د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مكارسياست خپل ارزښت له لاسه وركړى

عبدالغفور ثبور 01.04.2008 00:50

دروان 1387 هجري شمسي كال د وري دمياشتې يولسمه نيټه وه چې دانټرنيټ په نړۍ كې مې دحكمتيار اړوند دافغانستان داسلامي حزب په ويب پاڼه ( شهادت ) باندې سترګې ولګيدې زه خوهسې هم دغه پښتوويب پاڼې ډيرې ګورم ډيرخوښ شوم چې دپښتوويب پاڼوپه كتاركې دادى شهات هم ورزياته شوه سملاسي مې دهغې دعلاقې وړ برخې پرانيستې ترڅودافغانستان داوسنۍ سياسي غميزې په اړه دحزب اسلامي ( حكمتيار ) دريځ ځانته معلوم كړم ځكه ماڅوورځې په دعوت ويب پاڼه كې دحكمتيارپه قلم (( دافغانستان داسلامي دولت اساسي قانون )) مسوده لوستلې وه دهغې له لوستلوځكه ډيرخوښ شوى وم چې په هغې كې سره لدې چې ځينې ځايونه يې دحقوقواوقانون دعلم له مخې خلاوې لرلې خوبياهم دستاينې وړوه خوكله مې چې په شهادت ويب پاڼه كې داسلامي حزب ( حكمتيار ) دريځ معلوم كړ له بده مرغه چې هغه دخپلې مسودې برخلاف اوس هم پخپل پخواني نيلي سپوردى داسې شيان وايي اوليكي ته به وايې چې دهغه په كړنو كومې شل پيړۍ اوښتې اوخلك هيڅ دنوموړي دګوند اوډلې له اعمالوسره بلدندي حكمتيارصاحب اودهغه ډلې دخپلوموخودلاسته راوړلولپاره دتڼي ، دوستم ، رباني ، مزاري ، مجددي ، اسلم وطنجار ، جنرال رفيع ، مسعود ، طالبانوسره هم اتلافونه كړي اوهم ورسره جنګيدلى نوزه نه پوهيږم چې هغه څرنګه خپل تيرټول سياسي اعمال ، سياسي وژنې ، سياسي اتلافونه هيركړي اوبياوايي چې حزب اسلامي داسې كړي اوداسې يې كړي داسمه ده چې حزب اسلامي هم سم غړي لرل خوباوروكړۍ چې داسې غړي يې هم لرل چې انسانيت يې په كړنوشرميږي آيا دحكمتيار صاحب په سروبي كې دزرداد كړنې هيرې شوي ....... ؟ شهادت ليكي چې ايران ، پاكستان ، امريكا ، روسيه او..... داسې نورپه افغانستان كې خپلې ګټې لټوي اوګوډاګيان لري خوزه ورته وايم چې ته اوس خبرشوې خو افغان ولس درې لسيزې مخكې خبروو چې ته دسردارداودخان په ضد راپاڅيدې اوچې كله مات شوې نوبيا دبي بي ، بېنظيرې دپلار غيږې ته ورغلې اوهغه تاته پنادركړه ستااودبوټوترمنځ كوم مشترك وصف موجود وو هغه يوكمونيست وه اوته يومجاهد . شهادت په لاندې ليكنه كې كاږي چې نصيرالله بابر منځني آسيا ته دخپل كاروان دتيرولولپاره طالبان پيداكړه اوداسې يې وكړه اوداسې يې وكړه خوشهادت دهمدغې ليكنې په بل ځاى كې ليكي چې دطالبانوپه ليكوكې دحزب اسلامي مجاهدين دپخوانۍ شمالي ټلوالې په ضد جنګيدل او اوس هم دطالبانو په ليكوكې په جهاد بوخت دي خوشهادت هيره كړې چې همدا حزب اسلامي وه چې له بولدكه