د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دملت فرياد او دچارواکيو سکوت

محمدحسن حقيار 17.04.2008 22:48
په دې وروستيو کې په افغانستان کې د خوراکي او سونګ توکيو بيې په بې ساري ډول اوتر هېښوونکي حده لوړې شوې دي چې ټول ولس او په ځانګړې توګه نېستمن ، بېوزله، مزدورکار، ښوونکي او ټيټ پوړي مامورين يې ډېر پرېشانه کړي او خوب يې ترې تښتولى دى، همدا اوس په بازارونو کې يوه سل کيلويي بورۍ اوړه په شاوخوا څلور زره افغانۍ يو شپاړلس کيلو يى ټيم متوسط غوړي شاوخوا يو نيم زر افغانۍ يو کيلو ګاز شاوخوا اوياافغانۍ، دي . يو ليتر تېل هم ٤٥ افغانيوته ختلي چې دنرخونو داسر ګرځوونکې لوړ تيا په نورو مواردواوتوکيو لکه د موټرو کرايې، لرګي او... هم منفي اغېز کړىاو د ټولو بيې ورسره لوړې شوي دي .
يو دولتي مامور يا ښوونکى چې مياشتنى معاش يې درې زره افغانۍ وي او يا ديو تن غريبکار چې که کار ورته وموندل هم شي ديوې ورځې اجوره څه کم دوه سوه افغانۍ وي نو هغه به څنګه وکولى شي چې على الاقل ديوه اوه کسيز فاميل اړتياوې پوره کړي ؟.
قيمتي او نيستي هغه دوه فکتورونه دي چې ډېرې مذهبي، ټولنيزې امنيتي او سياسي ناخوالې راپنځوي، کله چې انسان وږى يا لوڅ شي نو نه په غلا، نه په وژنه، نه په لوټ او تالان او نه هم په سياسي مخالفت صرفه کوي، نه يواځې دا چې د بل په وژلو اړ نه وي، بلکې خپله هم د مخابراتو دوزارت د ودانۍ له لسم پوړ څخه ځان غورځوي !! .
کله چې موږ دا منو چې نيستي او قيمتي د ټولنيز نظم او امنيت د خرابېدلو، دديني ، مذهبي، سياسي اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو دله منځه وړلو لامل کېږي او حکومت بيا ځان ددې ارزښتونو ساتونکى او پالونکى بولي نو دا تر ټولو لومړى ددولت او حکومت مهمه او بنسټيزه دنده ده چې په هېواد کې د قيمتۍ او غربت مخه ونيسي. دا د حکومت دنده ده چې ولس ته دارام، هوسا، مطمئن سوکاله او نېکمرغه ژوند شرايط برابر کړي داسې چې نه څوک غلا وکړي ، نه بل ووژني، نه ځان ووژنې نه چور او تالان ته اړ شي .
خو له بده مرغه چې موجوده حکومت په دې اړه خپل رسالت او مسؤوليت هېڅ ندى ادا کړى .موجوده حکومت د بې پلانۍ، بې کفايتۍ او داغېزمنې استراتيژۍ دنشتون په درياب کې ترستوني غرق دى ، زموږ د دعوې لوى ثبوت همدادى چې د خوراکي توکيو چې د هر ژوندي موجود تر ټولو مهمه او لومړنۍ اړتيا ده نرخونه دوه او درې چنده لوړ وختل خو حکومت هېڅ ځان هم ونه خوځاوه او هېڅ کوم ګټور او عملي پلان يې وړاندې نه کړ.
اوس چې د نيستۍ او قيمتۍطوفان زموږ دکړېدلو هېوادوالو کشتۍ طوفاني کړې ده نو حکومت بايد ډېر جدي او بېړني ګامونه واخلي، بايد ډېر ژر له هره درکه چې وي خو راکي مواد په ځانګړې توګه اوړه او غوړي راوارد او بازار ته عرضه کړي چې له يوې خوا دخلکو اړتياوې پوره او له بلې خوا د نرخونو دلا لوړېدلو مخه ونيول شي.
پخوا به په داسې حالاتو کې حکومت سبسايدي منله، بېړني ګامونه به يې اخېستل ، ځانګړې مغازې به يې پرانيستلې خو اوس ديوه سيل بين په توګه يواځې دملت له فرياد څخه خوند اخلي او بس.
په نورو هېوادونو کې چې کله بيې دومره لوړې او ملت دومره له ستونزو سره مخ شي او اړوند چارواکي له هلوځلو سره سره څه ونشي کولى نودمسؤوليت اودملت پروړاندې دشرمنده ګۍ داحساس له مخې استعفاورکوي اوداچې دده دواکمنۍ پرمهال پر ملت داسې ناوړه شرائط راغلل نوترې بخښنه غواړي .
