د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغاني ټولنه اودخپلواكورسنيودندې

فضل الرحمن عمرخیل 14.04.2008 22:31

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
خبري رسنۍ داوسمهالې متمدنې اوپرمختللې نړۍ دهغوګڼوپرمختګونوله ډلې څخه شميرل كيږي چې پرمټ يې هره ورځ دنړۍ په مليونونوانسانان دخپل چاپيريال له پيښوڅخه ځان خبروي ، پرهغوباندې قضاوت كوي اووروسته يې په اړه خپل نظرڅرګندوي زماپه آند ښې اوغوره رسنۍ هغه دي چې دژورناليزم داصولوله مخې ديوې ټولنې وګړوته په هغه ټولنه كې دورځنيوبيلابيلوپرمختياووپه اړه بې پرې معلومات وړاندې كړي ترڅوهغوى وكولاى شي ددغو معلوماتوپه ترلاسه كولوسره دخپل ټولنيز ژوندانه بيلابيلې چارې تنظيم اوپه اړه يې كوټلي ګامونه پورته كړي . په ټوليزه توګه دنشراتي پاليسۍ له پلوه رسنۍ په درې ډوله دي :
لومړى : دولتي رسنۍ : داډله هغه رسنۍ دي چې ديوه هيواد دحاكم سياسي رژيم دمالي ، سياسي ، كلتوري سياست په رڼاكې خپرونې كوي اوتل هغه څه خپروي چې ديوه هيواد داطلاعاتواوكلتوروزارت خپرنيزسياست يې سپارښتنه كوي .
دوهم : ګوندي رسنۍ : دغه رسنۍ لكه څرنګه يې چې له نوم څخه معلوميږي معمولاپه يوه هيوادكې دسياسي پيښوپه اړه دهغه ګوند داوسني او راتلونكي سياستونو، پروګرامونو ، تګلارو په هكله خپرونې كوي ، په ټوليزه توګه ګوندي رسنۍ هڅه كوي داسې څه خپاره كړي ترڅو ديوې ټولنې وګړي دهغوپه لوستلوسره دهغه ګوند له راتلونكوپروګرامونوڅخه خبراودټولټاكنوپرمهال دهغه ګوندد سياسي ، مالي ، پرمختيايي ، ښوونيز ، كلتوري سياست اوپروګرام له مخې دهغه ګوند اړوندوكانديدانوته رايه وركړي .
دريم : ناپيلې ياخپلواكې رسنۍ : داډله هغه رسنۍ دي چې دژورناليزم داصولوپه رڼاكې په بې پرې اوخپلواكه توګه خپرونې كوي ، خپلواكه خپرونې تل هڅه كوي داسې څه خپاره كړي ترڅودهغوپه خپرولوسره ديوې ټولنې له ټولنيزوناخوالوڅخه پرده پورته شي هغه سياسي رژيمونه چې بنسټ يې په رښتينې ولسواكۍ ولاړ وي ، دخلكواوولس درايوپه پايله كې يې خپل سياسي مشروعيت ترلاسه كړى وي ، دخپلواكورسنيوله فعاليتونوڅخه نه يوازې ننګه كوي بلكې دهغوى دفعاليت لپاره لاره هواروي اوكه كله اړتياپيښه شي دولتي چارواكي ( ددولت ددرې ګونوقواوو اړوند چارواكي ) درسنيوله لارې ولس ته دخپلوكړنوپه هكله پوره معلومات وركوي ترڅوولس دهغوى له كړنوڅخه خبراوپه اړه يې دخپلوملي ګټوپه رڼاكې قضاوت وكړي چې زمادليكنې موخه هم پورتنۍ دريمه ډله خپرونې دي چې غواړم دامكان تربريده دخپلې ليكنې په لړكې دافغاني ټولنې پروړاندې دهغوى مسئوليتونوته نغوته وكړم .
