د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عجب دولت!عجب څارنوال! اوعجبې چارې

سترګور 10.04.2008 15:32

عجب دولت!
عجب څارنوال!
او عجبې چارې

درانه هېوادوال خو پردې خبر دي چې د تېر لمريز ۱۳۸۶ كال  په درېيمه مياشت كې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى د بيا رغونې په چارو كې د وزير اكبر خان په نوم د سروزرو په ميډال ولمانځه، ننګرهار يانويې په وياړ لويې لويې غونډې او ميلمستياوې جوړې كړې. ځكه ګل اغا شېرزي به ويل دغه وياړ ننګرهاريانو ګټلى ، له ده سره يې  د بيارغوونې امنيت ټينګښت ، ډاياګ او كوكنارو په له منځه وړلو كې مرسته كړې ، دا خوښۍ لا همداسې روانې دي چې د كورنيو چارو وزارت اود مخدره موادو سره  د مبارزې وزارت چارواكو ننګرهار د كوكنارو په لمه منځه وړلو كې بريالى ولايت وګاڼه او دسيمې خلكو په وينا څه باندې سل كاله وروسته دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت كې په بشپړه توګه كوكنار له منځه ځي او خلكو يې له كركيلې لاس واخيست، د امنيت په برخه كې  هم دغه سيمه غوره وبلل شوه او همدارنګه يې پوليسو ته لومړۍ درجه تقديرنامه وركړل شوه. پردې سربېره د ښځو چارو وزارت ننګرهار پوهنتون ، بهرنيو قواوو او يو شمېر موسسو، د ژورناليستانو ملي اتحاديې اوهمداسې نورو په لسګونو ادارو ګل اغا شېرزي ته د بيارغونې د چارو د ښه پرمخ بېولوكې ستاينليكونه وركړل ، ددې ستاينليكونو او ستاينو لړۍ لا ختمه نه وه چې جمهور رئيس بيا په كابل كې د بيارغوونې چارو په برخه كې ګل اغا شېرزى د وزيراكبرخان په ميډال ولمانځه . لوى څارنوال عبدالجبار ثابت چې يو وار د ننګرهار له تلويزيون سره مركې ته كېناست هلته يې د شېرزي په صفت اود بيارغوونې چارو په ستاينه خوله راپرانيسته . پر ننګرهاريانو يې غږ وكړ چې دده ملاتړ دې وكړي ، د شېرزي لوبغالي په پرانيسته كې يې يو ځل بيا دده ستاينې وكړې او د ګلونو هار يې ورپه غاړه كړ اوس عجيبه داده سړى هماغه، رتبه هماغه ، د همدغه دولت او د همدغه جمهور رئيس څارنوال څواوونۍ وروسته بيا راجګېږي او ګل اغا شېرزى په درغلۍ تورنوي  نه پوهېږو چې يا خو موږ ړانده يو يا اقتصادي جنګ دى يا خلك په خپله خوله او خبره ولاړ نه دي يا يې ذهني توازون ثبات او استقرار له لاسه وركړى( يا زه ناچله لوټ شوم يا دا وخت لمبر بدل دى) داده دحكومت خواخوږى دايې چارواكى دايې ويناوې دايې كړنې عجيبه ډنډوره ده يويې يوڅه وايي بل يې بل څه. اوس پرې پوه شوې اى ولسه دا د څه لپاره جنګ دى.
محترم څارنوال صيب! ته چې كله د اداري فساد پرضد د دورې سره راښكاره شوې نو لومړى لبيك درته ننګرهار ووايه ،تا په ننګرهار كې په هاغه ځاى كې چې هلته اداره هم د كورنيو جنګونو پر مهال فعاله وه خلكو په كې د ارام ساه اخيسته تر څلوېښتو زيات كسان د زندان د تورو تمبو تر شاه په كړس كړس خندا واچول، د ننګرهار ادارې او خلكو له تا ملاتړ وښود كه ددوى ملاتړ درسره نه واى نو د شمال چارواكو په څېر به يې له سيمې په هوا كړى واى.
