د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اريانا ټلويزيون او مسلکي مديريت

س . سميمي 16.04.2008 23:25
هوښياران وايي ترکاڼي د بيزو کار نه دى . ريښتا وايي ددى لپاره چې د بيزو فکر او لاسونه د ترکاڼۍ لپاه نه دي جوړ شوي که ترکاڼي وکړي نو ځان ته به زيان ورسوي ، په هرډول د پښتو ژبې دا متل مې ددې لپاره تاسو درنو لوستونکو ته تشريح کړ چې ترڅو وويلى شم ، په دى ورستيو کې همداسې کانې په رسنيو کې هم تر سترګو کيږي په تيره بيا آريانا تلويزيون کې چې داسې ډيرې کانې پکښې ليدل کيږي اهل او نا اهل په کې دندې تر سره کوي او په مديريتونو او نورو لويو پوستونو کې په کار ګمارل کيږي چې يوه بيلګه يې په دې وروستيو کې په نوموړي تلويزيون کې يو نوى بدلون وو هغه دا چې له يوه نا اهل نه دا تلويزيون خلاص شواو د نوموړي تلويزيون کارکونکي په دې هيله وو تر څو يو داسې څوک يې په ځاى وګمارل شي چې لږتر لږه د خپلې څوکۍ يا مسؤليت په ا هميت او تميز خو وپوهيږي مګر په ډير افسوس چې د دې تلويزيون مشرانو داسې يوه پريکړه وکړه چې د تلويزيون کار کونکې يې له بارانه څخه ناوې ته ودرول زما يو دوست په آريانا تلويزيون کې کار کوي له هغه څخه مې وپوښتل چې وروره له دندې سره څنګه يې ، دوست مې چې ډير پريشانه وو راته يې وويل په داسې يو ځاى کې چې پرې د يوه فرهنګې اورګان ګمان هم کيږي او مسؤليت يې د يوه ناپوه په غاړه شي نو ته څه ګمان کوى دنده به بيا د دندې په څير وي اوکه د جبر په څير ، د خپل ملګري دې خبرې په تشويش کې واچولم خو کله چې مې لږ ژور فکر وکړ نو دې پايلې ته ورسيدم چې ريښتيا هم په داسې ځاى کې چې يو عادي کار کونکې هم له خپل ريس يا مسؤل څخه ډيره وړتيا ولري نو کار کول ورته ډير ګران تماميږي ددې لپاره چې ما خپله هم دا تجربه کړې ده ، کلونه وړاندې په يو دولتي مديريت کې د مامور په توګه په دنده وګمارل شوم او مدير صاحب مو نو داسې يو کس و چې خداى دې وبخښه د پوهې او زده کړو به څه درته ووايم که خپل نوم يې درته ليکلى واى نو شايد دوه درې ورځې دې پرې فکر کړى واى چې دا يې څه رسم کړي دي .په هر صورت زموږ يې له دې سره کومه ستونزه نه وه ستونزه دا وه چې کله به موږ کوم کار وکړ او او خپل مدير ته به مو په دې موخه يووړ چې افرين به راته ووايې او تشويق به مو کړي نو خبره به په بل ډول شوه مدير صاحب به زمونږ په کار نه پوهيده چې څه يې کړي او څه يې ليکلي دي ددې لپاره چې خپل عزت يې ساتلى وي بي ځايه به غوسه شو او سل خبرې داسې خبرې به مو ترې اوريدې چې تاسو مامورين ياست ؟ ، بې سوادو،! دا څه دي ؟، مفت معاشونه اخلئ! ، او په پاى کې به يې دا هم ورزياته کړه چې ، ځه ملا دې شنه شه بې سواده !، . نو زه به دې خبرې ډير پريشانه کړم چې کاش مدير صاحب خو خپله سواد درلودلى بيا که يې مونږ ته بې سواده ويلي هم واى نو کومه پروا به يې نه وه تر دې چې نور يې دې ته اړ کړم چې دنده خوشې کړم او په کور کښينم ، خبره بلې خوا ته ولاړه نه شي ددې لپاره له دې کيسې څخه تيريږم او اصل خبرې ته راځم هغه دا چې د آريانا تلويزيون يو کار کونکې چې د نوموړي تلويزيون په خپرونو کې به يې وياندوي کوله او بيا ورسته يې د بهرنيو فلمونه او سريالونو سره خپل غږ ايسته اوس د نوموړي تلويزيون د نشراتو د ريس په توګه ګمارل شوى دى . ويل کيږي چې نوموړى وړاندې له آريانا تلويزيون څخه د بداخلاقۍ په تور دوه ځلې شړل شوى هم دى خو په يوډول اوبل ډول يې نوموړي تلويزيون ته بيرته لار پيدا کړې . دا په داسې حال کې ده چې آريانا تلويزيون په هيواد اوبهر کې خپرونې کوى په هيواد او بهر کې ډيرليدونکې لري او ډيره زياته تمه ترې کيږي چې کيدا ى شي آريانا تلويزيون د ملي وحدت ريښتينې هينداره ..