بياتركابله دطالبانوپرضد وجنګيد حتى كله چې دطالبانوپلاس دكابل دسقوط په بيګا حكمتيار له كابله دمسعود له لنډه غرو سره دهيواد شمال ته كډه كيده نوله بي بي سره په مركه كې يې په ډاګه وويل چې ترڅوزه ژوندى يم نودملا اوطالب حكومت نه منم نواوس دې ښاغلي لوستونكي دلاندې ليكنې په لوستلوسره چې له شهادت ويب پاڼې څخه كټ مټ راكاپي شوې اودلته ستاسودقضاوت لپاره وړاندې كيږي ، پريكړه وكړي چې په مظلوموافغانانوباندې ددغومكاروسياستمدارانوله لاسه څه تيريږي ... ؟

 


دسيمې د ستونزو اساسي عوامل
(( په سيمي مخصوصاً افغانستان او پاکستان کي چي کومي ستونزي رواني دي څو اساسي عوامل لري، چي ځيني ئې دمسکو او واشنگټن د سياستونو زېږنده دي او ځيني ئې زموږ د گاونډيو مخصوصاً پاکستان او ايران د غلطو سياستونو اولاسوهنو زېږنده، دا ستونزي ترهغه نشي ختمېدى چي ياد دغو لورو په سياستونو کي ژوره تبديلي راشي يا په افغانستان کي حالت داسي جوړ شي چي دبهرنيو لاسوهنو مجال ختم شي. ځيني ستونزي دادي.
• اسلام آباد داوشنگټن تر فشار لاندي د افغان جهاد په اړه دا سياست غوره کړ چي پرې نږدي د روسانو په ضد مقاومت دهغه حزب په لاس ادامه وکړي چي دا مقاومت ئې په فکري او عملي لحاظ پيل کړى وو، دمقاومت په ليکو کي ئې د اختلاف راولاړولو اود نويو ډلو د جوړولو هڅه وکړه، اسلامي نهضت اود کمونستانو په ضد مسلحانه مقاومت د حزب اسلامي په لاس پيل شو، هم له فکري پلوه او هم له نظامي پلوه، خو پاکستان د امريکايانو ترفشار لاندي داسي ډلي جوړي کړې چي نه ئې د مبارزې سابقه او تجربه درلوده، نه تنظيم اونه ثابته تگلاره او متعهد او روزل شوي غړي، دامريکايانو هدف دا وو چي دا جهاد په يوه اسلامي حکومت منتج نشي، دوى لومړى جمعيت جوړ کړ، د جمعيت اکثريت قومندانان ئې هم دپاکستان له لاري پالل او هم مخامخ دخپل سفارت له لاري، رياض ئې دې ته هڅولو چي دا ډله وپالي. داپه داسي حال کي چي دې ډلي له ايران سره ژوري اړيکې درلودې، دشوراى نظار غړي په ايران کي روزل کېدل، ډلي ډلي به ايران ته تلل، له هغي خوا به له ايراني وسلو او مخابرو سره په داسي حال کي بېرته ستنېدل چي په غاړو کي به ئې دسپاه پاسدارانو برگ دسمالونه تاو وو اوپه تن ئې د سپاه پاسدارانو دريشي، لومړى سټينگر دغي ډلي ايرانيانو ته ورکړ، بيائې امريکايانو ته د سټنگرو د اخستلو دنده په غاړه واخيسته، ايراني افسرانو په پنجشير کي دوى ته د روزني مرکزونه جوړ کړي ول.
• بيائې داسي ډلي جوړي کړې چي وسلې ئې دپاکستان له پولو آخوا نه تېرېدې، ټولي په پاکستان کي خرڅېدې، داسي څوک ئې نه درلود چې ټوپک پر اوږه ورکېږدي.
