د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهجو ځای زموږ په ادبیاتو کې

محمود نظري 02.04.2008 00:46

هجو په لغات کې د چاد عیبونو غندولو، ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي او په اصطلاح د هغه چا عیب او بد ویل دی چې رښتیا په هغه کې دا عیب وي.
هجو د عربو له ادبیاتو څخه زموږ ادبیاتو ته لاره پیدا کړې ده.
چې ژاژ(پرتي)، فحش(ناولتوب)، کنځل، سقط، غندنه، بيهوده‌ویل، ذم، بدویل، بده ژبه، بده خوله، ترّهات و خزعبلات، سبكساري، فضولي (ډرپلتوب)، قذف، ردوبد، لاغ، گستاخي، لودگي، لعن و طعن، هرزه لافي، هرزه درايي، استهجان و نقيضه هجو.په کې راځي.
د هجو موخه ټوله شخصي ده او ټولنیز اړخ نه لري چې توپير يې له طنز سره همدا دی.
یاپه بل تعریف هجو هغه نثر یا نظم دی چې د چا عیبونه بیانوي چې کله کله ځیږې خبرې او ان کنځلې هم ورسره وي .
طنز او هجو په لویدیځ او ختیځ ادب کې یو د بل تر څنګ دي او یوځای سره راځي لکه د عبید زاکانی د موږک او پیشو رساله او د سویفت د ګالیور سفرونه...
خوطنز د یو چا یا ټولنې ناتارونو اوناورینونو بیان و ي دطنز توپیر د هجونه دا دی چې طنز د هجو ړوڼوالي او صراحت نه لري هجو هر څه بې پردې بیان وي لکه د نظامي د ګنجینې څخه دا بیتونه:
دو بيوه به هم گفتگو ساختنـد
سخن را به طعنه درانداختنــد
يكي گفت : كز زشتي روي تو
نگردد كسي در جهان شوي تو
دگر گفت : نيكو سخن رانده‌اي
تو در خانه از نيكويي مانده‌اي

دلته طنز هجو ده ځکه طنز د هجو صراحت نه لري یا نی بدۍ لکه هجو ښکاره نه بیانوی یانی کتابي هجو ده چې د هزل له تعریف سره برابره او یو شان ده یانی یو څه وایي او بل څه يې موخه وي.
ویلای شو طنزد دوستانو د روح خندول دی ، هزل د اوریدونکو خندول او هجود بد کړو شلاغه ده

د هجو یوه بېلګه:
د قم د سیند توروې اوبه چې د کلیو نه تیریدی د کلیوخلکو د لومړی وزیر صدرالاشراف په لمسون هغه وتړلې د قم د خلکو نارو سورو کومه ګټه ونه کړه بیا خلکو له بهار شاعرڅخه وغوښتل د خپل هجو په زور دا اوبه خوښي کړي. دهغه هجو داسې ده:


اين صدر ز اشراف پدرسوخته است
آب دگران به رويشان دوخته است
دزديدن آب را ز مجراي حرام اين
بي پدر از مادرش آموخته است
لکه مخکې چې مې اشاره وکړه هجو او هجو ویل له عربو نه زموږ ادبیاتو ته راغلی ده . هغه وخت عربي کامونو خپلو افتخاراتو ته چې مفاخره ورته ویل شوی په پار د دوښمنو کامونو د عیبونو هجو او غندنه کوله.
هجو د دوښمنی بیانونکی وه. شاعران چې به د پاچا له بې مهری سره مخامخ شول یا به له هغه نه خپه شول نو د هغه په هکله به يې هجو ویل :
ان فتوحی مروزی چې په شپږمه پیړۍ کې اوسید دبلخ په هکله یې یو هجو د بلخ دخلکو د بلوا سبب شوه.
په لومړي سر کې هجو ملایمه وه لکه د سلطان محمود غزنوي په هکله د فردوسي هجو . خو په بیا بیا هجوتونده او لوڅه شوی ده
په انګلستان کې اوولسمه پیړۍ هجو رواج درلود خو د قانون له مخي سره چې « څوک نه شوای کولای بل څوک توهین کړی» هجو له منځه ولاړه .
کله کله شاعران دیو بل په ځواب کې د دوښمنی په پار هجو وایي چې دی هجو ته« مهاجات» وایي.
جبران محمود د هجو په تعریف کې وایي:
هجو یو ډول غنايي شعر دی چې پر توندي نیوکې ولاړ او خوږونکۍ دی او ځېنې وخت له درد ه ښکنځلو او ملڼدو ته مخه کوي. هجو د غچ اخیستلو لاره ده د ژبې په توره غچ اخیستل دي.
حكيم شفايي‏اصفهاني وایي:
دستش به انتقام دگر چون نمى‏رسد
شاعر به تيغ تيز زبان مى‏برد پناه‏
شاعر هڅه کوي په خپله یوازینۍ وسله قلم د خلکو او واکدارانو بد کارونه راتلونکي نسل ته ورسوي لکه چې حكيم فردوسي وسلطان محمود غزنوي ته په خطاب کې وایي:

چو شاعر برنجد، بگويد هجا
بماند هجا تا قيامت به جا
له بده مرغه زموږ په ادبیاتو کې هجو شخصی او غرضی موخه لري دوښمنی، خود بینی. تمه، حسادت ... د هجو د ویلو اصلی وجې دي لکه چې انوري وایي:
سه شعر رسم بود شاعران طامع را
يكى \\\"مديح\\\" و دگر \\\"قطعه تقاضا\\\"يى‏
اگر بداد، سوم \\\"شكر\\\"، وَر نداد، \\\"هجا\\\"
از اين سه، من دو بگفتم، دگر چه فرمايى؟
«كمال‏الدين اسماعيل\\\" هم هجوشاعر ته لکه زمری ته ډاړې او منګولې بولي:
هر آن شاعرى، كو نباشد هجاگو
چو شيرى است، چنگال و دندان ندارد!
خداوند امساك را هست دردى‏
كه الّا هجا، هيچ درمان ندارد
چو نفرين بود بولهب را ز ايزد
مرا هجو گفتن پشيمان ندارد
ځېنې شاعران د حضرت رسول اکرم وینا چې په \\\"حسّان ثابت\\\" كه فرمایلی دی: \\\"اُهْجُهُم و روحُ‏الَامينِ مَعَك\\\" یانی: (مشریکان) هجو کړی جبرئيل هم ستاسو سره دی او ستاسو سره مرسته کوی. هجوه يې روا ګڼلې ده. كمال اسماعيل په دې اړه وایي:
رسول \\\"اُهْجُهُمْ\\\" داد فرمان به حسّان‏
مرا هجو گفتن پشيمان ندارد

خو عجبه لا دا ده چې ځینو بیا هجود کلام پاکوالی بولي
\\\"ابوالعلاى معّرى (مړینه ۷۷۰) وایي: \\\" ښه هجو هغه هجو ده که هغه یوې پیغلې ته چې د پردې شا ته وي وویل شي هغه ونه شرمیږي.
«فرويد\\\" هجو « تهاجمى لطیفه\\\" نومولې ده. ځکه د برید او دفاع کار ترې اخېستل کیږی او هم بې حیا ده څوک بې پردې کوي .\\\"فرويد\\\" دی ډول ادبياتو، ته د \\\" زُمُختى ادبیاتو\\\" لقب ورکړی دی.
باید ووایو چې \\\"هجو\\\" یوازې د خلکو په بد ویلو نه محدود یږی – ځينو د بلخ د ښار فتوحى ته هجو ویلي چې وایي هغه انوري ویلې ده او \\\"هجو اصفهان\\\" چې مجيرالدين بيلقانى ویلی د \\\"خاقانى\\\" په نامه شهرت لري.
یوه ښکلې هجو د ابوالعلاى گنجوى ده چې د خپل زوم \\\"خاقانى\\\" دبد ویلو په ځواب کې یې ویلې ده :
خاقانيا! اگرچه سخن نيك دانيا
يك نكته گويمت، بشنو رايگانيا
هجو كسى مكن كه ز تو مِه بود به سنّ‏
شايد تو را پدر بُوَد و تو ندانيا!