تاسو ته معلومه ده چې اوس مهال زموږ په هيواد کې د خداى فضل دى د تلويزيونونو ښه په درز باران وريدلى دى او ښه په درز کې سره په سيالۍ (رقابت ) کې دې او ټول کوښښ کوي داسې خپرونې وړاندې کړې چې ليدونکي را خپل کړي پام يې ځان ته راواړوي خو بل لورته ددې لپاره چې ښې خپرونې جوړې کړي او خپلې خپرونې په سمه توګه تنظيم کړي نوهر تلويزيون د يوه پوه او وتلي ژورناليست او مطبوعاتي کس په لټه هم ليدل کيږي داسې يو کس چې لږ تر لږه لس پنځلس کاله خو يې په دې برخه کې د تجربې درلودونکى وي ، مګر آريانا تلويزيون بيا يو نوښت کړى دى او داسې يو کس يې د نشراتو ريس ټاکلى چې هغه د نشراتو په اهميت خو لا څه چې دکاغذ له مخه ليک هم نه شي لوستى نو زه نه پوهيږم چې څه موخه لري زما په ګمان څوک چې ښه نڅيدى شي ضرور نه ده چې هغه دى ښه رياست هم وکړي او دا به هم نه وي ضرور چې که کوم موټروان ښه موټو چلوي له هغه څخه هم يو ښه رياست تمه وشي ، په خواشينۍ سره بايد ووايم چې په آريانا تلويزيون کې همداسې يو کار تر سره شوى دى که همدا ډول دوام وکړي نو ډيرى کار کونکي به يې لکه څنگه چې زه له مديريت څخه وتښتيدم له تلويزيون څخه په تيښت شي او ليدونکې به يې هم له داسې بې خونده خپرونو څخه ستړي شي او دا تلويزيون به خپل ارزښت په ټولنه کې له لاسه ورکړي زه منم چې دا تلويزيون د انجنير احسان الله بيات دى او په دې هم پوهيږم چې نوموړى ډير مالي امکانات هم لري خو دا به زه په ډاګه کړم چې که تلويزيون يا راديو يو ځل ليدونکې او اوريدونکې له لاسه ورکړل او خپل ارزښت يې وبايله نو بيا څوک ليدونکې او اوريدونکې په پيسو ورته نه شي اخستى.ترکومه ځايه چې زه پوهيږم او ټولو هيوادوالو ته معلومه ده نو انجينير احسان الله بيات ډير دروند او خواخوږى شخصيت دى او تر دې دمه يې کوښښ کړى چې د خپل تلويزيون له لارې ملي ارزښتونه په ريښتيني ډول وړاندې کړي او تر يو ځايه خو په دې کار کې تر اوسه بريالى هم دى مګر که دا ډول خلکو ته زمينه برابره کړي او د خپلو چارو واک ورپه غاړه کړي چې ما يې يادونه وکړه نو لرې به نه وي چې نوموړى خپل هغه دورند نو م چې په ټولنه کې يې لري له لاسه ورکړي ځکه هر څه چې د آريانا تلويزيون له لارې خپريږي نو که ښه وي او که بد دده په نوم تماميږي او ګرم به حاجي بيات بلل کيږي په داسې حال چې ستونزه به د هغو نا پوهو او بې تجربه خلکو له خوا را ولاړه شوي وي ، د يوه ليدونکې په حيث به د نوموړي تلويزيون له مشرتابه او په خاص ډول د نوموړي ټلويزيون د بسټ اښودونکي حاجې صيب بيات څخه دا غوښتنه وکړم چې دا اجازه دې هيچا ته نه ورکوي چې له نوم او امکاناتو څخه يې غلطه ګټه پورته کړي او زيان يې د آريانا تلويزيون خپرونو او ارزښت ته ورسيږي او دا ټولويزيون خپل خاص مينه وال له لاسه ورکړي .