• د امريکايانو پاليسي دا وه چي نوري ډلي په پښتنو کي جوړي کړي، دوى پښتانه د حزب اسلامي طبعي پلويان گڼل، د نورو ډلو په جوړولو سره ئې غوښتل چي دوى له حزب نه بېل کړي ، په فارسي ژبو کي ئې د نورو ډلو جوړول نه غوښتل، پاکستان ته ئې ويلي وو چي د داسي ډلو د جوړېدو مخه بايد ونيسي، د جمعيت ډېرو فارسي ژبو غړو هڅه وکړه چي بېل تنظم جوړ کړي خونه امريکايانو ورسره موافقه وکړه اونه پاکستان.
د جمعيت له قومندانانو سره ئې په داسي حال کي هم مرستي کولې چي له روسانو سره ئې د ايران په وساطت د اوربند معاهده کړې وه، په همدې حالت کي ئې مسعود ته هره مياشت لږ ترلږ دوه نيم لکه ډالر ورکول، د جلال آباد د جنگ په نامه ئې هغه ته پنځه لکه ډالر د دې لپاره ورکړل چي دسالنگ په لويه لاره عمليات وکړي، خو هغه يو ډز هم ونه کړ، له روسانو سره په خپلي ژمني ولاړ وو اود جلال آباد د جنگ مخالفت ئې کولو !!دا هغه څه دي چي اوس سي آى آې په خپله پرې اعتراف کوي، دسي آى اى د غړي په لاس ليکل شوى کتاب Ghost wars ( جنگ اشباح) دا او ډېر نور پټ اسرار افشاء کړي.
• د مجاهدينو د موقت حکومت د جوړېدو پرمهال امريکايانو اسلام آباد دې ته اړ کړ چي مجددي د جمهور رئيس په توگه وټاکي، هغه له ټاکل کېدو سره سم، ډهلي ته په دې نامه سفر وکړ چي د خپلو پلرونو د قبرونو زيارت ته ځي خو هلته ئې له هند سره خپلي مخکنۍ زړې اړيکي تازه کړې، اطمئنان ئې ورکړ، اود هند په وساطت ئې له پرچميانو سره وکتل، بيائې پنجشير ته سفر وکړ او هلته ئې له روسانو او کمونستانو سره وکتل. رباني هم په همدې موخه پنجشير ته ولاړ اوله کمونستانو او روسانو سره د مسعود د معاهدې توثيق او ملاتړ ئې وکړ.
• امريکايانو د سنيانو لپاره ديوه مرکز جوړېدل خطرناک گڼل، ايران دشيعه وو په مرکز بدل شوى وو، دوى ته ئې ستونزي راولاړي کړې وي، که څه هم د ايران انقلاب ته دوى څه توقعات درلودل، گمان ئې دا وو چي عرب پرې وېرولى شي، عرب به له دې وېرې پر دوى مزيد تکيه کولوته اړکېږي، دهمدې لپاره ئې د انقلاب په ضد د شاه مرسته ونکړه، برعکس خميني ته ئې بلنه ورکړې وه چې د نجف په ځاى پاريس ته ولاړ شي، له پاريس نه ئې په اکرام او احترام سره تهران ته ورساوو.
• کومي ډلي چي د امريکايانو په وينا جوړي شوې وې، نه يوازې دا چي وسلې ئې له سرحد نه آخوانه تېرېدې او ټولي په پاکستان کي خرڅېدې، بلکي ددښمن لپاره ئې د سنگر حيثيت درلود، د دوى له لاري دښمن توانېدو چي د مجاهدينو په ليکو کي نفوذ وکړي، ستونزي راولاړي کړي اود مجاهدينو ترمنځ دلانجو او جگړو باعث شي. هغه ترټولو ښه ئې جمعيت وو، خود جمعيت له وضعيته تاسو د نورو وضعيت ښه درک کولى شئ، دجمعيت ټول سلاح کوټونه، په پېښور ، باجوړ، چترال، گرم چشمه، درۀ ادم خيل، سده ، پاړه چنار، ميرانشاه او واڼه کي يوپه بل پسې منفجر شوي، ځيني د خاد له لوري او ډيرې ئې د همدغو سلاح کوټو نو دمسئولينو له لوري، دسلاح کوټ اکثر وسلې به ئې خرڅي کړې، پاتې وسلو ته به ئې په خپله بم کېښود، داپه داسي حال کي چي الحمدلله دښمن په دې نه دى توانېدلى چي په افغانستان يا پاکستان کي دحزب اسلامي په ضد په داسي څه کولو موفق شي، په يقين سره ويلى شو چي که حزب اسلامي اود هغه پياوړى امنيتي تشکيلات نه وي نو دغو بې نظمو ډلو نه په داخل کي له کي جي بي او خاد نه سمه ورځ تېرولى شوى او نه په پاکستان کي.