غنی خان د ځان په بار کې داسې وایي :
ما ویلی غنی یاره بې اندازه غـــــــــــــــــوندی ئـــــې
ادب دی درکی کم زبان درازه غــــــــــــــــوندی ئــــې
قصه ده ګډه وډه نه سم خان شوی نه ټوقی شــــوی
خو ته دی دوه پیازو کې څه دری پیازه غوندی ئې


د هجو څو بېلګې

فردوسي په شاهنامه کې شپیته زره بیته ویلي ،پاچا غوښتل هغه ته شپیته زره مثقاله سره زر ورکړی خو ددرباریانو د حسادت په سبب هغه په شپیه زره مثقاله سپین زرو بدل شول . هغه ډیر خواشینی شو او د سلطان محمود په هجو کې يې څلویښت بیته وویل هغه داسې پيل کیږي:
ایا شاه محمود کشـــــــور گشای
زکس گر نترسی بترس از خدای

حکیم ناصر خسروناپوه ، حریص ، موذی او مغرور خلک داسې هجو کوي:

مـــــردم بی تمییز با هـــــــشیار
به مَثــــَل چون پشیز و دینــارند
بنگـر این خلق را گروه گـروه
گز چسانند وبرچه کــ ــردارند
همچو ماهی یکی گروه از حرص
یکدیگر را همی بیوبــــــارند
چون سپیدار زسر بی هـنری
از رهء مردمی فرو نــــــــــارند
موش و مارند لاجرم در خـــلق
بلکه بدتر ز مـــــوش و از مارند

دحکیم سنایي یوه هجو داسې ده:
فقها را غرض از خواندن فقه
حیلهء بیع، رباء و ســـــلم است
علماء را ز پی وعظ و خطاب
جگر ازبهر تعصب به دم است
صوفــیـان را ز پی رانــدن کــام
قبله شان شاهد و شمع و شکم است
زاهـــدان را ز بــرای زه و زه
قــل هـوالله احد دام و در اســـت
حـاجــیـان را ز گــدایی ونـفـــاق
هوس و هوش به طبل و علم است
خوشال خټک وایي:
د مومندو سپى بهتر دى تر بنګښه

كه هزار ځله مومند بدتر تر سپى دى
خوشال خټک بل ځای وایي:
د خټكو سپي بهتر تر يوسفزو دي
كه خټك دى هم په خوى تر سپي بېكاره
خوشال خټک بل ځای وایي:
پښتانه كه ادمزاد دي
په خويونو كي هُناد دي
نه حكمت لري نه عقل
خوښ هرګوره پر فساد دي
يو د بل په كمي ناست دى
ځكه تل په بلا ياد دي
دا لا شكر كړه خوشاله
چــــې بــنـــدي نــه دي ازاد دي


خوشال د مستجاب مومند دمغلو لوې جاګير دار په هجو کې وایي:
مستجاب مهمند که چرګه دمغل ده
زه خوشحال خټک خو باز يم ځاي مې غر
رحمان بابا سره له دې چې يو صوفي او اخلاقي شاعر و د هغه یوه هجو داسې ده.

خوشالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم .

دصوفی عشقری یو هجو داسې ده:
دلم زین بی تمیزی وند وند است
قروت وردکی هموزن قند است
به مارکیت جهان بسیار گشـــتتم
ندانستم که شلغم سیر چند است

دضیاء قاری زاده یو هجو وایي:
آفـریـنـت ای مـدیـر کـنـتـرول
شکمت از پول رشوت گشته دول
کاتب گمـرک تـو دولک می زنی
در جـوال خـالی چـنـگک می زنی

