د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استاد بینوا لوړ شخصیت او د نظرپراخوالی

حفیظ الله خالد 13.04.2008 19:37

استاد عبد الروف بینوا زموږ د معاصر تاریخ د ادبیاتو په آسمان کی د هغو ګوتو په شمارادبي ستورو له جملی څخه شمیرل کیږي چی په خپله ځلاندو وړانګو یی زموږ د کلتور او ادب ډیوه روښانه ساتلی  د دی لوړ شخصیت د ژوند په ټولو ابعادو بحث کول میاشتو څیړنو ته ضرورت لري چه دا کار د دی لڼدی مقالی له حوصلی نه لری بریښي زما موخه د دی لیکنی نه یوازی د دی خبری وضاحت دی چی
  استاد بینوا د افغانستان د ټولو ورونو قومونو ژبی کلتور اوسقافت د افغان ولس ګډ فرهنګي میراث او ویاړنی بلل او د هغه په ودی کی یی هیڅ راز زیار اوکوښښ ندی سپمولی۰
 البته د هیواد په معاصر تاریخ کی د پښتو ژبی اکثرو لیکوالو او څیړونکو بی له کوم تعصب او دښمني نه د پښتو او دري  دواړو ژبو د تاریخ په روښانه کولو کی ونډه اخستی ده د مثال په توګه هغومره کتابونه او لیکنی چه استاد حبیبی په دري ژبی لیکلی ممکن زموږ دهیواد په معاصر تاریخ کی د دري ژبي  زیاتو څیړونکو نوي لیکلي په هرحال ۰  

استاد بینوا په کال ١٩١٣ د کندهار په ولایت  کی زیږیدلی خو هغه هیڅکله هم ځان د ژبنی او ځائې 
 لڼد  پارو او لنډ اندو مفکرو په لومو کی ایثارکړی ندی ،هغه ځان په ټول افغانستان د بدخشان نه نیولی بیا ترهراته او د بلخ نه تر ننګرهاره منصوب باله۰ 
استاد بینوا دپښتو تالیفاتو تر څنګ  په دري ژبی هم زیاتی لیکنی کړي چه د بیلګی په توګه دهغه د یو شمیر دري آثارو نومونه په لاندی ډول دي:

اشتباه، اشيانه عقاب ، برګ سبز، صداي وطن ، کار بر اصل، چند اهنګ ملي ، هوتکي ها، حکومت بېدار است ، ليډران امروزي پښتونستان، نظري به پښتونستان، ۰۰۰ او  نور

دا د استاد بینوا یوازی د دري ژبی د لیکنو کوچني بیلګه ده چی ثابتوی بینوا صیب نه یوازی د پښتو ژبی ستر څیړونکی محقق او شاعر وه بلکه د دري ژبی پوخ  لیکوال هم ګڼل کیده، استاد بینوا په دري ژبه شعر لیکه ،هغه ته پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي او د ولس ژبی وی استاد بینوا، ژبه د خلکو او ولسونو ترمنځ د افهام او تفهیم او راکړی ورکړی وسیله ګڼل او هیڅکله هم د ژبني لنډ نظرانه افکارو په لومو کی  بند پاتی نشو۰

د استاد بینوا د نظر پراخوالی حتی د هغه په کورني ژوند کی هم انعکاس موندلی وه هغه خپل دری واړه ځامن ، هيواد ،خوشحال او پروټ د کابل ښار په مختلفو لیسو او ښونځیو کی د زده کړی لپاره شامل کړي وه همدارنګه استاد بینوا خپل منځوۍ لور د هیواد د نامتو تاریخ پوه غلام محمد غبار
د زوی خليل غبار ته په نکاح کړه چه اوس محال په متحده ایالاتو کی ژوند کوی۰


د سیاسی افکار و له نظره هم استاد بینوا پر پلورالیزم او دموکراسی عقیده درلود او د هر ډول یکه تازي او هغو افکارو او نظریو سره مخالف وه چه زموږ د ولس د معتقداتو او دود او دستور سره یی سمون نه درلود۰
 استاد بینوا ته ملی یوالی او زموږ هیواد کی سوله او پخلاینه تر هرڅه نه زیاد ارزښت درلود، کله چه د هغه وخت چارواکو تصمیم ونیوه  بیطرف ملی شخصیتونه په خارج کی دافغانستان د سفیرانو پحیث  وټاکی نو استاد عبدالروف بینوا ،جنرال مستغني او یو شمیر نورو ملی شخصیتونو ته د افغانستان په دیپلوماتیکي نمایندګیو کی د کار بلنه ورکړ شو او استاد بینوا په لیبیا کی د افغانستان د
سفیر او فوق العاده استازي پحیث وټاکل شو خو څرنګه چی به هغه وخت  کی د افغاستان او لیبیا تر منځ دیپلوماتیکی اړیکی او راشه درشه په ډیر ټیټه سطحه وه  نو استاد بینوا هلته هم زیاتره په خپل علمي څیړنیز کارونو بوخت وه ، واېې پس له څو مودی د هغه وخت چارواکو و پتیله، دوم نفر د سفارت د مرستیال په توګه لیبیا ته واستوی کله چی تلګرام بینوا صاحب ته ورسیده هغه پځواب کی ولیکل چی دلته د یو نفر لپاره هم کار نشته نو که دوم نفر رالیږی ما بیرته مرکز ته وغواړي۰