• پاکستان دامريکايانو دفشار په وجه لومړى مجددي د جمهور رئيس په توگه پر نورو ډلو تحميل کړ او بيا رباني، دواړه دوه دوه ځلي، پاکستان هم مجددي ښه پېژندو او هم رباني، له هند، ايران او روسيې سره د دوى له پټو، ژورو او زړو اړيکو ښه خبر وو، خود واشنگټن د اوامرو مخالفت ئې نشو کولى. د دوى دواړو ټاکني د امريکايانو له فشار نه علاوه يوه بله وجه هم درلوده او هغه داچي ځينو پاکستاني جنرالانو دانه غوښتل چي په کابل کي يو پښتون مشر قدرت ترلاسه کړي، چارواکو ته ئې دا مشوره ورکوله چي پرې نږدي د حزب اسلامي مشر د جمهور رئيس په توگه وټاکل شي، دا کار موږ ته دپښتونستان لانجه راولاړولى شي، دوى په کابل کي ديوه قوي پښتون مشر په ځاى يو ضعيف غير پښتون مشر د پاکستان په گټه گڼلو، د جاويد ناصر په څېر جنرالانو خو داخبره په ډاگه او هرچاته کوله. د حزب اسلامي لويه ستونزه دا وه چي په بهر کي ئې هيڅ حامي هېواد نه درلود، ايران د شمالي ټلوالي مرسته کوله اوپاکستان همغه څه کول چي واشنگټن ترې غوښتل ، د واشنگټن په وينا ئې حتى په هند پورې د تړلو ډلو هم مرسته کوله. سي آى اې د Ghost Wars په کتاب کي داخبره افشاء کړې چې بينظير بوټو ته ځينو پاکستاني مقاماتو وويل چي روسيه، ايران او هند له شمالي ائتلاف سره په پراخه پيمانه مرستي کوي، که له حزب اسلامي سره مرسته ونشي، وضعيت به ډېر خطرناک شي، کابل به دهند په اډې بدل شي، د مرکزي آسيا تيل، گاز او انرژي ته او ددغي سيمي مارکيټ ته چي پاکستان کوم ضرورتونه لري، ددې مخه به د تل لپاره ونيول شي، خو نصيرالله بابر ورته وويل : موږ د کابل له پېښو سره ځان نه تړو، د کندهار او هرات له لاري دې سيمي ته درسېدو منصوبه لرو، د همدې لپاره دگاډو له يوه لوى کاروان سره دچمن له لاري هغي خواته وخوځېدو، د طالبانو په مرسته ئې لار پرانسته اود سيمي زمکنۍ دوره ئې وکړه، دغه کتاب ليکي چي بينظير بوټو امريکايانو ته وويل: ماله طالبانو سره د مرستي لپاره آى اس آى ته سپين چک امضاء کړ، نه پوهېږم څومره مرسته ئې ورسره کړې !!
• رباني له روسانو سره دايران په وساطت وليدل، دجبل السراج معاهده د مسکو په وينا اود ايران په وساطت د کمونستانو، جمعيت او ايران پلوه شيعه ډلو ترمنځ امضاء شوه.
• امريکايانو چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته تر نن پوري په افغانستان کي څه کړي د مسکو او تهران په گټه ئې کړي، د ايران او مسکو لپاره ئې هغه څه کړي چې دوى په ډېرو لگښتونو نشو کولى.