افغاني ټولنه په نړۍ كې دخپل ټولنيزپيريوه ترټولووروسته پاتې ټولنه ده چې ديوه ناروغ بدن په څير يې هره برخه چټكې درملنې ته اړتيالري چې زماپه آند كه چيرې ورته سمه پاملرنه ونشي كيداى شي ډيرژر خپل ژوند له لاسه وركړي دافغاني ټولنې پورتنۍ ځانګړنې ته په پام سره افغاني خپلواكه رسنۍ دنده لري دهغې په ټولنيزه درملنه كې دپام وړ رول ولوبوي لكه څرنګه مې چې پورته يادونه وكړه افغاني ټولنه يوه وروسته پاتې ټولنه ده اوداځكه چې دتيرو درې لسيزو ناورين زمونږ ټوله مادي اومانيزه شتمني له خاوروسره خاورې كړي .
دناورين پدغه موده كې په افغانانوباندې بيلابيلوسياسي نظامونوواك چلولى چې هريوه يې پخپل وخت كې دخپلې سياسې ايديالوژۍ په رڼاكې خبري رسنۍ پخپل لاس كې نيولې وې ، دګوتوپه شميرڅودولتي ورځپاڼې ، راديوګانې اوتلويزيونونه په خپرونوبوخت ول چې هغوى هم هره ورځ پرته لدې چې دحاكم نظام ايډيالوژي تبليغ كړي ، بل كاريې نه درلود اوداځكه چې دهغو نظامونوسياسي ماهيت داغوښتنه كوله ترڅوعام ولس ددوى دكړنوپه هكله دنظردخپريدا حق ترلاسه نكړي اودالدې امله چې دهغه وخت سياسي نظامونوداخبره درك كړې وه كه چيرې په هيوادكې خپلواك مطبوعات موجودوي ښايي ددوى لپاره ستونزې راولاړې كړي نوځكه يې نه غوښتل چې رسنۍ په خپلواكه توګه خپرونې وكړي ځكه خپلواكې رسنۍ كولاى شي ددولت اوولس ترمنځ اړيكي ټينګ كړي ، ولس ته جرئت وركوي ترڅولدې لارې خپل غږ دچارواكوترغوږونوپورې ورورسوي خولدې ټولوناخوالوسره سره له نيكه مرغه چې په هيوادكې دلنډمهالې ، منځمهالې دوروپه ګډون داوسني نظام په راتګ سره مطبوعاتودګڼوستونزوسره ، سره څه ناڅه دآزادۍ ساه وويستله اودادى په هيوادكې په سلګونو انځوريزې ، غږيزې اوچاپي رسنۍ ترسترګوكيږي چې هره يوه يې له پورتنيودرې ګونوكتګوريوڅخه په يوې پورې هرومروتړاولري چې دورستۍ كتګورۍ دنده اومسئوليت يې ترهغه دوه نورو خورا زيات دى اوداځكه چې په يوه هيوادكې دخپلواكورسنيواودبيان د قانوني آزدۍ ترمنځ نيغې اړيكې شتون لري هغه لدې امله چې ولس حق لري ديوه دولت ( اجراييه ، مقننه ، قضايه قواوو ) دچارواكو په منفي كړنوباندې نيوكه وكړي اوخپلواكه خبري رسنۍ په يوه هيوادكې دبيان دقانوني آزادۍ په چوكاټ كې دنده لري هغه دولس دآواز په توګه ددولتي چارواكوترغوږونوپورې ورورسوي ، دافغاني ټولنې ټولنيزوناخوالواوپروړاندې يې دخپلواكورسنيودندې اومسئوليت ته په پام سره اوس راځوديته چې دغه رسنۍ بايد څه ترسره كړي چې هم لال پلاس راوړي اوهم يارخفه نشي ..؟ هم دبيان آزادۍ ته درناوى وكړي اوهم دافغاني ټولنې ټولنيز ارزښتونه ترپښولاندې نكړي ، هم دولس غږ ددولتي چارواكوترغوږونوپورې ورورسوي اوهم ددولتي مسئولينوپام دهغوى ورځنيوكړنوته ورواړوي چې زماپه آند دغه چاره هله شونې ده چې ددغورسنيومسئولين دهيواد داساسي قانون په ګډون ټول نافذه قوانين په پام كې ونيسي اوهغوته درناوى وكړي .
