د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الله (ج) په ياد سره زړونه هوسا كيږي

هدايت الله حميدي 07.04.2008 01:19
ليكنه: هارون يحيى
ژباړه: هدايت الله حميدي
www.isslah.blogspot.com
د هغه څيړنې له مخې چې د امريكا د ملي روغتيا د څيړنيز مركز غړي داكټر ديويد بي لارسون او د هغه ټيم ترسره كړې ده جوته شوې ده چې د دينداره او بې دينه كسانو تر منځ د روغتيايې پرتلې پايلې ډيرې حيرانوونكې دي. د بيلګې په توګه دينداره وګړي د بې دينه هغو په پرتله په سلو شپيته كې د زړه په ناروغيو كم اخته كيږي.د ځان وژنې كچه په هغوى كې سل په سلو كې ټيټه ده ، د وينې د لوړ فشار له ناروغۍ سره په ډيره كمه اندازه مخ كيږي او د سګرت څكونكو په منځ كې دا كچه يو پر اووه ده.
په هغه څيړنه كې چې (په طبابت كې د اروا پوهنې بين المللي ژورنال ) كې خپره شوى وه چې د طبابت په نړۍ كې يوه مهمه علمي سرچينه ده ،راغلي وو چې هغه كسان چې له دين څخه لرې دي او دينې ګروهه نلري ډير ناروغه كيږي او د عمر موده يې هم كمه وي. د دغې څيړنې پر بنسټ بې دينه وګړي د دين داره په پرتله دوه برابره د معدې او كولمو په ناروغيو اخته كيږي او د تنفسي ناروغيو له امله د هغوى د مړينې كچه د دين دارو په پرتله شپږشپيته په سلو كې لوړه ده.
سيكولر(په دين باندې باورنه لرونكي)ارواپوهان هڅه كوي تر څو دې ډول لاس ته راوړنو ته د( رواني اغيزو) په سترګه وګوري.پدې مانا چې ايمان د خلكو روحيات لوړوي او دا د روغتيا لپاره گټه رسوي.دا څرګندونې كيداى شي تر يوه ځايه قانع كوونكې وي ،خو حقيقي پايلې هغه وخت جوتيږي چې كله دا موضوع په عملي ډګر كې وازمويل شي.په الله باندې باور تر بل هر رواني لامل څخه زيات اغيزمن دى.د دينې باور او فزيكي صحت تر منځ د تړاو په هكله هغه پراخه څيړنه چې د هارواود طبي پوهنتون ډاكټر هربرت بنسون تر سره كړيده ،ډيرې حيرانوونكې پايلې يې لاس ته راوړې دي.سره لدې چې هغه پخپله ديني باور نلري ، خو دې پايلې ته رسيدلى دى چې د الله تعالى عبادت او په هغه باندې ايمان تر بلې هرې ګروهې او عقيدې څخه د انسان په روغتيا باندې ډيره مثبته اغيزه لري.بنسون زياتوي چې زه دې پايلې ته رسيدلى يم چې هيڅ باور د انسان لپاره دومره دماغي هوساينه نشي راوړلاى لكه په الله باندې ايمان.
د انسان د باور او د هغه د روحي او جسمي روغتيا تر منځ د تړاو راز په څه كې دى؟ دا ځواب به د سيكولر څيړونكي بنسون له خولې څخه واوروچې وايي:د انسان جسم او دماغ په الله باندې د ايمان راوړلو لپاره تنظيم شوي دي او دا استعداد او ليوالتيا د هغه په جوړښت كې اغګل شوي ده .
پورتنۍ څيړنه چې طبي نړۍ اوس ورو ورو د هغې په ارزښت باندې پوه شوې ده او د هغې خوا ته ليوالتيا ښيي يو راز دى چې قرآن كريم په لاندې ټكو كې څرګند كړى دى.(( الا بذكر الله تطمئن القلوب )).(رعد ۲۸)
((ښه ځير شئ! يوازې د الله په يادولو سره زړونه آرام مومي))
دا چې ولې هغه كسان چې په الله باندې ايمان لري او د هغه عبادت كوي له روحي او جسمي پلوه د ښه صحت خاوندان دي، راز يې پدې كې دى چې دوى د هغې موخې مطابق چلند كوي چې د هغې لپاره پيدا شوي دي.هغه فلسفې او سيستمونه چې انسان د هغې موخې خلاف كاروي چې د هغې لپاره پيدا شوى دى، تل انسان د كړاوونو او بدبختيو په لوري كشوي.
عصري طب اوس پدې هڅه كې دى چې ځان دغه حقيقت ته ورنږدې كړي. لكه څرنګه چې پتريك گلاين وايي: د ارواپوهنې په څانګه كې څيړنو پدې تيرو پنځه ويشتو كلونو كې دا جوته كړې ده چې دينې ګروهه د ذهني روغتيا او خوښى سره اساسي او ثابت تړاو لري.