• داد امريکايانو د غلط سياست نتيجه ده چي د مرکزي آسيا هېوادونه دشوروي اتحاد له زوال نه وروسته د دې په ځاى چي د مسکو له سلطې نه دتل لپاره آزاد شي، برعکس د مسکو پلوه کمونستو مشرانو په واک کي پاتي او دادئ بېرته له مسکو سره تړل کېږي، واشنگټن نه غوښتل چي په دې هېوادونو کي قدرت د مسلمانانو لاس ته ورشي، تر مسلمانانو ئې کمونستانو ته ترجيح ورکوله، نه ئې غوښتل دلته هم هغه څه وشي چي په شرقي اروپا کي وشول، په افغانستان کي ئې هم دا اشتباه تکرار کړه، روس پلوه او چين پلوه کمونستان ئې په اقتدار کي شريک کړل او هريوه ته ئې په زړه پوري برخه ورکړه.
• واشنگټن لومړى د مسکو په ملگرتيا، د حزب اسلامي په ضد شمالي ټلواله جوړه کړه، بيائې د پاکستان په لاس هغه طالبان د حزب په ضد وجنگول چي امريکايانو ته نه و تسليم شوي، په دې مهال چي د دوى په امر نصيرالله بابر کوم متقاعد فوځيان او نور پاکستانيان د مجاهدينو په ضد افغانستان ته لېږل، همغه نن د داسي نامنظمو ټولگيو په توگه د پاکستان په ضد جنگېږي چي نه ئې څوک مخنيوى کولى شي او نه ئې څوک کنټرولولى شي.
• خو کله چي طالبان هغه پړاو ته ورنږدې شول چي شمالي ټلواله په بشپړه توگه له منځه يوسي، مزار او تخار ئې ترې ونيولو، نو لومړى ئې له پاکستان نه وغوښتل چي طالبان د تخار پرېښودو ته اړ کړي، د آى اس آى مشر د همدې لپاره کندهار ته ولاړ خو تش لاس اسلام آباد ته ستون شو، امريکايانو له مسکو او ايران سره په دې توافق وکړ چي شمالي ټلوالي ته وسلې ولېږي، خو چي وئې ليدل يوازي مالي او نظامي مرستي کفايت نه کوي له مسکو سره ئې پر افغانستان د گډ بريد پلان جوړ کړ، داسي چي مصارف به ئې د امريکا په غاړه وي اود روسانو اوه لس زره فوځ به د تاجکستان او اوزبکستان له لاري پر افغانستان بريد کوي، تخار او مزار به نيسي او شمالي ټلوالي ته به ئې سپاري، داهم هغه خبري دي چي د Ghost Wars په کتاب کي پرې اعتراف شوى، د سيپتمبر د يولسمي پېښي دا منصوبه وځنډوله او امريکائې په خپله دې بريد ته اړ کړ.
• امريکايانو دې ته پام نه وو چي د حزب اسلامي په څېر يو منظم سياسي او عقيدتي حزب دفشارونو او محاصرو له لاري نشي حذف کېدى، که دعلني کار مخه ئې ونيول شي پټ کار ته ملاتړي، که په منظمه توگه کار ونشي کړي، د وړو وړو ټولگيو په توگه کار ته دوام ورکوي، پرون د طالبانو تر بيرغ لاندي له شمالي ټلوالي سره جنگېدل، او نن ځيني مستقل، ځيني د طالبانو په ليکو کي او ځينى د حزب په نامه جنگيږي، د طالبانو ٧٠% جنگيالي د حزب غړي دي، دطالبانو تحريک چي له کومو ډلو جوړ شوى وو، له حزب نه پرته نور ټول ترې ولاړل اود کابل له حکومت سره يوځاى شول، د مولوى محمدي او مولوي منصور حرکتونه، دسياف اتحاد، د مولوي خالص حزب ، د ظاهرشاه پلويان مجددي او گيلاني ټول له کرزي سره يوځاى شوي، يوازي دحزب ځيني ټولگي له طالبانو سره په دې خاطر پاتي دي چي حزب ئې د اکمالاتو توان نلري. په شرقي او جنوبي ولاياتو کي نږدې ټول او په کندهار، هلمند، ارزگان، زابل او جنوب غرب کي اکثريت مجاهدين د حزب سابقه غړي دي.