افغاني ټولنه سره لدې چې په اقتصادي لحاظ يوه وروسته پاتې ټولنه ده خود اسلامي اوكلتوري ارزښتونوله پلوه يوه خورا شتمنه ټولنه ده تردې پورې چې پدې برخه كې دنړۍ يوه انساني ټولنه يې هم سيالي نشي كولاى چې زماپه آند هغه بيلابيلې (انځوريزې ، غږيزې ، چاپي ) رسنۍ چې اوس په هيواد كې په فعاليت بوختې دي ، نړيوالوته دافغاني ټولنې دپورتنيو يادوشويو ارزښتونو دسم اورښتيني انځورپه ښودلو سره دنده لري داسې څه خپاره كړي ترڅوپه خپرولوسره يې په افغانستان كې دشته ناخوالوڅخه پرده پورته اوپه اړه يې داصلاح اوسمون دبيلابيلو لاروچارودلټولوترڅنګ په هيوادكې دسولې اوامنيت دراوستلوپه هكله دملي ، افغاني خواخوږوكارپوهانوسالمې مشورې اونيوكې خپرې كړي ترڅولدې لارې دافغاني ټولنې وګړي وكولاى شي د خپل رښتينى ملي اواسلامي اصلي تګلوري په موندلوبريالي شي ، همدارازدغه رسنۍ بايد دخپل ملي اواسلامي رسالت له مخې داسې څه خپاره نكړي چې په خپريدويې زمونږ دكلتوري ارزښتونو پولې ونړيږي اوياداچې دولس ، دولت ، دولت اوددولت دسياسي اونظامي مخالفينوترمنځ موجود واټن نورهم زيات شي چې له بده مرغه پدې اړه په هيوادكې ګڼې داسې ( انځوريزې ، غږيزې ، چاپي ) رسنۍ ترسترګوكيږي چې په ښكاره ديوشميرباندينيوكړيوله خوا تموليږي خوبياهم ځان خپلواك معرفي كوي دغه رسنۍ دهيواد داطلاعاتواوكلتور وزارت دمشرتابه ، دعلماوو دشوراى دغړيو دپرله پسې كوتڅنډنوسره ، سره لاهم دداسې مبتذلو غيراخلاقي ، غيراسلامي ، غيرملي مطالبوپه خپرولو سره بوختې دي چې ښايي دوام يې زمونږ دټولنې كلتوري برخې ته سخت زيان واړ وي ، همدارنګه دغه رسنۍ دځينو مطالبواوليكنوپه خپرولوسره همدا اوس هم په هيوادكې دشته ستونزودلانوروزياتيدولپاره ببوزى وهي چې داچاره يې دبې پرې اوخپلواكورسنيو ځانګړنه نده .
په پاى كې ددې لپاره چې مونږ دبيان دقانوني آزادۍ په رڼاكې ددولتي چارواكواوپه خپله ټولنه كې دګڼ شميرهغوكسانوپه كړنو باندې نيوكه وكړو كوم چې دشريعت اوقانون خلاف اعمال ترسره كوي نواړينه ده چې ددې چارې دسرته رسولولپاره رښتينې خپلواكې رسنۍ موجودې وي ترڅووكولاى شودخپل ملي اواسلامي رسالت له مخې ددغورسنيوله لارې دهغه څه پروړاندې هرڅه ژر خپل غبرګون څرګند كړو كوم چې سرته رسول يې زمونږ ملي اواسلامي ګټوته زيان رسوي اوداچاره هله شونې ده چې هيوادمودبې پرې اوخپلواكومطبوعاتوخاوندوي اودولت هم دهيواد ، داساسي قانون ، درسنيودقانون په ګډون دټولواړوندوقوانينوپه رڼاكې دهغودفعاليت لپاره اړين شرايط برابركړي ترڅووكولاى شي له ډار او ويرې ، توكميزو ، ژبنيزو ، سيمه ايزوتوپيرونوپرته په يوه ټولنه كې دناخوالودله منځه وړلواوپه هغې كې داصلاح اوسمون په موخه دسالمې نيوكې په دود كولوسره هغه څه خپاره كړي چې په خپرولوسره يې په افغاني ټولنه كې رښتينې اصلاح اوسمون رامنځته شي داسې نه چې ديوشميرتش په نوم افغاني ( ؟ ) خپرونو په څيرزمونږ ټولنيز ( ملي ، اسلامي ) ارزښتونه ترپښولاندې كړي .