشر مو له دا ډول فاسدو چارواكو سر ټكوي او د اسمان څكو ماڼيو يادونه په عام محضر كې يادوي، ټولې نړۍ پر وړاندې ژاړي ولې بيا هم كله چې كال پوره شي او نوى كال راشي د مطبوعاتو له لارې اورو او وينو چې پلانى وزير، پلانى رئيس او مشر ملت ته حساب وركړ او ځان يې سپين باز كړ.
په دې هېواد كې د اداري فساد په باب د اسنادو او مداركو د وړاندې كولو او له منځه وړلو لپاره له دغو دوو ښاغليو چې يو يې مدعي العموم (لوى څارنوال) او بل ولسمشر دى نور به څوك وي چې ددې واك او زور ولري او قانون تطبيق كړي؟
له تېرو اوو كلو راهيسې موجوده اداره له ولس سره چل او دوكه كوي، ولس اوس تجربه لاسته راوړى، په تشو وعدو نور نه غولېږي او د دا ډول ملت غولونې له بهيرونو او ډرامو څخه يې پند اخيستى.
د سياسي ډګر د مداريانو او مداحانو د تشو نعرو وخت تېر شوى، انشاء الله چې خپل راتلونكى به دا ځل سم او مناسب شكل ټاكي، جنايتكاران به د ملت محكمې مېز ته يوه ورځ نه يوه ورځ راښكل كېږي او واقعي حساب به وركوي.