• امريکايانو غوښتل چي د مرکزي آسيا هېوادونه د افغانستان له لاري له نړۍ سره وصل اوپه شوروي اتحاد له اتکاء وژغورل شي، خو ددې لپاره چي دوى کوم سياست او تګلاره غوره کړې وه، معکوس نتائج ئې ورکړل، آيا عجيبه نده چي دوى دشمالي ټلوالي د استخدام له لاري دې هدف ته رسېدل غواړي؟!! دا ډله به همغه څه کوي چي مسکو او تهران ئې پرې گماري، مسکو نه پرېږدي چي دا هېوادونه اوپراخي زېرمي ئې د دوى له ولگې ووځي، د تهران هڅه داده چي دا هېوادونه له ايران سره وتړل شي، هم هند اوپاکستان د دوى د گاز د خرڅلاو مارکيټ وي او هم د مرکزي آسيا بازارونه د دوى دتوليداتو مارکيټ ، ايران د همدې لپاره د افغانستان پر جنگ باندي په تېرو کلونو کي په سلهاوو مليونه ډالر لگولي. که څه هم دوى خپل مصرف زياته برخه له دې لاري ترلاسه کوله چي د رباني حکومت لپاره په مسکو کي چاپېدونکې افغانۍ د تهران له لاري افغانستان ته انتقالېدې، ايران به خپله برخه ترې اخستله، اوپه ډالرو به ئې بدلوله، روسانو هم داکار کولو، له دې لاري به ئې د هغو وسلو او مهماتو قيمت ترلاسه کولو چي د مشهد او کولاب له لاري ئې شمالي ټلوالي ته لېږل.
• ددې کار امکان يوازي په هغه صورت کي شته چي په کابل کي داسي مستقل ځواکمن حکومت وي چي د مسکو او ايران تر اغېز لاندي نه وي، نه دکرزي کمزورى حکومت دا کار کولى شي او نه بل داسي حکومت چي په ايران او مسکو پوري تړلې ډلي پکي فعال حضور ولري.
• امريکا نشي کولى د افغانستان بحران د جنگ له لاري حل کړي، په جنگ سره نه په افغانستان کي څه ترلاسه کولى شي اونه په عراق کي، دوى کابل د ايران او مسکو لپاره او بغداد دسوريې او ايران لپاره فتح کړل، د لبنان حالت هم د ايران په گټه روان دئ، ددې اصلي وجه داده چي امريکاپه تېرو څو لسيزو کي سنيان خپل اصلي دښمن ګڼي، اوله شيعه وو نه د دوى په ضد استفاده کول غواړي، د همدې لپاره ئې په افغانستان او عراق کي شيعه وو ته دا ټول امتيازات ورکړل، دوى گمان کولو چي کيدى شي په دې امتيازاتو سره د عراق شيعه دې ته تشويق کړي چي دقم متابعت ونه کړي، دقم په ځاى به نجف د دوى واتيکان او سيستاني د دوى پاپ کړي، خو نتيجه معکوس وخته.
• د افغانستان د بحران د ډاډ من حل لار يوازي داده چي بهرني ځواکونه ووځي، اقتدار بې طرفه موقت حکومت ته وسپارل شي، آزاد او عادلانه انتخابات ترسره شي، امريکا هغه حکومت ومني چي دملت اکثريت ئې ملاتړ کوي، که دملت له ملاتړ نه برخمن حزب پرې نږدي چي له سوله ايزي لاري قدرت ته ورسېږي ناچار به نوري لاري لټوي، مسلحانه مقاومت ته به مخه کوي، مسلحانه مقاومت اوس ډېر آسانه شوى، باروت او لوازم ئې پريمانه دي، محدود شمېر کسان په ډېر لږو وسايلو سره کولى شي ځواکمن دښمن له سختو ستونزو سره مخامخ کړي، داهم د امريکايانو يوه لويه اشتباه وه چي گمان ئې کولو د ايران اوپاکستان ملگرتيا ئې ترلاسه کړې، مجاهدين د اکمالاتو منبع نه لري، مقاومت نشي کولى اوکه احياناً مقاومت ته ملاتړي د لنډي مودي لپاره به وي، دادئ نن همغه د دوى د پرون ورځي ملگرى ايران طالبانو ته وسلې ورکوي ، سبابه مسکو هم داکارکوي.