دریای ګوهر له کتابه دخره او بلبل مناظره هجو:
بلبلی سرخوش وشیرین گفـــــتار
برسر شاخِ گلی داشت قــــــرار
زیر آن گلبن، بر دا مــن دشـــت
از قضا پیرخری بود به گشــت
سـوی آن شـیفـتـه چـون کـرد نـظـر
خنده آمد ز طرب برلبِ خـــــر
گـفــتـش ای قـــاصـد زیـبــای بهــــار
رفـته صیت تو به هـر شهـر و دیار
چــه شــود گـر سـخـن آ غــاز کنـی
نغمه یی خوش ز طرب ساز کنی
تــا بگـویـم ز صـفـــا بی کم و کاســــت
بد و نیکی که درآن طرفه صداست
درنــوا آمــــد آن بـلـــبــــل مـســـــت
رونـق محـفــل نـاهـیـد شــکـســت
مُهــر خـاموشی بــر داشـــت ز لـــب
کوه و صحرا همه آمد به طــــرب
کار از دســت رهــا کـــرد شـــــــبـــان
و ز دلش رفـــــت به یکباره توان
دخــتــر مهــوش دهـقــان ز نشــــاط
رقصها کرد بر آن سبز بـسـاط
بــود در پــای گلی چـشـــــمـــــهء آب
رفت از آن نغمهء مستانه به خواب
لحظه یی خـر سـرش انداخـت بـه پیـش
تـا که انـدیـشــد و جـنبـانـد ریـش
کــرد بـســـیـار بـه دل گفــت وشــنـفــت
پــس بـر آورد سـر آن ابله وگـفـت:
الحـق آهــنـگ تـو خـوبـســت، افـســـوس
نیـسـتـش جـاذبـهء بانــگ خـروس
گــرچـه آواز تــو ام، دل شــــــاد اســت
چه توان کرد؟ خروس استاد است
بلبل این حرف چو از خر بشنید
آب ز گفتار فرو بـست وپـرید

دلته د عبید زاکانی د کلیاتو نه دا هجو لیکو:

تهمتن چو بگشاد شلوار بند
به زانو درآمد يل ارجمند

خو نور بیتونه یې داسې لوڅ دي چې نه شوای کولای هغه ولیکم
شاعرانو پاچا ته د نژدې والي په پار د رقیبانو شاعرانو په هکله هجو ویلی د بېلګې په ټوګه عنصری د غضاییری او غضاییری د عنصری شعرونه هجو کړی او انوري، سوزني او معزي د هجو سره کنځلی او بدورد یو ځای کړی. سوزني هغه هجو چې کنځلي نه لري د فطیره ډوډۍ په نامه یاده کړی ده او وایي:
مثل نان فطیر است هجای بی دشنام
مرد را درد شکم خیزد از نان فطیر

.

مولانا لیکي :
یو بدرنګ سړی په هېنداره کې خپل مخ لیدی او ویل یې:شکر خدایه چې زه ښکلی یم!.
مریي یې ولاړ و ،دا خبره یې واوریده او بهر ووت. هلته یو د وره مخي ته ولاړ د کور د خاوند پوښتنه یې کوله:
مریي ورته وویل:هغه په کور کې ناست او پر خدای درواغ وایي.


د سعدي یو هجو داسې ده:

وایي یو په بد ږغ قران لوستۍ، یو له هغه ځایه تیریدی د هغه نه يې وپوښتل په څو يې وایي؟ هغه ویل: په هیڅ .
ویویل: نو ولې ځان ته دومره زحمت ورکوې؟
وې ویل: د خدای لپاره يې وایم .
وې ویل: د خدای لپاره يې مه وایه مسلماني به ورکه کړې.
.
گر تو قرآن برین نمط خوانی
ببری رونـــق مســـــــلمانی
سعدی یو بل هجو داسې ده:
یو سړی د یو ښه سړي نه وپوښتل : زما د پاره کوم عبادت ښه دی؟
هغه ورته وویل:د ورځی خوب .
وې پوښتل: دا دې څنګه وویل؟
هغه ورته وویل: دا چې ته ظالم یې چې ویده يې خلک دی د ضرره خلاص وي.
ایرج میرزا یو هجو داسې ده:
بر سر و مغزت دَگَنَك مي زند
حجة الاسلام كُتك مي زند
دست به نعلين و چُسك مي زند
گر نرسد بر دَگَنَك دست او
با حَنَك و تحت حَنَك مي زند
اين دو سه گر هيچ كدامش نشد
گاه حنك را به هَتَك مي زند
تا نشوي پاره خبردار باش
هم به تو و هم به كومك مي زند
گر كومكت رستم دستان بود
چوب به پاهاي فلك مي زند
ور بكند پا به میانی فلک
ملتفتش باش كه چك مي زند
چك زن سختي بود اين پهلوان
گوز يكايك به الك مي زند
دستش اگر بر فلكي ها رسد
هم به الك هم به دولك مي زند
ور الك تنها كافي نشد
از تو چه پوشيده كمك مي زند
گويند آقا همه شب زير جل
بر جگر ريش نمك مي زند
چون ببرد دست به سيخ كباب
ديم ددك ديم ددك مي زند
نرمك نرمك به سر انگشت خويش
نارو و صد جور كلك مي زند
مختصرا هر شب در جوف پارك
شيخ درِ دوز و كلك مي زند
حالا در حضرت عبدالعظيم
خيمه از آن جا به درك مي زند
ان شاء الله دو روز دگر
دست تصرف به فدك مي زند
منعش اگر كس نكند بي ريا
روزي صد مرتبه لك مي زند
وان جگر نازكش از بهر پول
سيم بدان را به محك مي زند
مجلس شوراست كه با دست حق
ملتِ الله معك مي زند
هر جا خواهي به سلامت برو
شيخ ز بيكاري ، سگ مي زند

