د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزى صيب خداى دې دودبود ګل کړه!

تواب احمد (شيلګرى) 11.04.2008 00:35

دا زموږ په سيمه کې هغه مشهوره ښېرا ده چې کله پر يو عاجزه او بې چاره سړي باندې د کوم ظالم لخوا په خورا ناوړه ډول ظلم وشي چې هيڅ د زغملو وړ نه وي، او وروسته چې بيا هغه په خپلو دوستانو او خپلوانو را وګرځي نو هغوى هم د نوموړي د خوارۍ او غريبۍ له امله له ده سره کومه همکاري نه کوي، ځکه چې دى خو د الله ګناه کار او عاجزه بنده دى. نو کله چې په ده باندې د نورو اميدونو دروازې وتړل شي او نوره دا تمه ورته پاتې نه شي چې د همکارۍ لپاره د چا دروازه ور وټکوي نو دى يوازې هغه ذات ته خپل عرض وړاندې کړي چې هم يې دا ظالم پېدا کړى دى او هم يې د ده په څېر نور مظلومان پېدا کړي.

نو د ظالم د زيات ظلم او د مظلوم د زياتې بې وسۍ له وجې هاغه دى چې دى خپل زړه ته د تسلي ورکلو لپاره خپل رب ته د زړه له کومې دا خواست وکړي او د زړه له تله پر دۀ باندې د راغلي حالت راز خداى ته وايي. د (خداى دې دود او بود ګل کړه) ښېرا د بشپړې مايوسۍ پرمهال ويل کېږي. د دې ښېرا مانا هلته په دې ډول کيږي چې مه دې جايداد پاتې شه، مه دې اولاد، مه دې دوست پاتې شه او مه دې قريب، مه دې تربور پاتې شه او مه دې عزيز، مه دې کوم ملګرى پاتې شه او مه دې يو ميراث خور...

کرزي صيب ته دا زما خپله ښېرا نه ده، بلکې د هغه چا د زړه د جوش خبرې دي چې هغه ته يې خپلې رايې ورکړې او د ولسمشرۍ کرسۍ ته يې ورساوه او دوى يې په دې وغولول چې دا دى ازاد انتخابات تر سره شول نور به په دې ملک کې عدل، ارامي، بيا رغاونه کاروبارونه او .... را منځ ته کيږي.

خو کرزى صيبه، ستا د دې درواغو په بدل کې هغه کسانو چې دوى خپلې رايې په داسې ورځ درکولې چې په هغه ورځ که څوک له کوره د باندې راوتل نو د زياتې يخنۍ او د خاورو دوړو د توپان له وجې دا ممکنه وه چې خپلو کورو ته پر لارې لاره ورکه کړي او آن د ژوند د خطر په بيه يې تاسې ته رايه درکړه. که څه هم دوى له يوې خوا له طالبانو په خپل ځان باوري نه وو او له بلې خوا دوى له لرې کليو څخه د بايسکلو او موټر سايکلو په واسطه د رايې ورکولو مرکزونو ته راغلي او تا ته يې خپلې د اخلاص رايې درکولې. هغوى ته نن دارامي پرځاى داسې تحفې ورکول کيږي چې د شپې يې کورونه ستا د دوستانو لخوا بمبار کيږي، تلاشي کيږي، وهل کيږي او ستا د بشردوستو دوستانو هغو زندانونو ته بيول کيږي چې که تاسو پکې يو ساعت تېر کړئ نو دا ستاسو د ارګ په ژمي کې ګرمو او په اوړي کې يخو کوټو کې ژوند کولو ته شونې ده چې په يو ساعت کې خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

دا د هغو کسانو د خولې خبري دې چې د تېر دوبي په ګرمه هوا کې يې ستاد بشردوستو دوستانو لخوا په داسې حال کې کور بمبار شو چې هغوى په خپل کور کې له خپلو اولادونو سره يوځاى ډوډۍ خوړله. په دې وخت کې د کوم ظالم او ناخبره افغان لخوا ستا بشر دوستو دوستانو ته اطلاع ورکړل شوي وه چې ګوندي په دې کور کې طالبان پټ دي خو کله چې ستا بشر دوسته دوستان را ورسېدل نو نه ورته طالبان په لاس ورغلل او نه يې د القاعدې له کسانو څخه څوک پېدا کړاى شول نو د معمول په څېر يې د خپلو تيلو او وخت د ضايع کولو په بدل کې په يو کليوال کور باندې خپل زړونه تش کړل.

دا د هغو خلکو د خولې خبري دي چې امريکايې ځواکونو يې په هغه ورځ کور بمبار کړ چې د دوى د ټول ژوند د خوښۍ لومړۍ ورځ يانې (د واده ورځ ) وه چې د امريکايې ځواکونو په بمبار سره يې د يو شمېر کسانو هغه د ژوند روستۍ ورځ شوه او له ميلمنو ډک کور څخه يو څو کسان ټپيان پاتې شول او نور ټول پکې نينې شول.