• حز ب اسلامي کرزي ته دبحران دحل لپاره دا طرحه سپارلې وه چي هغه د ځواب له ويلو او توافق نه عاجز وو:
١- بهرني ځواکونه دي له وتلو سره توافق وکړي، که د وتلو لپاره معقول اود منلو وړ مهال وېش اعلان کړي، په لومړي پړاو کي دي له ښارونو نه عسکري مراکزو ته منتقل شي اوپه دوهم پړاو کي دي په بشپړ توگه ووځي، نوپه دې صورت کي موږ دجنگ له توقف سره توافق کولى شو.
٢- قدرت دي يوه موقت حکومت ته انتقال شي، يالږ ترلږه دغو اداروته دي بې طرفه مسئولين وټاکل شي: دفاع وزارت، داخله وزارت، دملي امنيت رياست ، او واليان.
٣- بيادي ددغه حکومت او ديوه مستقل کميسيون تر نظارت لاندي هغه مهال عام او عادلانه انتخابات ترسره شي چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي نه وي.
٤- که کومه ډله د ځان د امنيت په اړه تشويش لري موږ ورته اطمئنان ورکوو، له زابل نه تر نورستان پوري، د وردگ ميدان، پروان او کاپيسا په شمول اود بغلان، کندز، فراه او بادغيس په ولاياتو کي موږ په يوازي سر د امنيت د تامينولو ذمه واري په غاړه اخلو، له هلمند او ارزگان نه پرته په نورو ولايتو کي دکابل په شمول فعاله او رغنده ونډه اخستىشو، که څه هم په هلمند کي زموږ نفوذ ترټولو ډلو زيات دى، د نجيب د حکومت د نسکورېدو پرمهال دا ولايت زموږ مجاهدينو ته په لاس ورغى، په تېرو انتخاباتو کي هم زموږ خلکو ترټولو زياتي رايي ترلاسه کړې. اوس هم هلته ډېر جنگيالى د حزب مجاهدين دي، موږ باور لرو چي د حزب د توافق په صورت کي هيڅوک د جگړي د دوام توان نلري، دا اوس چي څوک جنگيږي، که د حزب په ليکو کي دي که له طالبانو سره ، په سلو کي تر اويا زيات ئې د حزب مجاهدين دي، طالبانو ته ددې لپاره تللي چي موږ نشو اکمالولى . موږ ډاډه يو چي په دغو ولاياتو کي به نه يوازي ډاډمن امنيت راځي، بلکي مضبوطه او مطئنه اداره به جوړېږي اوداسي مسئولين به گمارل کېږي چي هم د اداري فساد مخنيوى وکړي او هم دبې امنيو مخه ونيسي. په دې هم مطمئن يو چي حزب کولى شي د افغانستان له لاري د گاز او نفت د ډاډمن انتقال لپاره د پايپ لاين امنيت تامين کړي، هغه کار چي بهرني ځواکونه ئې په هيڅصورت کي نشي کولى.
٥- خوکه سره لدې نوري ډلي خامخا د بهرنيو ځواکونو شته والى ضروري گڼي، کېد شي د داسي اسلامي ملکونو محدود شمېر ځواکونه ومنل شي چي بي طرفه دي اود افغانانو د کومي خاصي ډلي پلوي نه کوي. خودا فوځونه به له ښارونو بهر په عسکري مراکزو کي مستقر کېږي.