خو زموږ چارواکي بيا پدې کيسو کې نه دي که ملت ته دوربشو ډوډۍ هم ونه موندل شي نوددوى يې پرې څه ، دوى خوهريو لسګونه زره ډالره معاش لري ، له بهر څخه ځانته په کانتينرونو کې پاخه خوراکي توکي راغواړي اود ملت په اړه وايي چې که ډوډۍ او جوارى ورته نه موندل کېږي نو ((چراکلچه نميخورند))
زما دمعلوماتو له مخې ، هغه تبعيضي چلند، بې انصافي او د(يک بام او دوهوا) چلند چې اوسنۍ اداره (لومړنى منتخب اسلامي جمهوريت!!) له ولس سره کوي نو بېلګه به يې په ټوله نړۍ کې ونه موندل شي. زه باورلرم چې هېڅ داسې هېواد نه شته چې ديو مامور معاش دې يې دېرش ياڅلوېښت زره ډالر وي او دبل دې يې شپېته ډالره وي هغه دې هم په مياشتومياشتو وځنډول شي .
ملت نور دا حالت زغملى نه شي ، نور ترپوزې راغلى ، دخپل زړه دټوټو(اولاد ) پلورلو ته خو اړشو، دنفقې دنه درلودلو له امله خو مو ځينې هېوادوال دې ته اړشول چې خپله کورنۍ پخپل لاس له منځه وېسي ، خپله ګرانه مېرمن طلاقه او اولادونه دالله (ج) اسرې ته په کوڅو کې خوشې کړي چې بېلګه يې دادرې څلور ورځې وړاندې په سمنګان کې ليدلى شي.
دې هېواد ويلي دي چې يواځې يې ددې احساس له مخې خپل مېرمن طلاقه او بچيان نورو ته وسپارل چې پر ده يې نفقه حق وه خو ده داحق ورکولى نشو .
خو زموږ له چارواکيو سره دومره احساس هم پيدا نشو چې ووايي داملت خو پرموږ حق لري خو چې حق يې ورکولى نشو او خدمت ورته کوى نشو نو راځئ چې دادولتي منصب خو ورته پرېږدو چې کوم بل مناسب شخص ته وسپارل شي
که دولت رښتياهم داملت خپل ګڼي نو بايد سمدستي هر اړ خيز عملي ګامونه واخلي او دې کړکيچ ته دې دپاى ټکى کېږدي .
همدا راز حکومت بايد په راتلونکي کې هم دې ډول فاجعې ته پيش بين واوسي او هڅه دې وکړي چې هېواد دغلو دانو له مخې خود کفا کړي ځکه چې ددې کار لپاره ډېرې شونتياوې او اسانتياوې شته، دبېلګې په ډول افغانستان ډېره زياته د کرنې وړ ځمکه، پرېمانه اوبه او ډېر بشري او فزيکي توان لري او يواځې تخنيکي وسايل غواړي او اوس نړيواله ټولنه له افغانستان سره په هره برخه کې او په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې مرستو ته چمتو ده او دومره مرستې يې وکړې چې له بده مرغه حکومت يې د لګښت ظرفيت او استعداد نه درلود او بېرته نړيوالو ته مستردې شوې.
همداراز حکومت بايد له بزګرو سره داصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرې، تراکتورونو مرسته وکړي، بندونه، سربندونه اوويالې ورته جوړې کړې دتازه محصولاتو دساتنې لپاره بايد ورته سړې خونې جوړې کړي، همدا اوس په هېواد کې دسړو خونو د نشتوالي له امله زموږ تازه مېوې سابه او نور محصولات بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي، او هلته د هغوى په سړوخونو کې د څو مياشتې ساتنې وروسته بېرته هماغه زموږ مېوه او سابه په درې او څلور چنده لوړې بيې پر موږ پلورل کېږي .
همداراز په خپل هېواد کې مو بايدداوړو ميلونه جوړ کړل شي ،د غنمو د توليداتو د کچې د لوړ والي بله مهمه لاره دکوکنارو او بنګو بندول دي ځکه چې پيسو يې نرخونه لوړ کړي او بوټو يې د کرنې وړ ځمکه نيولې ده او اوبه، بشري قوت او ... هم مصرفوي .
خود بازار د کنټرول ،د قيمتۍ د مخنيوي او د انفلاسيون او غربت د له منځه وړلو تر ټولو مهمه لار او چاره په هېواد کې د جنګ او جګړو پاى دى.
هيله ده چې حکومت او نړيواله ټولنه دې اړخ ته هم ډېره توجه وکړي.
په پاى کې پر ملګرو ملتونو هم غږ کوو چې پر افغانانو ورحمېږي ، مرستې ورسره وکړي اود(بشر) په سترګه ورته وګوري .