څارنوال صيب لږ سر په ګريوانه كې ښكټه كړه سوچ وكړه همدا د ننګرهار خوست پكتيا او كندهار خلك وو چې ستا پرېكړو ته لاس په نامه ولاړ وو خو تا پردې فكر ونه كړ چې يوازې په پښتانه قوم پسې دې راخيستې ته لكه چې لكه د همدې لپاره ګمارل شوى يې ، د هغه قوم پسې چې دا وطن يې د ينو په نذرانه ساتلى،ستا پروسه په هرات او مزار كې ناكامه شوه نه يوازې دا چې ته خړ غوږونه راووتې بلكې د جرآت په څېر كسانو پر تا ګوزارونه هم وكړل خو ته پاتې راغلې، اوس ددولت او څارنوال صيب ستا خبرو، چارو او پرېكړو ته ګوته په غاښ دي چې دا تا څه نخرې شروع كړي دي، كه ته د ګلاغا شېرزي چې هغه په سيمه كې يو محبوبيت لري، د بيارغوونې په برخه كې يې نوم ګټلى د كال غوره شخصيت شو په سپكاوي پسې راخلې دا نو ستا شخصي پرېكړې دي  ياد يې لره چې ګل اغا يوازې والي اوسلاكار نه بلكې د افغانانو د وياړ يوه شمله ده. خبردار!  په ملك كې د ګډوډۍ هڅه مه كوئ پرېږدئ چې مظلوم ولس ته يو څو تنه كار وكړي موږ دګوتو په شمار د كار سړي لرو او هغه بايد سپكولو ته پرېنښودل شي. څارنوال صيب! ته خو د همدې ننګرهار اوسېدونكى يې د مجاهدينوپه لومړۍ دوره كې چې د ګمرك، مستوفيت، ښاروالۍ ، ترانسپورت او داسې نورو عايداتي ادارو عوايد چېرته تلل ته خو يو ځل دا پوښتنه وكړه كله چې د كرزي دولت رامنځته شو، د پاټكونو له لاسه خلك تر پوزې راغلي وو د كونړ او سپين غر چارتراش د تورخم په دروازه ليكه ليكه روان و ژوندي ټانكونه او درنې وسلې په كباړ كې خرڅې شوې كه د مومندو تورخم ګوړكو او ............. لارو ژبې لرلاى نو تاته به يې ډېرې كيسې كړى واى، د ننګرهار ګمرك او نورو عايداتي ادارو عوايد به همدغو ټوپكوالو خپلو منځوكې وېشل نه مركزي دولت چا پېژانده او نه يې اوامر ، شخصي بلډينګونه يې جوړول تاسې جناب يوه ورځ هم د هغو عوايدو پوښتنه وكړه له ښكاري چې د خپلوى تار درباندې ډېر قوي دى ځكه هغه ستا د چرګۍ خلك دي او تاته د چرګۍ خلك تر ملي مسايلو مهم دي، دا تا پسې چې كوم وسله وال ګرځي له دې ولس نه وپوښته چې دوى څومره غلاوې اوجنايتونه كړي دا خو هماغه خلك وو چې دا غرونه يې لوڅ كړل كله چې ګل اغا شېرزى ننګرهار ته راغى نو لومړى غږ يې په همدې پاټكيانو و چې نور بايد له پاټكونو لاس واخلي ده ته دا سرحدي پاټكيان معلوم وو نو د پاټكيانو پر وړاندې مبارزه څه اسانه كار نه دى همداسې غورزې پرزې لري ، كه ګل اغا د بيا رغوونې په نامه څه اخيستې نو يو څه يې كړي هم دي ايا داښار همداسې و لكه نن چې دى ، ته يو ځل دنورو سيمو له خلكو وپوښته هغه به تاته ووايي چې په ننګرهار كې څومره كار شوى ، نن د شيطان غوږونه دې كاڼه وي ننګرهار د امنيت او بيا رغوونې په برخه كې يوازينې ولايت ګڼل شوى چې د نورو سيمو په پرتله په كې امن دى، د خلكو سترګې پرې خوږېږي، ګل اغا هغه سړى دى چې د ننګرهار ګمرك او نورو عايداتي ادارو عوايد يې د قانون سره سم مركزي ادارې ته سپارلي، ته دده ليستونه ښايي خو هغه جنايت كاران دې بيخي هېر كړي چې ټول اوښ يې په بډه واهه، ته له دې هم ناخبره يې چې د ننګرهار ګمرك سږ كال په عوايدو كې لومړۍ درجه وګټله، دغه درجه ولې پخوا نه ګټل كېده، دا ښار ولې پخوا نه جوړېده، د ښار او ولسواليو  دا سركونه  ولې پخوانه جوړيده له ګل اغا تر وړاندېنيو سره څو برابره پيسې زياتې وې ستا پر خپله كه ګل اغا پيسې لاس ته راوړي خو مصرف كړې يې هم دي، هغه غله او داړه ماران يوازې او يوازې له ننګرهار كې لانجو او بيارغوونې پر وړاندې خنډ ته پراته دي له هغوى ولې پوښتنه نه كوې چې دا غېر قانوني وسله وال څنګه پر ځان پسې ګرځوې او اوس هم څنګه د دولتي لمبر پليټونو په موټرو كې ګرځئ.
د مخدره موادو په قاچاق كې لاس په لاس ونېول شول، همدا تاسې واست چې پر سپارښتنو موسترګې پټې كړې، همدا تاسې واست چې د دوى په پيشيني ماڼيو كې شپې سباكولې او له هاغه ځايه به مو د خلكو نېولو او سپكولو امرونه صادرول.