٦- دکابل موجوده چارواکي اوبهرني حاميان ئې بايد په دې پوه وي چي بهرني ځواکونه دتل لپاره په افغانستان کي نشي پاته کېدى، د دوى د جگ پوړو مسئولينو دا اظهارات چي د افغانستان بحران نظامي حل نلري، بايد عادي خبره ونه ګڼل شي، په دې هم بايد پوه شي چي امريکايانو په بغداد او کابل کي روس پلوه او ايران پلوه ډلي قدرت ته ورسولې، دمسکو او تهران لپاره ئې هغه کار وکړ چي دوى په ډېرو لگښتونو نشو کولى د دوى دغلطو سياستونو په نتيجه کي مرکزي آسيا بېرته دروسانو په لاس کې پرېوته اودا ددې لپاره چي امريکايانو نه غوښتل دشوروي اتحاد له زواله وروسته په دغو هېوادو کي د مسکو پلوه کمونستانو واکمني ختمه شي، وېرېدل چي ښايي په دې سره به قدرت د مسلمانانو په لاس کې پرېوځي.
0. دوى بايد په دې هم پوه شي چي هيڅ قدرت د حزب اسلامي د حذفولو له لاري په افغانستان کي امنيت نشي راوستى، د حزب له مرستي پرته ديوه مضبوط حکومت جوړول ممکن نه دى، له حزب نه پرته هيڅ ډله د مسکو او تهران دلاسوهنو مخنيوى نشي کولى، حزب په شمال او جنوب، په پښتنو او غيرپښتنو کي، مخصوصا په ځوان نسل کي پراخ نفوذ لري، موږ څو کاله د شمالي ټلوالي مقابله په يوازي سر اوپه داسي حال کي وکړه چي نه يوازي مسکو او تهران د دې ډلي پراخه مالي او نظامي مرسته کوله بلکي غربي هېوادو هم د دوى ملاتړ کاوو او پداسي حال کي چي له موږ سره هيچا نه مالي مرسته کړې او نه نظامي، اوس خو حزب اسلامي ترپخوا لازيات مضبوط شوى اوپه ولس کي ئې نفوذ تر پخوا ډير زيات شوى، د ځوانانو او منورينو اکثريت له حزب اسلامي سره دي، نورو ډلو، که دا کمونستي ډلي دي، که پرونۍ جهادي ډلي، له اشغالگرانو سره دملگرتيا په وجه خپل اعتبار له لاسه ورکړى، ولس ته دويلو لپاره هيڅ نه لري، د افغانانو په څېر آزادي غوښتونکي ولس کي، هغو ډلو ته هيڅ حيثيت او اعتبار نه پاته کېږي چي دښمن ته تسليم شي اود هېواد په اشغال کي ديرغلگرو ملگرتيا وکړي، دا حقيقت به هغه مهال هرچاته څرگند شي چي بهرني ځواکونه ووځي او افغان ولس ته دخپل برخليک اود خپلي خوښي زعامت ټاکلو فرصت ورکړى شي. ))

ګرانولوستونكو !
دخپل خداى پخاطر اودخپل مظلوم اومجاهد ملت پخاطر پدغه پورتنۍ ليكنه خپل نظر وليكۍ ترڅودغه مظلوم ملت نوردې دغومكاروسياستمدارانوله لاسه خلاص شي هغه سياستمداران چې نيم يې په پارلمان كې دي ، نيم يې په غروكې جهاد كوي زه نه پوهيږم چې دغه كسان به په ورځ دقيامت په هغه ورځ چې خداى به قاضي وي ، څه ځواب وايي په هغه ورځ چې خداى به وايي چې (( لله الملك اليوم )) .
والسلام

نوټ : ګرانولوستونكو : زه يوله هغوكسانوڅخه يم چې دخاين اوهيواد پلورونكي كرزي په ګډون مې له ټولوكاذبوسياستمدارانوڅخه دخيرتمه شكيدلې .