ستاسو له راتلو مخکې له خلکو سره دا اميدونه وو چې زموږ په ملک کې به ارامي راشي، خلکو ته به کارونه پېدا شي، زموږ هېواد به نړيوال په رسميت وپيژني، په ملک کې به نړيوال پانګونه وکړي او افغانستان به په دنيا کې يو له پرمختللو هېوادونو څخه و شمېرل شي. که څه هم دوى په دې نه پوهيدل چې ستاسو راوستل به د چا په لاس کې او څوک به مو دې جنګ ځپلي ملک ته راولي ځکه چې غربي او امريکايې تبليغاتو د طالبانو يو اسلامي حکومت داسې ورته معرفي کړى و چې پر ځاى د دې چې له اسلامي حکومت سره مينه پېدا کړي دا فکرونه ورسره وو چې طالبان خو په پرمختګ نه پوهيږي او نړيوال ځواکونه په دې کې ښه تجربه لري.

اوس خو د نړيوالو تجربې او ستا د راتلونکي اميدونه ښه څرګند شول او ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې ده. يو څه موده وړاندې يوي امريکايې پلټونکي ډلې افغانستان په اداري فساد کې دويم ونوماوه او دا يې ستا د پرمختللو دوستانو خدمت انځوراوه. دا ځکه چې ستا په دولتي ادارو کې هغه کسان کار کوي چې په خارج کې به يې يا سپي پاکول يا به په هوټلونو کې مزدوران وو، هغوى نن زموږ په اسلامي کلتور تېرى کوي او اسلامي مبلغين، اسلامي طالبان، اسلامي مدرسې، اسلامي احساسات، اسلامي مفکورې، اسلامي ټولنه او بالاخره ټول اسلام ته په بده سترګه ګوري. دا ځکه چې اسلام خو د کار اهلي کار غوښتنه کوي، اسلام د فحاشۍ څخه منعه کوي، اسلام له داسې لوڅو لغړو فلمونو او تلويزيونونو څخه منعه کوي چې چې آن د روژې مبارکې مياشتې په نه ويشتمه شپه هم پکې هندي، ترکي، عربي، ايراني، تاجکي، اروپايې او غربي لوڅ فلمونه خپريږي.

د دې پوښتنه به خپله له تاسو څخه کيږي چې تاسو په افغانستان کې اسلام او اسلامي ټولنې ته څه ورکړل، اسلامي مجاهدين مو په څه څه نومونو ونومول، اسلامي عالمان مو په څرنګه زندانونو کې واچول؟ افغانانو ته دي خپل دوستان په څه ډول ور وپيژندل او اسلام دي اسلامي او کفري نړۍ ته په څه ډول ور وپيژندل. ايا کله دي هم د افغانستان پخواني تاريخ ته رجوع کړي ده له کله راهيسې چې د افغانستان لپاره داسې پاچايان راځي چې هغوى د انګريز ګوډاګيان پاتي شوي وو. او تاسو خپله چې د برتانوي سرتېرو صفتونه په کانفرانسونو کې کوئ ايا په دې تاسو ته شرم نه دريږي، چې يو لوري ته د هغوى صفتونه کوئ او بل لور ته بيا د هغوى په وړاندي د سنبلې د ٢٨ جشنونه نمانځئ؟

ايا کله مو هم په خپل ګريوان کې سر ښکته کړى دى چې دا په افغانستان کې اسلام دښمنه کارونه تر سره کيږي د دې ګناهونو لپاره زمينه چا مساعده کړه او مامور يې څوک دى او د دې فاحشيو، قماربازيو، د ناروا تلويزيوني چينلونو، د عيسويت لپاره زمينه مساعده ول، په کندهار ښار کې د سپيو په جنګ کې د چاودنې را منځ ته کېدل، په بازارونو کې د شرابو خرڅول، مسلمانان بنديانول او غرب خياله له ځان سره ساتل، د قرآن او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سپکاوي کول، بالاخره هر نامشروع کار په دې اسلامي ملک کې رواجېدلو ته چا زمينه مساعده کړې.

نو ستاسو په ورځني دروغو باندې خو نور څوک نه شي غوليدلاى چې تاسو په خپلو ويناوو کې کله واياست چې که دا ځل د ناټو او خارجي ځواکونه په عامو وګړو په خپل سر عمليات تر سره کړي نو زه به استعفا ورکړم خو کله چې هغوى بيا هم د معمول په څېر ستاسو د بې احترامۍ په څېر سپين سترګي کوي نو تاسو خو ورته بل ځل د استعفا خبره تکرار هم نه کړه. نو دغو ټولو ناخوالو ته په پام سره چې تا پر خلکو راوستي دي، خود به دې زموږ د سيمې خلک پر دې دعا نازوي چې \\\\\\\'کرزيه خداى دې دود او بود ګل کړه!!!\\\\\\\'.
noormuslimfriend@gamil.com