څارنوال صيب! لږ له خپلو خبرو فكر كوه يو ځل د سړي نه اتل جوړوې او بيا منكرېږې او بيا ځان ډيپلوماټ بولې ستا دنده دېپلوماسي ده كه څارنوالي؟
 ايا ته چې ننګرهار ته راځې تا دا سركونه،  پاركونه  او د ښار ښكلا هېره كړه كاشكې چې لږ ګل اغا وړاندې هغو نورو چې تاسې ته داليستونه سپارلي او بدبينۍ ته يې هڅولي ياست لس روپۍ اخيستاى او يوه يې پر بيا رغوونه لګولى واى نورې نهه يې نوشي جان باور وكړه نن به جلال اباد ښار شېرزي ته نه پاتې كېداى او پاريس به ترې جوړ واى ، خو له دې ښكاري چې د هغه غلو مخه نېول شوې چې پرون ننګرهار په خپلو منځو كې ويشلى و، هر څه د دوى وو. د هډو دلالي، د نصوارو ټيكې ، د تېلو قاچاق، سرايونه  له هر څه نه به يې كمېشن غوښته .
ګل اغا چېرته ددوى پر زړه ځايږي  ځكه چې ده خو پاټكونه ورټول كړل، څارنوال صيب همدا اوس چې په ښار راسم شې چېرته چې د تېلو پمپونه دي او غېر قانوني جوړ شوي دي هغه د همدغو ښاغلو پاټكيانو دي د عبدالحق په نامه پارك يې څو كاله وخوړ خو پرته له ګنده په كې بل څه نه شته ، اوس چې ګل اغا شېرزى ددې خلكو د غېر قانوني كړنو مخه نيسي نوخود به يې ته مخه نيسې ځكه چې ستا مبارزه هم په جوى هفت كې په يو پارك او عمومي سرك كې چې د خلكو په وينا د هغوى د كورونو مخه دې ډپ كړه نومرو د اخيستو تر بريده وه ، تاسې بايد هڅه ونه كړئ چې د افغان قوم د شخصيت د سپكاوي لپاره راپاڅئ په نورو دې زور نه رسيد په پښتنو مشرانو پسې دې راخيستې، ستاسې له دې چلنده د وينو او ګډوډيو بوى راځي، كاش چې د افغان قوم د ګل اغا په څېر ښاغلي پيدا كړي چې د بيارغوونې نوم تش په خوله واخلي كارونه خو يې پرېږده.
ستا له چلنده داسې ښكاري چې د كوم چا په لمسه خدمتګاران او درانه مشران سپكوې دغه كار به درته ډېر بد عواقب ولري ( په تا مې زرو نه رسي مړ به دې پلار كړم) اوس چې څارنوال صيب په نورو ځايونو كې پاتې راغلې هنګامه دې سړه شوه نو غواړې چې دا هنګامه بيا په ننګرهار كې توده كړې ، ځان بيا راڅرګند كړې او وښايي چې مړ نه يم خو ته هاغه ورځ  يو ځل نه دوه ځلې مړ شوې چې جنرال جرآت په څپېړو ووهلې او جنرال دوستم سره په چارو كې دې خپله عاجزي او بې وسي وژړله  او پرهرونه دې ښوده ، تا دولت عاجز وباله ته په دې پوهېږې چې په عاجزۍ حكومت نه كېږي هر حكومت چې ځان عاجز وګڼي نو هغه بايد خپله كمبله ټوله كړي، تا په جمهور رئيس ريشخند وواهه ، څارنوال صيب! چې د ګل اغا په ملاتړ سوداګر او يا نور خلك غونډې جوړوي ته بايد دده پرمحبوبيت هم پوه شې چې دى په خپلو چارو كې بريالى دى خو ستاسې له خوا هماغه خلك په نيمو شپو په ټيلفونو باندې ګواښل كېږي ته خو ځان د ډيموكراسۍ عالمبردار بولې خو د بيان ازادۍ ته ټكى هم قايل نه يې .
څارنوال صيب يوه كوم بله رايادېږي، تاسې چې اوس كوم ولايت ته سفر كوئ درپسې د موټرو ليكې سړي ته هغه د ټوپكيانو دور وريادوي چې يو ټوپكي به مخكې و او شاته به ورپسې لښكرې وې تاسې اوس هماغه دريځ نېولى چې لږ درسره څوك خبره لاندې باندې كړي نو لومړۍ خبره دې داوي چې بندي كوم دې، كه دا بندي كول دومره په اسانۍ كېږي نو يو لوى زندان جوړ كړه او دا ټول خلك په كې واچوه، ځكه ستا هېڅوك هم ازاد نه خوښېږي، بيا له خپلې ډلې سره راځه او د پنجرو تر شا يې ننداره كوه، يو خو ستا بې له دې هم منظرې او نندارې خوښېږي او بله دا چې سركونه به درته وزګار وي موټرې به دې په كې ښې ځغلي دا اړتيا به نه احساسوې چې خپله له موټره راښكته شې او دخلكو په وهلو ځان ته لار پرانېزې.
 څارنوال صيب ! د شېرپور پر وړاندې دې مبارزه هم په وزيراكبرخان كې د يوې نومرې په اخيستلو په شا وتمبول شوه او هغه ورځ هم لرې نه ده چې ته به مخكې يې او خلك درپسې خو قوم او ملت ته وفادار پاتې شه، ځان په توپكيانو مه ساته