 

هجود عربو په ادبیاتو کې اوږده سابقه لری او ډیر هجو ویونکی لري وایي یوشاعر په نامه د حطيئه د هغه وروسته چي پر ټولو خلکو يې هجو وویل نو بیا يې په خپلي کورنی هم هجو وویل. ان انورى پر خپلې میرمنې باندی هجو ویلې ده :

انورى را زنى است، زانيه‏اى‏
كه از او هر كه در جهان زانى است

او ان په خپل ځان يې هم هجو ویلی ده:

اى پناه تو، جاه و مسكن من
خوشال خان داسې وایي:
چې نیولې مې دا هوډ د نام او ننګ دې
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم

د عیبونو ویل کله کله د دچا یا ټولنې دسمون سبب ګرځي په دې شرط چې موخه يې دوښمنی ، بغل او کرکه نه وي یانی هغه نقد (وڅېړي)کړی یانی د هغه ښه او بد دواړه ووايی خو په هجو کې یوازې عیبونه ته ګوته نیول کیږی خو که هجو (هجا) و کولای شي د ټولنې عیبونه اصلاح کړی ډیر ښه دی .ولې له بده مرغه زموږ په ادبیاتو کې هجو د ځانګړې موخې لپاره کارول کیږی لکه چې ځینی شاعران وایي:

سعدي وایي:
منه عیب خلق از فرو مایه پیش
که چشمت فرو دوزد از عیب خویش

ما هجو میکنیم وتو ایذا چه فایده ؟
ما کشته می شویم و تو بد نام میشوی
مباد، محتسب طبع، بهر رسوایی
کلا زنگلهء هجو بر نهد به سرت
(صائب)وایي:
از زخم زبان نیست گزیر اهل قلم را
بی چاک که دیده است گریبان قلم را؟
کمال الدین اسماعیل وایي:
خداوند امساک را هست دردی
که الا هجا، هیچ درمان ندارد
فردوسي وایي:
که شاعر چو رنجد، بر آرد هجا
بماند هجا، تا قیامت به جا

.
لمنلیکونه
۱- محمد نبی عظیمی زبان و بیانِ نقد و هجو در ادبیات زبان فارسی دری
۲-اشعاری درباری اندیشه نو ویب
۳-پيک هنری ایرانیان- پيک شعر و ادبيات
۴- دكتر على‏اصغر حلبى ،مقدمه‏اى بر طنز و شوخ‏طبعى،
۵-ثعالبى، خاص‏الخاص،
۶-موسسه مطالعات ایران تاریخ معاصر- طنز چیست
۷-وحید ضیایی---بررسي طنز آميخته به هزل در مثنوي
news.gooya.com/culture۸-
۹-نگاهی به اشعار ایرج میرزا شاعر طنز پرداز یا هزال منحرف
۱۰-موسسه مطالعات تاريخ معاصر ايران (مقالات)
۱۱-داكتر سيدعلي موسوي گرمارودي، طنز چيست؟
۱۲- صدیق وفا ،طنز و روشنګری
۱۳-نقد و تحليل سازمان تبلیغات اسلامی
۱۴-انجمن طنز ویب انجمن طنز - تعاريف طنز ، هجو ، هزل و شوخ طبعي
۱۵- جواد مجابي ،قلمرو طنز
۱۶-
www.andishaenau.com/، نیش هجا

۱۷- چشم انداز تاریخی هجو
۱۸-د خوشال خټک کلیات