 استاد بینوا یو ځل مخکی هم په ۱۹۶۳ کال کی په قاهره که د افغانستان په سفارت کی د مطبوعاتی آتشی پحیث کار کړی وو او په عربی ژبی باندی کامل  تسلط درلود پدی وخت کی  استاد بینوا دخپل فرهنګی کارونو په لړ کی یو شمیر اثار د عربی ژبی نه پښتو ته واړول چی د هغه له جملی نه یو هم د معمرالقذافی مشهور( شین کتاب) دی دا کتاب په دريو ټوکونو کي لیکل شوی او ولسي واک، دخلګو
ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم په کی څیړل شوی دی۰

د افغانستان تاريخي ريښې هغه ورستی اثر وه چی استاد بینوا د خپل  ژوند په ورستیو کلونو که په
 هغه باندی کار کاوه خو افسوس چی ژوند وفا ورسره ونکړه او دغه اثر نيمګړی پاته شو۰
استاد بینوا د١٩٨٥ ميلادي کال د جنوري د  په١١ مي  د جمعي په ورځ د هغي ناروغي  له کبله چي ورپېښه شوی وه له دې فاني دنيا څخه سترګی پټی کړی،روح دی ورته ښاد وي۰ 

د استاد بینوا ادبی او معنوي میراث هغه با ارزښته علمي پانګه ده چی د افغا نستان اوسنی او راتلونکی نسل لپاره د لاری مشال ګڼل کیږی،د نظر پراخوالی، ملی ګټو ته تر ځاېې ژبني او قومی لنډ اندو ګټو لمړیتوب ورکول او پخپلو ادبی څیړنو او فعالیتونو کی دافغانستان د دواړو رسمی ژبو پکارول هغه درسونه دي چه موږ باید د دې ستر ادبي شخصیت نه زده کړو۰

زما په نظر دا به د استاد بینوا د ارمانونو خلاف کار وي که نن  موږ د يو څو لنډ اندو او لنډ پارو سکتاریستی او ستمی کړیو پخاطردري ژبه چی هغه هم د هیواد رسمی او زموږ د ولس ژبه ده بیخي له پامه وباسو، که موږ نن  شخصی ټلویزیونو او ټولینیزنشراتي رسنیو نه دا تمه  کولی شو چی پښتو ژبی ته دی د خپلو ټولو خپرونو کی مناسب ونډه ورکړي او بیا پخپله دری ژبه په هیڅ حسابوو دا به نو زموږ بیخي یو اړخیزه قضاوت او یوازی په خپل محور چورلیدل وي۰

زما وړاندیز د بینوا د ویب پاڼی ګرانو چلو ونکو او هغو نورو ویب پاڼو مسئولینو چی تر اوسه ېې په خپل ویب پاڼو کی د دری ژبی د کارولو نه ډډه کړی دا ده چه د استاد بینوا د کړووړو او او پراخ
  نظر نه په الهام او د هغه د آرمانونو د پوره کولو پخاطر دی په خپل ویپ پاڼو کی  لکه د نورو
   پښتو ویب پاڼو غونډی دری ژبه هم شامل  کړي۰
  دا کار به نه یوازی د استاد بینوا د آرمانونو د پلی کولو په لور یو قدم  وي بلکه زموږ ګران هیواد کی د میشتو قومونو د وحدت او ورورګلوی د مزي د لا ټینګښت او  په پای کی ملی وحدت سره به د مرستی په معنا هم وي۰
 په اوسنیو شرایطو کی ضروري ده چی زموږ دري ژبي هیواد وال د پردیوله شیطاني  دسیسو او د هغو لنډ پارو او متعصبو کړيو د ملی وحدت ضد پلانونو نه باخبره وساتل شي، پدی صورت کی به  پښتو ویب پاڼی یو زیاد شمیر نورلیدونکي هم ځان نه جلب کړي